د انځر صحي ګټي

 انځر ډیره قیمتی غذا ده دبدن څخه ترویشکی جزبوی چی دغه ترویشکی دزیاتو ناروغیو سبب ګرځی

پښتورګی او مسالک بولی پریولی ،قبض ماتوی خاصتا دډیر عمر کسان که 3- 4 دانی وچ انځر په اوبو کی خشته کړی او بله ورځ سهار یې په نهاره وخوری او اوبه یې وچښی دقبض دپاره تر هر ډول ګولی انځر ښه درمل دی ،دتنفسی جهاز دالتهاب دپاره ډیره فایده کوی ،دماشومانو، سپن ږورو ، سپوټ کونکو ، دامیدوارو میرمنو دپاره ډیره ښه غذا ده ،هغه ریګ چې په پښتورګی او مثانه کی وی دهغه دخارجولو او پاکولو دپاره ډیره فایده کوی او او دپښتورګی اومثانی دپریوللو دپاره ښه درمل دی.

په 100 ګرامه تازه انځر کی لاندی مواد وجود لری:

اوبه71.1ګرامه ، پروتېن1.2 ګرامه ، غوړ0.4 ګرامه ،کولیسترول0.07ګرامه ،کاربون هیدرات16.1 ګرامه ، تپاله 1.4 ګرامه ،وېټامین ای 75 ، وېټامین1بی 0.09 ملیګرامه ، وېټامېن2 بی0.07 ملیګرامه، وېټامېن سی 2 ملیګرامه ، تریو ستریک340 ملیګرامه ، صودیم2 ملیګرامه ، پوتاشیم190 ملیګرامه ، کلسیم 50 ملیګرامه ، مګنیزیم21 ملیګرامه ، اوسپنه0.8 ملیګرامه ، مس0.07 ملیګرامه ، ګوګړ12 ملیګرامه ، انرژی65

په 100 ګرامه وچ انځر کی لاندی مواد وجود لری

اوبه71.1ګرامه ، پروتېن1.2 ګرامه ، غوړ0.4 ګرامه ،کولیسترول0.07ګرامه ،کاربون هیدرات16.1 ګرامه ، تپاله 1.9 ګرامه ،وېټامین ای 75 ، وېټامین بی 10.09 ملیګرامه ، وېټامېن2 بی 0.07ملیګرامه، تریو نیکوتیک0.63 ملیګرامه ، وېټامېن سی2 ملیګرامه ، تریو ستریک340 ملیګرامه ، صودیم2 ملیګرامه ، پوتاشیم190 ملیګرامه ، کلسیم 50 ملیګرامه ، مګنیزیم21 ملیګرامه ، اوسپنه0.8 ملیګرامه ، مس0.07 ملیګرامه ، فوسفور40 ملیګرامه ، ګوګړ12 ملیګرامه ، کلورین16 ملیګرامه ، یود0.35 ، کارسین (زنک)0.25 انرژی65

د پام وړ:

دانځر خوراک بایدډیر هم نه شی چې هضم خراب سی او هغه کسان چې کولمی یې التهاب لری تکلیف ورته پیښ کړی تر پنځه یا شپږ دانی دی اضافه نه خوری

پښتنه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب