اسلام او د زمانې تبديلي

هر دور او زمانه ځانګړې نارې او شعارونه لري چې  کرار کرار د هرې ژبې ورد شي او هر کس او ناکس يې پرته له فکر او سوچ څخه تکراروي. د دغه ډول نارو او شعارونو عام کيدل او رواجيدل، په حقيقت کې د انساني عقل او پوهې د مرګ او مړينې مترادف دى. کله چې دغه شعاورنه په ذهنونو کې ځاى ونيسي او پرې برلاسي شي، نو هلته بيا د فکر آزادي نه پاتې کيږي، عالم او غيرعالم، بيسواده او باسواده ټول بس همدا يو شعار زمزمه کوي، د همدې شعار په محور خبره کوي، ليکي، منډه وهي او په دې توګه دانسان زيات شمير استعدادونه ا و وړتياوې له کاره لويږي.

له زمانې سره ځان برابر كړه!

زمونږ د پير او عصر هم يو شمير نعرې او شعارونه شته، چې اوس يې عموميت موندلى دى، او د هر چا په خوله کې ناست دي. په دې ‌ټولو کې خورا زيات تکراريدونکى شعار دا دى چې (بس د زمانې سره ځان برابر کړه) دا خبره په ډير زوږ او قوت سره مطرح ده، هره ورځ همدا خبره اورو چې:

– زمانه اوس بدله شوې ده، د زمانې د بدلون سره سم بايد ځان بدل کړو، سوچونه او فکرونه بدل کړو، او آن تر دې چې بايد دين هم بدل کړى شي!!! تر څو د حالاتو سره اړخ ولګوي، که چيرې په دين کې دا صلاحيت نه وې چې د زمانې سره ځان برابر کړي، نو هغه بايد پريښودل شي او د ژوندانه له چارو څخه ګوښه کړل شي،  د دغه ډول جمود نتيجه خو مرګ دى‌، نو که چيرې د زمانې سره ځان نشو برابرولى، بايد ځان مرګ ته چمتو کړو.

نن چې هره خوا ګورې، نو همدا سبق دې تر سترګو کيږي، نو راځئ چې په دغه شعار د  غيبي او پټو سترګو ايمان راوړلو  پر ځاى لږ سوچ وکړو، ويې څيړو، او په هر اړخ يې لږ ژور نظر واچوو، داسې نشي چې يوازې د زيات تکراريدو له کبله خبره زمونږ په ذهنونو سپره شي او د هغې د غلطيو څخه هم سترګې بندې کړو.

جمود او بدلون:

په دې کې شک نشته چې زمانه ورځ تر بله بدليږي، خپل رنګ بدلوي ، ډير څه بدل شوي دي، لا هم بدليږي، او دا هم يو حقيقت دى  چې جمود او پر ځاى پاتې کيدل يو ستر مصيبت، آفت او ناروغي ده، چې په يو قوم او پرګنه کې د نوښت او تخليق ځواک کنګل کوي، خوپوښتنه دا ده چې آيا هره تبديلي او بدلون سم دى او د روغتيا نښه ده؟ آيا هر تغيير د خير او برکت لامل ګرځي؟ آيا تاريخ يوازې د عروج  او پرمختګ خوا ته تللى او روان دى؟ او آيا هر حرکت د لوړو مدارجو په لور يون کوي؟

که چيرې د تاريخ په رڼا کې دغه پوښتنو ته ځير شو، ارومرو دې نتيجې ته رسيږو چې د دې ځواب به منفي وي.، ځکه چې هر حرکت او خوځښت د پرمختګ مرادف نه دى، يو ډول به هغه وي چې انسان د ثريا په لور لوړو ته رسوي، خو بل ډول يې بيا هغه دى چې انسان تورو کندو ته غورځوي، لدې کبله په خپله حرکت مطلوب نه دى، بلکې په سم لوري حرکت مطلوب دى.

ترقي او پرمختګ خو يوه اضافي اصطلاح ده ، د ترقۍ او تنزل(لوړتيا او ځوړتيا) پريکړه خو به د منزل مقصود په لحاظ کيږي، مونږ يوازې هغه حرکت ته ترقي او پرمختګ ويلى شو چې له سمې لارې مو خپل هدف او مقصد ته ورسوي، او هغه حرکت چې مونږ د خپل مقصد په مخالف سمت روان کړي، هغه ترقي نه بلکې تنزل او انحطاط دى.

لدې نه دا هم راڅرګنديږي چې د حرکت او خوځښت څخه مخکې بايد د حرکت د سمت او لوري تعيين وشي، او که نه د جمود د ماتولو محض شوق او مينه، کولاى شي تاسې د خپل هدف او مقصد څخه لا هم ليرې کړي.

په تمدني او تهذيبي ژوند کې اصل معيار او محور هماغه هدف او مقصد دى چې انسان ورته رسيدل غواړي، که چيرې ستا هدف او مقصد اسلام وي، نو هر هغه حرکت چې تا له اسلام څخه لرې کوي او په مخالف جهت دې روانوي، هغه كه هر څومره ښکلى هم وي، هغه ترقي نه  بلکې تنزل دى، او څومره چې دغه حرکت تيز وي، هومره به د تنزل حرکت هم چټک وي.

همدا ډول ړوند تقليد او کورکورانه نقالي يوازې د ماضي او تيرو شيانو نه کيږي، دغه عمل په اوسنيو او مروجو تګلارو، قوانينو او دودونو کې هم کيږي، او د يو قوم د ويښتابه او ترقۍ لپاره ، څومره چې د ماضي ړوند تقليد زيان لري، له هغې زيات د موجودو او معاصرو بتانو او دودونو نقالي ورته زيانمنه ده ، بلکې که لږ انسان ځير شي، دا به ورته څرګنده شي چې نقالي او د پرديو د کلتور او دود خپلول په خپله د جمود يوه بڼه ده، خو توپير يې دا دى چې دغه ړوند تقليد خورا زيات غولونکى او فريب ورکونکى دى.، په دواړو صورتونو کې د انسان عقل او فکر معطل ګرځي او له کاره غورځيږي. د جمود په صورت کې که چيرې د ماضي عبادت او پرستش کيږي نو د نقالۍ په صورت کې هم د ماضي پر ځاى د کوم نوي بت عبادت کيږي ، چې هر يو يې په خپل ځاى د يو قوم لپاره تباه کونکى دى.

هغه څوک چې خلک د زمانې سره د ځان جوړولو او تړلو لپاره رابلي ، هغه  په حقيقت کې په شعوري يا غير شعوري توګه د نورو تقليد او پيروۍ ته خلک رابلي، نو که چيرې تقليد د نوي وي يا د زاړه په دواړو صورتونو کې زيانمن دى ، چې له کبله يې په يو قوم کې د نوښت او تخليق استعداد له منځه ځي ،  دغه قوم هيڅکله راپورته کيدى نشي، په دې سره د انسان په روح  کې د جمود او کمترۍ احساس راپيدا کيږي، ټول قوم د زمانې د بدليدو پر ځاى، د خپل ځان په بدلولو بوخت شي او د تل لپاره د نورو د شاګردۍ له منصب څخه بل مقام نشي ترلاسه کولاى.

بيا د زمانې د تبديلۍ  ډنډوره غږونکي ديته هم پام نه کوي، چې زمانه خو جوړه شوې د تغيير او تبديل لپاره ده، نن که د يو ځانګړي جهت په لور روانه ده، سبا به خپل لورى تبديلوي. دغه ډول خلک چې د راختونکي لمر عبادت کوي او دا انګيري چې ګوندې همدا اوسنى غالب تهذيب او تمدن د ترقۍ او پرمختګ نهايت او پاى دى، ديته نه ګوري چې تاريخ خو په څو څو ځله ډير قوي تمدنونه دړې وړې کړي دي او دغه تمدن به هم يوه ورځ دغه پړاو ته رسيږي. د يوناني تمدن پر مهال به په دغه تمدن مينانو دا انګيرله چې ګواکې همدا د انسانيت پاى دى، او لدې څخه انحراف او يا مخالفت ليونتوب او کفر دى.خو يوه ورځ داسې راغله چې د دغه تمدن هيڅ نه دي پاتې او يوازې د قديمه آثارو په بڼه يې خلک پيژني..  د رومي تمدن د عروج پر مهال هم همدا حالت و، خو بالآخره هغه هم ټوټې ټوټې شو او اوس يې آثار د ځمکې پر سر نه بلکې د ځمکې لاندې لټول کيږي. د ايراني تمدن حالت هم همدا و او له هغې سره هم هغه وشول چې د ځمکې پر مخ د ٣٦ نورو تمدنونو سره شوي و.
که چيرې د ماضي ټول تمدنونه او تهذيبونه داسې ثابت شول چې د تسخير وړ دي او د هغوى په وړاندې کامياب خلک هغه و چې د هغوى تقليد يې نه و کړى، او د هغوى پر ځاى يې بل نظام وړاندې کړ، نو همدا تصور ولې د راتلونکي او مستقبل په اړه نه کوو چې دغه د لويديځ تمدن، لدې سره چې نن غالب او برلاسى دى، يوه ورځ به مغلوبيږي.

يوازې دا چې نن کوم ځانګړى تمدن برلاسي لري، د دې دليل نشي کيدى، چې همدا تهذيب او تمدن دې پر حقه وي، او نه ورسره دا لازمه ده چې د تل لپاره دې پاتې وي، او دا وانګيرل شي چې د  انسانيت لپاره اوس لدې پرته بله لاره نشته چې لدې سره ځان جوړ کړي او په دې رنګ ځان ورنګوي. دغه تصور د حق د غلبې معيارونه نشي بدلولى او نه هم د ځواکمن لپاره د ښيګڼو درلودلو دليل کيدى شي.  او دا هم سمه نه ده چې هر هغه شى چي عام دى او رواج يې موندلى دى د تغيير او بدلون وړ نه دى.دا د کمزورو خلکو تصور او طريقه ده، چې د تل لپاره د قوت عبادت کوي او هر راختونکي لمر ته سجدې کوي، دا د ناپوهه خلکو دود دى چې يوازې پر دې اساس يو مسلک انتخاب کړي چې هغه اوس مقتدر او برلاسى دى او ديته نه ګوري چې تر کومه درست او څومره نادرست دى؟ په داسې حال کې چې يوازې قوت او ځواکمنۍ ته کتل، سم کار نه دى ،سمه دا ده چې د يو شي حقانيت او بطلان په پام کې ونيول شي. که زمانه بدليږي ، مونږ يې لانوره هم بدلولاى شو، نو يوازې د شپې او ورځې د اوښتو راوښتو نه د ژوند معيار جوړول د هوښيارانو کار نه دى، او همدا ډول د کال او مياشتې په تلو راتلو، د ژوند قوانين، د حق او باطل ، د خير او شر د ټاکنې  معيارونه نشي بدليدى.

د لاچارې پرمختګ نظريه:

په نړۍ کې اوسنى حاکم ذهنيت چې له کومو افکارو څخه جوړ دى، په هغوى کې تر ټولو زياته ښکاره فلسفه دا ده چې هر نوي شي ته د قدر په سترګه ګوري او هغه تر ټولو غوره او ښه بولي. د لويديځ ذهن چې د  Humanism (د انسان  اصالت) له فلسفې څخه خورا زيات متاثر دى، د دغه فلسفې پر اساس  په تاريخ باندي د لاچاري پرمختګ نظريه حاکمه ده چې له مخې يې:

(هره راتلونکي ورځ له مخکينۍ ورځې څخه غوره ده، نن ورځ له پرون څخه غوره ده او راتلونکې ورځ بيا له نن څخه. مونږ به ارومرو د پرمختګ په لور قدم پورته کوو، او بيرته پر شاد تګ هيڅ امکان نشته).

دغه اصولو ته د هيګل د تاريخ فلسفې او دمارکس هغه نظريې چې تاريخ يې په اقتصادي پړاوونو وويشه خورا زيات قوت وروبښه. دا ټول د دې فکر او سوچ نتيجه ده چې د ماضي هر شي ته د حقارت په نظر وګوري او نوى هر شى د قدر وړ وبولي او د ترقۍ او پرمختګ لازمي غوښتنه دا وښودل شي چې د زمانې د بدليدو سره بايد هر څه بدل شي.

دغه نظريه په بديهي توګه غلطه ده،ځکه چې مونږ ته د بشر په تاريخ کې د ارتقاء کومه نيغه ليکه په نظر نه راځي ، ځکه چې په دې تاريخ کې خورا زيات کږليچونه ليدل کيږي، په دې کې ترقي هم شته او په شاتګ هم. لوړې هم شته او ژورې هم. لدي کبله هر راتلونکى دور له مخکيني دور څخه ښه ګڼل، په تاريخي لحاظ يوه غلطه مفروضه ده، چې هيڅ کله يې څوک صحيح نشي ثابتولاى.

د تاريخ معاصر فلسفيان هيڅوک د مارکس او هيګل د دغه نظرياتو سموالى نشي توجيه کولى، او تاريخي حقايق د دې له توثيق او منلو نه  انکار کوي.
د پرله پسې ترقۍ نظريه اوس په علمي لحاظ يوه متروکه او پريښودل شوې نظريه ده، خو لدې څخه زيږيدلى فاسد تصور اوس د زيات شمير مثقفو او لوستو خلکو په ذهنونو کې ځاى نيولى دى، او اوس د پرمختګ غوښتنې په نامه هسې د يو فيشن او مود په توګه له هر قديم او زوړ شي څخه کرکه ښيي.او هر نوي شي ته پرته له سوچ او فکره هرکلى وايي.په داسې حال کې چې هر زوړ ته بد او هر نوي ته ښه ويل او د هر زوړ شي د بدلولو نظريه اوس يوه باطله او بيکاره تصور دى، چې هيڅ ډول دليل نلري.

اوس پوښتنه دا ده:

اوس پوښتنه دا ده چې د زمانې د بدليدو نوعيت څه دى؟ او دغه بدلون د ژوند په کومو اړخونو کې راځي؟

د کائناتو هغه برخه چې ځمکې ته د انسان له راتګ څخه پيل شوې ده، تر اوسه جاري ده. نو که د کائناتو د ارتقاء له مخې ورته ځير شي، دا خبره څرګنديږي چې دغه دور او پير، څو ټاکلې ځانګړتياوې لري، چې د انساني تهذيب په ټولو پړاوونو کې ښکاره دي. په دغه خصوصيتونو کې به اساسي بدلون هغه مهال راځي چې دغه دور ختم شي او بل دور پيل شي (مثلا د آخرت دور).
په دې ټوله زمانه کې د انسان فطرت، د کائناتو فطري قوانين، د انساني ژونداساسي اصول، د ژوند او مرګ قواعد، د فردي او ټولنيز ژوند اصول، د هدايت او ګمراهۍ قواعد، دا ټول لا تر اوسه يو شانته دي او له دې وروسته به هم همداسې وي. افراد پيدا کيږي او بيرته مري، تمدنونه راپورته کيږي او بيرته له منځه ځي. پاچاهۍ رامنځ ته کيږي او بيرته ړنګيږي. خو د فطرت قوانين لا هماغسې ثابت دي. د ژوند په اصل کې هيڅ بدلون نه دى راغلى، او د ټولنې او تمدن اساسي ضوابط او قواعد لاهم ثابت او غښتلي دي. همدا يو ډول اصول حاکم دي او همدا يو حقيقت دى چې وار په وار راڅرګنديږي. تغير او تبديل هسې په ظاهري بڼو او اشکالو کې راځي ، او په اساسي او بنسټيزو شيانو کې هيڅ تغيير نه راځي. لدې کبله په دې پوهيدل په کار دي چې د ژوند په کومو برخو کې چې بدلون راځي، هغه خورا په محدوده دائره کې دي.هغه په بنسټونو کې نه دي، بلکې په فروعو او څانګو کې دي، او پر دې اساس د زوړ او نوي جګړه هسې د ناپوهۍ او لنډ نظرۍ نه پرته بل څه نه دي.
علامه اقبال فرمايي:
زمانه ايک، حيات ايک، کائنات بهي ايک.
دليل کم نظري، قصه قديم و جديد.
ژباړه: زمانه يوه ده ، ژوند يو دى، کائنات يو دي، دغه د زوړ او نوي کيسه هسې د کم نظرۍ دليل دى.

مونږ د تغيير او بدلون له شتون څخه منکر نه يو، دا يو داسې حقيقت دى چې انکار ترې ممکن نه دى، خو خبره دا ده چې د دغه تغيير نوعيت او ډول څه دى؟ ځکه چې د دغه نوعيت د پيژندلو پرته کومه سالمه اجتماعي پاليسي نشو کښلى.

د انسان په ټولنيز ژوند کې چې کوم بدلون راځي، هغه د وسائلو او آلاتو په برخه کې دى، د مقاصدو، اصولو او اخلاقو په برخه کې نه دى.  فني اختراعات او تخنيکي پرمختګونه په وسائلو او فطري ځواکونو باندې د انسان واکمني ورځ تربله غښتلې کوي. زماني او مکاني خنډونه پورته کيږي او د انسان واکمني لا هم پياوړي کيږي، خو بيا هم دا ټول پرمختګ د وسائلو او آلاتو په ډګر کې دى. د دغه بدلون غوښتنه هيڅکله هم دا نه ده چې ګوندې د ژوند په مقاصدو، اخلاقي اصولو او د ژوند په ارزښتونو کې دې بدلون راوستل شي. که چيرې د الوتکې ، جيټ او راکټ په واسطه د ځمکې تنابونو رالنډ شي، نو آيا د دې معنا دا ده چې پرون زنا حرامه وه ، نن دې حلاله شي؟ که چيرې د بريښنا د ځواک په واسطه اوس انسان ته هغه څه ممکن شي، چې پخوا به خلکو د پيريانو او پريښتو څخه ګڼل،نو د خير او شر په اصولو او اساساتو به د دې څه اغيز پريوزي؟ آيا د ميزايل او راکټ د استعمال غوښتنه دا ده چې دروغ، سود، قمار، شراب او نور منکرات دې روا وگڼل شي؟ او آيا د اقتصادي پرمختګ معنادا ده چې د انصاف او عدالت اصول دې بدل کړل شي؟

کوم خلک چې سطحي نظر لري، هغوى دغه ډول خبرې کوي،چې دغه بدلونونه په اصولو او اساساتو کې د بدلون غوښتونکي دي. دا ټول اختراعات او اکتشافات خو دانسان لپاره دي، انسان خو دهغې لپاره نه دى. دا ټول مادي پرمختګ هلته د انسان لپاره ګټور کيدى شي، چې هغه د نيکۍ د خپراوي لپاره استعمال کړل شي،په خپله د ښو او بدو اصول خو د دغه ترقۍ لپاره نشو بدلولاى.دغه ځواکونه چې انسان ترلاسه کړي دي، هلته ګټور دي، چې د ژوندانه د لوړو مقاصدو تابع وي. اصول او مقاصد د دوى لپاره نه بلکې دوى بايد د مقاصدو لپاره بدل کړل شي. اصول او مقاصد د هغه معيارونو او تلو حيثيت لري چې له مخې يې د تخنيکي پرمختګ ښه والى اوبدوالى معلومولى شو. نو که چيرې د دغه پرمختګ سره سره انسان سرګردانه او لالهانده وي، نو بيا دا ټول مادي پرمختګ هسې بې ګټې او بيهوده دى.
————————————————————————————-
د قافلې له مياشتنۍ تربيتي او دعوتې مجلې څخه په مننې سره

ليکنه: مولوى محمد نعيم جليلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب