د اوړي د ګرمۍ زیانونه او د هغې مخنیوی

د اوړې له ګرمۍ څخه خلاصی نشته، خو لږ تر لږه باید پوه شو، چې دا ګرمي کومې ناروغۍ رامنځ ته کوي او څه ډول يې مخه نیولای شو!

د انسان د بدن نارمل تودخه ۳۷ درجې د سانتې ګرید ده. که له دې څخه لوړیږي، نو انسان خوله کیږي.

ګرمي په زړه، د وینې رګونو، او د خولو په کانالونو فشار راوړي، چې ورسره د بدن تودخه هم زیاتیږي.

د ګرمۍ له امله وجود خوله کيږي، چې ورسره یو زیاته اندازه اوبه او مالګه د بدن څخه خارجیږي او د سردرد، زړه بدوالي او ګنګستوب سبب کیږي.

که انسان د لمر سره ډير په تماس کې پاتې شي، نو د عضلاتو په درد اخته کیږي. همدارنګه د وینې فشار غیري نورمال کوي او ذهني ګډوډۍ رامنځ ته کوي.

که غواړئ چې ګرمي مو ناروغ نه کړي؛ نو ډیرې اوبه او مایعات څښئ؛ حتا که زړه ته مو هم نه کیږي. چای او کافي ډيره مه څښئ.

روښانه رنګ جامې واغوندئ او کوښښ وکړئ، چې لمر ته ډیر ونه اوسئ.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب