د تعلیم معیار ټیټوالی؛ لویه بدمرغي

د جنوبي افریقا د پوهنتون یو پروفیسر د پوهنتون په دروازه ولیڪل:

اړتیا نشته چې د یو ملت د له منځه وړلو لپاره اتوم بم یا د لرې واټن ویشتونڪي توغندي وڪارول شي، بلڪې د تعلیم د ڪیفیت ټیټوالی او زده ڪوونڪو ته په ازموینه ڪې د نقل اجازه ورڪول په اسانۍ ملتونه له منځه وړي.

هغه ډاڪټر چې په ازموینه ڪې په نقل بریالی شوی، په لاس یې ناروغان مري.

انجینر چې له ازموینې څخه په چل او فریب وتلی، په لاس یې ودانۍ نړیږي.

اقتصاد پوهان او د مالي چارو ماهرین چې په درواغو سند تر لاسه ڪړي، اقتصاد مو نړوي او له خپلو شتمنیو او زیرمو مو بې برخې ڪوي.

هغه قاضیان چې په نقل بریالي شوي، د قضایي او عدلي سیستم بیخ باسي.

د هغه ڪوچنیانو په ذهن ڪې ناپوهي د تل لپاره پاتې ڪیږي، څوڪ چې په ازموینه ڪې په چل او درواغو بریالی شویو ښوونڪو تر روزنې لاندې دي.

مذهبي مخڪښان چې په ورته لارو یې ځان فارغ ڪړی او حقیقت ته یې ځان نه وي رسولی، انسانیت او انساني ارزښتونو ته د پای ټڪی ږدي.

د سیاسي ډګر لوبغاړي ڪه په ورته شڪل له پوهنتونه راووځي، وطن مو پلوري.

د تعلیم د معیار ټیټوالی، د ځمڪې له ڪرې څخه د یو ملت د پناه ڪولو په معنی دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب