د لقمان حکیم نصېحتونه

د لقمان حکیم ۵۰ نصيحتونه.

شریکول یې پر تاسې خو یا ګانو ته ډېره پاملرنه مه کوئ

۱:- لږي خبري کوه.

۲:- د دوستانو احترام کوه.

۳:- د نن کار سبا ته مه پرېږده.

۴:- په هېڅ کار کې عجله مه کوه.

۵:- په لاره تللو کې درميانه اوسېږه.

۶:- مصرف دي له پيداوار نه کم ساته.

۷:- ويل شوي خبره بار بار مه تکراروه.

۸:- له مور او پلار سره نيک چلند کوه.

۹:- لمونځ هغه قسم چې ښايې اداء کړه.

۱۰:- له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.

۱۱:- د مور او پلار وجود غنميت وشمېره.

۱۲:- ښوونکې د مور او پلار په څير وگڼه.

۱۳:- د نورو مال او مقام ته  طمعه مه کوه.

۱۴:- له خپلوانو سره خپلوي مه پري کوه.

۱۵:- د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه.

۱۶:- له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.

۱۷:- د نورو نيک کار په خپل ځانه مه تپه.

۱۸:- ادب او عاجزي هېڅ کله هم  مه هيروه.

۱۹:- هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه.

۲۰:- د زنانه يې خوي او لباس نه ډډه وکړه.

۲۱:- په ټولو کارونو کې ميانه حاله و اوسه.

۲۲:- د نورو کومک او ياري ته مه منتظرېږه.

۲۳:- په کاروبار او نيک کار کې جدي اوسه.

۲۴:- تيره شوي دعوه او دشمني مه تازه کوه.

۲۵:- اولاد ته دي اسلام او دينداري ور وښايه.

۲۶:- د نورو نصيحتونه او مشوري مه هيروه.

۲۷:- په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه يو کوه.

۲۸:- خپل رازونه دي فقط له ځانه سره وساته.

۲۹:-  له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.

۳۰:- د ځلميتوب ورځي دي ، غنيمت وشمېره.

۳۱:- د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه.

۳۲:- له نيکو او ايماندارو خلکو سره مشوره کوه.

۳۳:- د خبرو په وخت کې د نورو خبري مه پري کوه.

۳۴:- هېڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.

۳۵:-محتاجان له خپل مال او دارايي نه مه محروموه.

۳۶:- عمر د عبادت او بنده گي لپاره غنيمت وشمېره.

۳۷:- د خلکو په اصلاح کې يوه زره سستي هم مه کوه.

۳۸:- د ښځي او اولاد د بي ځايه غوښتنو پيروي مه کوه.

۳۹:- له عالمانو او هوښيارو خلکو سره تعلقات وساته.

۴۰:- پوه شه چې هېڅ شي له الله جل جلاله  نه پټ نه دي.

۴۱:- هغه څه چې الله جل جلاله درکړي ، پري خوښ اوسه.

۴۲:- هر څومره چې کولای شي ، ميلمه سره مهربانه اوسه.

۴۳:- په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ ويده کېدلو ځان عادت کړه.

۴۴:- هېڅوک او يا هېڅ شي له الله  جل جلاله سره مه شريکوه.

۴۵:- له بدکارو نه هېڅ وخت د نيکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه.

۴۶:- په نورو باندې مه په غصه کېږه او ورسره په نرمۍ خبري کوه.

۴۷:- له الله جل جلاله سره صادق او له خلکو سره په انصاف چلېږه.

۴۸:- په هغه څه چې نورو ته يي نصيحت کوي خپله پري زر عمل کوه.

۴۹:- هغه دوست ته دوست ووايه چې په سختۍ کې در په کار شوي وي.

۵۰:- عمر او روزي په حساب او کتاب ده ، نو له هېڅ چانه مه ډارېږه او مه تري طمع کوه.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب