ځوانان باید ۳۰ کلنۍ وړاندې لاندې شل درسونه هرومرو زده کړي

ځوانان باید ۳۰ کلنۍ وړاندې لاندې شل درسونه هرومرو زده کړي ؛ تر څو خپلو هیلو او امیدونو ته ورسیږي.
موږ ټول په ژوند کې بریا ته د رسېدو لپاره باید لارې چارې زده کوو، د ژوند مهارتونه هغه وړتیاوې دي چې د ژوند په اوږدو کې په تکرارولو او تمرین زده کیږي او انسان د ستونزو سره د مخ کېدو په وخت کې له روحي، رواني او ټولنیز اړخه د هغو حل کولو ته تیاروي.

اول: ژوند ډېر مخکې پیل شوی :
ستاسو تصمیمات ستاسو راتلونکی ټاکي او د بیرته ګرځېدو او تصحیح لپاره یې لار نشته.

دویم: د ټولنیزو شبکو ډيري ملګري مو واقعي ملګري ندي :
له بده مرغه دا حقیقت لري ، موږ ټول په ټولنیزو رسنیو کې هغه ملګري لرو چې اصلاً یې نه پیژنو او زموږ ستونزې ته هیڅ اهمیت نه ورکوي او یا دا چې د اړتیا پر مهال لاسرسی نه ورته لرو.

دریم: هر مینه انجام ته نه رسیږي :
دې ته چمتو اوسئ چې زړه مو ماتیږي، که څه هم دا تریخ حقیقت او ترخه خبره ده خو واقعیت دی.

څلورم: د دپیلوم په اخیستلو زده کړې پای ته نه رسیږي :
په نننۍ نړۍ کې پوهه د پرمختګ لومړنۍ سرټکی دی ، که غواړئ له نورو څخه شا ته پاتې نشئ، نو زده کړو ته مو دوام ورکړئ.

پنځم: د کورنۍ غړي مو د ژوند ارزښمتند کسان دي :
دا یوازیني کسان دي چې تاسو ته اهمیت درکوي، له دوی سره ښه رویه او رفتار ولرئ او له حمایت او مرستې څخه یې منندوی اوسئ.

شپږم : ستاسو د ضعف ټکي ارزښت نه لري :
د خپل ضعف ټکي مو وپیژنئ؛ خو اندېښنه مه ورته کوئ، یوازینی شی چې ارزښت لري هغه ستاسو د قوت ټکي دي، په هغه فکر وکړئ او د غښتلتیا لپاره یې زیار وباسئ.

اووم: هر ارزښتمند کار وخت نیسي:
دا هیله مه لرئ چې ډېر ژر مو موخو ته ورسیږئ، هیلو ته رسېدل له هغه ډیر وخت غواړي چې تاسو فکر کوئ.

اتم: د پرمختګ ټول فرصتونه د آرامتیا له حدودو څخه بهر پراته دي :
باید دا حقیقت ومنئ او دې ته تیار اوسئ چې د خپلې آرامتیا له حدودو څخه د باندې لاړ شئ او زیار وباسئ تر څو بریا تجربه کړئ.

نهم: متزلزله اړیکي د ساتلو ارزښت نه لري :
وخت مو په هغه څه مه تیروئ چې نه شئ کولئ په هغه کې تغیر راولئ، له څنګ څخه یې تیر شئ او خپلې لارې ته دوام ورکړئ.

لسم: نړۍ له بي عدالتۍ څخه ډکه ده :
په ژوند کې به مو په وار – وار له بي عدالتۍ سره مخ شئ، پوره چمتوالی ورته ولرئ.

یوولسم: چانس د زیارکښو کسانو لوري ته ورځي :
چانس هیڅ وخت د هغو کسانو نه برخه کیږي چې لاس تر زنې ناست دي او له اسمانه د راغورځیدو په تمه دي، زیار او سخت کار د چانس تر لاسه کولو لومړني شرطونه دي.

دولسم: د ښه پیل لپاره ځانګړې ورځ او وخت نشته:
که غواړئ چې کوم کار پیل کړئ، همدا نن یې پیل کړئ، د ښه وخت په تمه مه اوسئ، هغه وخت به هیڅکله رانشي.

دریالسم: تاسو نشئ کولی هر ځای شتون ولرئ او نه شئ کولی هر څه ولرئ :
دا زده کړئ چې سم تصمیمونه ونیسئ او هغه څه ته متعهد اوسئ او تعقیب یې کړئ چې تاسو ته ارزښت لري.

څلورلسم : باید له هغو ټولو کسانو مننه وکړئ چې ژوند کې مو دي: ستاسو په پرمختګ کې د خلکو او د هغوی د تاثیر په اړه بي تفاوته مه پاتي کیږئ او مننه ترې وکړئ.

پنځلسم : احساسات او تجربه ستاسو غوره پانګونه ده :
د بریا سنتي معیارونه، کور او نوی ماډل موټر نوره مانا نه لري، احساسات، خاطرات، تجربې او پوهه ارزښت لري او د پرمختګ اصلي معیار ټاکي.

شپاړلسم : وروسته کلمه معمولا د هیڅکله په مانا دی:
هیڅ کار بلې ورځې ته مه پریږدئ په همدې شېبه کې ژوند وکړئ.

اوولسم : بریا له زیار سره مترادف ټکی دی:
هیڅکله مه ناهیلې کیږئ، خپلې هیلې تعقیب کړئ، د هغوی لاسته راوړل ډېر ستونزمن دي؛ خو بیا هم د زیار او کوښښ ارزښت لري.

اتلسم : د ورزش مسلسل تمرینات اړین دی :
خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړئ، هره ورځ ورزش وکړئ او د خپل اندام تناسب ساتلو ته لومړیتوب ورکړئ.

نولسم : ماتې هیڅ ارزښت نه لري :
یوازې بریا ارزښت لري؛ نو له ماتې څخه مه ویریږئ.

شلم : هیڅوک به تاسو سره مرسته ونکړي:
یوازې تاسو کولی شئ خپل ځان سره مرسته وکړئ؛ نو په الله تکیه او په خپل نفس باندې اعتماد پیاوړی کړئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب