انګریزان او روسانو لاسوهنې په افغانستان کې

د هند پۀ نيمه اوچه دانګريزانو دقبضې نه پس افغانستان دروسانو اؤ انګريزانو دشخړو مرکز جوړشو . دمنځنۍ اسيا پۀ لور دروس دپرمختګ پۀ عکس العمل کښې انګريزانو هم افغانستان کښې دځان ځائې کؤلو پلانونه جوړؤل پيل کړل . دې دپاره انګريزانو اؤ فرانسينيانو پۀ ١٨٠٩ء کښې دافغان حکمران شاه شجاع سره دشريکې دفاع پۀ لوظنامه لاسليکونه وکړل . دغسې دروسى قبضې دخطرې دمخنيوى پۀ خاطر انګريزانو پۀ ١٨٣٩ء کښې پۀ افغانستان حمله وکړه اؤ پۀ لومړى ځل دغزنى ، قندهار اؤ کابل پشمول زياتو سيمو باندې ئې قبضه وکړه .
خو اخره کښې انګريزانو داسې عبرتناکه ماتې وخو ړه چې ټول فوځ ئې تباه شو اؤ دغه تباهى نن هم دانګريزانو لپاره يؤ پيغور دي .١٨٧۶ کښې دروس اؤ برطانيې تر مينځه يوې لوظنامې کښې امو درياب دافغانستان شمالى سرحد ومنل شو . ١٨٧٨ء کښې دامير شير على خان لخوا انګريزانو ته کابل کښې د برطانوى مشن دجوړؤلو د اجازت نۀ ورکؤلو پۀ وجه انګريزانو بيا پۀ افغانستان حمله وکړه .
امير شيرعلى خان دغه وخت دروس نه مرستو اخستو لپاره روس ته روان شو خو دامو درياب نه بيرته ستون کړي شو اؤ بلخ کښې وفات شو . ددۀ دوفات کيدو نه پس ددۀ زوئ دبادشاهۍ يا دانګريزانو دمقابلې قابل نۀ ؤ . نو دهغۀ ورارۀ عبد الرحمن ، چې دولس کاله په ثمر قند کښې جلا وطن ؤ ، دامو درياب پۀ لاره افغانستان ته راغي اؤ دانګريزانو پۀ مرسته دافغانستان امير جوړشو . ددۀ پۀ دور کښې انګريزانو اؤ روسانو دافغانستان دموجوده سرحدونو پۀ لوظنامه اتفاق وکړو . ١٨٩٣ء کښې امير عبدالرحمن دانګريزانو سره دډيورنډ کرښې پۀ لوظنامه لاسليک وکړو چې پۀ نتيجه کښې ئې پښتانۀ پۀ دوؤ برخو کښې تقسيم شول .
١٩٠١ء کښې دامير عبدالرحمن دوفات نه پس ددۀ زوئ حبيب الله خان پۀ تخت کښيناستو . امير حبيب الله خان افغانستان دروس اؤ برطانيې دواړو نه دلرې ساتلو کوششونه وکړل اؤ دخپلې بې طرفۍ دښودلو پۀ خاطر ئې دجرمنى دوړانديزونو باوجود افغانستان پۀ لومړى نړيوال جنګ کښې ککړيدو ته پرې نۀ ښودو .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب