د تصویر، نیت،‌ختم القرآن اړه پوښتنې

ځواب ورکونکی: مولوی مجیب الرحمن منصور

پوښتنې:
سلامونه او نيكې هيلي د اصلاح انلاين د مشوري او فتوا د برخي چلوونكو ته په ډير درنښت وړاندي كوم. هيله چې جوړ او روغ به ياست. ستاسو د كاميابي په هيله د سوالونو د لړي په دوام غواړم چي څو شرعي پوښتنې  ستاسو حضور ته وړاندي كړم.

1.    آیا په هغه اطاق كې چې د انسان يا بل داسې شي تصوير ځوړند وي يا په  كوم بكس كې موجود وي، لمونځ كول جايز دي كه نه؟
2.    ايا د لمانځه په شروع كې په لفظ د ژبي سره نيت ويل بدعت دي كه نه؟
3.    ايا د ربیع الاول د مياشتي په ۱۲ نيټه چې د پیامبر صلی الله علیه وسلم د زیږیدو ورځ، خيرات كول بدعت دي كه نه؟
4.    ايا نني مروج ختم د قران الكريم كوم چي خلګ ورته دعوت كيږي د  خوراك او چښاك لپاره او د قاريانو له خوا تلاوت كيږي بيا ورسته قاريانو ته هم پيسي وركول كيږي. ايا كوم شرعي بڼه لري او كه بدعت دي؟

والسلام د ځواب په هيله

ځوابونه

your ads

قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته

ستاسې د پوښتنو ځوابونه په لاندې ډول دي

د اول سوال ځواب:

د عکس په رابطه د شريعت حکم دا دى چې په کومه کوټه کې لمونځ کېږي بايد عکسونه پکې نه وي، بيا علماؤ د دې تفصيل په داسې ډول کړى دى چې که چيرې عکسونه د لمونځ کونکي مخې ته وي نو لمونځ يې سخت مکروه دى او که چېرې ښې او چپ طرف ته وي نو کراهت يې کم دى او که چېرې شاته وي نو بيا کوم کراهت نلري او په صندوق کې هم عکسونه وي لمونځ ته کوم نقصان نه رسوي، البته بې ضرورته عکسونه ساتل د هغه حديث شريف لاندې راځي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: لايدخل الملائکة پيتا فيه کلب او تصاوير” يعنې هغه کور ته د رحمت ملائکې نه داخليږي په کوم کور کې چې سپى او يا عکسونه وي.
والله اعلم

د دويم سوال ځواب:

نيت په لغت کې قصد ته وايي او قصد په زړه سره کېږي د خولې الفاظو ته پکې ضرروت نشته کله چې يو څوک د لمانځه کولو اراده وکړي نو همدا نيت شواو همدا د شريعت حکم دى، خو وروسته ځينې علماؤ د دې په خاطر چې د خلکو مصروفيتونه زيات شول او ذهنونه مشوش شول، وويل چې بايد په خوله سره هم نيت وويل شي ځکه چې د زړه اراده د ژبې له الفاظو سره برابره شي، ځکه اکثره خلک داسې دي چې د لمانځه نيت وکړي او يو رکعت هم اداء کړي بيا هم نه پوهيږي چې څو رکعته او د کوم وخت لمونځ کوي. خو که د چا د زړه حضور برابر وي نو په خوله باندې نيت کول ورته ضرور نه دى او که څوک دا کار د ښه حضور د برابرولو لپاره کوي نو جواز لري
والله اعلم

د دريم سوال ځواب:

د ميلاد النبي صلى الله عليه وسلم په ورځ خيراتونه کول د شريعت له نظره کوم ثبوت نلري او د خيرات لپاره د دې ورځې تعيين سم کار نه دى، البته خيرات کول په هر وخت کې ښه کار دى، دلته د يوې خبرې يادونه ضروري ده چې هغه نوي کار ته هم بدعت ويل کېږي چې په دين موجود نه وي او همدارنګه يو مشروع کار ته د خپل ځان څخه وخت او ځاى تعينول هم بدعت دى د مثال په توګه خيرات کول ښه کار دى خو د دې کار لپاره د وخت او ځاى تعينول په دې معنى چې خپرات په دې وخت او دې ځاى کې ثواب لري او په بل وخت کې او ځاى کې دومره ثواب نلري يعنې شريعت چې د کوم کار لپاره وخت نه وي تعيين کړى نو مونږ ته جواز نلري چې له خپل ځان څخه ورته وخت تعيين کړو
والله اعلم

د څلورم سوال ځواب:

ننى مروج د قرآن کريم ختم چې خلک ورته دعوت کېږي او بيا قاريانو ته پيسي او ډوډۍ ورکوي، نو د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد ناروا عمل دى چې امام طحاوي چې احنافو يو لوى عالم دى په خپل کتاب معاني الاثار کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم همدا حديث رانقل کړى چې د قرآن کريم په لوستلو ډوډۍ ورکول ناسم او ناروا کار دى
والله اعلم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب