ښځه د عزت سمبول که د شهوت؟

ښځه په غربي تمدن كي:

په غربي تمدن کي ښځه يوازې دجنسي غرايزو د پوره کولو لپاره پکار وړل کيږي ترڅو تحريک شوي او پاريدلي غرايز اغواء کړي اوبس په دغه ټولنو کي ښځه دبازار ګرمولو ښه وسيله ده چي په هوټلو، ريسټورانټو او قهوه خوريانو کي خپل ښايست پلوري او په ډيرو بدو ﻻرو کي داستثمار ﻻندي راځي او پدي ترتيب دښځي اصلي او فطري دنده هيروي او دبازار ديوسامان په شان تري ګټه اخستل کي‌‌‌‌ږي. دوي دآزادي ترنامه ﻻندي  دښځي فطري وجيبه چي دنسل تربيه ده کاملآ تري سترګي پټوي اودژوندانه په بيلا بيلو برخوکي لکه تجارتي،صنعتي،هنري او نورو برخوکي تري استفاده کوي چي اصلآ  دښځي روحي،جسمي اوطبيعي ځواکمنتيا يي مخالف دي پري اجراء کيږي اوهغه عمده وظيفه چي مور توب او يا هم ښځه توب دی له منځه ځي.
زمونږ داسلامي نړي په ښځو کي عمده مشکل دادي چي هغه لاره ورته ښه ښکاري چي غربياني ښځي پري پښي ږدي نو په پټوسترګو هغوته ځانونه تسليموي.

کاشکي چي داسلامي نړي ښځي پرحقيقت پوهيدي اود هغوي روحي او رواني پرابلمونه يي درک کولاي اوپردي پوهيدي چي هغوي په کوم ډول شقاوت اوبدبختي کي اخته دي چي بيايي له دوي سره هيڅ غبطه نه واي کړي.کاشکي چي دوي هغه مقالي لوستلي چي دغربي نړي ليکوالانو ليکلي او دخپلي ټولني مصائب يي پکي بيان کړي او دغربي نړي ډالي پکي په ښه ډول تعبيرشوي.

دآلمان ددولتي روغتون رئس پروفيسر کلين د ډاکټرانو په کنفرانس کي داسي وايي: زمونږ دټولني زياتي بلکي ډيري زياتي ښځي په بدبختي کي ژوند تيروي، ښه او آرام ژوند نلري،رځکه ددوي ارزښت يواځي نفساني او خواهشاتي بڼه لري،ددي لپاره زه دطب علم ته دا اعلان متوجه کوم چي بايد ددي فاجعي مخه زر ترزره ونيول شي که نه دمليونو اشخاصو د خاسري سره به مخ شي.

(ج.س.يالاک) دټولنيزو علومو يو ليکوال خپل د ټولني غميزه داسي ښکاره کوي:کلونه راپدي خوا ملاحظه کوو چي مونږ انساني صميميت له لاسه ورکړي او ددي صميميت د لمنځه تلو سره زمونږ ټولني ته ډير توانونه اوښتي دي څرنګه چي پخوانيو ټولنيزي اړيکي پيژندي نننې فردي ژوند تري محروم دي. هغه احساس چي پخوا دګاونډي په اړوند او هغه نن نشته همدارنګه پخواني کورني اړيکي نن نشته او ټول هغه اصول لمنځه تللي دي. په حقيقت کي مونږ وسايل او آلات يو دهغه ماشين وسايل چي زمونږ ټولنيزي او کورني اړيکي پري کوي،زمونږ په حالت ډير افسوس پکار دي مونږ پيسي وړکوو او روحي خسارات منو بي لدي چي ځانونه پري وپوهوو.

کاشکي چي مسلماني ښځي دغربې ‌‌ښځو له بد بختيو څخه خبريدي له هغه حالت څخه چي ځانونه وژني ځکه چي تشويش پريشاني بدبختي لري،په انګلستان کي په يوه کال کي د پنځه زړو څخه ډيري حادثي شوي.

د مسلمانو ښځو سترګې غربي جعلي ځلا وړې

(مارلين مانرا) د (پارولو مشهوره ممثله) د ځان وژني په اړوند يوه کوچني رساله ليکل شوي وايي چي سره ددي چي نوموړي ډير هنري شهرت هم لاره دهغي د ځان وژني علت يي پکي ښودلي هغه وايي: اي ښځو دلويي غوښتلو څخه ځان وساتي په غولوونکې ځلا ونه غوليږي زه دنړي خواره او بدبخته ښـځه يمه نشم کولاي چي يوه مورشم،هغه ژوند چي دکور په دننه له کورني سره کېږي ډير ښه ګڼم،اوپردي وپوهيږي چي دکورونو په دننه کي نه يواځي دښځي دخوښي رمز بلم بلکي دادټول انسانيت خوښي ده،خلکو پرما باندي ظلم کړي، ښځه که هرڅو دسينما په داخل کي د تقلبي شهرت لرونکي وي بيا هم ديوي بي ارزښته او پست متاع په څير تري ګټه اخستل کيږي.

دغربي ټولني تمدن چي اوس مهال د زنکدن په هال ده ټول بشريت په ځانګړي توګه زمونږ ښځوته دبدبختي ډالي په ارمغان کي راوړي،ددي ټولني اوسيدونکي اوس مهال د انساني مدنيت دراتلو په انتظار کي دي داداسي يوي ټولني چي روحي او اخلاقي حاکميت ولري او په ځانګړي توګه د ښځو کرمت،وقار او شرف وساتي او پر خپلو ساسي وظايفو يي وګماري.

ښځه په اسلامي تمدن کي:

اسلام ښځي ته دغربي پست او رزيلانه مقام چي ښځه يي استثمار ګرځولي په مقابل کي خپل اصلي منزلت لاسته راوړي کوم چي دهغي کرامت او شهامت ساتي او هغه منزلت چي د ښځي اهليت دنسل په تربيه کي ثابتوي.

اسلام غواړي چي ښځه د زوجيت په چوکاټ کي خپل ميړه ته مينه او الفت ډالي کړي او په خپله کورني نيکمرغي او سعادت پرپـښو ودروي او دمورتوب په ساحه کي يوه با احساسه مهربانه او باشعوره مربي وي ترڅو خپل ننني کوچني ماشوم دسبا لوي قهرمان جوړ کړي او په بشري ناحيه کي يوه مصلحه او د خير او اصلاح ښوونکي او مرشده وي.

ښځه او نر يوشان مسوليت لري، داهغه حقيقت دي چي زمونږ تاريخ ثابته کړيده، ښځه د ټولني په جوړولوکي ډير مهم او مفيد رول لوبوي،ښځو داسلامي دعوت په نشرولو کي له نرانو سره يوځاي زحمتونه ګالل.

ښځو تعليم کړي او نوري يي روزلي ځانونه يي په اسلامي حقوقو پوهولي او په خپل نوبت سره يي نوروته د ارڼا رسولي.

دټولو زحمتونو او تکليفونو په ګاللو سره له نرانو سره يو ځاي د جنګ په ميدان کي مبارزه کړيده،مصائب او مشکلات پري راغلي خو صبر يي کړي ځانونه يي للاسه ندي ورکړي او په بريالي توګه يي سرته رسولي.

داسي نده څرنګه چي ځني دښځي په اړوند فکر کوي چي ښځه دکور متاع نده او څرنګه چي وغواړي بدون له کوم قيد اوشرط څخه څه چي يي زړه وغواړي هسي وکړي.

(انارارد) يوه مشهوره ليکواله د (استرن ميل) په جريده کي په يوه مقاله کي ليکي:که زمونږ لورګاني د خادمي په نامه يا د خادمي په څير کار وکړي دا به ورته ډيره ښه وي او له خطره به بچي شي ددي په نسبت  چي په فابريکو کي کار وکړي ځکه چي په فابريکو او نورو دستګاه ګانو کي ددوي کار کول ددوي حيا د ابد لپاره لمنځه وړي،کاش چي زمونږ ټولنه داسلامي  ټولني په څير پاک دامني واي چي د ژوند له ښيګڼو څخه برخمني وي.

هو! د انګلستان دهيواد لپاره ننګ دي چي دهغه ځاي ښځي دنرانو سره د ګډون لپاره د رذالت مرتکب کيږي او زمونږ په څير ندي چي دښځي فطري کارونه چي د کور کارونه دي وروسپارو او ددي حق نلري چي دنرانو په کارو کي برخه واخلي.

(جال سيمال) دفرانسي په يوه مجله کي ليکي:کله چي ښځه دکور څخه دباندي کار کوي يو ساده او عادي کار کوي هيڅ کله هم د يو کارګر وظيفه نه شي اجرا کولای.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب