دراني احمد شاہ داوسني افغانستان مؤسس او دپاني پت دتاریخي حماسې اتل

زموږ لاسونه ، زموږ پګړۍ سرونه
له ډیره درده  غمه
په زعفرانی رنګ  زعفراني شوې وو
هلته چې موږه  د دښنه جګړې ته ورغلي وو
او موږ له پانی پت را وتښتیدو
او پاچاهي  مو هلته پریښودله
هلته مو بایلوله

شاعر :   رودارد کیپلینګ (له تښتیدلي پیشوا سره ډیلي ته مل)


احمدشاه ابدالي څوک وو؟

 داوسنی افغانستان موسس په (۱۱۳۵ه) کال کی دهرات په تاریخی شار چی د ابدالیانو دواکمنی مرکزو، زیژیدلی دی (*) دپلارنوم یی زمان خان دی چی هغه د دولت خان، سرمست خان،شیرخان،خواجه خضرخان،سدو خان(اسدالله خان) له کورنۍ  سلسلی سره رابطه لري.

هرات د ابدالیانو دواکمنی مرکزو چی تل به دپردیوله خو ا کله له شماله ، کله له لویدیزه تریرغلونو لاندی راته، ان داحمدشاه ترزلمیتوب پوری دغه ښار ددغه مهال له خورا مهمو سیاسی نظامی اوفرهنگی مرکزونوڅخه شمیرل کیده. احمدخان دهمدغه مهال دتاریخی اوسیاسی چاپیریال په لمنه کی چی پلاراومشر وروریی ذوالفقارخان په هغو کی دپاملرنې وړدنده درلوده،دیوه نومیالی سرتیری په توگه په افغانستان کې دعمل په میدان کی راوبریښید. یوشمیر توپیرونه د ابدالیو اوغلجیو ترمیان په هغه مهال چی اسدالله خان دهوتکی شاه محمود له خوا په دلارام کی ووژل شودخوابدئ سبب شول همداوه چی کله زلمی احمدشاه کندهارته راورسید، نوبیا دکندهار دمشرهوتکی شاه حسین له خوا زندانی اونژدی شپږکاله یی په هغه زندان کی له خپل مشر ورور سره یوځای تیرکړل.
په ایران کی د فشار نادرپه لاس دهوتکي امپراتورۍ په زوال سره یووارې بیا ددې له پاره لاره اواره شوه چی نادردې دابدالیانو مرستی ته دغلجیوپه مقابل کی لاس وراوږد کړي  اوددوی له نفوذه دې په افغانستان اوسیمه کې کار واخلي. ذوالفقارخان سره له دی چی له هوتکی واکمنو یی هم ښه زړه نه درلود، دنادر دیرغل په مقابل کی په میړانې سره ودریداودیرغلگرنادري پوځ په مقابل کی یی له هراته دننگی اودفاع کارته ملاوتړله ښایی له هغو زیاتو پلمو چی دی نادرونیو اوبیا یی له احمدخان سره یوځای ،اول زنداني اوبیا یې زهرورکړل. یوه همدغه دده اتلوالي اوهیوادپالی مقاومت هم وي.

د احمدشاه دژوند اوواکمنی په باره کی په گرده نړۍ کې ډیرو لیکوالو اومورخینو زیاتی اودپاملرنی وړلیکنی کړې دي،چی زه دلته هغه نه تکراروم، یوازی داحمدشاه دکورنۍ په باره کې دمحمود الحسینی المنشی د تاریخ احمدشاهی یوه برخه دلته په دی خاطررالیکم چی هغه داحمدشاهي دربار دگردو پیښو عینی شاهد او درباري منشی و،هغه داحمدشاه ابدالي دشخصیت اوکارنامو په باب لیکی :
« مناسب چنان مینمایدکه اول شمه یی از علو نسب ذات بابرکات ولی نعمت خود اعلیحضرت احمدشاه درانی حسب الواقع درمعرض بیان آورم ، وهرچند پایه قدرومنزلت این انضارالطاف الله ازآن بلند تراست که محتاج بااظهار نسب باشد.اصل آنحضرت ازبزرگان طوایف ایل جلیل درانی از تیر سدوزایی ان که ریاست وسروری این طایفه همیشه ازتیرمزبور بدستور توره که درمیان سلاطین ترک وآل عمان وهندوستان وغیره معمول است ازآبای عظیم عظام واجداد کرام خود به میراث دارندوبعدازآن که اعلیحضرت احمدشاه درانی برتخت سلطنت وصاحب کلاهی تکیه زدند باالهام ملهم غیبی ذات بابرکات آن حضرت به شاه دُردران وعموم این طایفه که دررکاب اشرف مصدر خدمات نمایان گردیده بود ملقب ومشهور به ایل جلیل درانی شدند۔ وازقدیم الایام ایل جلیل مزبوردر دارالقرار قندهاروزمینداوروطوبا وکوهستان های سمت قراباغ وغزنین خطۂ دلکشای کابل تابستان وزمستان را میگذرانیدندونسب فرخنده حسب این خدیوبک جناب به ارحام واصلاب سدو باین نهج اتصال می یابد…” (تاریخ احمدشاهی ، چاپ مسکو،۱۹۷۴ ص ۳۰)
دافغانستان نامتو مورخ ارواښادغبار په وینا : “… احمدخان دربیست سالگی درقشون نادرشاه داخل خدمت ودرمدت کوتاهی نظر به اهلیت ولیاقت که ازخود نشان داد مورد توجه نادرقراگرفت.”
همدارنگه دیوه ایرانی لیکوال په قول : ” احمد خان به زودی درشمارمقربان ونزدیکان نادرآمد وبه مقام ایشک آقاسی باشی وسریساول خاصه(یایساول حضور) وفرماندهی (یا نایب فرماندهی) دسته افغانان اردوی نادری که عمدتاً ازابدالیان بودند، رسید و درلشکرکشی های متعدد نادرشرکت جست …(دانشنامه ادب فارسی تهران طبع ۱۳۷۸ص ۴۹)


(*) زموږدتاریخ یوشمیرنامتو لیکوالو داحمدشاه دزیږیدومینه ملتان کښلی دی، چی یولیکوال په دغه برخه کی فیض محمدخان کاتب هم دی. خو یوشمیرنورو لکه ارواښاد غباراوارواښاد پوپلزایی بیا دهرات ښارلیکلی دی.« …احمدشاه ابدالی درسال مرگ پدرش زمان خان درشهرهرات متولد شد ۱۷۲۲ … » (غبار، مسیرص ۳۵۴)  « … آن مجاهد ومدافع خاک افغانستان وازبطن علیاجناب قمرنقاب زین المستورات تاج المخدرات مسمات زرغونه سلطان درانی پسری درسنه ۱۱۳۵ق (درارگ) هرات بوجود آمد…»  (وکیلی پوپلزایی ، احمدشاه وارث ومجدد امپراطوری افغانستان طبع کابل ۱۳۵۹ ص۹)

احمدشاه  نادرشاه دواکمنی په دوران کی په تیره بیا چې دی دهغه نظام اوواکمنی یورکن و دسیمی اوجهان دگردو پيښو اوسیاسی نظامونو له جوړښته په تمامه مانا ځان خبرکړی واوهغه تجربی یی په خپل مخ کی کیښودې، کومې چی ترده پخوا پشتنو واکمنانو په افغاني فارس کی دخپلی واکمنی پرمهال هلته لیدلې اوتیرکړې وی، هغه پرتمینی زمزمی چی په ایران کی له  شاه محمود اواشرف غوندې  نومیالیو واکمنانوده ته ورپاتی وی. ترهغوچی دواک گدۍ ته نه و رسیدلی هغه یی دیوی شیبی له پاره هم له یاده ونه ایستی. داچی وایی ملتونه له خپلوتاریخونو سره ژوند کوي اوپرهغو ژوندی وی، ځوان احمدشاه هم یوله هغو زلمو څخه وچې دوختو اوشیبو په انتظارکیناست. په ۱۱۶۰ کال نادررانسکورشو، خو احمدشاه ابدالي بیاهم دخپلو افغانی دودونوافغانی پرتم اووفا له مخی دهغو غلواوداړه مارو فارسیانو په مقابل کی چی دغیرافغانی ایرانی پوځ برخه وو، مقاومت وکا، اودهغوی د زیات وحشت مخه یی ونیوه لکه چی په دی باب  ایرانی لیکوال لیکلې : ” د۱۱۶۰ق کال دجمادی الاول دمیاشتی په یوولسمه خبوشان قوچان ته نژدی دنادرله مرگ سره سم دده په لوی لښکرکې چې له بیلابیلو قومونوڅخه جوړشوی و دچوراوچپاول په خاطر یوه ښکاره اله گوله را پیداشوه ، دوی کوشش وکاوه چی شاهی شتمی گرده لوټ کړي اوپرهمدی کارباندی بوخت شول، دافغانانو یوه ډله چی مشري یی نورمحمدخان غلجایي کوله ،په دغه وخت کی احمدخان وکولای شول چې په پوره جرات اورشادات سره دخپلې ډلې پاملرنه دغه حالت ته ور واړوي اوپه دغه ترڅ کی یی عملآ هرڅه په خپل لاس کی ونیول اوخپله وفاداری یی نادراودهغه کورنۍ ته ثابته کړه، دخپل نمک حق یی هیرنه کا اوپه زغرده یی دچپاولگرانو په مقابل کی په مقابلی پیل وکا…” (دانشنامه ، یادشوی اثر، ۴۹مخ)
احمدشاه ابدالي کولای شول ، چی په هم هغه پیل کی دفارس اوافغانستان پاچاهي ترلاسه اوخپله واکمنی پری اعلان کړي، لکه چی په راوروسته کی همداسی هم وشول۔ خودایې دخپلی تجربی په پام کی نیولو سره سمه ونه بلله چی په دغه ناپایدارکارباندی دی سمدلاسه لاس پوری کړي، له فارسه کندهارته راغی، دلته یی دافغانستان دعام ولس په خوښه اوهیله دشیرسرخ جرګه جوړه اوله هغی لاری یې دافغانستان دگردو قومونوداستازو په غوښتنه اوهیله د۱۱۲۶لمریز کال چی د ۱۱۶۰ق کال درجب له (۲۱) سره برابره وه ، دغه نومیالی افغان دافغانستان واکمنۍ د دراني احمدشاه په نامه دافغان ولس په مرسته اوغوښتنه ترلاسه اوددغه هیواد (افغانستان ) واکمن شو.
داوسني افغانستان پرواکمنی باندې داحمدشاه دُراني غوره کیدل،یوه تصادفی خبره نه وه، همدارنگه احمدشاه لکه چی  په لنډوکې ویل کیږي یوازی دشیرسرخ دجرگی محصول اوبریاهم نه و چی باید یوازی پرهغی باندی بسنه وشی۔ بلکی دا یوه خبره باید ددغه لوی واکمن په باب په پام کی ونیول شی اوهغه داچی احمدشاه پرملی اوافغاني ضرورت برسیره د آسیا له پاره هم یوعیني ضرورت و.د مارکسستی علمي – تاریخي تحلیلونوله مخې دآسیا عینی اوذهنی حالت  هم ددی له پاره په تمامه مانا عیاراوتیارشوی و چی دهغو په پایله کی احمد شاه وکولای شول له هغودځان  اوهیواد په ګټه شعوری کارواخلی . احمدشاه بی شکه وکولای شول چی له دغو تاریخي شرایطو اوحالاتو دځان ،هیواد  او آسیا په ګټه کارواخلی نامتو هندي لیکوال ګنډاسینگه د درانی احمدشاه دکتاب لیکوال اودهند دشلمی پیړۍ نامتو مؤرخ هم داحمدشاه په با ب په همدغه اصل باندی تاکیدکوي او په احمدشاه باندی دآسیا ددغه وخت د اړتیا له مخې دیوه نامتو واکمن په توگه همداسی قضاوت اوخبری کوي. دی هم دا وایی چې هرڅوک کله پراحمدشاه دراني باندی خبری اوقضاوت کوی ، هغه باید داسی وی لکه چی دآسیا دیوه امپراتور په باره کی ویل کیږي اولیکل کیږي . داپه دی چی په احمدشاهی واکمنی کی آسیا له هرډول بهرنی زور زیاتي اوتعرضه په امن اوامان کی وه. ددرانی امپراتورۍ ماته وه اود آسیا دبدمرغۍ پیل، دهغی په رانسکوریدو سره دگردې آسیا دبخت ستوری راولوید اودغه وچه دبی پرواییو په پایله کی دلودیزوالو دظلم منگولو ته د اوږدې مودې له پاره ورولویده. دهیواد نامتو مورخ ارواښاد غبارهم داحمدشاه دواکمن کیدو په باب په همدی نظردی اولیکی چی : ” احمدشاه بعداز پادشاه شدن ثابت کرد که آگاه از اوضاع داخلی کشور وهمچنان مطلع ازاوضاع بنفع افغانستان عملاً استفاده کند…” (غبار، مسیرص ۳۵۵) .

احمدشاه په رښتیا هم په دی پوهیده چی دده  دویشلي ویشلي هیواد چی په اقتصادی لحاظ هم په وران حالت کی و، په چم گاوند کی کوم حالات روان دی، هغه ته ایران ورمعلوم و، ویل شوی چی دنادرپه لښکرو کی هندوستان ته تللی و، دهغه هیواد له حاله خبرو، له مرکزی آسیا اوهلته دترکانو له برلاسی هم خبرو،ان چی دآسیا له مکاردشمن انگریزه چی دده تر زمانی پوری یی په هند کی یوازی سوداگری پلمه کړې وه هم بی خبره نه و.یوداسې واکمن چی په دی گرده مسایلو باندی خبروي ، دهغوټول اړخونه ورمعلوم وی اودوخت پرنازکیو باندی په علمی توگه دقضاوت جوگه وي، نو په دی کی شک نشته چی هغه به دخپلی زمانی اوسیمی په تیره بیا آسیا له  لویوواکمنانوڅخه نه وی. داباید ووایو چې داشان واکمنان په داسی عینی حالت کی په خپله دتاریخ اوجامعی دطبعی قانونمندی بریا دي چې په طبعی توگه یی دعمل میدان ته راباسی. افغانی ټولنه اود افغانستان تاریخ دخپل شته والی په اوږده بهیرکی دملي اوسیاسي مسایلو په اړوند یوه ناخبره اوپه خوب ویده تاریخ، ټولنه اوخلک نه وو، په دی مانا چی دوی دتاریخ په اوږدو خپل واک دداسی چا په لاس نه دی ورکړی چی هغوی به  (لکه د نني لاسپوڅي اوګوډاګیان) په تصادفی توگه د مرخړي په توګه راپورته شو ي وو . همدا اوس چی افغانستان دتاریخ دا اوسني بدمرغه حالات زغمي ، داهم یوازې له همدې امله دي چی دغه ملت پرهرچا باندی دخپلی مشری له پاره باورنه شي کولای،همداده چی له همدغه امله دخپلوتاریخي دښمنانو دکینې اوکرکې په لمبوکې دخپلو همسایه گانواونړیوالو زبیښاکګرو له خوا سوي اوسوزي.

د احمد شاه بابا خدمتونه

لوی احمدشاه بابا دخپلی واکمنی په دوران کی دخپل هیواد دپیاوړتیا اویووالي په برخه کې دپاملرنې وړکارونه ترسره کړي دي چی  دیوشمیریي په لنډیز سره دلته یادونه کوو:
۱ په آسیاکی دافغانستان (پخوانی آریانا اوخراسان ) په نامه دیوه خپلواک اوپیاوړی دولت اساس اوایجاد.
۲ په گرد هیوادکې  دزمکوالۍ دنظام برلاسی اوپیاوړتیا .
۳ له شماله ترجنوبه اوله ختیزه ترلویدیزه دهیواد دگردو اوسیدونکو ترمنځ یووالی اوپیوستون.
۴ دخپل هیواد له تاریخی پولو اوواکمنۍ ساتنه او دفاع.
۵ له فارسه ترکاشغره اوله نیسا تردهلی پوری دتاریخی هیواد اوآریانی تمدن دفکري اوفرهنگي
لارو چارو پراختیا اودهغو له پاره دودې اوپرمختگ هڅې او کوښښونه .
۶ دافغاني اواسلامي قلمرو ددفاع اوساتنی په موخه دنوي اومنظم پوځي سستم جوړول .
۷ دبیلابیلو مذهبونو دپیروانو ترمیان دتفاهم ،همکارۍ اوروغې  جوړې د فضا ایجاد ، په تیره بیاپه فارس اوهندوستان کی چی تردغه مهاله په دغه برخه کی زیاتی ستونزی اوتوپیرونه دلته ترسترگو کیدل.
۸ دیوې نوې اوسالمې ادارې اساس اوایجاد چې په راوروسته کې یې په هند اومرکزي آسیاکې دشیرشاهي ادارې سیستم په شان اووړتیا سره پراختیا ومونده.
۹ داسلام مقدس دین ته زیاته پابندي چې ددراني امپراتورۍ اودولت اسا س پرهغه باندی ولاړاو اوچت و.
۱۰ دهیواددبیلابیلوقومواواوسیدونکو پشتنو، تاجکو، هزاره وو، ازبکو ، بلوچواونورو ته ددوی دوړتیا په پام کی نیولو سره په دولتی اداره کې برخه ورکول.او همداراز له دولتي امتیازو څخه دخپلوزامنو پرته له تیمورشاه دنورو لرې ساتل.
احمدشاه دخپلی واکمنی په (۲۶) کالو کی دافغانستان گاونډیوهیوادو ته دبیلابیلو سیاسي اونظامی اهدافو په خاطر لښکرکشۍ ترسره کړې دي چی یوه هم له دغو هیوادو هندوستان ته وه. فارس یا خراسان ته داحمدشاه لښکرکشۍ پر هغه مهال دیوه باندني طاقت په مانا نه وه ، په دی چی دهغه مهال فارس اوخراسان د دراني امپراتورۍ او افغان حکمرانۍ یوه برخه وه اوډیره موده دغه دواړه  هیواد ونه له یوه واحد مرکز اصفهان څخه اداره کیدل. اوکلونه کلونه افغانی شازلمو دهوتکی شاه اشرف په واکمنی کی د فارس یا اوسنی ایران له خاوری دیرغلگرو روسانو اوترکانو په مقابل کی په خپلو وینوسره دفاع وکړه اودغه هیواد یی دخپل پلرنی هیواد په توگه له هغوی خوندی وساته. ان ددرانی احمدشاه په زمانه کی هم چی دشاه رخ مساله راپورته شوه ، دغه لوی واکمن هغه دیوې داخلي اوملي مسالې په توگه حل اوفصل کړه. هوتکیان دفارس اوخراسان یا اوسني افغانستان وارث واکمنان وو، (*)
خو احمدشاه دهغه تدبیراوتجربی له مخی چی په خپل درایت سره یې ترلاسه کړې یې وه، گرد عمرخپلې ترنگین لاندې سیمې له خپل مرکز کندهاره اداره کولې ، دایران اوسیمی دیوشمیرپوهانوانتقاد هم پراحمدشاه ابدالي له همدغه پلوه راپورته شوی لکه چی ایرج افشار یی په خپل نامتو اثر( افغان نامه ) کی لیکی : «  پس از آن که نادرشاه افشار کشته شد وبرسرجانشینی اومیان اخلاف وسردارانش نزاع درگرفت، شاید پیش ازهمه احمد خان ابدالي افغانی چانس داشت …اواگر ازشاهرخ میرزای نابیناه نوه نادرشاه حمایت جدی میکرد . شاید جای نادررامیگرفت ومحتملاً میتوانست وحدت ایران نادری راحفظ کند…» (افغان نامه ج ۱ ص ۱۶۸) .

لکه چی محترم لیکوال اشارکړې احمدشاه ځان دهغو یادووشویو ایرانی اوافغاني گردو ارزښتونو وارث باله ، هغه چې گرده آریاني اوخراساني ارزښتونه ول ، چی په هغو کی فارس یوازی دیوه ذرې مثال درلود. همداوجه وه چی په دی نژدی وختو کې فارس دخپلی غریبۍ له مخې دفاشیزم دیوشمیرسیاسي اغیزو په سیوري کې خپل نوم له فارسه پر ایران باندې واړاوه. چې دایراني واکمنانانوداکار یوازې اویوازې دیوې سیاسي معاملی په ترڅ کې ، دیوې تاریخي نا چارۍ اونادارۍ  له مخې پرفارسیانو باندی تپلي دی چې دهغوی په نظر، ترتاوان یې فایده په کې زیاته وه ، دوی په فرهنگي اوتاریخي برخو کې له دغې نومونې په افراطی توگه کارواخیست .داسلام له راتگه راپه دې خوا چې کوم ملی حکومتونه په خراسان کی را منځ ته شوی هغه ټول په هغو واکمنیو پوری تړلي وو چې مرکزونه یې په غزنې ، بلخ، غوراوهرات، سیستان کې چې په افغانستان پورې تړلي وو پراته وو.احمد شاه ابدالي هم فارس ته دخپلې امپراتورۍ دیوې برخې په توگه اهمیت او ارزښت ورکاوه ۔ده هم پردغه سیمه باندی لکه محمود غزنوی،محمود هوتکی اوشاه اشرف هوتکی په شان واکمنی یوازی په یوه کوچنی توپیرسره ترسره کړه .دا احمد شاه  ابدالي نه و چی گواکي دافغانستان په ایجاد سره لکه چی  افشاریي لیکي خپله یوه برخه (فارس ) له لاسه ورکوی بلکه دا د فارس هغه بی کفایته اوپه نورو پورې تړلي واکمنان وو چی داحمد شاه ابدالي له مرگه وروسته یې د نورو په تیره انگریزانو اوروسانو په اشارو هغه تگلاره خپله کړه کومه چې دهغې په پایله کې دوی دخپلی پراخی اومقدسې آریانې یا ایراني خاورې دتمامیت په مقابل کی دتجزیی اوبیلتانه هغه شان لاره غوره لکه چی په لویدیزکی رومیانو دیونانی تمدن اوخاوری په مقابل کی غوره کړې وه.رومیان داسی خلک نه ووچی دیونانی تمدن له چوراچپاوله پرته دی بل کوم کار ددوی له وسه پوره وای ۔ همداوه چی  رومیان دیونانی تمدن اوفرهنگ دچوراچپاول په پایله دیوه تاریخي او پیاوړي تمدن او فرهنگ خاوندان شول چی تراوسه پوری دیونا ن له فرهنگي تمدني وړتیا وروسته ددوی نوم ( روم اورومي تمدن) دجهان دفرهنگ اوتمدن په تاریخ کی یادیږي ،همداسې چاره فارسیانو دافغانانو او افغاني فرهنګ د غارت په برخه کې ترسره کړې ده .


(*) ایرج افشار که څه هم دغې موضوع ته په غرضي ترگه اشاره کړې چې دلته یې یادول دپاملرنې وړاوضروري ایسي هغه لیکی :
« درورۂ سلطنت غلزاییان با خلع شه سلطان حسین وتاجگذاری محمود شروع میشود. بدون شک این هم یکی از سلسلۂ پادشاهان ایران است. افغان درآن موقع اسم یک ملت ودولتی بنام افغانستان نبود که برملت ودولت دیگری که ایران باشد فائق آمده باشد. بلکه قندهارآن موقع شهری ازشهرهای ایران ومیرمحمود یک فرد ایرانی ازطایفۂ غلزایی افغان بود درحقیقت پادشاهی بجای پادشاه دیگری به سلطنت رسیده است. وسلسله ای بجای دودمان دیگرمستقر گردید ۔ حتی پایتخت هم ازکشوری به کشور دیگر منتقل نشده بود۔ مورخانی که نخواهند محمود واشرف را ازسلاطین ایران بشمارند اشتباه می کنند… » ( افغان نامه ج ۱ ، ص ۵۶۶ چاپ تهران )

صادقانه باید اعتراف وکړو لکه چی شاغلی افشار هم په دی باور دی چی پرایران باندی دفارس دنامه تغیر، او بدلون نه یوازی دیوی پلازمینی ، دیوی کورنی اونه هم دیوه نظام دبدلون دسوال په توگه مطرح دی بلکه له دغه بدلون سره په حقیقت کې دیوه (فرهنگی چوراوچپاول ) چی فارسیانو دایران دنامه ترپرده لاندې عملي کړهم طرح کیږي . موږ هیله من یو چی زمانه یو واربیا په خپله غیږه کی داسی اتلان اوبچیان را پورته کړي لکه غزنوی محمود ، هوتکی شاه محمود اوهوتکی شاه اشرف اولوی احمد شاه باباچی وکولای شی دخپلی دغی لویی اومقدسی آریانا(یاد ایرانیانو په وینا دلوی اورښتنی ایران) دیوالی اوپیوستون کاربیا له سره راپیل کړي .

په هرډول، دلته یوبل اصل هم رایادوو اوهغه داچی احمدشاه دخپلې واکمنۍ په دروان کی دفارس پر لور ددغه هیواد ددشمنانو اولاروهونکو (قطاع الطریقو) پرضد لښکرکشی وکړې چی دلته یی په۱۱۶۳ ق کال کی دگناآباد ، مشهد ، نیشاپور، شین ډنډ اواصفهان اوخبوشانو اوهمدارنگه په ۱۱۶۷ق کی دتون پرکلااومشهد باند ې ورتگ و چې دافغانستان چورشوې او تالان شو شتمنی یی بیرته ترلاسه اوهیواد ته راوړې دهمدغو سفرونو په اوږودکې وو چی احمدشاه ابدالی وکولای شول په یوشمیرښارونولکه مشهد اونوروکی دیوشمیرودانیو په جوړولوهم لاس پورکا، د مشهدپه حلوایی اونورو سیمو کی داحمدشاهي کلا اونوروځایونو آبادول یی یوه بیلګه ده.

داخو هغه سفرونه وو چی احمد شاه دفارس پر لور ترسره کړي دي.همداسې احمدشاه دیوشمیرنورګاونډیوهیوادوپر لورهم سفرونه کړي چی دهغوپه باب هم له یوشمیرکسانو سره یوشمیرپوښتنی داسی چی دتاریخي تحلیل پراسا س باید ځواب شی راپورته شوی چی یوهم په دی اړه هند ته د دراني احمدشاه سفرونه دي . دتاریخ په اوږدو کې دا سفرونه په دواړو لحاظو مثبت اومنفی ارزول شوي دي اوهرچا خپله خپله رایه په دغه باره کی ویلی ده چی دلته موږهم یو وار بیا ددغه تاریخي مضمون په ترڅ کې هند ته د احمدشاه ابدالي د سفرونو او سوالونو موضوع مطرح کړې اویوشمیرهغوپوښتنو ته مو ځوابونه ورکړي چې هغه په دغه اړه دهرچا ( کس اوناکس ) خولو ته لویدلي دي . په لاندې ډول :

الف: مرهټه د اروپایانو په مقابل کې عمده اودپاملرنې قوت نه وو !

داحمدشاه ابدالي په باب یو ه له هغو مسألو چی حق ناحق زیات بحثونه پری کیږي ، هغه ګاونډيو هیوادو په تیره بیا هندوستان ته دده دلښکرکشۍ موضوع ده . په دغه باره کی زیاتو کورنیو اوبهرنیو لیکوالو اوتاریخ پوهانوخپلې نظریې ویلې اولیکلې دي اوخپلی نظریې دیولړتاریخي اسنادو (هغه چی یوازی ددوی له پاره معتبردي ) اوکله هم داخلاقی قضاوتونو چی هیڅوک له هغو پریوه خوا نه شي پاتی کیدای راچورلولې دي. اخلاقي قضاوتونه معمولاً انفرادي اړخونه  لري چی د دنیا خورالوی واکمنان اوحتی په زیاترو وختوکی پیغامبران هم له هغو پر یوه خوا نه دی پاتی شوی.خو سوال دا دی چی ترکومی اندازی کیدای شی موږ له نوموړي اصله په علمی اوتاریخی حقایقوکې د قضاوتونو په توګه کار اخیستلای شواویایی ترکومه حده په خپلو تحلیلونو کی کارولای شو. ؟
داحمدشاه ابدالي په باره کی هم یوشمیرسوالونه اوقضاوتونه په بیلابیلووختوکې شوي چی یوه ته یې ارواښادغبار هم دنورو په تقلیداشاره کړې اولیکلي یې دي  :
” دولت قوی مرته (مرهټه ) که درراه پشرفت قوای اروپاییان سدی بود، درین سال ازهم شکست ، پیشوای بزرگ مرته چشم ازجهان پوشید و پیشوای چهارم با قوای باقماند…” ( افغانستان درمسیرتاریخ، ۳۷۰ مخ )
ددغه سوال دویم جز هند ته داحمدشاه دحملو په باب دی چی آیا داکار ده په خپله اراده وکا اوکه په دغه اړه کوم بل عامل هم و؟
اودریم جز په دغه باره کی دادی چی احمد شاه کله هندوستان ونیو نو بیایې ولې هندوستان په خپل لاس اوواک کی ونه نیو اوولی یی په خپله اداره نه کړ؟
دلته ددغو دری واړو سوالوپه باب یوشمیریادونی لرو چی سره لولویی ،
لومړی، ترهرڅه دمخه باید ووایو چی داحمدشاه ابدالي هڅې او پرهندوستان باندې دهغه یرغلونه ددی له پاره نه وو چی گواکی احمد شاه ژمنه کړې وه اویایی هوډ درلود چی باید هندوستان ونیسی اونه یي داحملی دخپلی واکمنی په پراختیایی پلان کی وی. بلکی داکاراحمدشاه ابدالي ته د یوضمنی اوانساني مسولیت او رسالت په توګه وردغاړې شوهغه هم په داسی شرایطو کی چی هغه دخپلی واکمنی داستحکام اوپیاوړتیا، د امنیت اود پوځ د جوړتیا اومنظم والي،دیوملي تفاهم اودولت جوړونه،هغه څه چې په عین حال کې هندوستان هم پردغه مهال له لاسه ورکړي ول بوخت شو. احمدشاه دراني دخپلې واکمنۍ په لومړۍ مرحله کی پر دې وتوانیده چی دغو ستونزو اونیمګړتیاووته په بشپړه توگه دپای ټکي کیږدي اوویی کولای شول چې یوپراخ بنسټه اود آسیا په کچه یوملي حکومت او واکمني رامنځ ته کړي.

دویم ، په دی کی شک نشته چی مرهته په هند کی یوداسی شریرځواک و چی تل یی ددغه هیواد په اوږدو او لنډوکې پاریدونکې جګړې ان داورنګ زیب له عصره را په دیخوا هرچا ته معلومې اودپاملرنې وې شیواجې دهمدغې لړۍ بنسټوال و، پرهغه مهال چې خوشحال خان اوایمل خان داورنګ زیب پرضد مقاومت پیل کړاو اورنګ زیب یونیم کال په حسن ابدال کې د پښتنود ځپلو په لامل پاتې شو،دهمدغې بوختیا برکت وچې شیواجيانو اوپیروانویې ځان پیاوړی کړاودمغلي دولت په وړاندې  په پیاوړتیا سره را وپاریدل او د اورنګ زیب له مړیني وروسته یې خبره د اوسني مهاراشترا ( پونې ) په شاوخوا کې په داړو اوغلاوو باندې پیل وکړ، داچې وايي داحمدشاه بابا په دوره کې یوپیاوړی ځواک و، داخبره یوڅه له قضاوته لرې خبره ده  په دې چې په  دکن کې نظام واکي دومره پیاوړې وه چې هغې خوا  ته مرهټه نژدې ورتلای نه شول ، په راجستان راجپوت له دوی سره په هیڅ ډول یولاس نه وو، په شمالي هندوستان اوبیهارکې مسلمانان چې هرڅه یې په واک کې ول له دوی سره په هیڅ ډول په یوه لاره نه وو ، سیکان اوجټان بل ځواک وو چې له هرچا سره یولاس کیدل خو له مرهټه وو یي نه مال اونه هم عزت خوندي وځکه خوورسره نه وو.  په عین حال کې داهم باید له یاده ونه باسوچې په هند کې که له مرهټه وو یادشوي قومونه وایستل شي نوردوی  دومره ځواک چې انګریزانو ته خنډشوي وای له کومه  کړ؟ په دغه حال کې موږ اویاهم نورلیکونکي څنګه داخبره په کرسئ کینولی شو چې ګواکي مرهټه په رښتیا هم دومره پیاوړی ځواک و چې دوی به هندوستان له انګریزانو څخه خوندي ساتلی وای ؟

ځکه خودا خبره لږ دهغوی له پاره چې مرهټه ته دیوه  پیاوړي ځواک په سترګو ګوري دیاونې وړده چې دوی نه دهندوستان له تاریخی حقایقوخبردي اونه هم د احمدشاه ابدالي له پیاوړتیا څخه، هندوستان  په دغه وخت کې هیڅ ډول ملي جوړښت نه درلود اونه دا شونې وه چې دغه ملک دې دیوه پیاوړي ځواک داکه هرڅوک وو ( ابدالي اوکه انګریزان ) په مقابل کې مقابله اومقاومت وکړای شي. په هرښار اوهره سیمې کې یو راجا او نواب ناست ول چې ټول عمریي دخپل ځان او واک د پیاوړتیا په خاطر ترځان پیاوړي ځواک سره سازشونه اومعاملې کولې. پردغه مهال چې احمدشاه ابدالي پرهندوستان راغی دمعتبرو اسنادو له مخې دغه ټولو راجاګانو اود نورو قومونو مشرانو احمدشاه ابدالي ته  لیکونه استولي چې دغه لیکونه اوس هم دهندوستان په آرشیفونو اوکتابخانو کې شته  ( چې څرګندې بیلګی یي دسورج مل جټ ، اود راجستان د پیاوي راجا  مادو سینګ کچوا لیکونه دی چې تراوسه پورې هم لاچا نه دي لوستي په دغه لیکونو کې ټول ټینګار د احمدشاه ابدالي په ملاتړاود مرهټه وو پروحشت باندې شوی دی چې باید په ګډه مقاومت ورسره وشي )

بله داچې یوچا ته چی دهندوستان اوږدوالی اولنډ والی  اویاهم ددغه هیواد تاریخ اوجغرافیه نه وی معلوم ، هغوی داسی فکرکوی چی مرهټه  په رښتیا هم داسی یوځواک و چی تیاریی احمدشاه ته په پانی پت کی مخکی له مخکی سنگر نیولی و،نه داسی نه وه، مرهټه وو تردغه وخته نه سیکان آرام پریښودل، نه جټان اونه هم راجپوتان ، پنجاب یی مسخرکړ ان تر لاهور پورې په سخت وحشت سره  مخ په وړاندې ولاړل ، کله یې چې داحمدشاه ابدالي د راتګ واوریدل، نوبیرته له پنجابه په تیښته شول، سورج مل جنګونه ورسره وکړل مانا داچې مرهټه وو مخکې تردې چې له احمدشاه ابدالي سره مخامخ شي، هغوی خپل سیاسي  اوملي دریځ اوځواک په هندوستان کې له لاسه ورکړی و.

دپورتنیوحقایقو په رڼاکې چې زیاترو لیکوالو دغه موضوع مطرح کړې، دا هم دیادولو وړده ، کله چې موږ داخبره کوو چې مرهټه ووته د پیاوړتیا لوی چانس په شمال کې د پښتنوغورځنګ ورپه برخه کړاوکه نه د دوی د کمزورۍ او بیواکۍ خبره د تاریخي اسنادو له مخې ان د شاه جهان له عصره را په دیخوا پیل کیږي :« اورنگ زیب تقریباً دخپل خواږه ژوند دیرش کاله یوازی اویوازی دمرهټه وواودکن دځپلو په کارکی تیرکړل، چی په خپل ژوند خپل دغه هدف ته ورسید.خوله دی سره سره یی ونه شوای کولای چی ددغه خطر ریشی په تمامه مانا له بیخه وباسی اوداخبره دجغرافیایی عواملواولاملونو له امله تری پر یوه خوا پاتی شوه. ددکن جغرافیایی موقعیت داسې وچی په هغه کې دمرهټه وو له بیخه ایستل هم ممکن نه وو، عالمگیر دمرهټه وو گرد اجتماعی ځواکونه اومقاومت له منځه یووړ، له اورنگ سره عمر وفا ونه کړه، که چیری دده جانشینو دغه سلسله پرمخ بیولی وای اودده وصیت یی په دغه برخه کی عملي کړی وای اوخپل وختونه یی دتاج وتخت ترلاسه کولو په کارکی نه وای ضایع کړي دا یو روښانه اوانکارنه کیدونکی حقیقت و چی دمرهټه وو ځواک اوواک نور دتل له پاره پای ته رسیدلی و… » (په اتلسمه صد ی کی هندوستانی معاشره اوژوند ـ د محمدعمر تألیف ـ په اردو ژبه ، ۱۹۷۳کال)

دمرهټه وو په وړاندې په هندوستان کې ددې پرځای چې مقبولیت ولري برعکس درنه کرکه مخ په زیاتیدوشوه، ددغه ټکي لامل ترهرڅه دمخه دمغلي پاتي شونوبی کفایتی اودیوه مرکزي پیاوړي حکومت نشته والی و. دمرهټه وو په وړاندې دا کرکه هم د پاني پت ترجګړې دمخه وه اوهم وروسته،مرهټه او مغلي بیواکه شهزاده ګانود هندوستان ټولنیز اواقتصادي جوړښتونو اوټولنیزو وړتیا ووته په خپل پیاوړي افراطي چلند سره لوی زیان ورساوه چې دغه ټکی په هندي ټولنه کې ددوی دماتې  اوسراسري نه ملاتړ لوی اوتاریخي لامل هم بلل کیدای شي.
دتاریخي حقایقو په رڼاکې اودهغه عصرد حالاتودتحلیل په ترڅ کې دیوه نه انکارکیدونکي اصل په توګه په دغه اړه د هندوستان له تاریخه په دغه اړه چې که مرهټه نه وای ځپل شوي نودوی به په هند کې د انګریزي استعمار له پاره د برلاسي لاره چاره نه وای برابره کړې. په دغه اړه دا یوتاریخی حقیقت بایدپه ناپیلې توګه ووایوچې مرهټه د احمدشاه ابدالي ترراتګ دمخه او وروسته  کوم منظم چې دهندوستان خلک دې پرې راټول شوي وای نه وو. یوازنۍ ټکی چې په دغه اړه دیوه تاریخی دلیل په توګه یادولای شي هغه دا دی چې دوی په خپل نامنظم حالت کې د مغلي بی اتفاقه شهزادګانوله کمزورۍ څخه دخپل شرارت په خاطر ښه ګټه وکړه. په دغه اړه داهم څوک نه شي ویلای چې مرهټه یولوی ځواک وو، له مرهټه ووسره دهند په جنوب کې یوشمیرانفرادي کسان هغوی چې داورنګ زیب له زماني را په دیخوا د ګلکنډې ، بیجاپور، اونظام د واکمنیوپه شاوخواکې میشته او داسې یوه فرصت ته سترګې په لاره ول. په دغه ټکي هم تل سترګې پټې شوې،مرهټه چې دومره پیاوړي ښکاریدل، لامل یي داو چې ددغو فرصت غوښتونکو ورته ډلو چې زیاترو یی دارويایی هیوادو اونورو له پاره یې استخباراتی فعالیتونه کول  نیم بنده ملتیا ورسره وه چې په هغوکي یوشمیر مسلمانان،عیسویان اواروپایان وو، که چیرې هندوان پرتاریخي حقایقوباندې سترګې نه پټوي نو دپاني پت دجګړې ترټولو پیاوړی احمدشاهی ضد ځواک هغه مسلمانان جنګیالي ول، هغوی چې دپښتون ابراهیم ګارډي ترقومانده لاندې یي د ټول مرهټه پوځ د توپچي بولندویی په لاس کې وه، کوم زیانونه چې احمدشاهی پوځ ته ورسیدل دهمدغه ځواک له لاسه ول، په دغه جګړه کې مرهټه دومره لوی ځواک نه ول چې هرڅه په ځان ختموي اود نورو ډلوبرخه اخیستنه نه مني.خوپاني پت دا ثابته کړه چې په دوی کې دومره ځواک نه و چې هغوی د په خپلواکه توګه دیوه پراخ مقاومت ویاړدځان کړی وای.  په دغه اړه د سر.جې . ان سرکارارزونه هم باید له پامه ونه غورځوو لکه چې لیکي :

“  no attempt  at well- thought – out organised communal improvmmet, spread of education, or unification of the people, either under Shivaji or under the peshas. The cohesion of the peoples of the Maratha State was not organic but artificial, accidental and therefore precariose”    ( An advanced History of India P 703 )

« هیڅ داسې منظمه هڅه چې هغه دې دخلکو دپوهې اویوالي نښه، هم دشیواجې اوهم د پیشوایانو په ترواک لاندې وخت کې  چې دیوه منظم سازمان څرګندونه وکړي  په مرهټه ووکې نه وه. د مرهټه وو کوم یوالي اوسازمان چې  رامنځ ته شوی و دا په خپل ډول کې یومصنوعي ، تصادفي او ان چې خطرناک  یووالی و»

بله مهمه تاریخی یادونه په دغه اړه داده چې له احمدشاهی دوری وروسته بیاهم په هندوستان کی  دپاني پت بګلیل شوي پاتي شوني راجه سندهیا اومهاراجا هلکردمرهته وو مشران وو، دوی له  پشتون نواب امیرخان سره لاس یوکړ اودا ژمنه یې سره وکړه چی دانگریزانو په مقابل کی به له هندوستانه ننگه کوی. خو کله چی  په ۱۸۱۴ کال کې نواب امیرخان ( هغه چا چې انګریزانو به یي په اړه ویل چې ترڅودی ژوندی وي موږ به پرهندوستان واکمن نه شو) وغوښتل خپل ځواک د پښتنو په ملتیا د انګریزي مقاومت له پاره پیاوړی کړي، پرهمدغه لامل یې خپل اړیکي ترپښتونخوا اوافغانستانه پراخ کړل او ژمنه یې کړې وه چې انګریزان به له هندوستانه وباسي، خو کله چې د رښتیا میدان راغئ، دهغه دارادې خلاف یې له انګریزانو بډې اورشوتونه واخیستل اودنواب امیرخان اتحاد یی مات کړ »  ( تاریخ ټونګ، په اردو ژبه ، محمد اعجازخان تالیف ، ۱۹۸۳کال ، ۵۱ -۵۳ مخونه )

په هرصورت،دمرهټه وو په باب چې دوی به دانګریزانومقابل کې ځواک ول په دغه اړه زموږ یوشمیرناخبره لیکوال اوس هم یوازې دیوه غیرشعوري تفنن په توگه په دی خاطر چی حقایق تحریف کړي اواحمدشاه غوند ې لوی بریالی افغان واکمن هم بې داغه تری پاتی نه شي اوس هم دغبار اونورو روسي اوهندي تش په نامه کیڼ اړخو لیکوالوڅخه کاپي کړې تکراروي اوتکراروی. په داسی حال چی تاریخی حقایق او اسناد داخبره په دومره سادگی سره نه منی اونه هم داسی ده .مرهته وو په خپل وخت اوزمان کی زیاتو منفی مسالو ته لمنه ووهله ، دوی یوازی دشیواجی په دوران کی هغه هم لکه چې ما یادونه وکړه دخپلو مسلمانو متحدینودملتیا اودهندپه شمال کې دخوشحال خان اوایمل خان دمقاومت له برکته دمغلو( اورنګ زیب) په مقابل کی یومقاومتي ځواک شو چې هغه هم د اورنګ زیب له خوا په ملا مات شوی و، داسې ملامات ځواک چې له اورنګ زیبه وروسته یې دنده یوازې غلا اوباجونه ول چې هرځای ته به ورسیدل هلته به یی خلک ترستوني راوستل، دغه ټکي نامتو روحاني شاه ولی الله دهلوي هم دمرهټه ووپه اړه په خپلو لیکونو (مکتوبات) کې په ډاګه ویلی دی لکه چې لیکي :

« … واز مسلمانان وهنود باج گرفتند وآنرا چوته نام نهادند یعنی ربع الحاصل…”(مکتوبات سیاسی شاولی الله، په اردو ژبه ۱۹۵۰ کال ۴۷مخ)

دریم :   یوه بله دپاملرنی وړموضوع چې یوشمیرتاریخ لیکونکي پرهغی په شعوري اوغیرشعوري توگه  ځانونه نه پوهوی اویایی تری پریوه خواکوي  چې هغه پرهندوستان باندې دفارس دافشار نادریرغل دی چې ترډیرې کچې پورې دغه یرغل هم پراحمدشاهی عصرباندې خپل ناوړه سیوری اچوي. اوزیاتره لیکوال یي په خپلو لیکنوکې نه یادوي ، دوی دا نه وايی چې مرهټه دغه تش په نامه لوی ځواک دهغه دیرغلو په وخت کې چیرې و اوکوم دریځ یي درلود ؟ په  بدمرغه دوره باندې هیچاهم څه نه دی لیکلي، ځکه خو وړده چې یوڅه رڼا پرې واچوو ، په دغه باره کې ترهرڅه دمخه باید هغه حقایق راواخلو کوم چی ددغې تورې دوری په وحشت کی هندوستان وزغمل اودغه دشرم مثال هم داحمدشاه په وړاندې په خپل دوران کی همداسی په خپل وحشت سره پاتی و ان چې تراوسه پورې هم په هندوستان کې  په عامه کچه دنادراواحمدشاه ترمنځ توپیرنه شي کولای.

دنادر یرغل پرهندوستان باندی هغه له شرمه ډک یرغل و، چی تراوسه پوری هغه دانسان او انسانیت دننگ اوشرم په توگه دهندوستان په تاریخ کی لا همداسی پاتی دی. دنادریرغل چې باید دهندوستان دبدمرغیو ټول مسولیتونه له همدغه یرغل سره په ارتباط کی مطالعه اوتحلیل شي  دزیاترو لیکوالو له یاده وتلی، دنادرافشاردغه یرغل دهغوټولونارامیو اوناکراریو پیلامه وه چې وروسته احمدشاه ته وردغاړې شول، دهندوستان په تاریخ په تیره بیاد ډیلی دښارپه اړه دنادرشاه خونړی یرغل،دمرهټه وو دچوراوتالان اوهمدارنګه د انګریزانوهغه ناتارچې په ۱۸۵۷ کال کي یي پردغه ښار ( ډیلي) باندې وزغمل دری واړه یوماهیت اوورته والی لري. نادرچې کوم مالی اوځانونه تاوانونه په ډیلی کې دخپل عام قتل په ترڅ کې هندوستانیانو په تیره بیا  دډیلی مسلمانانو ته ورسول، هغه ټول ددې لامل شول چې باید دهندوستان ولسونه دیوه داسې ځواک لکه مرهټه وو پرظلمونو باندې شکروباسی .دنادریرغل په خپل وارډیلی له داسې تالان سره مخامخ کړچې د نسلونو نسلونو معنوي اومادي ارزښتونه یي له یوې دوامدارې غمیزې سره مخامخ کړل.

ب: احمد شاه ابدالي پخپله هند ته نه و ورغلی…

رابه شو دغه بحث ته چی احمد شاه ولی پرهند باندی یرغل وکړ اویا ولې هند وستان ته ورغئ ؟ لکه چی په تیرو کرښوکی تاسی ولوستل اویادونه وشوه چی د احمدشاه ورتگ پرهند وستان باندی یو پلان شوی ورتگ اولښکرکشی نه وه چی موږ هغه تراحمد شاه دمخه واکمنانولکه د نادرافشار دلښکرکشیو په شان وانگیرو.پرهند باندی د احمد شاه دلښکرکشۍ لامل په خپله په هند کی داخلی افراط گري اودمغلي کمزورې واکمنۍ خوارځواکی حالت و. جادوناته سرکار په خپل اثر، ( دمغلی سلطنت زوال ) (په انگریزی ژبه ) کی په روښانه توگه دغه اصل ته اشاره کوي اولیکي چی«  خورو ورومرهټه وو په دکن اوگجرات کی دواکمنانو پرضد تورې را وکښلې کرار کرار یوه ډله شول اوپه شمالي هند کې یی پرتاخت وتاراج باندی لاس پوری کا، دهنددجټانو، سیکانو اومسلمانانو په تابع کولوکی د زورزیاتي لاره ونیوه اوددغو خلکو دځان بلاشول اود ډهلی کمزوري واکمنان یې دډهلي په تنگ چاپیریال کی سره راگیرکړل… »
پردغی یادونی سربیره یوه بله خبره چی په دغه باره کی دیادونی وړده هغه داده چی داحمد شاه دلښکرکشیو ترڅنگ په هند کی ددغه هیواد دنورو قومونو ترڅنګ دمسلمانو برخلیک په ځانګړې توگه دپاملرنې اویادونی وړو، په دی ما نا چی تردغه مهاله دلته دمسلمانانو سرنوشت په دغه هیواد په مادي اومعنوي لحاظ خورا اهمیت درلود، خو په دغه مهال چې احمد شاه بابا په آسیا کې دیوی لویی امپراتورۍ دسرواکمن و په دغه حالت کې دهند مسلمانان دنادرشاه له قتل عامه وروسته په خورا بد حالت کی شول ، داسی چی په دغه هیوا د کی دیوه اضافي ځواک اودسترگو داغزي په توگه ورته کتل کیدل اوهغه دپاملرنی وړماضي یی په تمامه ما نا دله منځه تلو په درشل کې لویدلې وه .دهند روحاني کړیوچی دتاریخ په اوږدو کی یې نه یوازی دهند په سیاسي اوټولنیزو چارو کی داهمیت لرونکی ونډه درلوده بلکه په همسایه اوگردو مسلمانو هیوادواوخلکو باندی یی هم  خپلی روحاني اغیزی درلودې،همداوه چی په دغه مهال کی هم ددغو روحاني اړیکو مهم دریځ اوځواک په تمامه مانا له خپل اهمیته نه و رالویدلی. داحمدشاه ابدالي ترورتګ دمخه چې (سداشیوراو) اونورومرهټه وو کوم سپکاوی د مسلمانانو مقدسو ځایونو ته وکړ لکه دنظام الدین اولیا له زیارته د سپینوا سرو زرو لوټول اوهمداسې دجوماتونوله منځه وړل اولوټل هغه څه وو چې په دغو کړیو کې یې د یرغلګرو ځواکونو په وړاندې سخته کرکه را پورته کړې وه.
شاولی الله ()اودهغه کورنۍ اوروحانیت په معنوی لحاظ په همدغه مهال کی په داسی حالت کی وه چی لایی پرخلکو،اوهم دډهلی اونوروهیوادو پرواکمنانو باندی خپل معنوی اغیزدرلود. دهند  دمسلمانانو سترګې له ده ———————————————————————-
(
)دحضرت شاولی الله رح ژوند لیک په یوه کوچنی رساله کی چی د (الجزالالطیف فی ترجمۃالعبدالضعیف) په نامه یاده شوې لیکل شوې چی موژ دلته له هغې څخه یوحوکرښې  را اخلو: ” دغه فقیر د۱۱۱۴ه کال دشوال په (۱۴) دچهارشنبه په ورځ دلمرختو پرمهال پردغه دنیا باندی سترگی را وغړولې …مبارک تاریخی نوم یی عظیم الدین راووت ، یوشمیردوستانو دده په باره کی خوبونه لیدلی وو، چی هغه د (القول اجلی) په رساله کی راوړل شوي دي .  په پنځه کلنۍ   یی په زده کړه پیل وکا، پراووه کلنی یی پر روژه اولمانځه ودرید،قرآن کریم اودفارسی تعلیم یی یوپربل پسی ترسره کړل ، په څوارلس کلنی یی دپلار په غوښتنه واده وکا،اوپر پنځلس کلنۍ یی دنقشبندیه صوفیانو،حضراتواومشایخو بیعت ترلاسه کا، زیات علوم یی په تیره بیا ادبی علوم ولوستل ، احادیث یی په خورا مینی سره مطالعه کړل، په تصوف کی یی هم اوچت ځای اولوړمقام غورکړ. په ۱۱۴۴ه کال کی بیت الله ته ولاړ هلته یی دخپلی استوگنې پرمهال دعلماوو له برکته ځان بسیا کا، په ۱۱۴۵ه کال کی بیرته دهلی ته راغبرگ شواودلته یی بیا پرمطالعه اوتحقیق باندی پیل وکړ اوزیات شمیر آثار یې ولیکل چی یوشمیریې دادي لکه : ۱ فتح الرحمن، ۲ الفوذ الکبیر۳ فتح الخبیر ۴ مصفی ۵ مسوی ۶ حجتۃالله البالغه ۷ بعدورالبازعه . ۸ ازلالقد الخفاعین خلافته الخلفأ ۹ قرۃ العین فی تفصیل الشیخین ۱۰ انصاف ۱۱ عقد الجید ۱۲ تحفته الموحدین ۱۳ شرح تراجم ابواب صحیح بخاری ۱۴ مجموعه رسایل اربعه ۱۵ تفهیمات الهیه ۱۶ خیرکثیر ۱۷ فیوض الحرمین ۱۸ الدراثمین فی مبثرات النبی الامین ۱۹ انفاس العارفین ۲۰ انسان العین ۲۱ القول الجمیل ۲۲ انتباه فی سلاسل اولیاالله ۲۳ الطاف القدس ۲۴ سطعات ۲۵ همعات ۲۶ لمعات ۲۷ مکتوبات فی مناقب امام بخاری وابن تیمیه ۲۸ مکتوب المعارف مع مکاتب ثلثه ۲۹ سرور المحزون ۳۰ الجزوالطیف ۳۱ المقابله الرضیه فی الوصیته والنصیحۃ ۳۲ ثناالقلوب ۳۳ زیراوین ۳۴ تاویل الاحادیث ۳۵ سیوامع شرح الجبر ۳۶ العقدۃ الحسنه ۳۷ المقدمۃ الینیه ۳۸ چهل حدیث ۳۹ شرح رباعین ۴۰ مآثر الا جداد ۴۱ العطیۃالصمدیه ۴۲ فتح المودود فی معرفته الجینود ۴۳ مسلسلات اونور (وگورئ سیاسی مکتوبات ۱۷۶مخ )

پرته بل چا ته نه وراوښتې ،ځکه خو ټولو پرده رامخه کړه، دشاه ولی الله  دغه مهال  په گرده اسلامي نړۍ کې له احمدشاه ابدالي پرته بل چا ته سترگی نه وراوښتی چی دهند دمسلمانانواوددغه هیواد د نورو اقشارو دبرخلیک  ژغورنې په باب له هغوی سره په تماس

کی شی، داپر دې چی په دغه ناتارکی چی پرهند باندی دمرهټه وو له لاسه راخورشوی و نه یوازی مسلمانان ترستوني راغلی وو بلکه نورو هندوانو هم ځانونه ددوی له لاسه دبربادۍ  په کنده کی لویدلی شمیرل.اوگردهند همدغو مرهټه ډاکووانوورته سره تبۍ گرزولی و.دشاه ولی الله په غورخنگ کی یوازی مسلمانان نه وو، بلکه په دغه غورځنګ کی دنورو مذهبو پیروان هم برخمن وو چی هغوی هم په خپل وار له شاه ولی الله څخه داهیله درلوده چی په داسی حالاتو کی دی باید د (انسان ) یا هندوستاني ژغورنی په نامه له دوی سره لاس په کارشي . ددغه روحانی مشر ښه نیت او داحمدشاه ایمانداري اومرستندویه روحیه ددی سبب شوه چې ځان باید ددغو ولسونو دفاع اوننګې ته تیارکړي اوپه دغه حساسه اوتاریخي شیبه کې یې ځان د بي تفاوتۍ په بهیرکې ونه نیو. نامتولیکوال فریر په خپل نامتو اثر  ) دافغانانو تاریخ (

The History Of The Afghans)) کی هم داحمدشاه دغو تمایلاتو ته اشاره کوي اولیکی چی : « احمدشاه دختیزوهیوادو له زیاتو ناوړو دودونواوناوړو شیانو له دودولولری و، له شرابو اوتریاکو یی ځان پریوه خواساته ، له منافقانه اوماجرایی افعالو پاک و، دمذهب جدی پیرو اوپالونکی و، ساده خو له ویاړه ډک خویونه اوعادتونه یی ددی سبب شوی وو چی دی یی دگردو خلکو په منځ کی ددرناوی مرحلی ته رسولی و۔ هغه ته رسیدل اوله هغه سره ناسته ولاړه گرانه نه وه ، له انصافه یی کاراخیست اوهیچا هم دهغه له فیصلو شکایت نه درلود ”
همد اسی ورته لیکنه  شاه ولی الله رح هم په خپلو سیاسي مکتوباتو کی د احمدشاه په باره کی کښلې ده :

« احمدشاه دمذهبی احساساتو اورجحاناتو خاوند واکمن و، پرشاوخوایی د پوهانو اوعلماوو حلقه هرچا له ورایه درک کوله ، دلاهور، پشاور اوپتیالی دمشایخو په خدمت کی به حاضرو، دډهلی ، اجمیر اوپانی پت مزارونو ته یی خاص ارادت درلود ، لکه چی یوه ورځ دپاني پت له جنگه دمخه د بوعلی شاه قلندر مزارته په نیاز اوعجز سره ورغی اودعایې پرې وکړه.  دهری پنجشنبی په ورځ به یی علما اومشایخ خپل دربارته ورغوښتل اوله هغوی سره به یې په مذهبی معاملوکی خبرې اوبحثونه کول ” . ( سیاسی مکتوبات ۱۹۱ مخ )
احمدشاه بابا دغه ټولې ځانګړني لکه چې نورو لیکوالو دهغه په اړه ویلي دي لرلې اودا هغه ځانګړنې وې چې له هغو سره سره یې ترهغو چې یی د هند دنامتو روحاني لارښود شاه ولي الله له خوا پرله پسې لیکونه ترلاسه نه کړل، ده هندوستان ته د تلواو لښکرکشیو فکرهم نه کاوه.  همدغه بلنه وه چې احمدشاه بابا یې ناچارکړچې باید هغه ته دهغه مهال دحالاتو په پام کې نیولوسره  مثبت ځواب ورکړي. په دغه اړه دغه لیکونه اودهغو موخې لږ نورې هم را سپړو:
حضرت شاه ولی الله په یوه لیک کی چی داعلحضرت احمدشاه بابا په نامه یی کښلی اوسرلیک یی دی (به جانب پادشاه ووزیروامرأ) لولو : ” الحمدالله وحده والصلوۃ والسلام علی من لانبی بعده وعلی آله واصحابه اجمعین امابعد این کلمه چنداست که باعث برتحریر آن نصیحت وخیرخواهی بادشاه اسلام ایده الله تعالی بنصره ووفقه کا یحب ویرضی وخیرخواهی امرا کبار وجمهور مسلمین احن الله تعالی الیهم. شده است ، کما قال رسول الله صلی الله علیه التیلم الدین النصحۃ۔ امیدواری ازفضل باری آن است که اگر بموجب این کلمات عمل کنند تقویت امور سلطنت وبقای دولت ورفع منزلت بظهور می رسد . فرد :
درپس آیینه طوطی صفتم داشته اند
آنچه استاد ازل گفت همان می گویم
کلمه اول: اصل اصول (که) صلاح دولت ورونق ملت همان تواند بود آن ست که الحال برای رضای خدا تعالی وبرای حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم لازم گردانند که چون فتح میسر می شود عدو ومخذول ، اول چیزی که بقصد موکد امضای آن کنند جهاد بلاد جات وفتح قلاع وی باشد درین کارفایده است دینی ودنیوی ازآن جمله سرزنش ملاعین تا بعد ازین زمینداری این قسم شوخی وبیباکی نه اندیشید ” (سیاسی مکتوبات ۴۲مخ)
په بل لیک کی چې د اعلیضرت احمدشاه درانی په نامه لیکل شوی اوپه پوره توگه اوږداومهم لیک شمیرل شوی داسی لیکي  : ” الحمدالله رب العلمین ولصلوۃ والسلام الاتمان الاکملان علی رسوله شفع المذبنین یوم الدین واله اصحابه اجمعین امابعد . این کلمه چند است حمیت اسلام حامل برعرض آنها شده ، حق عزوعلاآن را برمسامع علیه برساند ، وجود پادشاهان اسلام نعمتی است بغایت عظیم… باید دانست که ولایت هندوستان ملکی ست وسیع ، اوایل ملوک اسلام درمدت بسیار به مجاهده بی شمار به دفعات این ولایت را مسخر ساخته اند سوای دهلی که جای نشت پادشاهان صاحب اقتدار بوده است درهرناحیه فرمانروای علاحده بود، مثل گجرات ، احمدآباد ، که والی جدایی داشت، وتهته راپادشاهی دیگری وبنگاله درتحت وتصرف حاکم دیگر واوده محل سلطنت شخصی دیگر که اورا سلطان الشرق می گفته اند وملک دکهن عبارت ازپنج سلطنت است ،برهانپور، وبرارواورنگ آباد وبیجاپور، که درهرولایت ازین ها پادشاهی مستقیل بوده است ودرمالوه حاکم جدا فرمانروا ، هریکی ازین مواضع که نام کرده شد ،پادشاهی علاحده صاحب فوج وصاحب خزانه میداشت … ” (سیاسی لیکونه ۴۶مخ )
یوله هغو اصلونو چی په دغه باره کی هغه باید په فرعی توگه په پام کی ونه نیسو ، هغه په هند اونیمه وچه کی دمسلمانانو دشته والی اصل دی، که څه هم دپاکستان په رامنځ ته کیدو اودهند دنیمی وچی د تجزیی له امله دهندمسلمانانو ته زیات تاوانونه ورسیدل ، خوترویش دمخه هند بیا په بیلابیلو برخو کی برعکس دریځ اوخای درلود، په دی مانا چی ددغه هیواد په گردو اجتماعی اوسیاسی بدلونوکی دمسلمانانو له برخی اخیستو سترگی نه شوای پتیدای.ان داچی د ۱۸۵۷پاحون چی دانگریزانو پرضد رامنځ ته شو په دغه ترح کی په زیاته کچه هم ددغه هیواد دمسلمانانو مقامت اومبارزه په تمامه مانا روښانه اود پاملرنې وړوه ، په دی چی دغه انقلاب ددوی له مرکزونو راپیل او پرمخ لاړ،چی بالاخره په وروستیو شیبوکی ددوی په سیموکی له ماتی سره هم مخامخ ، اوداکثریت مسلمانانو په قربانی باندی پای ته ورسید. خبره داده چی په هغو حالاتو اوشرایطوکی په هند کی دمسلمانانوپه وړاندې دشاه ولی الله په شان شخصیت څنگه کولای شول بی تفاوته پاتی شي، (*) داپه دی چی هندوستان دهغوی  ( مسلمانانو) هیواد واودهندوستان په برخلیک  ټاکلوکی دوی په آزاده توگه برخه اخیستنه خپل حق بلله.له همدی امله په دی کی شک نشته چی احمدشاه دهمدغه لوی ځواک (مسلمانان اوهغوی چی له مسلمانانوسره یوشان ترفشارلاندی وو ) په غوښتنه اوبلنه هندته ورغی.چی دغه چال چلند ان اوس د اوسنۍ پرمختللې نړۍ  په معاصره قلابی دیموکراسی کی هم دیوی نوی پدیدی په توگه کومه ناآشنا خبره نده . چی بیلګې موږ همدا اوس په  افغانستان کې دروسیې اوامریکې له خوا په سترگو ولیدې او وینویې !

همداده چی شاه ولی الله رح دهغه وخت دآسیا پیاوړي واکمن احمدشاه ته لیکی : « …و الا دکهن که اولاد نظا م الملک مر حوم ۔۔۔ گا هی با نواع حیله میا ن قوم مرهته جنگ انداخته وگاهی فرنگیان را با خود رفیق گرفته ،شهرهای عظیم را مثل برهانپور و اورنگ آباد وبیجا پور متصرف ماندند و اطراف و نواحی را به مر هټه گذاشتند ،غیر این دو مو ضع خالص ،تصرف مرهټه است با لجمله بر انداختن قوم مرهټه آسان کاریست اگر غازیان اسلام کمر همت بربندند دو سه صف آنها بشکند در اصل قوم مرهټه قلیل اند …حاصل کلام آنکه در ملک هندوستان غلبه کفار با ین صورت است که در بیان آمد و ضعف مسلمانان باین صفت در ین زمانه پادشاهی که صاحب اقتدار وشوکت باشد وقادر برشکست کفارودوراندیش ، جنگ آزما، غیرازملازمان آنحضرت موجود نیست لاجرم برآنحضرت فرض عین است قصد هندوستان کردن وتسلط کفار مرهټه برهم —————————————————————–

(*) هند ته داحمدشاه بابا دپوځونو داستولو په کارکی دشاه ولی الله پرکوششونو برسیره د دوونومیالیوپشتنو روحانی عالمانو نومونه هم په خاصه توگه دیادونی وړدي چې هغه یو دڅمکنیو میاعمر اوبل هم میافقیرالله جلال آباد ی دی چی دوی دواړو  پردرانی امپراطوری باندی خپله معنوی اغیزه درلوده اوپه دغه برخه کې د دوی مشوره هم وه .

 

زدن وضعفای مسلمین را که دردست کفار اسیراند خلاص فرمودن ، اگر غلبه کفار معاذالله برهمین مرتبه ماند، مسلمانان اسلام فراموش کنند ، واندکی از زمان نگذرد که قومی شوند که نه اسلام را دانند نه کفررا این نیز بلای عظیم است که قدرت بردفع آن به فضل ایزد منان غیرآنحضرت را میسر نیست. ما بندگان الهی رسول خدا راصلی الله علیه وسلم شفیع می آریم وبنام خدای عزوجل سوال می نمایم که همت بانیمت رابجانب جهاد کفار این نواحی مصروف فرمایندتادرپیش خدای عزوجل ثواب جمیل درنامه اعمال انحضرت ثبت شود …”( مکتوبات ۵۲مخ) .

لنډه داچی احمدشاه ابدالی په ۱۷۵۱کی لاهورته، په ۱۷۵۲ دهلی یا شاجهان آبادته ،په۱۷۵۶ سند ته دبلوچستان له لاری په ۱۷۵۸کی بیا پنجاب ته ، په ۱۷۶۰ او۱۷۶۱ کلونو کی پانی پت اوهمدارنگه په ۱۷۶۲ او۱۷۶۳ کلونو کی هندوستان ته پوځونه  استولي چی هدف یی دهند له خلکو په تیره بیا له مسلمانانو اوهندي ځورول شویو ولسونوسره خواخوږي اومرسته وه چی په هغه مهال یی هم دمسلمانانواوهم دیوه مسلمان واکمن له پاره خورا اهمیت درلود. هندوستان ته داحمدشاه ورتگ په عمومی لحاظ په دغه هیواد کی ددغه هیواد دخلکو دروحیی دپیاوړتیا سبب شو.دغو خلکو ته یې دخپلواکۍ روحیه ورکړه په تیره هغو ی ته چی راوروسته کې یې په رښتیني توگه وکولای شول دانگریزي استعمار په مقابل خپلې مبارزې په یوه منظم غورځنگ کی سمبالی کړي ۔ هندته داحمدشاه په ورتگ سره پرهند باندی دانگریزانو د برلاسی سلسله یوه پیړۍ پرشاه ولویده چی په دغه کاري گوزار باندي یوازی انگریزان په سمه توگه پوهیدل ،دوی چی کله پرهندباندی برلاسی ترلاسه کړنوبیایی خپله گرده پاملرنه په دغه هیواد اوددغه هیواد په چم گاونډ کی دمسلمانانو پرخوا راواړوله، ځکه خو یي ټول ځواک اومادي شونتیاوې په شمال غربی پوله باندې راخرڅیدې، خودوی هغه مهال آرامه سا واخیستله کله چې په افغانستان کی کورنۍ جګړې لمن پراخه شوه  شاه زمان هلته بوخت وساتل شو اودهند په جنوب کی دمیسور زمر ي دشهادت جام په سرواړاوه.
انگریزانو دخپلو ټولو ستونزو اوخنډونو موراحمدشاهی واکمنی اودهغی اغیزی په دغه سیمه کی بللی.دمیسور دزمری خطر هغه مهال انگریزان په زلزله راوستل چی کله هغه دراني واکمن شاه زمان ته دمقاومت اومبازری بلنه ورولیږله چی بایدله ناپلیونی طرحی سره سم دی هم دانگریزانو پرضد گام پورته کړي ،په داسی حال کی چی شاه زمان دخپلوګټواوپرتم په خاطرترناپلیون اوچت فکرکاوه اوخپله افغانی طرحه یی په دغه باره کی دانگریزانو په مقابل کی درلوده. ده دمیسور دزمری بلنه وستایله خوداچی انگریزانو لا پخوا ددغی طرحی دناکامولو پلان دبری پولې ته ورنژدې کړی و،ځکه خوشازمان په خپلوطرحو باندی بریالی نه شو ، دمیسور زمري هم د انګریزي توطیو شکارشو، همداوه: « له هغه وروسته چې تیپوسلطان د ۱۷۹۹ کال د می په (۵) خاورو ته وسپارل شوانگریزی لفتننت جنرال پیرس په بی اختیاره توگه ساه واخیسته اوچغه یی کړه : « هندوستان نن زموږ شو .»  (وگورئ شیرمیسور، سلطان تیپو۔ دفیض عالم صدیقی تالیف (۱۳۹مخ)
دهمدغه اثر په حواله : «  کله چی په ۱۷۹۹ کی زمانشاه د رنجیت سینگ، انگریزانو اومهدی علی خان دتوطیی په پایله کی له لاهوره پرشاشو تیپوسلطان په دی پوه شو چی نورنو دعمر ترآخره دانگریزانو په مقابل کی یوازی پاتی شو »  (یادشوی اثر ۱۶۸ مخ )
ددغو تاریخي اسنادو اویادونو په لړکی باید دا یادونه هم وکړو چی هندوستان ته داحمدشاه دراني ورتگ په خپله له انگریزانو دهند ژغورنه وه. ښایی یوه پوښتنه داسی هم وشی چی گواکی په هندکی چی کوم ځواک زیات احمدشاه ته مهم و هغه مسلمانان وو اوبس ؟ دغی پوښتنی ته په لنډه توګه دا ځواب ورکولای شو چی تراحمدشاه دمخه چی په هندکی کوم ځواکونه ول لکه مرهټه اونوردهغوټولوجنگي ځواک په تمامه مانا پرمسلمانو باندی پیاوړی او ولاړو،ځکه خو له دې باید انکارونه کړو چې مسلمانانو ددغه هیواد په دفاع او پالنه کی له پیړیو پیړیو راپه دی خوا پیاوړې برخه اخیستی وه دوی په پوځي اوسیاسي اوان چې فرهنګی برخوکې ترنورقومونو پیاوړي ، برلاس اوتجربه لرونکي اوفداکاره وو، ان نامسلمانوځواکونو چی کومی اتلوالۍ ترلاسه کولې هغه یی هم دهمدغه تجربه لرونکي ځواک په ملتیاسره وې ، ان دپانی پت په مشهورجنگ کی چی کوم مقاومت داحمدشاهی جنگیالیوپه مقابل کی وشو،هغه هم دمخالفو مسلمانوځواکونو وچی نامتو مشر یی ابراهیم گارډي (*) وچې دخپلو توپونو په ویشتویی احمدشاهي لښکرته سخت زیان ورساوه ، او په پای کې دجګړې په ډګرکې ونیول شو اوحمدشاه بابا دپاني پت پرمیدان باندې په دارکړ.
په هرډول ،کله چی احمدشاه هند ته ورغی ددغو نومیالیووسله والو ځواکونویوزیات شمیردده پرخوا دریږي اودده په ملتیا دده له پاره سوبې کوي که له احمدشاه ابدالي سره دغه لویه همکاری اویووالی نه وای دابه خوراگرانه وای چی دپانی پت دغه لوی تاریخی بری دی دافغانانو په برخه شوی وای .په هندکی دمسلمانانودځواکونو جبهی همیشه بیلی وی دوی که ان له مرهټه وواونوروځواکونو سره هم وو بیایی هم په جنگی لحاظ خپله وړتیا ترخپلی اراده لاندی وه . داخو هرچاته روښانه ده چی مرهټه اونورو راجا گانو ترزیاتی اندازی دزور په مقابل کی دملی منافعو پروا نه کوله اونه یی پلویان وو، همداوه چی ځاني ګټې  یی ترملی منافعو سمی پاللی دي ،له احمدشاه وروسته دهند تاریخ وښوده چی دغو راجاگانو دهند دبرخلیک دخوندی ساتلو په برخه کی یوگام هم چی دهند په ملي تاریخ دی اهمیت ولري پورته نه کړ، دوی دهیواد په خوراحساسو شیبوکی له انگریزانو سره معاملی وکړې چی دهند تاریخ یی کله هم له یاده نه شی ایستای .
بیاهم د ویلو وړده چی احمدشاه هند ته لکه نادر غوندی کله هم په خپل سردیرغل په نامه نه وو تللی ، احمدشاه هندته دشاولی الله ، دهنددمسلمانانو اوغیرمسلمانوپه بلنه ورغی ۔ شاولی الله رح هغه څوک و چی په هند کی یی داحمدشا هی پوځونو دتنظیم اوان اعاشی بندوبست په خپله وکړ، اوان داچی دډهلی په ښارکی داحمدشاهی پوځونو دکنترول پلان هم ده په خپله ترلاس لاندې نیولی و همداده چی په هندکی نامتویوسفزي پشتون جنرال نجیب الدوله ته په یوه لیک کی لیکي :

« خدای عزوجل آن امیرالغزاۃ ، رییس المجاهدین را محفوظ ومحفوظ وبه عین عنایت ملحوظ دارد بعدازسلام واضح آنکه رقیمه کریمه رسید، حمدالهی برصحت سلامت ذات سامی بجا آورده شد، درپرده غیب برانداختن دوفرقه ضاله یعنی مرهته وجت مصمم شده است ، موقوف بروقت است همین که عزیزان کمرهمت بستند ودرصدد قتال آمدند ، طلسم کفرانشاالله تعالی می شکند ، باقی ماند مطلبی دیگر، چون عبور افواج شاهیه به دهلی واقع شود، اهتمام کلی باید کرد که مثل سابق پامان ظلم نگردد، اهل دهلی چندین دفعه نهیب اموال وهتک ناموس دیده اند به همین سبب درکارهای مطلوبه شاهی توقف افتاد ، آخر آه مظلومان کارها دارد، این باراگرمی خواهند که کاردست بسته میسرشود قدغن بلیغ باید نمود که کسی بامسلمانان وذمیان دهلی کار نداشته باشند والسلام »  (مکتوبات ۶۰مخ )

ج : احمدشاه چی کوم هدف درلود هغه یی سرته ورساوه …

یوشمیر پوهان چی کله یی ناپیلی نه شو بللی داحمدشاه په باب دگوتنوی داخبره هم کوي چې گواکی ده په هند کی یوپیاوړی حکومت جوړنه کړاودهند له سوبی زر بیرته خپلی پلازمینې  کندهارته راستون شو. یو هندی پوه په خپل اثر (تاریخ مختصرملت اسلامیه ) چی په اردو ژبه دی داحمد شاه په باب لیکی : ” احمدشاه په اخلاقی لحاظ ، أانی کردار، پوځي صلاحیت، انصاف اوعدل اوددینداری له امله په گرد ملت اسلامیه کی له خورا لویو او ممتازو واکمنانو و، چی یوشمیرخلاوی یی هم درلودی ، ده په پانی پت کی مرهته وو ته تاریخی ماته ورکړه ددی پرځای چی په دهلی کی یو پیاوړی  دولت ځای پرځای کړي ، بیرته دکندهار په لور ستون شو …” (ملت اسلامیه کی مختصر تاریخ دویم جلد ۴۱۸مخ )


(*)  ګارډي (ساتونکی ) د دکن له پټانانوڅخه دی چې په ځوانۍ کې له فرانسویانو سره د باډي ګارد پوځي په توګه دنده پیل کړه. دفرانسویانو په پوځ کې یي په توپچي برخه کې عملی کار وکړ ترڅوچې په دغه برخه کې یولوی توپچي ماهرترې جوړشو. ګاردي ابراهیم نومیده ، لومړی له نظام سره نوکرشو، څه جنګونه یې دهغه په مرسته هم وکړل، په پای کې مرهټه ووته ورعئ ، له هغوی سره یي د ډیلی اونورو سیمو په جګړو کې برخه واخیسته ، دپاني په جګړه کې هم ترټولو مرهټه مشرانو دی پیاوړی اومهم و، دده توپونواحمدشاهی پوځ ته په لومړۍ ورځ لوی زیان ورساوه ، مرهټه مشران هسې ځانوته کریدت ورکوي، دپانې  پت اصل اتل همدغه ګاردي و چې، ژوندی ونیول شو شجاع الدوله ته یې زارۍ وکړئ څوله مرګه وژغورل شي هغه یي هم سپارښتنه وکړه خو ونه منل شوه اوپه احمدشاهی امرپه سزا ورسول شو.

 

دداسې خبروموخه اوهدف معلوم دی ، داډول خبرې دهند اوسني مسلمانان کوي، دوی فکرکوي چې مغلان نوردواکمنۍ نه وو، که احمدشاه ابدالی ځان په هندکې نیولی وای اوهند یی خپل مرکزټاکلي وای هند به بیاهم دمسلمانانو په واک کې پاتې واوانګریزانوبه هم داجرآت نه وای کړی چې هندوستان یي نیولی وای .  خوموږ د دوی په ځواب کې یوازې دومره وایو چې احمدشاه هندوستان ډیرښه مطالعه کړی و، هغه دلته دمغلي کمزورې واکمنۍ د ځنګندن سلګۍ اوریدې، هغه په دې پوهیده چې هند یوازې په هندوستانیانوباندې ، پرهغوی چې دلته واک اوځواک لري اداره اوساتل کیدای شي ، هغه داکاروکړ، مغل چې له کفایته لویدلی وو، دپاچا په نامه پرتخت کیناوه ، نورپوځې اومهم مقامونه یي نورو وتلو هندي استوګنو مشرانوته چې پرهغه مهال دلارښونې حساب پرې کیده وسپاره او دایي دیوې پیشبنۍ په توګه په پام کې وه چې دده پاتې کیدل په هندکې همداسې پای لري لکه دمغلواونورو تیرو واکمنانانو. احمدشاه ابدالي په خپله دغه وړاندوینه باندې دهندستان د راتلونکی په لوریوه نوي لارپرانیسته چې هندیان  کیدای شي یوڅه موده وروسته پردغه تاریخي میراث باندې ترموږ زیات وویاړي. احمدشاه بابا هند هندیانو ته وسپاره اوپه خپله افغانستان ته راستون شو اوپه ډاګه یي داوویل چې :

ددهلی تخت هیرومه چی رایاد کړم
زما دښکلې پشتونخوا دغروسرونه

بله خبره داوه چی دهند خلکو اودهند روحانیت احمدشاه بابا ددی له پاره نه و رابللی چی هند غصب کړي ، ان

دشاه ولی الله په مکتوبونو کې هم داسې اشاره نشته چی دی د په هند کې  د درانی امپراتورۍ دځواکونو په پاتی کیدو باندې ټینګاروکړي ،خودمرستې هیله یی تری درلوده.
احمد شاه ابدالي چی دکوم هدف په خاطر دهند په لور راوتلی و هغه یی ترلاسه کړاوپرهغه  څه چې له ده غوښته شوې وه بریالی شو، ده دیوه مرستندوی په توګه ترهغه زیاته ادعا هم نه درلوده۔ هغه په هند کی دمغلي حکومت د پاتیدوهیله کوله هغه ترسره شوه هغوی چې ده وګمارل لکه  شاولی الله اودهغه کورنۍ ،یوسفزی نجیب الدوله امیرالمجاهدین (*) شجاع الدوله ، احمدخان بنګښ دوی ټول هغه کسان وو چې دوی په بشپړمسوولیت سره دهندوستان ادارې ته اوږې ورکړې وې.  اودوی ددغه هیواد دوارثانوپه توگه د درانی امپراتورۍ پرهغه تگلاره لکه چی احمدشاه هغه په ایران کی پلی کړی وه مخ په وړاندی گامونه اوچت کړل.

احمدشاه بابا دخپلوسوبو په باب په خپله داخبره کوی : « چی ماته دجهان نیولو اوهیواد نیولو له کاره پرته دیوی نیکنامی اود سامی شریعت له خوریدو پرته بل کوم هدف نشته ، په هروخت اوهرمهال کی زما دغه ثواب ته تلوسه ده او پرته له دې زه بله هیله نه لرم  چی دپیاوړی دین چراغ ددنیااوربع مسکون پرمخ خپلی سپرغی خوری اوخلایی اوچته وي.ماته دواکمنۍ کول پرته دسیدالانام دشریعت داعلام اودملت ددرناوی له ویاړه پرته بل اهمیت نه لري اونه می له نوموړي هدفه پرته بل کوم ملحوظ په دی باب په نظرکی دی.زما گرد کوششونه په همدغه منظورروان دی څو چی دجزا په ورځ دپاک الله په مخ کی شرمنده نه وم ۔زما هدف اوهیله دگرد بشریت په تیره بیا د اهل اسلام له خیراوفلاع پرته بل شی نه دی…» ( احمدشاه درانی  – دپوپلزایی اثر )


(*)نجیب الدوله په ۱۷۰۷ کال پښورته نژدې زیژیدلی دی ، داچی په هغه مهال هلته دده له پاره ددرس اومعاش شرایط نه وو برابرله هغه ځایه دوابی ته راغی اودلته ځای پرځای شو. په ۱۷۷۳ کی یی آنولې ته ځان  علی محمد خان ته ور ورساوه ، کله چی علی محمد خان دشاهنشاه له خوا دسرهند دگورنر په توگه مقرر شو، دی هم له هغه سره هلته ولاړ نجیب خورا نومیالی ، پوه ، ځیرک اولرلیدی انسان و. دشاه ولی الله خاص مرید و چی داحمد شاه په رابلنه اودعوت کی له هغه سره یوه خوله اویونظرو۔ په پوځي چاروکی داسی ماهرپوځي و چی ددشمنانو گردمقاومتونه به یي په پوره متانت سره تارومارکول۔ په سیاست کې هم دی تدبیرلرونکی سیاست پوه و چی دښمنانو هرشان توطیی یی کشفی اوپه خپل وخت له منځه وړلای  شوې ، ویل شوی چی دغه نومیالی اتل له مغلی حکومته داسی ننگه وکړه لکه چی خراسانیانو له بنی عباس خلیفه گانوسره په خپل وخت کی ترسره کړې وه.کله چی احمدشاه له هنده دوتلو نیت وکا بوبیا یی دی د هند(امیرالامرا ) وټاکه. نجیب الدوله د علومو اوفرهنگ په خوریدو اوپرمختگ کی دپاملرنی ونډه  ترسره کړه . په نجیب آباد کی یی یوه مدرسه جوړه کړه چی دمولانا عبیدالله سندی په وینا دشاه ولی الله دغورځنگ له سیاسی مرکزونو یوه همدغه مدرسه وه.هغه په هندکی دهندومسلمان دولت له موسسینو و. دغه نومیالي په ۱۷۷۰ کال کې له دنیا سترگې پټې کړې …” (مکتوبات ۲۰۲مخ )

پایله: 


احمدشاه ابدالی بی شکه چی داوسنی افغانستان یوبریالی موسس اوواکمن و ۔ هغه ددوو نیمو لسیزو په اوژدو کی دخپل عصر له نامتوواکمنانو وشمیرل شو چی لامل یی هم دیوه منظم اوقوي خواک په مرسته دیوه مرکزي دولت اواداری را منځ ته کول وو.داسی ځواک چی دهغه مرسته یې په خورا آسانۍ سره یې دکورنیو او بهرنیوغلگرو اوسرکښو ځواکونو په مقابل دخپل هیواد، خپلې خاورې اوملي تمامیت دفاع اوننگه وکولای شوه.
دویمه لویه اودپاملرنی وړخبره چی دده دواکمنی دلویې بریا په توګه ویل کیدای شي هغه داده چی ده پرته له کوم غرض او تعصبه په خپل عصرکې په هیواد کې دننه اوباندې کار دکاراهل ته وسپاره لکه چی ارواښاد غبارهم دغه مهم اصل ته اشار کړې اولیکلي یې دي چی په هره برخه کی  یې په کارپوه کسان پرته له قومی ، مذهبی او توکمی توپیرونو له ملي مسوولیتونوسره  پرکارونو وگمارل۔ چی دغه اصل یی داحمدشاهی امپراتورې د رسمي ارکانو په ټاکلوکې په خورا سمه توگه لیدلی شو.« … دهرات په ولایت کی یی درویش علی خان هزاره ، په نیشاپور کی یی عباس قلی خان بیات ، په قلات کی یی اشرف خان غلجی، په شکارپور کی دوست محمدخان کاکړ، په مشهد کی یی شاه روخ افشار، په بلوچستان کی یی نصیرخان بلوچ ، په پنجاب کی یی زین خان مومند، په سند کی نورمحمد خان چی په شهنوازخان سندی نامتوو،په دیره اسماعیل خان کی موسی خان، اوپه ملتان کی یی شجاع خان ابدالی …» پردندو وگمارل (غبار، مسیر ۳۵۹مخ )

زما په اند په اسلامي نړۍ کې  ددراني امپراطورۍ  ورته والی اوپرتله یوازی دعباسي نامتو خیلفه هارون الرشید (۱۴۸ق ۱۹۳ق) له واکمنی سره کیدای شي چی په عباسی دوره کې یی دیوې پراخې واکمنۍ اساس کیښود چی دهغې لویې واکمنۍ (خلافت ) یوه مهمه برخه یی برمکي یحیی اودهغه زامنو ته وروسپارله  هغه کسان چې هغوی په خپل وخت کې لوی اودپاملرنی وړنومیالي واکمنان یادیدل.
احمدشاه نه یوازې دیوه دولتی، سیاسی اوپوځي سستم وارث و بلکه هغه په خپل هیواد کی دیوه هراړخیز اوجامع فرهنگ دایجاد اوپرمختیا وارث هم و، چی اغیز یی ان ترخپل هیواد دباندی په گاونډیو هیواد و کی هم دپاملرنې شو. پشتواوفارسي ژبوته یې پاملرنه هغه لویه کارنامه وه چی د احمدشاهی دوری له مهمو فرهنگی کارنامو یی بللای شو.دی دپشتوژبی نومیالی شاعرو چی دده دغه تگلاره دده په کورنی کی دده راتلونکوهم دده په شانی وڅارله. فارسی ژبه یې په اداره کې وپنځوله اردو اوهندي اوان چې پنجابي ژبی یی په هنداوپنجاب کی داسی وهڅولې چی ددغې دوری آثاراویادگارونه یی تراوسه پوری تلپاتې اوستاینې وړدي . همدغه دراني امپراتوري وه چې دفرهنګی پالنې له برکته یې تراوسه پوری فرهنگی ویاړونه اودکتابوتاج محلونه ( چې رامپوررضا کتابتون یا دکتابونو تاج محل ) یې  دهرواقعبین اوپه فرهنگ مین انسان پاملرنه وراړوي اود احمدشاهی عصردغو تلپاتی  هنري اوفرهنګی بریاوو ته اوس هم دزړه له کومی گوته په غاښ کیږي ، څوک راته ویلي شي چې په دغه کچه فرهنګي خدمت مرهټه وو دخپل تاریخ په اوږدوکې هندوستان ته کړی دې ؟؟؟

پروفیسور عبدالخالق ۔ رشید د جواهرلال نهرو پوهنتون استاد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب