چارمغز وخورئ او کولیسټرول ناروغۍ سره مخه ښه وکړئ

په ورځنی ډول د چارمغز استعمال انسان له ځینو ناروغیو چې اوس ډیر عام دي لکه کولیسټرول څخه ژغورلو کې مرسته کوي.

د بارسلونا کلینک نومې روغتون او امریکا لومالنډا پوهنتون په دغې څیړنې کې ویل شوی چې په ورځنی ډول د چارمغز خوړلو عادت په بدن کې د مضر کولیسټرول اندازه کموي.

په دغې څیړنې کې ۷۰۷ روغ کسان په دوه ډلو وویشل شول. یوې ډلې ته په ورځنی ډول چارمغز ورکول کیده په داسې حال کې چې د دوهمې ډلې کسان له دغې میوې څخه لرې ساتل کیدل.

یو کال وروسته معلومه شوه چې په چارمغز کې شته ګټور غوړ او نور مواد انسان له اضافي وزن څخه لرې ساتي او د هغه کولیسټرول اندازه کوم چې د انسان روغتیا لپاره مضر دی کموي.

له دې څخه وړاندې یوې څیړنې ثابته کړې وه چې چارمغز د وینې د شریانونو د مختلفو ناروغیو خطر کموي او په دې ډول په هغو کسانو کې چې د شکر په دوهم ډول اخته وي د زړه د ناروغیو مخه نیسي.

څیړوونکو وویل چې د دغې څیړنې په پایله کې معلومه شوه چې د چارمغز له خوړلو سره کولیسټرول، کلیسرول، ایل ډي ایل کولیسټرول او د اې پي او بي (APOB) اندازه کې د پام وړ کمی راځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب