‎یو لیمو او پنځه ګټې

‎هر موسم ځينې داسې ځانګړي د څښاک او خوراک خواړه لري چې د انسانانو روغتیا ته ګټور وي . اوس چې د ګرمۍ موسم بیخي رانږدې شوی دی نو روغتیا پالونکي د څښاک او خوراک د ځينو ځانګړو خوړو ټيڼګار کوي.
‎د ګرمۍ په موسم کې په عام ډول یو ډېر کارونکی څیز لیمو دی چې اکثره خلک ترینه شربت جوړوي او څښي یې.
‎لیمو که له یوې خوا د ګرمۍ احساس په کمولو کې مرسته کوي، نو له بل پلوه ګڼې روغتیايي فایدې هم لري. هسې خو يې روغتیا پالانو ډېری ګټې ښودلي دي خو موږ يې دلته ځينې هغه ګټې راخلو چې نن سبا د ځينو عامو او لویو ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي.
‎۱. د زړه د ناروغیو ګواښ کموي
‎ډاکټران د زړه د ناروغیو د مخنیوي له پاره ځکه لیمو یادوي چې لیمو ويټامین سي لري او په یو لیمو کې د ویټامین سي اندازه ۳۱ ملي ګرامه ښودل شوې ده. د روغتیا پالانو په باور ویټامین سي ددې ترڅنګ چې د ګوزڼ په مخنیوي کې مرسته کوي د زړه په ځوان او روغ ساتلو کې يې هم ونډه د پام وړ ده.
‎۲. د وزن په کمولو کې مرسته کوي
‎طبیي څېړنې وايي لیمو هغه څه دي چې د خېټې او هضمې نظام ښه کوي، کولیسټرول کنټرول ساتي او همدا لامل دی چې د انسان د وزن د تعادل ساتلو کې مرسته کوي. کیدلای شي چې لیمو همداسې وخوړل شي او یا ځينې جوس یا شربت جوړ شي او بیا وڅښل شي.
‎۳. د بډوډې د تیږو مخنیوی کوي

‎څېړنې وايي، په لیمو کې شته ایسډ، پوتاشیم، کلسیم په بډوډو کې د خیري او تیږو د پیدا کیدو په مخنیوي کې پوره مرسته کوي.
‎څېړنه د لیمو د اوبو څښلو لارښونه کوي خو ټينګار کوي چې باید خوږه یانې بوره په کې وانه چول شي ځکه له امله يې د بډوډو خیری ډېریږي.
‎۴. د هضیمې سیستم ښه کوي.
‎په لیمو کې داسې مواد شته چې په اسپغولو کې هم موجود وي. دغه مواد د انسان هضمې سیستم په ښه کولو کې مرسته کوي او ترڅنګ يې د کولیسترلو په نارمل ساتلو او د خېټې د اضافي غوښې اخیستلو په مخنیوي کې هم رول لري.
‎۵. نورې ګټې
‎پر دې سربېره لیمو د انسان فکر او مزاج ښه، تازه او خوښ ساتي. د انسان د بدن پوټکی یا جلد ښکلی او نرم ساتي.د کوزڼ په مخنیوي کې هم مرسته کوي.
‎خو د لیمو بیخي ډېر خوړل د غاښونو له پاره زیان رسوي نو باید په اندازه وخوړل شي.
‎ډاکټران لارښونه کوي چې د لیمو تر خوړولو یا څښلو وروسته تر نیم ساعت خپل غاښونه مه برس کوئ.
‎د لیمو نورې ګټې او د کارولو لارې په دې لیکنو کې هم موندلی شئ
‎هغه ۱۳ څه چې د لیمو له خوراک وروسته بدن کې پېښیږي
‎بدن مو ډیر خوله کیږي؟! څه وکړئ؟!
‎که غواړئ، د مخ پوستکی مو ځلا او تازګي پیدا کړي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب