آيا د غوصې په مهال طلاق واقع کيږي؟

سوال:

زما سوال دادي چه که چيري يو سړي د غوسي په حال کي خپلي ښځي ته ووايي چه ته په تلاق يي
او يا يي دا خبره دوه يا دري ځله کړي وي او وروسته پخپلو خبرو پښيمانه وه نو په داسي وخت کي پر ده خپله ښځه تلاق ده او کنه؟
ډيره مننه ستاسي له خدمت څخه

جواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

وبعد:ستاسې دپوښتنې لنډ اومختصر ځواب په لاندې ډول دى :
زمونږ دفقهې په کتابونوکې غوسه په درې ډوله تقسيم شوې ده:

1-داچې غوسه اخرني حد ته ورسيږي چې سړى په خپل ځان نه پوهيږي چې څه يې له خولې وزي ګډې وډې خبرې کوي  لکه ليونى اوبې هوشه شوى انسان، کله چې غوسه دې حد ته ورسيږي نو په اتفاق سره پرې طلاق نه واقع کيږي

2-داچې غوسه يې لږ لږ راپاريدلي وي عقل اوسوج يې پرځاى وي، په دې صورت کې په اتفاق سره طلاق واقع کيږي، کوم اختلاف پکې نه ليدل کيږي

3-داچې غوسه يې داعتدال له حدنه وتلي وي  کله پوهيږي اوکله نه پوهيږي،کله ګډې وډې خبرې کوي اوکله بيرته راپه سد شي ،په دې صورت کې دفقهاؤ ترمنځ اختلاف دى خود حنفي مذهب له مخې دداسې شخص طلاق هم نه واقع کيږي ،داحنافو ځينې دلائل په لاندې توګه دي
اول داقول دالله تعالى داى چې فرمايلي يې دي :”وإما ينزغنك من الشيطان نزغ فاستعذ بالله”
کله چې په غوسه شوى شخص دغضب دشدت په وخت دطلاق وغيره خبرې کوي نو دادشيطان دنزعاتوله جملې څخه دي اوپه غيرارادي توګه ترې خبرې صادريږي نو حکم نه ورباندې مرتب کيږي

بل داحديث شريف چې بي بي عائشې رضي الله تعالى عنها روايت کړى دي هغه داچې :إن عائشة رضي الله عنها أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: ((لا طلاق ولا عتاق في إغلاق) يعني دغوسې په وخت طلاق اوغلام ازادول نه صحيح کيږي

مولوی محمد امان رسولی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب