د ديموکراسۍ زیانونه او ناخوالې!

د ديموکراسۍ له لويو آفتونو څخه دا دي چې شتمن خلک د خزانو واک په لاس واخلي، او ټولې مؤسسې د دوی د لاس لاندې شي که دا واکمني په قانوني توګه وي او که په غير قانوني توګه وي.

امريکا ديموکراسۍ ته ډېره بلنه وکړه او په دې لار کې يې ډېر لګښتونه وکړل، او ډېر سياسي، رسني او عسکري کوښښونه يې وکړل تر څو په هر هيواد کې ديموکراسي نظام ودروي، چې په دې سره يې رښتيا هم مسلمانان دوه ټوټې کړل، چې ځينې يې ديموکراسۍ ته غاړه کېښوده او ځينې يې د ديني اصولو په اساس مخالف وګرځېدل.

سره له دې ټولو کوښښونو چې امريکا د ديموکراسۍ لپاره وکړل دوی پرته له ټولنیزو وژنو، کورونو بمباردولو او انسان وژنې بل کوم حقيقت ته ندي رسېدلي، او دا ټول کارونه يې په اسلامي هيوادونو کې تر سره کړل، که دا په رښتيا سره ديموکراسي وي نو لومړی دې دوی په خپلو هيوادونو دا رنګه دیموکراسي پلي کړي چې مونږه هم د هغوی د مړو جسدونه او ټولنیزي وژنې ووينو.

د ديموکراسۍ اصل او بنسټ آخرت له دنيا څخه بېلول او ټوله مخه دنیا ته اړول دي، لکه د آخرت مسؤوليت چې د هر فرد پر غاړه وي نه د ټول امت پر غاړه.

بايد اساس دا وای چې مونږ آخرت ته پر دنيا برتري ورکولای او په انساني ژوند کې تر ټولو لويه قضيه او مسئله همدا وای، په الله باندې ايمان دا د ټولو قضيو په سر کې وای او اسلام د خلکو نظامونه او دريځونه جوړولای.

د اسلام او ديموکراسۍ ترمنځ خو لوی توپير دی، هغه څوک چې د الله پاک کتاب لولي او په معنا يې ځان پوهوي هغه په دې توپير ډېر ښه پوهېږي، او پکار نده چې د مسلمانو علماوو له عقلونو دي دا حقيقتونه ووځي.

لوی تاوان خو دا دی چې مسلمانان د ديموکراسۍ په رنځ باندې اخته شي؛ چې دا د دنيا او آخرت تاوان دی؛ د دنيا تاوان ځکه دی چې اسلامي دعوت ثابت پاتې نشو، د مسلمان هيڅ پت او عزت خوندي پاتې نشو، مسلمانانو ته هيڅ پرمختګ او فتحه په برخه نه شوه، او د آخرت تاوان ځکه دی چې ديموکراسي آخرت د شا لوري ته غورځوي او د مسلمان اړيکه د آخرت سره شلوي.

فلسطیني (سیکولر) چارواکو د ديموکراسۍ ډيرې چغې ووهلې چې فلسطين بچ کړي، نو فلسطين هم ضايع شو او هغه کوښښونه چې د فلسطين د بچ کېدو لپاره شوي وو هغه هم بې ځایه لاړل، او کوښښونه هسې شعارونه او چغې شوې چې د فلسطیني وګړو د رنځ دارو نه شول.

ديموکراسۍ غمونه راوړل، هر ځای کې یې مسلمانانو ته غمونه جوړ کړل، په مليونو مسلمانان د ديموکراسۍ د تش په نامه شعار ور کوونکو له خوا  ووژل شول ، فلسطين يې تباه کړ، عراق يې په ټوټو ټوټو ووېشه، هر ځای کې يې جنګونه جوړ کړل، سوډان يې ټوټې ټوټې کړ، افغانستان کې يې په لکونو مسلمانان شهیدان کړل، همدارنګه په هر ځای کې یې ډېرې ناخوالې رامنځ ته کړې.

سره له دې چې ديموکراسۍ په اسلامي هيوادونو کې داسې بې شمېره مصيبونه، ستونزې او خطرونه راوړل؛ بيا هم زهرجنه رسنۍ که هغه د تلويزون، اخبار، مجلې او يا د کومې غونډې له ليارې وي خپلو زهر شيندلو ته ادامه ورکوي، او غواړي چې د اسلامي امت په زخمونو باندې نور هم مالګې وپاشي.

لکه دې خلکو چې تاريخ هېر کړی وي، مونږ به دا لنډ وخت را واخلو او لرې به نه ځو، دا کومه ديموکراسي وه چې بوش عراق ته راوړه؟! يو مليون عراقي مسلمانان يې ووژل، عراق يې ټوټې ټوټې کړ، او لا تر اوسه يې د جنګونو اورونه ندي مړه شوي.

او کومه ديموکراسي ده چې افغانستان ته يې راوسته؟! د افغانستان بربادول، په لکونو مسلمانان وژل، د خلکو ضميرونه په ډالرو اخيستل؟! څه لږه برخه يې پاتې چې ونړول شي، نو ر خو ټول تباه او برباد شو!! افغانستان يې د باروتو په لمبو کې وسوځولو!!

آيا ديموکراسي دېته وايې چې فلسطين له مسلمانانو غصب کړه او نړيوالو وحشيانو يهودانو ته يې وسپاره او خپل ولس ترې وکوچوه!!

که مونږ دا پوښتنې نورې هم زياتې کړو مونږ به ووينو چې د ديموکراسۍ بلونکو يو فساد او ظلم نه وي ختم کړی چې بل جنګ او فساد يې را ولاړ کړای وي.

دوی چې کومه ديموکراسي راوړې دا يې دې امت ته د سرطان بيماري راوړې، تر هغه وخته به مسلمانان په ستونزو، مصيبتونو، کړاوونو، بمباريو کې وي، تر هغه به مسلمانان په امن کې نشي تر څو چې دغې بېمارۍ له هيواده کوچ نه وي کړای، او يا يې دلته ساه نه وي ويستل شوي.

نو ای ځوانانو! ای علماوو! ای د عقل خاوندانو! راځئ د دی لويې ستونزې، او د دې ناسور د ختمېدو لپاره خپل عقلونه، ځانونه او مالونه استعمال کړو، د دې ستر ښکېلاک ګر مقابله وکړو.

په الله قسم چې تر هغه به دا ناخوالې، ستونزې، ظلمونه، زلزلې شتون لري تر څو چې تاسې د دې استعمار مبارزه ونکړئ، او هيڅکله به راحت ونه مومئ تر څو چې دا د ستونزو زيږوندوی (دیموکراسي) مو له منځه وړي نه وي، مونږ ته يواځې استعمار هدف ندی، بلکې هغه نظامونه چې د استعمار څخه حمايه کيږي، هغوی پرې خپله ديموکراسي مخ پر وړاندې وړي، هغوی خپل اهداف پرې پوره کوي؛ زمونږ اساسي هدفونه دي، بايد چې دا هم له منځه يوړل شي، تر څو د ديموکراسۍ نوم پاتې نشي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب