د اولاد روزنې لپاره مهم ټکي

اولاد چې په حقیقت کې د مور اوپلار د ځیګرټوټه ده ، نوساتنه،روزنه اودیوسالم تګلوري ټاکنه یی د مور اوپلار په اوږو پروت هغه دروند مسؤلیت دی چی په اړه به ئی ترې حتما پوښتنه کېږي،ځکه داروزنه یو داسې امانت دی چې هېڅ چاته روا نه ده چې خیانت پکی وکړي،او بل داچې داولاد روزنه نه یوازې یو بهترین فن د ی، بلکې یو سپیڅلی عبادت هم دی.

نوله همدې کبله د هرې مور اوپلار څخه به پوښتل کېږی چې له دغه الهي نعمت سره ئی څه ډول چارچلند کړیدی ،او آیاخپل د امیدونو دغه نیمګړی لمر ییله لاسه ورکړیدی او که سمه پالنه او روزنه یې کړېده ؟

او په دی اړه د جناب رسول کریم ( صلی الله علیه وسلم ) لارښودنه ده چې فرمائي (-: “كلكم راع وكلكم مسئول عن رعيته، فالإمام راع وهو مسئول عن رعيته، والرجل راع في أهله وهو مسئول عن رعيته” [رواه البخاري، ومسلم].
:- هر یو له تاسی څخه شپون او ساتونکی دی ،او له هر ساتونکي څخه به د هغه د رعیت په اړه پوښتنه کېږي، امام څارونکی او دخپل رعیت مسؤل دی ، یو سړی د خپل کور څارونکی او ساتونکی دی ، او له هغه څخه به د خپل کور د رعیت په اړه پوښتنه کېږي .

نو لکه څرنګه چی له یو ولس مشر او د یو هېواد له لوړپوړو چارواکو څخه به دهغه هېواد د کمزورو او اړو خلکو په اړه پوښتنه کېږي ،چی آیا ددوی اړتیاوې یی پوره کړیدي او دټولنې د بی وزلو خلکو مصالح ئی په پام کې نیولي دي او کنه ؟
نو په همدغه ډول به د هرې مور اوپلار څخه پوښتنه کېږي چې دخپل اولاد او ددغه الهي امانت پالنه او ورزنه یی څنګه کړېده.

نو مسلمان ته ښائي چې ددغه الهي نعمتونو، ښېګڼو په وړاندې په خپله ژبه او زړه باندی منونکی او شکرګذاره واوسي،خپل ګټلی مال او شتنمني پری مصرف کړي، د سپېڅلې مفکورې مدافعین تری جوړ کړي ، او ددوی د ښې او سالمې روزنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي .

your ads

البته دغوره تربیی تر ټولو ښه بیلګه به دا وي چې په الهی طاعت او عبادت سره ئی وروزي ،د الله جل جلاله د ابدي تګلارې څخه ئې خبر او همدې لوري ته ئې پاملرنه راواړوي .

داسلام د سپېڅلي دین احکامات وروپیژني، د اخلاقي مفاسدو ،په کور او ټولنه کی ئې له ټولو هغوبیهوده کړنو څخه وژغوري چې اولاد ئې بې لارۍ ته رابلي او دجهالت پر کنډوالو ئې روانوي .

او داټولې هلې ځلې دهمدې لپاره دي چې اولاد بې لارې نه شي ،ځکه په اغلب ګمان سره په اولادکې فساد عمدتا دمور او پلار د بی پروایی څخه رامنځ ته کېږي،په داسې حال کې چې ددوي پالنه او سالمه روزنه یو الهی دستور دی چې قرآن کریم داسې اشاره ورته کړېده: { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُو أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وقودهاالناس والحجارة، علیها ملآېکة غلاظ شداد لا یعصون الله ما امرهم ویفعلون ما یؤمرون } [التحريم: 6].

ژباړه :ــ ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړیدی ، یعنی ای مؤمنانو تاسې خپل ځانونه او خپله کورنۍ( دالله جل جلا له ) په اطاعت سره له هغه اور څخه وژغورۍ چې خس او خاشاک به ئی خلک او ډبرې وي ، په دې اور باندې داسې ملاېکې مقررې شویدي چی ډېرې ځواکمنې او سختې ملائیکی دي ،هغوی چې دالهي آوامرو څخه هېڅ سرغړونه نه کوي ،او یواځې هغه څه سرته رسوي ،چی په څه باندې مامورې دي .

قال ابن القيم رحمه الله: فمن أهمل تعليم ولده ما ينفعه، وتركه سدى، فقد أساء غاية الإساءة.
وأكثر الأولاد إنما جاء فسادهم من قبل الآباء وإهمالهم، وترك تعليمهم فرائض الدين وسننه، فأضاعوهم صغارا، فلم ينتفعوا بأنفسهم، ولم ينفعوا آباءهم كبارا.
امام ابن القیم (رحمه الله ) فرماېي چې تر ټولو ستره بدي همداده چی یو څوک د خپل اولاد په روزنه کې د اهمال او بی پروائی څخه کار واخلي . او زیاتره وخت اولاد هغه مهال فاسدیږي چې کله ئی مور او پلار روزنې او پالنی ته شا کړي ،او دا یو بابیزه کار وګڼي، ددین اساسات ورزده نکړي ،او په فرائضو او سنتو یی ونه پوهوي، . نو هم ئی ددغو کمکیو ماشومانو ژوند تباه کړ، او هم ئې په دې کارسره څه سودمنتیا او ګټه تر لا سه نکړه.

اولاد د مور اوپلار لپاره په دنیا کې زینت او ښکلا ،او په آخرت کې ددوي لپاره غوره زیرمه ده ،لکه چې لوی څښتن تعالی په دې اړه داسې فرماېي ((ــــ المال والبنون زینة الحیوة الدنیا والباقیات الصالحات خیر عند ربک ثوابا و خیر أملا )). سورة الکهف آیة ۴۶
ترجمه :ــــ مال او اولاد ددی دنیوي ژوند زینت او ښکلا ده ، تلپاتې نېک او صالحه عملونه هم د ثواب له امله او هم دامید له پلوه ستا دلوی پروردګار په نزد غوره اوبهتره دي .
نو ویلای شو چې اولاد د مور او پلار د کردار او د اخلاقو هغه هنداره ده چې زیاتره مهال د همدوی د اخلاقو ښکارندوینه کوي ، ځکه اولاد د خپل مور اوپلار څخه متاثره کېږي ، او په دې اړه خوږ پیغمبر اکرم (صلی الله علیه وسلم ) داسی فرمائي “كل مولود يولد على الفطرة فأبواه يهودانه أو يمجسانه أو ينصرانه”.
هر مولود او نوی زیږیدلی ماشوم په فطرت سره زیږیږی( یعنی په توحیداو په اسلام سره) ،پس همدا مور او پلار ئې دي چې یا یې یهودیت ته رابلي،یا یې مجوسیت او یایې هم د نصرانیت لوري ته رابولي .

له همدغه مبارک حدیث څخه په ډاګه معلومیږي چې اصلا مربي او ښوونکی پر اولاد باندې ډېره اغیزه لري ، حتی ښوونکی یا هم ملګری د مور اوپلار څخه ډېرمؤثر تمامیدلی شي ـ

نو کله چې د مور اوپلار روزنیزې هلې ځلې داولاد په ژوند کې دومره سرنوشت سازه رول لوبولای شي، نو ښائی چی په دی اړه ګرانو والدینو ته څومهم ټکي مخی ته کېږدو .

اول :ــداولاد روزنیزو چارو ته د اهمیت په سترګه کتل :
دا چې هر موراوپلار روزنیزې هلې ځلې او تربیتي کوششونه دومره اهمیت لري ،چې حتی دوی کولای شي دخپل اولاد په سالمه توګه روزلو سره یوه نېکمرغه ټولنه رامنځ ته کړي . خو په دې لړ کې تر ټولو مهمه داده چې لومړی خپله مور اوپلار صالحه وي،ځکه صالحه والدین صالحه اولاد روزي ،او همدا وجه ده چی داولاد په ښېګڼو سره ئې والدینو ته هم خیر رسېږي.

دوهم :ـــ دا چی داولاد مسؤلیت یو فن هم دی اویو غوره عبادت هم :

هرې مور او پلارته ښائي چې دغه دروند مسؤلیت ته په ورین تندي سره غاړه کېږدي ، او دا له دې کبله چې د مسؤلیت احساس انسان دېته اړ باسي چې دخپل اولاد ټولې اړتیاوې د خپل وس او توان په اندازه پوره کړي ،او ددې تر څنګ به بیا دېته ضرورت ونه لري چې چاته دفقر له کبله لاس نیسي ، او په غربت مبتلا شي.

نو ویلای شوچې دهمدې مسؤلیت د احساس له کبله ددوی د اولاد ژوند خوندي کیدلای شي، له بل پلوه په دې عظیم کار سره به دوی ته ثواب او نېکه بدله هم ورکول کېږي ، ځکه د خپل اولاد روزنه نه یوازې دا چې یو غوره فن د ی، بلکی یو سپېڅلی عبادت هم دی.

او که چېرې دوی خپل دغه مسؤلیت ته داهمیت په سترګه ونه ګوري، او دغه کار بابیزه وګڼي، یا هم دزیاتو بوختیاو له کبله ونه شي کولای چې ددوی د سالمې روزنې لپاره هلې ځلې وکړي ،اوتر څو دا کار د ژوند یوه مهمه برخه وګرځوي، نو یقیني ده چې بدې پایلې به ومومي.

دریم :ــــ دعاء کول :
داچې هر موراو پلار باید دصالحه او نېک اولاد دغوښتلو لپاره خپل پروردګار ته دعاء وکړي،او په دې لړ کې خپل لورونکي او بښونګي پروردګار ته دعاجزۍ لاس پورته کړي،او خالق تعالی دهمدغسې ټولنې او هراړخیزې دعاء د غوښتلو لاره هم خپلو بندګانو ته ښودلې ده ، او په دې اړه فرمائي ((ــــ والذین یقولون ربنا هب لنا من ازواجنا وذریاتنا قرة اعین وجعلنا للمتقین اماما ــــ))[الفرقان ۷۴]

ترجمه :ــ او عبادالرحمن یا درحمن بندګان هغه کسان دي چې ، دوي په خپلو دعاء وو کې وائي :ـــــ ای زمونږه ربه ! مونږ ته په خپل بی ساری فضل او لورینې سره زمونږ له مېرمنو او اولاد څخه داسې څه راوبښه، چې زمونږ په لیمو او سترګو کې پری یخوالی راځي ، او مونږ د متقیانو لپاره لارښود او پیشوا وګرځوه .

څلورم:  یو لړ وسايل په کار اچول :

د صالحه اونېک اولاد لپاره به پلار یو لړ وسائل هم په کار اچوي، چی دلته مونږ د ۴ وسیلو په لنډه توګه سره یادونه کوو:ـ

لومړۍ وسیله : د خپل اولاد لپاره به یوه نېکه بي بي او غوره مېرمن انتخابوي ، چی هم دیانت ولري ، هم ښائست ، هم چالاکه او زیرکه وي ، او هم دښې کورنۍ سره تړاو ولري .

دویمه وسیله : د صالحه او نېک اولاد د لرلو لپاره بله مهمه لاره داده چې خاوند به د خپلې مېرمنې سره د کوروالي (جماع ) پر مهال به دا مسنونه دعاء لولي ((ـــ بسم الله ، اللهم جنبنا الشیطان ، وجنب الشیطان ما رزقتنا )

درېیمه وسیله : که چېرې وس او توان ولري نو پرخپل اولاد باندې دې عقیقه وکړي،یعنی د زوی په زیږیدلو سره به دوه پسونه اود لورلپاره به یو پسه حلالوي، د سر ویښتنان به ئي اخلي او د وزن په اندازه به سپین زر صدقه ورکوي او یوغوره نوم به ورته ټاکي .

څلورمه وسیله : همداراز مور او پلار ته ښائي چې اسلامي عقیده ورزده کړي ،په ټولنیزو آدابو ئی وپوهوي ، اوپه زړونو کې ئې دالهي محبت او پاکې مینی او محبت ریښې وزغلوي، او د وېری او دامید ( خوف و رجاء ) تر منځ د ژوند تېرولو سپارښتنه ورته وکړي.
نو هم دغه پورته یادې څلور وسیلې باید وکاروي، تر څو ئې نېکمرغه اولاد ورپه برخه شی .

پنځمه وسيله: خپل اولاد ته په نېکۍ اوښېګڼې سره توصیه کول :
په سورت لقمان کې لوی پروردګار دحضرت لقمان (علیه السلام )یادونه کوي ،چې خپل زوی ته ئې داسې توصیه کوله ((ـــ واذ قال لقمان لابنه وهو یعظه یا بنی لا تشرک بالله ، ان الشرک لظلم عظیم ، ووصینا الانسان بوالدیه حملته امه وهنا وفصاله فی عامین ، ان شکر لي ولوالديک الی المصیر ……یا بنی اقم الصلاة و نه عن المنکر ….. ولا تمش ف الارض مرحا، ان الله لا یحب کل مختال فخور ) سورة لقمان ( آیة ۱۳ تا ۱۹ ) .

په دې مبارکو آیتونو کې حضرت لقمان ( علیه الصلاة والسلام ) خپل زوی ته څو مهم نصیحتونه ورپه زړه کوي ، او له شرک څخه ئې منع کوي ، او ورته وائي چې له خپل مور او پلار سره تل ښېګڼه او نېکي کوه ،بیا ورته په لمانځه باندې سپارښتنه او توصیه کوي ، او همداراز ورته وائي چې د کبرجنو په څېر به په غرور سره په لاره نه ځې ….

شپږمه وسيله: د خپل اولاد مراقبت او څارنه کول :ــ
د اولاددپه روزنه او پالنه کې څارنه او مراقبت جلا تاثیر او ځانګړی اهمیت لري ، ځکه لکه څرنګه چې یو باغوان د خپل باغ او دخپلو رنګارنګ میوو ساتنه کوي ، او له امراضو ، مرغانو او نورو څارویو څخه یې ژغوري چې کړې خوار ي ئې تلف نه شي،نو په همدغه ډول به یو پلار هم دخپل اولاد په ساتنه کې تکلیفونه ګالي ،تر څو ئې له ټولو بدیو څخه خوندي وژغوري،چی دا کار واقعا ډېر صبر او زغم ته اړتیا لري ، او په دې اړه یو شاعر څه ښه وائي :ــــ
هــرمـقصـدپـه زړه چــاودلـو پــوره کــېږي
دغوټـۍ زړګـی چـې وچـوي ؛ نـوګـلاب شـي.

نو مخکې له دې چې اولادئې په ثمر ورسېږي ، له کوچنیوالي څخه یې بایدڅارنه وکړي چې تر څو ښه عادات ئې له بدو څخه جلا او ښه نیالګي رازرغون شي،او تر څو په راتلونکي کې ښه مېوه تر لاسه کړي .

البته دلته دې خبرې ته هم موراوپلار باید ځیر او متوجه وي چې تربیوي منهج باید یو معتدله منهج وي ، یعنی داسې تګلاره وي چې هم تشویقي جنبه ولري اوهم کله کله دتخویف او له ډارولو څخه هم کار واخلي .

دا په دې معنی چې هر کله که د دروزخ دسرکشولمبو څخه ئې ډاروي، نو باید په څنګ کې دجنت دنعمتونو یادونه هم ورته وکړي .

او هر مربي او روزونکې باید د ماشوم دعمر مرحله او پړاو هم په پام کې ونیسي ،لکه د ماشومانه ژوندیوه مرحله هغه وي چې کله لا د تمیز مرحلې ته لا نه وي رسیدلی ، اوعمر ئی د ۵ ــــ ۷ کالو تر منځ وي ،او دا داسې مرحله ده چې ماشوم پکې د چا دخبرې رد کولاي نشي ،او نه هم دخبرو په آدابو باندی پوهېږي.

ورپسې دویمه مرحله د ماشوم هغه مهال پیل کېږي چې کله دتمیز مرحلې ته د رسېدو په درشل کې وي ، یعنی د ۷ـــ کالو نه پورته مرحله .

درېیم پړاو دماشوم هغه مهال پیل کېږي چې کله بالغ شي ،نو دلته ده چې دی حساسې او مهمیې مرحلې ته چې د ځوانۍ مرحله هم ورته وائي، اوس دغه اولادفکري تنویرته ډېره اړتیا لري ،نو مور او پلار بایدخپله توجه نوره هم ددوی لوري ته زیاته کړي ، او په نصائحو او ښکلو مواعظو سره ددین احکام او نور ژوندنیزه مسائل ورته روښانه کړي .

خو مهم توجیهات او هغه لازمې لارښودنې چې موراوپلار ورته باید پام وکړي ،کولای شو په دې څو ټکو کې خلاصه کړو.

لومړۍ موعظه: د ځوانۍ په همدې مهمه مرحله کې والدین باید داولاد( هلک وي اوکه انجلۍ وي )د زړونو اصلاح ته ډېره پاملرنه وکړي ،او دقیام اللیل او تهجد لپاره ورته پروګرامونه په مناسب وخت کې په پام کې ونیسي ،او د جنت او د آخرت د موضوعاتو یادونه ورته وکړي .

دوهمه موعظه : هر مربي او روزونکی بایدخپل اولاد ته ددین اساسي مراجع او سرچیني ورپه ګوته کړي (یعنی قرآن او سنت )، او داځکه چې هر هغه چا چې له دې دواړو نه فاصله پیداکړېده ، نوبې لارې شویدي ، او دانحراف او ګمراهۍ پرکنډوالو روان شویدي، او داچې نن په مسلمانو ټولنو کې دا اخلاقي انحراف او بې لاري دهمدي کبله ده چې نن زمونږ د مسلمانانو له قرآن سره واټن زیات شویدی .

دریمه موعظه :  اوس ورته د خبرو اترو او په حق باندي د قناعت لاری چاری ورزده کړي .

څلورمه موعظه :ــبیا ورته په حکمت سره دخبرو کولو آداب ورزده کړئ .

پیځمه موعظه : بل داچې اوس اولاد ته باید دا ورزده کړئ چې دنورو سره اړیکي موباید په متقابل احترام اوپه درنښت باندی مبتني وي .

شپږمه موعظه :داچې باید په کور یا جومات کې ددوی لپاره داسې ځانګړي تربیتي اسرې داېرې شي چې دوی پکې د غسل،طهارت او نور د ژوند مهم مسائل زده کړي .

اوومه موعظه : داچې د اولاد د زده کړې او تعلیم پروسه یې په اعتدال ولاړه وي ، نه باید دومره کمه وي چې له ډېرو مهمو او اړینومسائلو څخه په ناخبرۍ کې وي، او نه هم پرې دومره زیات څیزونه مطالعه شي چې د جذبولو توان ئی ونه لري .

اتمه موعظه : داچې دلویانو،او علماء غونډو ته ولاړ شي، تر څو په دغسې مهمو او علمي غونډو کي ګډون وکړي ،او پېغلې باید دښځو په روحي ، تزکیوي او ایماني غونډو او محافلو کې ګډون وکړي .

نهمه موعظه : والدین بایدپه خپل اولاد کې د ثقې او باور فضاء پیاوړې کړي ، او که شوني وي ،نو راز راز فنون ورته زده کړي ، او هر چا ته د هغه د ظرفیت او استعداد مطابق دندې او وظاېف وروسپاري .

لسمه موعظه : دا چې اجتماعي روحیه پکې پیاوړي کړي ،او له انزوا اوګوښه توب څخه ئې منع کړي .

نو مور او پلار نه یوازې دا چې انزوا ، له نورو نه جداوالی او ګوښه توب ته به ئې نه پریږدي ،بلکې دېته به هم متوجه وي، چې په ټولنه کې یو لړ شیطان صفته انسانان هم شتون لري، چې بایداولاد له دغسې خلکو سره هېڅ ډول اجتماعي روابط ونه لري، ځکه اطفال اونوي ځوانان ډېر ژر دخپلې کوڅې ،مدرسې اوچاپیریال څخه اغیزمن کېږي ،اوله بده مرغه نن د مسلمانانو کوڅې ،مدرسي ،او چاپیریال داسی نه دي چې داطفالو او ماشومانو اخلاقي جنبه دې پکې پیاوړې شي،بلکې په ډېر افسوس سره به باید ووایوچې لا نوره هم کمزوری کېږي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب