د قبر له عذاب څخه د خلاصون لارې څه دي؟

د قبر عذاب حق دی په قران کريم او ډيرو احاديثو سره ثابت دی ،له دې څخه انکار کول لويه ګمراهي ده،او قبر د اٰخرت د منازلو څخه اولنۍ منزل دی که په دې کي څوک کامياب شو نو بيا د تل لپاره کامياب دی،که څوک (نعوذبالله من ذلک)ناکام شو نو هغه دتل لپاره ناکام دی،له دې امله عثمان رضی الله عنه به چي کله دقبرونوزيارت کوئ نوډيرزيات به ئې ژړل،چاورته وويل :څه وجه ده چي دجنت، دوزخ اوصراط ذکرکيږي ته دومره نه ژاړي لکه دقبردزيارت په وخت کي؟

هغه وفرمايل:ځکه چي قبر د آخرت له منازلو څخه لومړنۍ منزل دئ که په دې کي کامياب شوم نووروسته به کامياب يم،که ناکام شوم نوروسته به هم ناکام يم .

اودهرچا قبر ته ورتګ شته اوداډيرسخت ځای هم دی،ديوازيوالي اوچينجوکوردی  په دې هکله په  قران کريم اواحاديثوکي داسي اعمال بيان شوي دي  چي دهغوپه اختيارولوسره انسان دقبرله سختيواوعذابونوڅخه ژغورل کيږي،چي يوڅويې دلته ليکوددې لپاره چي  په دې اعمالوسره  ځانونه دې سترهدف ته ورسوو او د تل لپاره نيکمرغي اوکاميابي موپه برخه شي

·  دالله تعالی څخه دقبرله عذابه پناه غوښتل .يعنې دُعاګاني کول  له دې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم به پخپله هم له الله پاک څخه دقبرله عذابه  پناه غوښتله اوصحابۀ کرامواونورامت ته يې هم فرمائلي دي :تعوذوابالله من عذاب القبريعني په الله سره دقبرله عذاب څخه پناه غواړئ (صحيح ابن حبان )
·  څوک چي دجمعي په   ورځ ياشپه کي مړشي نودده لپاره به دقبرعذاب نوي په حديث شريف کي راغلي دې :مامن مسلم يموت  يوم الجمعة اوليلة الجمعة الاوقاه الله تعالی فتنة القبر(رواه الترمذې واحمد)
کوم مسلمان چي دجمعي په شپه ياورځ مړشي نوالله تعالی به يې دقبردعذاب څخه وساتې . حاکم ترمذي ددې وجه داسي ويلې ده چي په دې ورځ جهنم نه ګرميږي
· څوک چي په جهادکي پيره اوڅوکيدارې کوي اوپه دې حالت کي مړشي نودابه هم دقبرله عذاب څخه خوندې وې ځکه په حديث شريف کي راغلي دې:

کل ميت يختم علی عمله الاالذې مات مرابطافې سبيل الله فانه ينمواله عمله الی يوم القيامة ويؤمن من فتان القبر(ابوداؤد،ترمذې ،حاکم وسنده صحيح)يعنې دهرمړې په عمل باندې مهرلګول کيږي(له هغه  وروسته نورعمل دده په عملنامه کي نه ليکل کيږي) پرته له هغه چاڅخه چي هغه دالله په لارکي دپيرې په حالت کي مړشي ځکه دهغه عمل ترقيامته پورې زياتيږې، اودقبرله عذااب څخه به ورله ژغورل کيږي.

·        څوک چي دنس(ګيډي) ددردله امله مړشي نوداسړی به هم له عذاب قبرڅخه  خوندي وي.

په حديث شريف  کي راغلي دې: من قتله بطنه لم يعذب في قبره (احمد،ترمذې ،نسائې ،ابن حبان)
څوک چي دنس دردووژلونوهغه ته به په قبرکي عذاب نه ورکول کيږي
·        دسورت تبارک الذې لوستل داهم دقبردعذاب څخه دخلاصون يومؤثرسبب دی لکه په حديث کي دي :

سورة الملک هی المانعة من عذاب القبر
(حاکم ،ترمذې وسنده صحيح)يعنې سورۀ ملک دقبردعذاب څخه منع کوونکې ده.
په يوه حديث کي راغلي دي چي په قراٰن کريم کي يوسورت دی چي ديرش اٰياتونه لري، دخپل لوستونکي پرځای يې جګړه وکړه تردې  چي جنت ته يې داخل کړو، اوداتبارک الذي سورت دی.(ابوداؤد)
په يوه بل صحيح حديث کي راغلي دې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  به هره شپه سورة السجدة اوتبارک الذي سورتونه  لوستل. نوددې حديث له مخي  بايدسړی کوشش وکړې چي دادواړه سورتونه هره شپه ولولي.

·        څوک چي هره ورځ سل ځله داکلمه وائې:
لااله الاالله الملک الحق المبين دعلی رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي دي  من قال فې کل يوم مائة مرة :لااله الاالحق المبين ،کان له امان من الفقروانساعن وحشة القبر.

څوک چي هره ورځ سل ځله :لااله الاالله الحق المبين ووائې نودابه دده لپاره دفقر(غريبۍ) څخه  امان وې (يعنې په ده به الله تعالی غريبي  نه راولي  )اودابه دده لپاره دقبردپريشانۍ څخه دخلاصون لامل وي اوذريعه دخوشحالئ به   وي .

·        بل سبب دقبرله عذابه دخلاصون شهادت دی الله سبحانه وتعالی شهيدته دقبرله عذاب څخه خلاصی ورکوي په حديث کي راغلي  دي :عن المقدام بن معديکرب رضی الله عنه قال:قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  للشهيدعندالله ست خصال:

يغفرله فې اول دفعه ،ويُرٰی مقعده من الجنة،ويجارمن عذاب القبر.الحديث
دالله تعالی سره دشهيدلپاره شپږانعامونه دي  په اول ځل ده ته ټول ګناهونه وربخښل کيږي ،اوپه جنت کي چي دده لپاره کوم ځای تيارشويدی هغه ورښودل کيږي ،اودقبرله عذاب څخه خلاصون ورپه برخه کيږي،اودقيامت دورځي له لويې وارخطايئ څخه په امن کيږي،

اودعزت تاج به ورپه سرکړل شي داسي چي يوه ملغلره يې تردُنيااوڅه چي په دې دُنياکي شتون لري ترټولوغوره ده،دُواوياښځې به دهغه حوروڅخه ورته په نکاح کيږي چي دغټوسترګووالاوې،(دنوروجنتيانوته به اوياحوري وي دوه به شهيدته زياتي ورکول کيږي)اودده شفاعت به داوياکسانوپه هکله چي دده له قريبانوڅخه وي قبول کړل شي.
(داصحيح حديث دی ترمذي ،ابن ماجه اومسنداحمد روايت کړيدی )
·        :په صدقواوخيراتونوسره هم سړی دقبرله عذاب څخه ژغورل کيږي لکه په حديث کي دي :ان الصدقة لتطفئ عن اهلها حرالقبور.

صدقه اوخيرات له خپل خاوند څخه د قبر ګرموالی ختموي

· د مرګ ډير يادول:ځکه چي څوک مرګ ډيريادوې نوالله پاک به يې دقبرله سختئ څخه وژغوري په حديث کي راغلي دي چي الله پاک په خپل بنده باندي نه دوه ويري (ددنيااوداٰخرت) جمع کوي اونه دوه امنيته

· هرنيک عمل :په ځانګړي ډول دالله تعالی ذکراودالله په بندګانوشفقت کول داهم دقبرله عذاب څخه دخلاصون ذريعه ده له معاذبن جبل په حديث کي راغلي دي : ليس شئ أنجی من عذاب الله عزوجل من ذکرالله (رواه الترمذي)دالله ترذکربل هيڅ شی دالله له عذاب څخه ښه خلاصوونکی نشته.

· په کاروبارکي اسانې کول:بخاري اومسلم دحذيفه رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي هغه ويلي دي  چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:چي ترتاسومخکي يوسړی ووملائکي ورته راغلي ددې لپاره چي روح ترې واخلي، نوده ته وويل شول:تاڅه ښه کارکړيدی؟ده وويل:ماته نه دی معلوم بياورته وويل شول:ته وګوره نوده وويل:ماته خوبل څه عمل نه دی معلوم، يوازې داراته معلوم دی چي مابه دخلګوسره په دنياکي معاملې کولې نومابه مالدار ته مهلت ورکوئ(چي کله به مې پورورباندې شو)اوتنګلاسې غريب ته به ترخپل حق ورتيريدلم نوالله پاک جنت ته داخل کړو.په يوه بل روايت کي راغلي دي  چي الله پاک وويل:زه په دې کارترتاډيرحقداريم زمابنده ته ترګناهونوورتيرشئ.
·     له ګناهونوڅخه توبه ايستل.
·     تکليفونه چي کله صبرورباندي  وکړل شي  اوثواب يې وګڼي.
·   دمسلمانانوجنازه ورباندي.
·     دزنکدن سختي.
·     دمسلمانانودُعاءاواستغفاردده لپاره.
·     داولادلخوادموراوپلارله طرفه  خيراتونه کول.
·    هروخت په اوداسه سره ګرزيدل.
·      دالله تعالی رحمت چي ډيرلوئ اوپراخ دئ.
داڅواسباب دې چي په احاديثوکي دقبردعذاب څخه دخوندي کيدلوپه اړه ذکرشويدي  الله پاک دي موږته توفيق راکړې چي په دې باندي  عمل وکړواوځانونه  دقبرله سختيوڅخه وژغورو.
اللهم نجني ووالدي و احبابي وجميع المسلمين والمسلمات   من عذاب القبروعذاب الناراٰمين

عصمت الله عزام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب