د ورځې یوه کیله سترګې روغې ساتي

د نورو بې شمیره ګټو سربیره د سترګو لید لپاره هم یوه ګټوره میوه ده. کیله د سترګو روغتیا بهتره کوي او د عمر له زیاتوالي سره د سترګو د لید د کموالی خطر کموي.

د استرالیا په کوینز لینډ پوهنتون کې ترسره شوې یوې څیړنې کې ویل شوي چې په کیله کې کیروټین (Carotene) نومې مواد وجود لري. کیروټین میوو او سبزیجاتو ته سور یا ژیړ رنګ ورکوي.

کیروټین (Carotene) نومې مواد وروسته له هغه چې بدن ته دننه شي په ویټامین اې (Vitamin A) بدلیږي. ویټامین اې د سترګو روغتیا او لید لپاره تر ټولو اړین ویټامین دی.

له دې څخه وړاندې په یو شمیر روغتیايي څیړنو او پلټنو کې ثابته شوې وه چې کیروټین نومې مواد د سرطان ځینو ډولونو، د وینې د شریانونو ناروغیو او شکر څخه انسان په خوندي ساتلو کې مرسته کوي.

اوس د دغې نوې استرالیايۍ څیړنې پر بنسټ دغه ګټوره میوه د نورو ګټورو موادو لرلو سربیره د کیروټین نومې موادو غوره منبع هم ګڼل کیږي کوم چې په بدن کې د ویټامين اې کمی پوره کولو کې کوم چې د سترګو لید لپاره ډیر اړین دی مهم رول لوبوي.

څیړوونکو هڅه وکړه چې د کیلې دوه مختلف ډولونه وڅیړي او معلومه کړي چې ایا د کیلې په مختلفو ډولونو کې د کیروټین اندازه توپیر کوي که نه.

د څیړنو په پایله کې څرګنده شوه چې په ورځني ډول یوازې د یوې کیلې خوړل د عمر زیاتیدو سره د سترګو لید ته پیښیدوونکو ناروغیو په مخنیوی کې ډیره زیاته مرسته کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب