د سګرېټ پرېښودو تر ټولو اسانه لارې

 

ټولو ته جوته ده چې سګرېټ څکول تر ټولو بد او خطرناک عادت دی. د سګرټو په دود کې شیمیایي مواد شته چې پر سګرېټ څکوونکي سربېره د هغو کسانو لپاره هم مضر دي چې په شاوخوا کې یې وي. څېړنو ثابته کړې ده چې د سګرېټ څکوونکو عمر تر هغو کسان لس کاله کم وي چې نه یې څکوي.

سګرېټ څنګه پرېږدو؟
که تاسو هم پر سګرېټو روږدي یاست، نو په ځلونو به مو هڅه کړې وي چې سګرېټ څکول پرېږدئ، تاسو ته تر ټولو ښه معلومه شوې ده چې دغه کار څومره سخت دی.

هو! دا تر ټولو سخته ده چې په بدن کې مو د نیکوتینو اړتیا بابېزه وګڼی، خو له نېکه مرغه یوه کورنۍ نسخه شته چې په دې برخه کې درسره پوره مرسته کوي او په بدن کې مو د نیکوتینو اړتیا ورځ تر بلې کموي؛ دغه اسانه او ارزانه نسخه د کېک پخولو پوډر (baking soda) دي.

څه ډول له (baking soda) یا د کېک پخولو له سوډا څخه د سګرېټ پرېښودو لپاره ګټه واخلئ؟
د بورې په قاچوغې یوه یې په یو ګېلاس اوبو کې ښه حل کړی او ویې څښئ، په اوبو کې حل شوې (baking soda) په بدن کې د اسېدو کچه ټیټوي او دا د دې لامل ګرځي چې بدن مو نیکوتینو ته کمه اړتیا پیدا کړي.

your ads

هڅه وکړئ چې په لومړۍ اونۍ کې د ورځې دوه ځلې، خو په دویمه اونۍ کې د ورځې یو ځل حل شوې (baking soda) پوډر وڅښئ.

له دغه محلول څخه په بل ډول هم ګټه اخیستلی شئ، هغه دا چې یوازې په خوله یې تېر کړی، ښه خبره دا ده چې د یو څه مودې لپاره درسره دغه محلول په جېب کې وګرځوئ او کله مو چې سګرېټ ته اشتاه پیدا شوه یوازې پرې خپله خوله لمده کړئ.

له دوو اونیو وروسته به په ښکاره ډول له سګرېټ څخه د کرکې احساس وکړئ. له علمي اړخه تر سګرېټ پرېښودو وروسته تر درېیو ورځو پورې بدن د نیکوتینو غوښتنه کوي خو د سګرېټو پرېښودل بیا هغه عادت دی چې له دې یو څه زیات وخت نیسي.

د دې لپاره چې بدن مو نیکوتینو ته اړتیا پیدا نه کړي، خامې سبزۍ، حبوبات، هګۍ او دغه راز د سویا له محصولاتو ګټه واخلئ، دغه څه د دې لامل ګرځي چې سګرېټو ته مو زړه ونه شي.

پاملرنه:

دغه دوه تر ټولو اسانې لارې دي خو یو څه ته مو باید پام وي هغه کسان چې سګرېټ څکوي او د وینې پر لوړ فشار اخته وي یا ډاکټرانو ورته په زیاته اندازه د سوډیمو د نه خوړو سپارښته کړې وي د (baking soda) محلول نه ورته توصیه کېږي.
که دغه نسخه تر دوو اونیو زیاته وکارول شي کېدای شي د بډوډو د زخم لامل هم وګرځي، په ټوله کې باید یوه ټکي ته پام وکړئ چې کله هم د درملنې لپاره کورنۍ نسخه کاروئ، له یوه متخصص ډاکټر سره مشوره وکړئ.
سګرېټ د روغتیا لپاره مضر دي د پرېښوو لپاره یې باید هڅه وشي، د سګرېټو په پرېښودو سره به مو هغه که په هر ډول وي، نوی ژوند پیل کړی وي، د کورنۍ او خپلو خپلوانو په څنګ کې به له نوي ژوند سره د خوښۍ احساس وکړئ.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب