د بې خوبي څخه څرنګه ځان خلاص کړو 

څومره ډیر دي داسي خلګ، چي د شپي ناوخته ویده کیږي، او د سهار له خوا بیا ناوخته را پاڅیږي، او که یی وپوښتې، او رشتیا درته ووایی نو اکثره به یی د سهار لمونځ هم قضا کړی وي، خو که ورته ووایی چي ولي وختي نه ویده کیږي، نو همدا به درته وايي چي خوب نه راځي ، وختي چي هر څومره کوشش وکړم، خوب نه راځي، څه وکړم؟

۱-  شرعي اذکار ووایه، هغه اذکار چي د خوب په وخت کې ویل سنت دی، ځکه چي بی خوبي یو نفس تنګي ده، او ذکر د زړه اطمینان دی. نو خپل نفس تنګي او د زړه نا ارامي همیشه په ذکر سره لیري کوه، الله جل جلاله فرمايي: الا بذکر الله تطمئن القلوب.

واوری او خبردار شی چي د الله په ذکر سره زړونه مطمئن کیږي.
دوهم د ورځي خوب پریږده، کوشش وکړه چي د ورځي بیخي خوب ونه کړې، که دي کوی هم نو هغه به قیلوله خوب وی، چي د غرمې له خوا نیم ساعت وي او بس، ځکه چي الله جل جلاله وايي: و جعلنا النهار معاشا
او ګرځولې ده مونږ ورځ د معاش لپاره، د کار لپاره

دریم، تر څو چي خوب نه وي درغلی، یو کتاب را واخله، وې لوله، خپل علم زیات کړه. الله جل جلاله فرمایي: وقل رب زدني علما ، او ووایه چي ای الله زما علم زیات کړه.. او یا یو قلم او ورقه درواخله، یو مفید شی ولیکه، مثلا د ورځي اعمال دي ولیکه چي نن تا څه کړي، او سبا به څه کوي، او داسي نور.

څلورم: د ورځي ځان ستړی کړه، په داسي کار چي ښه ګټور کار وي، ستا لپاره او ستا د کورنی لپاره او مجتمع او هیواد لپاره،  الله جل جلاله فرمايي: وجعل النهار نشورا
او ګرځولې یې ده ورځ د ښوریدلو او ګرځېدلو لپاره

پنځم: د چایو، قهوو او هغو شیانو څخه پرهیز وکړه چي خوب تښتوي، لکه ګیسې شربتونه، لکه پيسی، فانټا، سیون اپ، وغیره، یا د طاقت شربتونه چی ورته وايي، لکه ریډ بل او نور، ځکه دا اکثره مشروبات د کافیین یو ماده لري، چي د انسان څخه خوب تښتوي، بدن او ذهن ته یو قسم نشاط ورکوي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب