ماشومانو ته دزده کړې لارې چارې
څو ورځي وړاندی په ګرده نړۍ کی دښوونکې ورځ (teacher day) ولمانځل شوه ،د هیواد په پلازمینه کابل ښار کی هم په سلګونو شاګردانو د معلم د ورځي دلمانځني په موخه ، سپیني خولۍ او سپینی جامي په تن کړی وی ، او د ښار په دیوالونو یی د هیواد ملی بیرغ ، دسولی کوتری او د سګرټ سره دمبارزی په تکل ښکلی انځورونه رسم کړی وؤ .
دلته اساسی پوښتنه داده چی ! آیا ددی یوې ورځې په لمانځلو سره به د ښوونکي ریښتیني حقوق پر ځای شي ؟
او بل لوري ته دولت چې ددی ورځې دلمانځنې نغارې یی ډنګولې ،دې پوښتنې ته باید ځواب ووايي چې : په هیواد کې یې دښځینه ؤ او د کمکیو ماشومانو د علمي سکتور دارتقاء لپاره کوم اغېزمن ګامونه پورته کړېدي ، او دبې سوادۍ سره د مبارزې په لړ کې یې څومره رغنده مبارزه کړېده ؟
خو اوس رابه شو خپلې اصلي موضوع ته، اوددې پوښتنو په اړه ریښتینې پرېکړه او قضاوت به درنو لوستونکو ته وسپارو .
ماشوم کله په خبرو باندی پیل کوي؟
ماشوم د خپل عمر دلومړیو شپو او ورځو څخه په دی لټه کې وي چی څه زده کړي ،او د خپلې کورنۍ غړي او افراد وپیژني ، اوتر ټولو مهم دا چې ددوی څخه ژبه زده کړی ،او په ویونکو کلیمو او الفاظو باندی ځان پوه کړی .
مونږ او تاسی وینو چی د عمر په تیریدو سره کمکی ماشومان ورځ تر بلی ډیر څه زده کوی .
د ماشومانو دروزنی او تربیت کارپوهان د ماشومانو دګړیدو او خبرو کولو په اړه داسی وایی چی:ـــ عموماً جینکۍ د هلکانو په نسبت ژر په خبرو باندی پیل کوی ،خو که چیری په یوه کورنۍ کی لومړنۍ ماشوم وی ، اونور ماشومان وجود ونلری ، نو دغسی ماشومان بیا تر ډیری مودی په خبروکی ستونزه لری ،اود ډیری مودی وروسته په خبروباندی پیل کوی، ځکه چی ماشوم نورو ماشومانوسره ګډی ناستی اویو ځای اوسیدوته ډیره اړتیا لری ، او دا ددی په خاطر چی یو ماشوم د غټانو څخه دومره څه نشی زده کولای ، لکه څومره چی د خپلو همزولو څخه یی زده کوی
خو بل لوری ته که ماشوم په یوی داسی کورنۍ کی رالوی شی چی هلته په خپل چاپیریال کی ډیر نور ماشومان هم موجود وی ،نو دغسی ماشومان زیاتره وخت خبرلوڅ ،زړور اوتر نورو زیرکه رالوییږی .
همداراز دتربیت کارپوهان په دی خبره باندی ټینګارکوی :که چیری یو ماشوم تر۳ کالو پوری سمی خبری ونشی کولای ، نودمور او پلار لپاره دا دکوم تشویش او اندیښنی خبره نده ، ځکه دا ستونزه په ځینی ماشومانو کی تر پنځو کلونو پوری هم موجوده وی،او د وخت په تیریدو سره دا ستونزه پخپله حل کیږی .
د ماشوم خبری اتری ددوی د علمی بهیر سره کلک تړاو لری، نو دهمدی په خاطر چی ګران لوستونکی او په ځانګړی توګه مور او پلار خپلو ماشومانوسره د ددوی د علمی پرمختګ په لړ کی مرسته کړی وی ، دا مقاله دی تر پایه راسره ولولی.
قدرمنو لوستونکو اود علم او عرفان درنو مینه والو :
پوهه او دعلم تر لاسه کول دا دګران افغانستان دهر بچی یو مسلَم حق دی ،اود اسلام مقدس دین پیلامه اوترهر څه لومړنې دستور په علم ، پوهی او په لوستنی او تحقیق سره شویدی.
په نړۍ کی هري ټولني علم او پرمختګ ته ډیره توجه او پاملرنه کړیده ،او د خپلو ولسونو د علمی ارتقاء او پرمختګ لپاره یی تل نه ستړی کیدونکی هلی ځلی او مبارزی کړیدی .
دافغانستان اساسی قانون هم دا ټکی په پام کی نیولی او ددغه قانون په ۴۳ ماده کی داسی راغلي دي :ـــ زده کړه د افغانستان د دټولو اتباعو حق دی، چی د لیسانس تر درجی پوری به ددولت له لوری ورته په وړیا توګه تامنیږی ، او دولت په دی باندی مکلف دی چی د خپل هیواد بچیانو ته د مورنیو ژبو دتدریس لپاره په هغو سیمو کی چی خبری پری کیږی ، ورته لاره هواره کړی .
همداراز داساسی قانون په ۴۴ ماده کی بیا داسی راغلي دی :ــ
دولت مکلف دی چی د ښځو د زده کړو د پراختیا او توازن دا یجاد په منظور ، د کوچنیانو د زده کړو د ښه والی ، او په هیواد کی د بی سوادۍ د له منځه وړلو لپاره اغیزمن پروګرامونه طرح او تطبیق کړی .
نو د پورتنیو لارښودنو نه وروسته دا خبره ښه په ډاګه کیږی چی :ـــ هیڅ څوک ددی حق نلری چی د افغانستان بچیان دتعلیم او پوهی څخه محروم او بی برخی کړی ، او دمکاتبو څخه یي د سنګر په توګه ګټه پورته کړی .
په هر صورت !.راځو د خپرونی اساسی ټکی ته، او هغه د ماشومانو دزده کړو دلارو چارو په اړه ده .
ځینی پلرونه د خپلو ماشومانو د زده کوی څخه سر ټکوی ، اوتل ورڅخه ګیله من وی چی په خپلو زده کړو کی زیار نه باسی ، او په شوق او لیوالتیا سره خپل درسونه پر مخ نه بیایی .
ګرانو لوستونکو:
که تاسی هم همدغی ته ورته ستونزه لري ، او ماشومان مو په شوق او لیوالتیا سره درسونه نه وایی ،نو راځۍ چی په دی لړ کی ولولو چی فرونډایک څه وایی:ـ
فرونډایک په پیشو باندی یوه څیړنه وکړه ، او هغه داسی چی یوه پیشو یی راواخسته ، لومړی یی په ګیډه باندی ښه مړه کړه ،او بیا یی په یوداسی قفص کی بندی کړه ،چی دقفص څخه بهریی هرڅه لیدلای شول . دغه قفص یو لټ هم درلود چی په کیمنډلو او په فشار راوړلو سره به خلاصیده ،نوموړی ددی قفص تر څنګ یو ماهی کیښوده چی ډیر ښکلی بوی یی درلود ، خو پیشو ورته هیڅ توجه او پاملرنه ونکړه ،دا ځکه چی په ګیډه باندی مړه وه .
څو ساعته وروسته چی پیشو ښه وږی شوه ، نو د قفص څخه بهر ته دوتلو هڅی یی پیل کړی ، او دقفص هره برخه به یی وهله ، ګوندی دروازه یی خلاصه شی ، په پای کی یی دروازه ځان ته خلاصه کړه ،او له قفصه رابهر شوه او ماهی یی وخوړ .
غربی عالم فرونډایک دا کار څو ځلی تکرار کړ ، تر دی چی پیشو دقفص دروازه صحیح کړه ، او نور به هر ځل په آسانې تری راوتله او خپل ماهی به یی خواړه .
ددغی څیړنی وروسته فرونډایک څو مهمو ټکو ته متوجه شو ، لومړۍ داچی اړتیا او مجبوری ـــ یعنی تر څو پوری چی پیشو ولږی نه وه مجبوره کړی ،نو دقفص څخه د راوتلو هیڅ کوشش او هڅه یی نه کوله .
دویم داچی :ــــ باربار کوشش کول او خپلی هلی ځلی تکرارول .
دریم داچی :ــــ په زړه پوری او د خوښی شی ورته مخی ته کیښودل ، لکه ومو لوستل چی فرونډایک خپلی پیشو ته د ماهی غوښه کیښوده، او داځکه چی پیشو د ماهی د غوښی سره ډیره مینه درلوده .
دعلم او معرفت درنو مینه والو !
نو ویلای شو : ددی لپاره چی ماشوم مو ښی زده کړی وکړی ، اړینه بریښی چی ماشوم خپلو زده کړوته وهڅول شی او مجبور شی ، او په دی باندی وپوهول شی چی :ــــ ( طلب العلم فریضة علی کل مسلم ومسلمة ).
همداراز مور او پلارباید د ماشوم خیال او مزاج هم په پام کی ونیسی ، او هر کله چی ښه درس زده کړی ،بایدهغه ته د هغه دخوښی څیز ډالۍ کړی ، او شاباس ورته وایی . ددی ترڅنګ د خپل اولاد دلا زیات ترغیب او هڅونی لپاره ورسره پارک ته په پکنک او چکر باندی هم ولاړ شی . .دا او دیته ورته نوری لاری چاری لکه: دبیلګی په ډول :ـــــ په سر باندی یی د مهربانۍ لاس راکشول ،په ډیر ښکلی نوم باندی ورته غږ کول او دنورو په وړاندی یی مدحه او صفت کول ، داټولی هلی ځلی یو ماشوم دی ته هڅوی چی په خپلو زده کړو کی ډیر کوښښ وکړی.
اوس ستاسی پام دیوی بلی مهمی پوښتنی په لور را اړوم ، او هغه داچی :ـــ آیا یو ماشوم د استاذ کار او زده کړی پر مهال ټکی په ټکی خپل کتاب زده کړی ، او که د خپل درس بارزه او مهم ټکی په ذهن کی کینوی ؟
مخکی له دی چی دی پوښتنی ته ځواب ورکړو، راځی لږ فکر وکړو :ــــ که چیری یو څوک له کړکۍ څخه بهریو داسی شخص ته متوجه وی چی له ډیرلری واټن او فاصلی نه دده په لوری رهی وی ،نو څه فکر کوی چی لومړی به څه شی ته متوجه کیږې ؟
معلومه خبره ده چی لومړی به ځان ته دا په ډاګه کوی چی دا راروان شخص نارینه دی او که ښځینه. بیا به په دوهم قدم کیدی ته ځیر کیږی چی څه ډول لباس یی په تن دی . او کله چی ښه رانژدی شی ، بیا به دا ځان ته معلوموی چی د عمر په لحاظ ځوان دی اوکه سپین ږیری ، او داسی نور ….نوهدف موددی خبری نه دادی چی مونږ او تاسی او ګران زده کوونکی باید لومړی ځان ته کلیات او غټ ټکی په ډاګه کړو ، اوبیا وروسته په جزییاتوباندی لاس پوری کړو ، داځکه چی آیا دا به شونی وی چی د اساسی خبرو نه پرته دی په وړو خبرو او جزییاتو باندی پوه شو .
همداراز د یوی مقالی له پیل نه تر پایه پوری په لوستلو سره یواځی په دی باندی پوهیږو چی ددی مقالی مقصد څه شی دی ،او له څه شی څخه بحث کوی.
په غټو او اساسی خبرو باندی د پوهیدلو وروسته ،بیا دا موضوع په جزییاتو باندی ویشو ، او له سره یی بیا په لوستلو باندی پیل کوو .له دی وروسته بیا کتاب بندوو ، او له خپل ځان نه پوښتو چی ددی کتاب او یا ددی مقالی بنیادی خبری کومی دی.
نوهمدغو یادو اصولو ته په پاملرنی سره د یوی موضوع په اړه مو د معلوماتو لمن پراخیږی ، او په نتیجه یی حفظ هم مونږ ته آسانیږی ، او دا کار له مونږ سره دتمرینونو په حلولو کی هم مرستندویه تمامیږی .
بله د پام وړ خبره داده چی ، هیڅ کله هم داستذکار او دزده کړی پر مهال جزییاتو ډیره پاملرنه ونشی ، ځکه چی جزییات او وړی خبری تل له یاده وځی ، اما اساسات تل په ذهن کی پاتی کیږی .
اوس به راشو دی مهمی پوښتنی ته چی:ـــ
د مطالعی لپاره تو ټولو غوره وخت کوم یو دی؟
علماء او پوهان په دی اړه وایی چی :ـــ د مطالعی او کتاب خوانۍ لپاره تر ټولو غوره وقت د سهار وخت دی ، دا ځکه چی د اسلام ستر پیغمبر او د بشریت ستر لارښود حضرت محمد ( صلی الله علیه وسلم ) په اړه داسی فرمایی :ـــ ( بورک لامتی فی بکورها ) . ددی حدیث شریف مفهموم دادې چی : زما د امت سهار وختی مهال دی مبارک وې .
خو دا هم باید له یاده ونه باسوچی د ماسپښین وروسته وخت کی بهتره داده چی یو ساعت خوب اولږ استراحت وکړو .اود مازدیګروخت د ورزش او سپورت لپاره وټاکو .او د ماښام وروسته یو ځل بیا د خپلو درسونو په تکرار باندی شروع وکړو .
همداراز یو ماشوم باید د امتحان څخه هیڅ خوف او ډار باید ونلری ، بلکی پر ځان باندی دا باور او ډاډینه ولری چی زه یقیناَ خپل درسونه زده کولای شم ،ځکه که د ډار او خوف احساس وکړی ، نو دا ددی د تردد ، اندیښنواو خفه کیدو لامل کیږی ، او په نتیجه کی دادیو شاګرد د ناکامۍ سب کیږې.
مونږ ددی خبری پخلی یو ځل بیا کوؤ ، او بیا یادونه کوو چی ،د مکتب ددرسونو په زده کړه کی یو تکړه شاګرد دبل شاګرد سره ښه مرسته کولای شې.
ټولو ته معلومه ده چی ،هر کله که یو انسان په خپل ژوند کی د کامیابۍ په خوند باندی پوه شی . او په خپلو هڅو کی بریالۍ شی ، نو دغه کامیابی یی یوی بلی کامیابۍ ته مخه کوی. بله د پام وړ خبره داده چی دمطالعی پرمهال باید تل په یو ځای کی مطاله ونکړی ، او غوره به داوی چی وخت په وخت د مطالعی ځای بدل کړئ.
مخکی مو یوه پوښتنه مطرح کړه چی یوی مقالی دزده کړی آسانه لاری کومی دی ، اوس راځو دهمدغی پوښتنی ځواب ته :ـــــ د یو کتاب د حفظ له آسانه لاروڅخه داده چی تر هر څه دمخه باید پری ځان پوه کړو . پوهان په دی اړه وایی چی :ـــ زده کړه هم دژوند د نورو چارو په څیر یو لړ مهارتونو او اصولو ته اړتیا لری ، نو مور او پلار او په ځانګړی توګه یو استاذ د ماشومانو پټو استعدادونو ته د ودی لپاره دا مهم ټکی باید په پام کی ونیسی.
۱:ــ تر ټولو لومړۍ داچی یو شاګرد د خپلو ورځنیو درسونو دمذاکری تکرار(Repetition) او زده کړی لپاره بایدلکه څرنګه چی مخکی مو یادونه وکړه، دسهار وخت وټاکئ، او د مطالعی پر مهال باید عمیقه او ژوره مطالعه وکړئ.
۲:ــ داچې د مطالعی پرمهال لومړی بایدپخپله مقاله باندی فهم ترلاسه کړې ، او دا به هم بده نه وی چی یو شاګرد دسبا ورځی درسونه هم په لنډه توګه مطالعه کړې.
۳:ـــ بیا دپوهیدلو نه وروسته یی د یادولو هڅه وکړی.
۴:ــــ په دریم قدم کی دتمرینونو په حلولو باندی پیل وکړی ، دا ځکه چی د تمرینونو په حلولو سره عقل ډیر په کار باندی اچول کیږی.
۵:ــــ دا چی دیادی شوی موضوع نه په یو ه ورقه کی یو (short note) جوړ کړی ، او لکه څرنګه چی د میوو نه جوس جوړیږی ، همدغسی شیره او خلاصه تری جوړه کړی .، او بیایی په کورنۍ کی خپل مور او پلار سره شریکه کړی ، او یاهم د ځان لپاره په ټولګیوالو کی صمیمی ملګری او صالحه دوستان وټاکی ، او یاده شوی موضوع ورسره شریکه کړی اوپه ګډه تبصره پری وکړی ،تر څو یی نیمګړتیاوی او غلطیانی سمی کړی ، چی په دی کار سره یوه موضوع نوره هم ورته روښانه کیږی.
۶ :ــ داچی یو ماشوم هیڅ کله هم په یو ځای کی مطالعه ونکړی ، او نه هم په یوی داسی کوټه کی چی کټ پکی وی او خوب ته مساعده او برابره وی مطالعه وکړی.
داهم د یادولو وړ ده چی یو شاګرد په یوه داسی ځای کی چی هلته د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتوی ، او د خلکو دتیریدو راتیریدو لاره وی ، باید مطالعه ونکړی.
۷ :ــ داچی د امتحان د شپو او ورځو څخه وړاندی یو ځل خپل درسونه مطالعه کړی ،تر څږ بشپړ چمتووالی ولری،او تر څو دامتحان په ورځو شپوکی ورته د خپلو درسونو زده کړه آسانه وی ، او له یاده یی ونه وځي.
۷:ـــ همداراز پوهان وایی :ـــ یو شاګرد چی هر کله که اندیښمن ، یا غمجن وی ، او یا هم که سردردی ولری ،او ډیر ستړی وی نو دپریشانۍ په حالت کی دی هیڅ کله هم باید مطالعه ونکړی، او هر ځل د یو ساعت دقیقی مطالعی وروسته ۵ یا ۱۰ دقیقی باید دمه او استراحت وکړی ، او هیڅکله هم باید ناامیده نشی ،او دشیطانی لمسو تر اغیزی اوتاثیر لاندی رانشی.
۸:ـــــ بل داچی بریالۍ شاګرد هغه دی چی د نن ورځی کار سبا ته پرینږدی ،او د خپلې ورځنۍ پلان ګذارۍ مطابق هره ورځ خپل درسونه زده کړی، او دخپل پرمختګ لپاره دعاء وکړی ، ځکه دعاء هم د یو مسلمان په ژوند کی کلیدی رول لوبوی.
۹ :ــ داچی هر شاګردمطالعی سره دشدیدی مینی او علاقی په ترڅ کی د خپل درس تر ټولو په زړه پوری (top) او جالب ټکی همیشه په پام کی ونیسی ، تر څو ورسره دبیا مطالعی کولوشوق موجود وی.
۱۰ :ــ داچی یو شاګرد د خپلو ورځنیو درسونو د مطالعی پرمهال دا ټکی په پام کی ونیسی ،چی هره ورځ یو ساعت مطالعه او کتاب خوانی د امتحان د شپی د څو ساعته مطالعی نه بهتره ده.
۱۱ :ــــــ په پای کی ددی خبری یادونه هم اړینه او ضروری بولو چی یو شاګرد باید تل خپل نیت تازه کړی ، او تجدید نیت وکړی ،او دا ټولی ستړیاوی او هلی ځلی باید ددی په خاطر وکړی ،چی ترڅو په راتلونکی کی خپل دین ، خپل وطن او خپلو کړیدلو او ځوریدلو هیوادوالواو دنړۍ مسلمانانو ته خدمت جوګه شی.
قدرمنو اوریدونکو! داؤ څو هغه مهم ټکي او اړینی خبری چی باید هر شاګرد ددی لپاره چی د کامیابیۍ تر پولو ورسیږی ، اوپه علمی سکتور کی یی پرمختګ کړی وی باید په پام کی یی ونیسی.
لیکنه :ـــ ناهد امام
ژباړه :ـــ م . خ. ملکزی