د بادرنګ له دې روغتیايي ګټو څخه خبر یاست!!

الله (جل جلاله) هیڅ کوم نعمت له ګټې پرته ندی خلق کړی. ځینې خلک فکر کوي چې بادرنګ هیڅ کومه روغتیايي ګټه نه لري. خو داسې نه ده. بادرنګ هم بې شمیر روغتیايي ګټې لري.

بادرنګ کې شته روغتیايي مواد انسان له ځینو مهلکو ناروغیو څخه په ژغورلو او د انسان روغتیا بهتره کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دلته مو د بادرنګ له ځینو مهمو ګټو سره چې په مرسته يي کولی شئ د ځینو مهمو ناروغیو مخنیوی وکړئ اشنا کوو:

د زړه سوی له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د خیټې تیزاب او خیټې کې شته دانو په درملنې کې مهم رول لوبوي.

د ګردې او مثانې څخه د تیږې په له منځه وړلو کې ډیر زیات ګټور دی.

د وینې فشار په نورمال ساتلو کې مرسته کوي.

د خولې بد بوي له منځه وړي.

زیاته اندازه اوبه لري او په دې ډول د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کوي.

د سر درد رغوي

د پوټکي روغتیا په ساتلو او بهتره کولو کې مهم رول لوبوي.

د سرطان ضد خاصیت لري.

ادرار راوړوونکی خاصیت لرلو له امله د بدن فاسد او زهري مواد خارجوي.

جلاب راوړوونکی خاصیت لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب