د بانكي حساب سود واخلم؟ (فتوى)

پوښتنه:
یو چا را څخه پوښتنه وکړه چې (زه د یوه شرکت سره کار کوم، شرکت ما ته په کابل بانک کې بانکي حساب جوړ کړى دى او زما معاش همدغه بانکي حساب ته راځي او داسې به ویل کیدل چې دا ډول اکونټونه سود نلري، يوازې معاش پکې لیږل کیږي، مگر ما ولیدل چې یو څه مقدار پیسې د Interest Liquidition په نامه زما اکونټ ته د کابل بانک له خوا راغلې دي او دا سود دى. نو زما پوښتنه دا ده چې دا پیسې څه کړم؟ آيا د دې په مقدار چا ته پيسې ورکړم….؟
د اسلامي شريعت په رڼا كې کې جواب غوارم.
جزاکم الله الخیر

د پوښتنې ځواب:
ګرانه وروره!
عليكم السلام و رحمة الله و برکاته
له تاسې نه مننه چې په اصلاح آنلاين مو اعتماد وكړ او خپله پوښتنه مو له موږ سره شريكه كړه، الله دې موږ ټولو ته د حلالو څخه د استفادي توفيق راكړي او له حرامو څخه مو دې وساتي
سود او (ربا) د اسلام په دین کې ناروا کار دی او څوک چې سود خوري او ورسره ملګرتیا کوي د دوی په حقیقت کې د الله تعالی سره د جنګ اعلان دی او د هغه د نظام څخه د بغاوت اعلان دی نو که پوه شوې چې د دغو پیسو څه اندازه سود ده، نو هغه مبلغ کوم مسکین ته ورکړه. پدې نیت نه، چې خیرات او صدقه یې وبولې بلکې پدې نیت چې ځان له ګناه خلاص او خپلې نورې پیسې له حرامو وژغوري.
و الله اعلم

مفتى: مولوى محمد امان رسولي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب