د بشریت بې نظیره شخصيت

د انساني تاريخ په هنداره كې زمونږ د نبي كريم “صلى الله عليه وسلم” لوي او سپيڅلي شخصيت دومره ځلانده او روښانه بريښي , ڇې د انساني تاريخ له پیله تر اوسه پورې هغه لوي لوي شخصيتونه ڇې ورته د سپه سالارانو لقب ورکړ شوى د نبي كريم “صلى الله عليه وسلم” د شخصيت په وړاندي ډير واړه او كوڇني ښكاري . د نړي په لويانو او مشرانو كي يو هم داسې شخصيت نشته ڇې د ژوندانه د يوه يا دوو اړخونو څخه سربيره يى شخصيت وده كړي وي .
څوك د نظرياتو پادشاه دی, خو د عمل قوت او طاقت ورسره نشته . څوك دعمل نمونه دي , خو د فكرپه كمزورتيا آخته دي . د ڇا كمالونه او صلاحیتونه د سياسي تدبر په كړۍ كى محصور پاتی شوي دي . اوڅوك هم د فوځي مهارتونو مظهراوهنداره دی, ڇا د ټولنیز ژوندانه په يوه اړخ دومره ټينگار كړي ڇه نور اړخونه ئې ورنه پاتي شوي دي . ڇا  اخلاق او روحانيت له پامه غورځولي,  لنډه دا ڇې په تاريخ كي د ژوندانه د يوه اړخ اتلان دي .

خو يوازي د نبي كريم “صلى الله عليه وسلم” شخصيت داسې دی ، ڇې ټول كمالونه اوصلاحیتونه په كى راټول شوى دي . هغه په خپله فليسوف او حكيم دي , له نورو وړاندې ئې خپله فلسفه او حكمت په خپل ژوندانه كي نافذه كړي ده , دعمل جامه يى ور اغوستي ده . هغه سياسي مدبر, مشرتابه او فوځي مشر دي ,هغه د قانون ايښودونكي هم دي , هغه د اخلاقو معلم او ښونكي هم دي , هغه مذهبي او روحي لارښود هم دي , د هغه نظرد انساني ژوندانه په ټولو اړخونو باندي خوردي , ان تر دې ڇه دژوندانه ټول هغه واړه واړه تفصيلات ئې په خپل ليد كي راوستي اوڅیړلی ئې دي . دڅښاك اوخوراك له آدابه نيوليه تربين المللي اړيكو پوري د هر څه په اړه ئې لارښونه او احكامات وركړي.
د خپلو نظرياتو په رڼا كي د يوه مستقل اوخپلواکه تهذيب څیښتن دي , او د انساني ژوندانه په بېلابېلو اړخونو كي ئې داسي توازن او اعتدال ټینګ کړي , ڇه د افراط او تفريط نښه هم نه پكي ليد ل كيږي .
آيا بل څوك كولي شي داسې جامعيت او هراړخيزتوب وړاندي كړي ؟

د نړۍ په لويو لويو شخصيتونه كې يو هم داسې شخصيت نشته ڇې لږ او ډيرد خپل چاپیریال نه متاثر نه وي , خو د نبي كريم “صلى الله عليه وسلم”  شان او شوكت له ټولو توپير لري , د دوي د شخصيت په جوړښت كې د هغه محيط هيڅ ډول اغیزه نه ليد ل كيږي , اونه هم د تاريخي لحاظه دكوم دليل په اسا س دا ثا بيتيدلي شي , ڇې دعربانود هغه مهال چاپیریال اوټولنه دې دا لیاقت ولری ، چې يو داسي سپیڅلی انسان پيدا كړای شی . پدې هكله لدې پرته بل څه نشو ويلي , ڇې د عربانو د هغه وخت ټولنه داسي يوه مشرتابه ته سخته اړمنه وه , تر څود قبا ئلو انتشار له منځه يوسي , او يو واحد قوم جوړكړي , ملكونه فتح كړي اود انساني ژوندانه د فلاح اوهوسایۍ اسباب او لاملونه برابر كړي .د هغه وخت د عربانود تاريخ كومه بله ځانګړتیا نشو ثابتولي , پرته لدې چې دعربانود هغه وخت مشرد ظلم ، بيرحمۍ ، وژنه ,مكر, غداري سمبول و ، او مشرانو به په ټولنه کې د موجود تقلید په اساس یو او بل ته مشرۍ پریښودې .

د هيگل د فلسفي تاريخ او د ماركس د مادي تعبيرد ليد لوري څخه ښكاريږی ، ڇې د هغه وخت چاپیریال يو ې واحدې پاد شاهۍ ته اړتیا درلوده , خود هيگل او ماركس فلسفه هغه واقعه نده بيان كړی , ڇې د هغه وخت په چاپیریال كى داسې يو شخصيت پيدا شوى و, ڇې دلوړو اخلاقو ښونكي , دانسا نيت جوړونكي , د نفسونوپاكونكي و, د جاهليت د اوهامو او تعصباتو له منځه وړونكي و. نظر يى له يوه قوم او ملك څخه وړاندي په ټول انسانيت خور و. ڇا ڇې د خپل قوم لپاره نه بلكې د ټول انسانيت لپاره د يو اخلاقي , روحاني , سياسي او ټولنیز نظام بنياد كيښود , ڇا ڇې د ژوند راكړه وركړه او سياسي بين المللي اړيكي د خيا ل په عالم كي نه بلكې د واقعيت په عالم كي د اخلاقي بنيادونو په اساس جوړه كړه ,او د روحانيت او ماديت اړوند ئې بشريت ته دا سې متوازنه لارښونه وكړه , ڇې اوس هم د حكمت او پوهي په ډګر کې بې نظیره ده , څرنګه ڇې هغه مهال وه .

آياكولاي شو ووايو : چې داسې يوپياوړی شخصيت د هغه وخت دتعصب نه ډک چاپيریا ل زیږولی وي ؟
نه يوازی دا ڇې رسول الله “صلى الله عليه وسلم” د خپل چا پیریا ل نه متاثر نه شو, بلكې كه ڇيرې مونږ د نبي كريم صلی الله علیه وسلم كړه وړه په غور وگورو , نو له هرډول زماني او مكاني قيدونوڅخه ازاد و,اود وړاندي تگ لپاره ئې د هغه وخت ټول قيدونه او ناوړه رواجونه له منځه يوړل . رسول الله (ص ) انسان ته په هره زمانه ا وهر چاپیریا ل کې د ژوندانه لپاره داسي اخلاقي او عملي لارښونه كړي ده , ڇې په هر حا ل او هره زمانه كي دانسان لپاره ګټمنه او منا سبه ده . رسول الله ص له هغو شخصيتونو څخه نه دی ڇې د تاريخ په تیریدو زوړ شي , د ڇا پيژندنه كه مونږ ددې حيثيت له مخې وكړوڇې هغه په خپله زمانه كې ښه لارښود و , نو رسول الله (ص )هغه ممتازشخصيت دي ڇې د ټول انسا نيت د لارښونې لپاره غوره شوی ، اود تاريخ سره سم په حركت كې دی ، په هر دور اوهر پړاو كي نوي ښكاري , له ابتدا څخه ئې نظروړاند ي او لري و .

your ads

مونږ كه ڇا ته د تاريخ د جوړونكي لقب وركوو , هغه په حقيقت كى رسول الله (ص) دی , اصلا په انساني تاريخ كى د تاريخ جوړونكي يوازی يو شخصيت دي , او هغه نبي كريم (ص) دي . په نړي کې چې هرڅومره مشرانو انقلاب راوستي كه د هغوي په حالاتو تحقيقي څيړنه وشي , نو په ډاگه به شي ڇه په ټولو ځايونو كي د انقلاب او بد لون اسباب له وړاندي برابر شوي وو, او دغو اسبابو او لاملونوچې د انقلاب او بد لون غوښتنه يى كوله په خپله د انقلاب لاره اواره كړی وه , انقلابي مشرانو صرف دومره كړي ڇې دموجودو حالاتو غو ښتنه ته يى دعمل جا مه ورآغوستي ده , او د يوه اداكار حيثيت يى ادا كړي دي ڇا ته ڇې ستيج او رول له وړاندي تعين شوي وي . ريِښني انقلاب او بد لون په تاريخ كي يوازی نبي كريم ص راوستي دي , داسي يو انقلاب ئې راوستی ڇه اسباب يى له وړاندې موجود نه وو , نبي كريم ص ورته په خپله اسبا ب برابر كړل , ڇيرته ڇه د انقلاب مواد نه وو او نبي كريم ص ورته مواد برابركړل , ڇيرته ڇه د انقلاب تياري او استعداد په خلكو او وگړو كي نه و, هلته نبي كريم ص د خپل لید لوری سره سم سړي په ټولنه كي وروزل , د خپل پياوړي شخصيت د قا لب په اساس يى داسي انسانان تربيه كړل , كوم ڇه ده غوښتل , د ده د ارادې قوت او طاقت په خپله د انقلاب اسباب برابر كړل , په خپله ئې د انقلاب څرنگوالي او صورت تعين كړ, او په خپله ئې د خپلې ارادې په اساس د حالاتو مقابله وكړه , او په هغه تگلاره يى د تگ هڅه وكړه كومه ڇې ده ته ټاکل شوی وه .
آیا د انسانی تاریخ په هنداره کې بل داسې تاريخ جوړونكی او انقلاب انگيزه شخصيت پیدا کولی شو ؟ . صلى الله عليه وسلم .

عبدالرحمن فرقانی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب