د انسان زړه څنګه نرميږي؟

مخکي مودانسان په بدن کي دزړه درول اواهميت په اړه خبري کړې وي چي دانسان دبدن برخليک دزړه سره تړلی دی .

د امو هم ويلي ووچي دانسان دزړه مختلف حالات اومرضونه دي .
غواړم چي دزړه مرضونه په ګوته کړم ترڅوموږټول ورته متوجه شو.
دزړه ډېرمرضونه دي يوپکي سختوالی دی،داهم دزړه يوډېربدمرض دی،دچازړه چي سخت شي پرهغه بياددين خبره اثرنه کوي،حق ته غوږ نه نيسي اودالله تعالی عبادت خوندنه ورکوي،ددې مرض څوعلاجونه دي چي دهغوپه اختيارولوسره به انشاءالله ختم شي
اودانسان زړه به نرم شي .
زړه په دې کارونوسره نرميږي
{اول}:مسکينانو ته خوراک ورکول

{دويم} :پريتيمانوشفقت اوترحم کول،
له ابوهريره رضی الله عنه روايت دی چي يوه سړي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته دزړه له سختوالي شکايت وکړو!رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل:امسح راس اليتيم واطعم المسکي

ديتيم پرسرلاس تېروه اومسکينانوته ډوډۍ ورکوه.(اخرجه احمدوسنده صحيح کمافي المشکات )
له ابوالدراء رضی الله عنه  روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته يوسړئ راغی اودخپل زړه له سختوالي ئې شکايت وکړو.رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: ته غواړي چي ستازړه نرم اوخپل مقصد ترلاسه کړې؟پريتيم رحم کوه،پرسرئې لاس تېروه،له  خپله خوراکه هغه ته هم خوراک ورکوه ستازړه به نرم اوخپل حاجت به ترلاسه کړې.

{دريم}دزړه دنرمېدلولپاره لوی سبب دالله جل جلاله ذکرکول دي
دالله تعالی ذکرچي کوم انسان کوي دهغه زړه به نه سختيږي،څوک چي څومره دالله تعالی له بندګی اوذکره غافل شي  هومره به ئې زړه سختيږي .
{څلورم}دخبروکمول داهم دزړه په نرمېدلوکي ډېرمؤثرعمل دی

{پنځم}مسخرې اوګپ شپ پرېښودل،له دې امله له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه په ټول عمرکي يوازي شل ځله مزاح رانقل شوې دي، سره ددې چي دپيغمبرصلی الله عليه وسلم ګپ هم حق وي.
{شپږم}له ام الدرداء رضی الله عنهافرمايې چي جنازي ته حاضرېدل،دمريض پوښتنه کول اودقبرونوزيارت کول دادانسان زړه نرموي

your ads

ديادوني وړده چي دقبرونودزيارت په مشروعيت کي غرض دادی چي دانسان زړه نرم شي،آخرت ورپه يادشي اوله دُنياسره ئې مينه کمه شي خومتاسفانه نن سباډېرناخبره خلګ زيارت دمشکلاتودحل لپاره کوي په داسي حال کي چي الله تعالی فرمايې چي زه تاسوته نږدې يم اوستاسوسوال  قبلوم،له ماڅخه سوالونه وکړئ،متاسفانه موږهغه لاره پرېښودله کومه چي راته الله تعالی اودهغه پيغمبرصلی الله عليه وسلم ښودلي وه اوله ځانه په جوړوشويوخبروباندي موعمل شروع کړو.
{زړه ولي سختيږي}
ابن قيم رحمه الله په الفوائدکي ليکلي دي چي زړه دڅلوروشيانوله امله سختيږي  کله چي  ترخپلي اندازې واوړي:
خوراک،خوب،خبري اواختلاط ياګډون دخلګوسره .
په مدارج السالکين کي ابن قيم رحمه الله ليکلي  دي چي زړه پنځه شيان خرابوي :
ډېراختلاط،اميدونه،دالله پرته دبل چاسره تعلق،په ډکه خيټه خوراک کول اوډېرخوب .بيائې ددې شيانوتفصيل اولاملونه ليکلي دي .
نوکه داشيان څوک په خپله اندازه کوي،انشاءالله زړه به ئې نه سختيږي .
الله  پاک دي زموږزړونه سالم زړونه کړي

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه وسلم تسليماکثيراکثيرا

عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب