
د اموي خلفاوو نومونه او خلافت موده | اموي خلافت
د امویانو خلافت:
د دې خلافت ټوله مده تقریبا (۹۳) کاله وه، ټول خلفاء یې (۱۴) تنه وو، مؤسس یې معاویه ابن ابي سفیان رضی الله عنهما و، د معاویه دویم نیکه امیه و چې له همدې امله دوی ته امویان او واکمني ته یې امویه خلافت وای.
١ / معاوية بن أبي سفيان له ٤١ تر ٦٠هجري پورې
٢ / يزيد بن معاوية له ٦٠ تر ٦٤ هجري پورې
٣ / معاوية بن يزيد ” څلور یا پنځه میاشتي ”
٤ / مروان بن الحكم له ٦٤ تر ٦٥ هجري پورې
٥ / عبدالملك بن مروان له ٦٥ تر ٨٦ هجري پورې
٦ / الوليد بن عبدالملك له ٨٦ تر ٩٦ هجري پورې
٧ / سليمان بن عبد الملك له ٩٦ تر ٩٩ هجري پورې
٨ / عمر بن عبدالعزيز له ٩٩ تر ١٠١ هجري پورې
٩ / يزيد بن عبدالملك له ١٠١ تر ١٠٥ هجري پورې
١٠ /هشام بن عبدالملك له ١٠٥ تر ١٢٥ هجري پورې
١١ / الوليد بن يزيد له ١٢٥ تر ١٢٦ هجري پورې
١٢ / يزيد بن الوليد ” یوڅو میاشتي ”
١٣ / إبراهيم بن الوليد له ١٢٦ تر ١٢٧ هجري پورې
١٤ / مروان بن محمد له ١٢٧ تر ١٣٢ هجري پورې