دوکتور محمد البرادعي- نوبل ګټونکي مسلمان پوهان

دوکتور محمد البرادعي

دوکتور محمد البرادعي د مصر په پلازمېنه قاهره کې د ارواښاد مصطفی البرادعي په کهاله کې په ۱۹۴۲م کال کې نړۍ ته سترګې پرانستې.

دوکتور البرادعي په ۱۹۶۲م کال کې د قاهرې پوهنتون کې لسانس وکړ او خپله دوکتورا یې بیا په  ۱۹۷۴م کال کې د نیویارک پوهنتون د قانون پوهنځي  څخه په نړیوال قانون کې بشپړه کړه.

ښاغلي البرادعي رسمي کار په مصر کې د ديپلوماسۍ له  ډګره پيل کړ ،هغه له ۱۹۶۴م وروسته له ملګرو ملتونو سره په مصر او جنیوا کې د سیاسي ، پوځي او قانوني چارو د کارپوه په توګه دندې ترسره کړي. له ۱۹۷۴م څخه تر ۱۹۷۸م کال پورې يې د مصر د بهرنیو چارو وزارت کې د سیاسي معین څوکۍ هم سنبال کړې وه. نوموړي په ۱۹۸۰م کال کې په مصر کې رسمي دندو ته د پای ټکی کېښود او ملګرو ملتونو مقر ته ستون شو، هلته یې د روزنې او څيړنې په اداره کې د مشر  څېړونکي په توګه کار پيل کړ، له دې سره جوخت یې د نیویارک پوهنتون د قانون پوهنځي د نړیوال قانون په څانګه کې تدریس هم کاوو.

ښاغلي البرادعي د یوه نړیوال ديپلومات او پوهاند په توګه د نړۍ د امن او ټېکاو په برخه کې کافي تجربه ترلاسه کړه او وځلیده. همداراز د نړیوالو سازمانونو په جوړښت او تشکیلاتو کې هم کلیدي او مهم لوبغاړی پاته شوی دی.

دوکتور البرادعي نړۍ کې د هستوي انرژي او د دې ترڅنګ د پوځي او نظامي تجهیزاتو د کارونې پر موضوع مختلفو نړیوالو کانفرانسونو ته ویناوې کړي او په اړونده موضوعاتو یې لسګونه کتابونه او مقالې هم خپرې شوي.نوموړی د حقوقپوهانو او قانونپوهانو د ګڼو نړیوالو ټولنو غړیتوب هم لري.

په ۲۰۰۵م کال کې ښاغلي البرادعي او د اتومي انرژي نړیوال اژانس یو ځای د نوبل د سولې په جایزه وویاړل او وستایل شول، ځکه چې دوی په نړۍ  کې د نظامي موخو لپاره د هستوي انرژي د استعمال د مخنیوي لپاره هلې ځلې کولې او په سوله یېزو موخو کې د دې انرژي د کارونې دودولو  او په دې موخه د یوه کاري چاپيریال را منځته کولو لپاره یې مبارزه کړې ده.

دوکتور محمد البرادعي  د ۲۰۰۵م کال د نوبل د سولې جایزې ترڅنګ ګڼ نړیوال انعامونه ، افتخاري رتبې او جایزې ترلاسه کړي. چې په دې ترڅ کې امریکا کې د روزویلټ (Roosevelt) ادارې ایوارډ او د نیویارک پوهنتون له لورې افتخاري دوکتورا خپلول یادولی شو.

هغه همداشان د خپلو فعالیتونو په پار د مصر تر ټول ستر دولتي مډال (Nile Collar) هم ګټلی دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب