د جدی شپږمه!

د جدي شپږمې ورځ‌ تاریخ

د جدی شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې، د تورو ورځو څخه، یوه توره ورځ شمېرل کیږي. پدغه ورځ د پخواني شوروی اتحاد، سرو لښکرو، په ډېره بې شرمۍ او بې رحمۍ سره، په ګران افغانستان یرغل وکړ. د یادولو وړ ده، چې د سرطان ۲۶، او د ثور ۷، هم د دغې تورې ورځې شروع وه.

پدغه توره ورځ، د افغانستان په تاریخ کې ډېر بد سړی، چې ببرک کارمل نومېده، د روسي عسکرو سره یوځای په روسي ټانکونو سپور، کابل ته راوړل شو. د پرچم د ګوند غړو، ډېرې خوښحالۍ وکړې، او یو او بل ته به یې مبارکي ورکوله. پرچمیانو، روسي یرغلګرو ته د سرو ګلانو په ګېډیو هرکلی ووایه، او پرچمیانو، دغه ته ”مرحلهٔ نوین انقلاب ثور“ خطاب کاوه.

زما هغه بده ورځ، هېڅکله له یاده نه وزي. زه د هغې ورځې په سهار وختي، چې واوره هم شوې وه، د یوه ملګري کورته ورغلم. کله مې چې د هغه د کور دروازه ورټکوله، نو پدې وخت کې زه یوه سپي په پښه وخوړلم. د هغه داغ تر اوسه شته دی، او دغه د سپی داغ، ماته هر وخت دغه توره ورځ را په یادوي.

کله چې کوټه سنګي (میرویس میدان) ته راغلم، او غوښتل مې چې د افشارو د لیوني سپی د واکسینو کلینک ته لاړ شم، چې ګورم، د کوټه سنګي په چاراهي کې سره سره روسي عسکر د سرک ټولو خواوو ته پراته او د کلاشنکوف په ماشه یې ګوتې نیولې دي.
پدغه وخت کې د کابل په ښار، او ټول افغانستان کې هم ستر غم، او هم ستره خوښحالي حکم فرما وه. خفګان، د هغو خلکو له طرفه و، چې هغه په اسلام او په وطن مین خلک و، او هر یوه به یو او بل ته ویل، چې دا څه وشول، او خوښحالي، د پرچمیانو له طرفه وه، او دوی به یو او بل ته مبارکي ورکوله.

په هغه وخت کې دغه نظر موجود و، چې کله روسان چېرته پښه کیږدي، نو هغه بیا نه په شا کیږي، او تقریباً د نړۍ ټولو ملکونو دغه نظر، یو څه منلې هم و. هېچا داسې فکر نه کاوه، چې له روسانو سره به مقابله، هم امکان ولري؟!
هېره د نوي، چې زه د مجاهدینو په هکله داسې نشم ویلای. زه ښه یقین لرم، چې مجاهدینو به دغسې فکر نه کاوه، او دا ځکه، چې مجاهدینو په ډېرو ناڅیزه وسلو سره، د خلق او پرچم د ګوند غړو ته، پخواه خپل زور ورښودلی و.

د یادولو وړ ده، چې خلقیانو ته، باید په هېڅ صورت کې کوم کرېدت ورنکړل شي، او دوی هم د پرچمیانو په شان، د دغه وطن، د بربادۍ سبب ګرزېدلي دي. پدغه لیکنه کې، ددې په خاطر، د پرچمیانو نوم یادیږي، چې پدغه وخت کې، ټول سیاسي او نظامي قدرت د پرچمیانو و. البته، اصلي قدرت خو د دوی د بادارانو، یعنې روسانو په لاس کې و، او پرچمیانو یوازې د روسانو، د جلادانو وظیفه سرته رسوله.
د روسانو ټانکونه، په لومړیو ورځو کې یوازې په کابل کې ځای پرځای شوي و، او کله چې دوی خپل ټانکونه، جلال آباد ته بېول، نو هغه و، چې د ماهیپر په سیمه کې، مجاهدینو سختې حملې پرې وکړې. کله چې دغه د مجاهدینو، د حملې خبر له خارجي رادیوګانو څخه خپور شو، نو د کابل د ښار د مسلمانانو وجود ته یوه اندازه وینه ورغله. پدغه وخت کې بیا مسلمانانو، یو او بل ته په پټه مبارکي ویله.
کله چې دغه د حملې خبر خپور شو، نو خلکو ومنله، چې له روسانو سره هم مقابله امکان لري، او هغه و، چې د روسانو راز مات شو، او هغه و، چې لدې وروسته، روسان چاته د خیرک د ادې په شان نه ښکاره کېدل!

روسانو، د کارمل او نجیب د حکومتونو په مرسته، خپلو ظلمونو او بمباریو ته ادامه ورکړه، او ټول ملک یې له خاورو سره برابر کړ. هرځای ته به چې د روسانو، قواوې تللې، نو هغه به یې د لویې قوې په نامه یادوله. روسانو، د کارمل او نجیب حکومتونو، دومره ظلمونه، په افغانانو کړیدي، چې قلم یې د لیکنې توان نلري.

په آخر کې الحمدالله، ټول روسي عسکر، په ډیر بد حالت کې له افغانستان څخه شرمنده ووتل، او هغه و، چې ناممکن، په ممکن بدل شو.
د افغانستان مجاهدینو، روسي عسکرو ته داسې ماتې ورکړه، چې په نړۍ کې به ساری ونلري. ددې بې ساره ماتې، له برکته، هغه ټول ملکونه، چې د روسانو، تر سلطې لاندې و، هغه یو پر بل پسې آزاد شول. د برلین دېوال ونړېده، او د وارسا پکټ له منځه لاړلو، او ختم شو.
د یادولو وړ ده، چې ډېرو ملکونو، د روسانو له ماتې څخه لویه ګټه پورته کړه، او متأسفانه، د ځینو کړیو له لاسه، د افغانستان مجاهد ملت، کومه په زړه پورې ګټه لاسته ترې رانوړه!

روسانو هم د وتلو څخه مخکې ډېر قومي، مذهبي، ګوندي، او سمتي، ماینونه خښ کړي و، چې په نتیجه کې یې، ټول ملک برباد، او د جهاد سپېڅلی نوم لکه دار شو، او هغه شی، چې روسانو په ټول نظامي قوت سره لاسته رانه وړای شو، هغه یې په ډېره آسانه توګه لاسته راوړ.

د پام وړ ټکي:
هېچا داسې فکر نه کاوه، چې افغانستان ته به بیا، څوک په بده سترګه وګوري. اما، داسې نه وه، او افغانستان یوځل بیا د یرغلګرو پواسطه اشغال شو. او مونږه به ان شاءالله، هغې ورځې ته سترګې په لاره یو، چې دغه بل یرغلګر هم د روسانو په شان، ماته وخوري، او زمونږه ګران وطن ترک کړي.
په اسلام او وطن مین افغانان، باید دغه ځلې، پخوانۍ غلطۍ او اشتباه ګانې تکرار نکړي. د خارجي قواوو، د وتلو په صورت کې، په افغانستان کې پخوانی حالت بیا تکرار نشي. ټول ملت ته دا اطمنان ورکړل شي، چې ان شاءالله، د دوی مال، ځان، او عزت به خوندي او ساتلی وي.
د یادولو وړ ده، چې باید ټولې خواوې، د اشغال په ختمېدو، او سوله راوستلو کې زیاته مرسته وکړي، او په ګډه، د هغو کړیو مخه ونیسي، چې د یوې باعزته سولې مخالفت کوي.
همدارنګه، ټول افغانان، له خپل الله(ج) سره دا تعهد وکړي، چې بیا به هېڅکله د اشغالګرو طرفداري، او مرسته نکوي، او په ګډه به د خپل ملک دپاره، په صداقت او ایماندارۍ سره خدمت کوي.
هېره د نه وي، چې اوسني واکداران، باید نور د قدرت څخه لاس واخلي، او د قطار په آخر کې ودریږي، او هغلته خپل ژوند ته دوام ورکړي، او پرېږدي، چې په اسلام او وطن مین خلک، دغه ملک آباد کړي.

عبدالله وردک.
انګلستان – دسمبر – ۲۰۱۸

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب