اول ځان دی بیا جهان؟ | طنزي کیسه

دا کرښي په سرو زرو لیکلو ارزي.

د صنف پنځوسو شاګردانو ته یې درس ورکاوه، ناڅاپه چوپ شو، له لیږ چوپتيا وروسته یې شاګردانو ته وویل: غواړم یوه لنډکۍ ازموینه درته ترتیب کړم، هغه داسې چې هر شاګرد ته یې یو یو بالون ورکړ او ورته کړه یې: تاسو هر یو خپل بالون وپړسوئ، بیا خپل نوم پرې ولیکئ، او ټول بیرته ماته وسپارئ او هغوی همداسې وکړل.

استاد ټول بالونونه یو ځای په بله خونه کې کېښودل او شاګردان یې هغې خوني ته بوتلل، هلته یې ورته وویل: تاسو ایله پنځه دقیقې وخت لرئ په دې پنځو دقیقو کې به هر یو خپل بالون دراخلئ، شاګردانو په تیزي سره د بالونونو په کوټه غوټې پیل کړې او هر یوه کوښښ کاوه هغه بالون ترلاسه کړي چې نوم یې پرې لیکلی دی، رش او ازدحام شو، ټېلې او ټمبې او بد حال جوړ شو، پنځه دقیقې وخت تیر شو ایله دوه دريو کسانو خپل خپل بالون ترلاسه کړ نور تش لاسونه ولاړ او ستمیدل.

دویم ځل استاد ورته وویل: دا ځل بیا پنځه دقیق وخت درکوم، خو د خپل بالون ترلاسه کولو طریقه بدلوو او هغه داسې چې پرته له ټېلو او ټمبو هر کس دي هغه بالون ورواخلي چې ورته نږدې دی، په هغه لیکلي نوم ته دي وګوري او هغه ملګري ته دي بالون ورکړي، په ډېره اساني او ارام سره تقریباً په یوه دقیقه کې هر یوه ته خپل هغه بالون ورسیدی چې نوم یې پرې لیکلی و.

له دې وروسته یې استاد وویل: دا هغه کیسه ده چې زموږ په ژوند کې روانه ده، هر څوک په نېکمرغي او ښه ژوند ترلاسه کولو پسې منډي وهي او نه پوهیږي څنګه یې ترلاسه کړي، خو دا خبره ډېری خلکو هیره کړې ده چې اصلي نېکمرغي د نورو په نېکمرغه کولو او خوشاله کولو کې نغښتې ده، د نورو د خوشاله کولو له پاره مخلصانه هڅي وکړه هغه ورکه نېکمرغي به ترلاسه کړې، او که فرضاً یواځي ځان نېکمرغه کړې او نور بدمرغه او ستومانه وي نو د بدمرغو په منځ کې ژوند په هرصورت بدمرغي ده.

نتيجه اخلاقي:

زموږ د ځان پرستي ټولني او وګړو له پاره دا ډول کیسې او درسونه باید په سرو زرو ولیکل شي، ځکه زموږ ټولنیز ذهنيت کوږ روان دی، دا متل زموږ د وړو او زړو، نرو او ښځو ټولو په ذهنونو کې نقش دی چې وایي: اول ځان دی بیا جهان! او ټول عملاً همداسې کاږه روان یو، د دې متل مطلب هم لومړۍ برخه رااخلو او هغه تکراروو یعني اول ځان دی، بیا ځان دی، له دې لوړي عملي تجربي علاوه موږ ته قرانکریم هم وایي چې اول جها دی او بیا ځان، د صحابه کرامو په اړه قرانکریم وایي چې هغوی به خپله یوه شي ته اړتیا لرله خو بیا به یې هم نور محتاج خلک له ځانه مخکي کول، (وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ) (الحشر 9)؛ نو راځئ دا متل سرچپه (سم) کړو او خلک هم په دې پوه کړو چې د اول ځان دی، بیا جهان دی تګلاره سمه نه ده بلکي، اول جهان دی او بیا ځان دی.

حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب