د مسلمانانو وروسته والي لاملونه او حل لارې

د وروسته والى لاملونه:

دلته غواړم يوڅو هغه لاملونه په ګوته کړم،چې زموزټولنه يې له ساينسي اوعامو مدني زدکړومحرومه کړې:
١_ دنا مسلمانو يرغلونه او دهغوي له لورى دپوهنيزى ځوړتيا شعوري هلي ځلي-
٢_ د دينى عاليمانو له مدني ټولنى ليروالى او …..-
٣_ دحکومتونو بې کفايتي او په دې اړه دمسئوليت نه احساس-
٤_ داسلامى تعليماتو په اړه ناسم پوهاوى-
٥_ دناوړه تعليمي بنسټ او نصاب درلودل او دعلمي کادرونو نه لرل-
٦_ اقتصادى ستونځى او کورنۍ شخړي-
٧_ په عصري ښونځيو کې په شعوري توګه دبې ديني خورول اوله امله يې دمسلمان ولس زړبداوى اوکرکه پيداکيدل-
٨_ دپردو په مشوره اواشاره عصرى ښونځي له اسلامي لباس، تهذيب او مقرراتو ليرى کول او جلا کول، اوغير اسلامى ععنعات اوحرکات پکې دودکول-

له دې حالت نه دراوتلو لپاره ابتدايي لارې چارې:

١د ابتدايې ښونځيو نصاب، دتعليم طرز او استاذان معياري کيدل ،تر څو له بنسټ نه زده کونکي دساينسي زده کړو ور وګرځى-
٢
متوسطه او ثانو يه زده کړو ته معيارى چوکاټ او قابل استاذان برابرول، ترڅو زدکوونکې په دې وتوانيږي چې دفاکولتې (پوهنتون) دورې ته دساينسي مضامينو دزده کړې وړ وګرځي-
٣_ دمعارف وزارت له لوري له پيل نه په نصاب کې دضروري، اسلامى زده کړو او اسلامى مقرراتو درعايتولو منظم پلان جوړول او دښونځيو دکيفيت دارزيابى په بورډ کې زيرک دينى عاليمان هم شاملول ، تر څو د ولس او ښونځي تر مينځ فکرى تړون نور هم مضبوط شي-
٤_ دساينس دعالي زده کړو لپاره دعملي تجربې لرونکي، ماهر استاذان انتخابول او دعملي ساينس لپاره دعملي تجربې هر ډول معاصر سامان الات او فضا برابرول-
٥_ دمسلمان ،منصف او عادل حکومت درلودل ،چې دمسلمانانو دپوهاوي او مدني پر مختګ زهن او هوډ ولري او اسلام او خپل ولس ته هوډمن او مخلص وى،دپردو له ذهني غلامي ازاد وي-
٦_ دخپل منځى شخړو پر مهال ښونځۍ او تعليمى مرکزونه له سياسى تحرکاتو او ليکچرونو نه ليري ساتل او تعليم يو عامه ولسى پروسه ګرځول ،تر څودذدکړي پروسه له هر ډول ګواښ نه خوندى پاتى وي او دوام وکړى شي-
٧_ ساينسي زدکړو ته پوره مالي بوديجه ورکول-
٨_ دتعليمى مرکزونو مسئولين او دتعليم وزارت چارواکي مخلص ،علمي اوماهرخلګ ټاکل، چې علمى ذوق اوکاري ابتکار يې پر هر څه غالب وي ترڅوپه تعليمي ادارو کې ددرغليو او سفارشونو کلک مخنوى وکړى شي-
٩_ ساينسى زده کړي عام کول، مفت کول او يا وړيا کول چې داقتصادي ستونځو له امله څوک ترې محروم نشى-…. پاى،

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب