د تلاوت کوونکي مسلمان مثال لکه اترجه

 د تلاوت کوونکي مسلمان مثال:

رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: کوم مومن چې قران تلاوت کوي دهغه مثال د اترجه ( يوډول ليمون ده) په څېر ده چې بوی يې هم خوږ ده او خوند يې هم ، اوکوم مومن چې قران نه وايي د هغه مثال دخورما په څېر ده چې بوی نلرې او خوند ېې ښه ده ، او کوم منافق چې قران وايې دهغه مثال د ګل بابري (ريحان) په څېر ده چې بوی يې ښه او خوند يې تريخ د ه ، او کوم منافق چې قران نه وايي دهغه مثال د مڼه غونې (حنظله) په څېر ده چې بوی هم نلرې اوخوند يې هم تريخ ده .

[irp][irp][irp] عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: (مَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ ؛الأُتْرُجَّةِ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا طَيِّبٌ, وَمَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ؛ كَمَثَلِ التَّمْرَةِ لَا رِيحَ لَهَا وَطَعْمُهَا حُلْوٌ, وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ مَثَلُ الرَّيْحَانَةِ؛ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ, وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْحَنْظَلَةِ لَيْسَ لَهَا رِيحٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ) صحيح البخاري، برقم: (5427)، واللفظ له، وصحيح مسلم، برقم: (797.)

اترجه څه شی ده؟

کوم مومن چې تلاوت کوې دهغه مثال د اترجه په څېر ده چې خوند او بوی يې دواړه ښه دي ، داترجه په عربي کې نور نومونه هم شته لکه : الليمون الفردوسي , تفاح العجمي ، تـُرُنج ، كباد ، تفاح ماهي او داسې نور …. او په انګليسي کې [ CITRON APAM’S Apple ].ورته وايي .

داسې ميوې نورې هم شته چې بوی او خوند يې دواړه ښه وي په حديث کې په ځانګړې توګه د دي ميوې يادونه ځکه شوې ده چې دا ميوه خورا زيات خصوصيات او ځانګړنې لري ، يو خو ددې ميوې پوټکی د ځانګړيو ناروغيو علاج ده ، او دانې يې د زهرو له پاره علاج ده ، پخپله د دې ميوې خورا ک ډېر زيات ګټور ده ، معده صفا کوي ، هضم راولې ، خوږه هم ده ، بوی يې هم ښه ده ، باکتريا ضد ده ، د بدن دفاعي نظام پياوړی کوي اوداسې نور ….

الله دې موږ دقرانکريم له مينانو او تلاوت کوونکو نه وګرځوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب