د الله لور ته د بلنې حكم، د دعوت او تبلیغ اصول او مرحلې | نبوي سیرت ۸ برخه

د الله تعالى لور ته د بلنې حكم

د قرآنكريم پدې آيتونو كې داسې امر وشو: ((يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ (1) قُمْ فَأَنذِرْ (2) وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ (3) وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ (4) وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ (5) وَلا تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ (6) وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ (7).)) (المدثر:1-7)

ترجمه : اې په جامه كې نغښتونكيه (له هيبته د وحي) پورته شه! (له ځايه د خوبه) نو وويروه (خلك له عذابه د الله كه ايمان نه راوړي) او د خپل رب لويې بيان كړه او كالي خپل پاك وساته، او ګندګي او بتان ترك كړه، او مه كوه داسې احسان چې بدل يې ډير غواړې او د پاره د رب خپل صبركوه (او هيله ورته ولره احكامو ته يې منتظر اوسه)

پدې آيتونو كې د الله تعالى له لوري رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته داسې امرونه شويدي چې په ظاهركې ډير ساده او عادي ښكاري، خو په حقيقت كې د ډيرو اوچتو او لويو اهدافو او د واقعيتونو په دنيا كې د ژورې اغيزې او لوى عمل درلودونكي دي:

1_ له انذار (ويرولو) نه هدف او غوښتنه دا ده چې ټول هغه كسان چې پدې دنيا كې له الهي اوامرو نه سرغړوي او د الله (جل جلاله)  د رضا مخالفت كوي بايد له خپل وخيم او خطرناك انجام او عاقبت نه خبر او وويرول شي، ترڅو په زړه كې يې ويره او لړزه را ولاړه شي.

2_ د رب العالمين د تكبير او په لويۍ سره د هغه د يادولو تقاضا او غوښتنه دا ده چې د ځمكې په مخ بايد بل هيچا ته هم لويي او كبريا پاتې نه شي، بلكه د داسې كبرياء او لويۍ ماڼۍ بايد رانسكورې كړى شي تر څو د ځمكې په مخ له الله (جل جلاله)  پرته بل هيڅوك د لويۍ اوكبريا درلودونكى نه وي.

3_ د جامو د پاكۍ او له هر ډول چټلۍ نه د ځان ساتلو هدف دا دى چې په ظاهري او باطني صفايۍ او پاكۍ، له هر ډول ګندګۍ او شائبو نه د نفس په تزكيه كې د كمال هغه لوړې پوړۍ ته وخيژي چې انسان ورته يوازې د الله تعالى  په رحمت، حفظ، هدايت او نور سره رسيدى شي. هدف دا دى چې هغه د كمال دې درجې ته په رسيدو سره د انساني ټولنۍ لپاره داسې قدوه او عظيمه نمونه وي چې سليم زړونه ور پورې نښلي، او له حق نه منحرف او كاږه زړونه يې له هيبت او عظمت نه په لړزه راځي، او بالاخره ټوله دنيا د موافقت او يا مخالفت په صورت كې د هغه په شاوخوا راوڅرخي.

4_ دا چې امر ورته كوي چې په نيكۍ او احسان سره د كثرت يا زيات بدل هيله او غوښتنه مه كوه، مطلب يې دا دى چې خپل عمل، كړه او هلې ځلې لويې او غټې ونه شميري، بلكه په مسلسله توګه په يوه عمل پسې د بل په لټه او كوښښ كې وي، زيات مشقت وګالي، عظيمې قربانۍ وړاندې كړي، خو بيا دا ټول هيركړي او داسې وانګيري چې دا د الله تعالى په وړاندې هيڅ هم ندي يعنى د الله تعالى په ياد او د هغه په وړاندې د ځواب وركولو له ويرې خپلې ټولې قربانۍ، مشقتونه او تكليفونه له ياده وباسي اوپه هيڅ يې وشميري.

5_په وروستي آيت كې الله تعالى دېته اشاره كوي چې د دعوت او بلنې په لاره كې به هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دښمنانو او معاندينو له خوا ډول ډول كړاوونه او تكليفونه ويني، مخالفت به ورسره كيږي، ملنډې به ورباندې وهل كيږي، ان تر دې چې دده او دده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د اصحابو (رضي الله عنهم) د قتل او وژلو كوښښونه به كيږي. نو الله تعالى ورته امر كوي چې ددې ټولو مشكلاتو په وړاندې له صبر او زغم  نه كار واخلي او د فولادي غره په شان ثابت او ټينګ ودريږي، خو دا صبر او ثبات به ددې پخاطر نه وي چې كومه شخصي ګټه او نفسي غوښتنه يې پرې پوره شي بلكه دا ټول به يوازې او يوازې د الله تعالى د رضا پخاطر وي .

الله اكبر! دا حكمونه  او اوامر په ظاهره څومره بسيط خو الفاظ يې څومره جذاب، اوچت او د ژور اثر درلودونكي دي، او همدا په ظاهر كې بسيط او آسانه اوامر د عمل او هدف په ډګر كې ډير عظيم، سخت او لوى دي. او د همدې اوامرو په نتيجه كې څومره عظيم الشان طوفان را اوچت شويدى چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسيدلى، لوى انقلاب يې راوستى او نړۍ يې يو له بل سره وصل او يو ځاى كړيده.

همدا مبارك آيتونه د تبليغ او دعوت مواد او اصول هم په ګوته كوي، د انذار مطلب او مقصد دا دى چې دا وښيي د انسان ځينې كارونه او اعمال داسې دي چې نتيجه او عاقبت يې ډير خطرناك او وخيم دى، او څرنګه چې هرچا ته دا معلومه ده چې انسان پدې دنيا كې د خپلو ټولو كړو نتيجه او جزا نه ويني، نو پدې صورت كې د انذار يوه تقاضا دا ده چې د انسان د ټولو اعمالو او كړو وړو د بدلې او جزا لپاره له دنيا نه علاوه يوه بله ورځ هم وجود ولري، او دا همغه ورځ ده چې د قيامت، د جزا، او دين د ورځې په نامه ياديږي، او دا بيا ددې غوښتنه كوي چې بايد له دنيوي ژوند نه پرته بل  ژوند هم وجود ولري.

او نور آيتونه له بندګانو نه دا غواړي چې بايد يوازې د توحيد لاره غوره كړي، ټول كارونه واحد خداى (ج) ته وسپاري، د خداى تعالى د امر او رضا په مقابل كې خپلې هيلې، غوښتنې او د خلكو خوښي او رضا شا ته واچوي.

نو د دعوت مواد او اصول به دا وي:

الف: توحيد.

ب: د قيامت په ورځ  ايمان.

ج: د نفس تزكيه، له هر ډول منكراتو، بديو او چټليو نه ځان ساتل، او د ټولو هغو امورو پريښودل چې د خطرناك عاقبت او وخيم انجام درلودونكي وي. همدا راز د هر ډول نيكۍ، خير، فضيلت او كمال خپلول او سرته رسول .

د: ټول كارونه الله تعالى ته سپارل.

هـ: ددې سلسلې آخرينۍ كړۍ د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په رسالت باندې ټينګ او پوخ ايمان درلودل، او دا ټول د هغه تر قيادت لاندې او د هغه له لارښوونې سره سم سرته رسول دي.

بله دا چې دا مبارك آيتونه ددې عظيم كار او مسوليت د ادا لپاره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته امركوي چې نور خوب، آرام، ګرمه بستره پريږدي د كړاو، مشقت، او جهاد لاره غوره كړى: ((يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ (1) قُمْ فَأَنذِرْ (2))) دا ددې معنى وركوي لكه چې وويل شي: هغه څوك چې يوازې د ځان لپاره ژوند كوي،كيداى شي خوب او آرام ولري، خو ته اې محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دومره مسوليت په غاړه لرې چې بايد نور د خوب، آرام او ګرمې بسترې  په فكر كې نه وې، ستا پيټى دومره دروند دى چې له هغه سره له كړاو او مشقت پرته بل څه نه شې ليدلئ، پاڅه، ډيرعظيم مسوليت در په غاړه دى، دا تر ټولو ستر پيټى همدا ستا دى، پاڅه  د جهاد او تكليفونو دا اغزنه لار ووهه، پاڅه! نور د خوب او آرام وخت نشته  نور د بې خوابۍ، مسلسل كړاو دور شروع شويدى، پاڅه او ددې لوى او درانده بار د اوچتولو لپار ځان تيار او چمتوكړه. دا ډيره عظيمه او هيبتناكه كلمه او خبره ده چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ګرمې بسترې او آرام ژوند نه راپاڅوي او د تندو توپانونو، خونړيو جګړو، او عظيمو حادثو په سمندر كې يې ورلاهو كوي، د كور له آرام ژوند نه يې را باسي او د خلكو د ضميرونو او  ژوندنيو حقايقو د مقابلې او كشمكش په ميدان كې يې دروي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم ددې الهي حكم د اوريدو سره سم را پاڅيد او څه د پاسه شل كاله د جهاد او مقاومت په ډګر كې ولاړ و، خوب او آرام يې نه درلود. ددې عظيم مسوليت د ادا په لاركې يې ځان، اهل او اولاد ټول هيركړي وو، په پوره ثبات او ميړانه سره يې د الله تعالى لورته بلنه كوله، او ددې دومره ستر او درانده بار او پيټي په اوچتولو او وړلو كې يې د ستومانۍ او كمزورۍ احساس ونكړ. رښتيا هم چې دا ډير دروند بار و ځكه دا د ټول بشريت، او د ټولې عقيدې مسْوليت و، دا د ژوند په ټولو اړخونو كې د جهاد  او انقلاب لار وه. دا ټوله موده د الله تعالى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د جهاد، جګړې او كړاو په ډګر كې و، داسې كله هم پيښه نه شوه، چې د يوه كار له امله دې بل كار ورنه پاتې شوى وي. له كومه وخته يې چې دا الهي حكم تر غوږو شويدى له همغې ورځې نه يې ټول ژوند د مسلسل جهاد او دوامدارې جګړې په ميدان كې تير كړيدى، جزاه الله عنا و عن البشرية كلها خيرالجزاء١.

په راتلونكو پاڼو كې به د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې مسلسل او نه ستړيكيدونكي جهاد په هكله څه لنډې او مختصرې خبرې وكړو.

د دعوت مرحلې (پړاوونه)

د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم ) د نبوت مبارك ژوند په دوو بيلابيلو دورو ويشلى شو:

ا_ مكي دور_ تقريبا ديارلس كاله.

2_ مدني دور_ پوره لس كاله.

بيا هر دور مختلفې مرحلې لري چې هره مرحله د خاصو ځانګړتياوو او بيلوونكو خصائصو درلودونكې ده، كه د دعوت او بلنې پر دې دواړو دورو لږ دقيق او ژور نظر واچوو، نو همدا خبره به راته ښه څرګنده او په ډاګه شي.

مكي دور په دريو مختلفو مرحلو ويشل كيداى شي:

1_ د پټې بلنې مرحله چې موده يې درې كاله وه .

2_ د مكې خلكو ته د بلنې د اعلان مرحله، د بعثت د څلورم كال له پيل نه د بعثت د لسم كال تر وروستۍ برخې پورې.

3_ له مكې نه د باندې د دعوت د اعلان او خوريدو مرحله، د بعثت د لسم كال له وروستيو نه مدينې ته د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر هجرته .

د مدني دور د مراحلو تفصيل به پخپل ځاى كې راشي.

لومړۍ مرحله  – دعوت او تبليغ

درى كاله پټه او سري بلنه

دا خو هرچا ته په ډاګه ده چې مكه هغه وخت د عربو ديني مركز و، د كعبې شريفې ساتونكي، د امورو مشران  او د عربو په نزد د مقدسو بتانو ساتونكي هم همدلته مكه كې وو، نو ددې ځاى اصلاح او ددې خلكو په نيغه لار روانول د نورو په نسبت ډيرګران او مشكل كار و. دلته د دعوت او اصلاح لپاره داسې پخې ارادې او ټينګ عزم ته ضرورت و چې د مصيبتونو او مشكلاتو طوفانونه يې له ځايه ونه شي خوځولى. او پداسې حالاتو كې د حكمت تقاضا او غوښتنه هم دا وه چې دعوت او بلنه  بايد په لومړي سركې په پټه او مخفي توګه ترسره شي، ترڅو د مكې اوسيدونكي په ناڅاپي او ناببره توګه له يوه راپاروونكي حالت سره مخامخ نه شي .

د اسلام لومړني لارويان

طبيعي خبره وه چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بايد لومړى هغه كسان اسلام ته راوبولي چې له ده او آل بيت سره دوستي او نژدې اړيكې ولري. همداسې وشول رسول كريم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لومړى خپل دوستان اسلام ته راوبلل، او هغو كسانو ته يې د اسلام بلنه وركړه چې د خير تمه يې ورنه كوله، پيژندل يې چې هغوى تل د حق او حقيقت خواته دريږي، او دده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په صدق، ريښتينولى او صلاح باندې پوخ باور لري.

لدې ډلې نه هغو كسانو د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بلنه ومنله چې كله يې هم د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د عظمت، صلاح،  صدق، او صداقت په هكله شك نه و كړى. دا د الله تعالى غوره بندګان په اسلامي تاريخ كې د السابقون الاولون په نامه شهرت لري، ددې ډلې په سركې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بي بي حضرت خديجه (رضي الله عنها)، د رسول كريم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) آزاد شوى غلام زيد بن حارثه بن شرحبيل الكلبي(1)، او د محمد مصطفى (عليه السلام) د تره زوى علي بن ابي طالب، چې هغه وخت لا ماشوم و او د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر كفالت لاندې و او د رسول كريم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر ټولو نژدې ملګرى حضرت ابوبكر صديق (رضي الله عنهم) وو، دوى هغه كسان دي چې د دعوت په لومړنيو ورځو كې په اسلام مشرف شويدى.

پدې پسې ابوبكر الصديق (رضي الله عنه) د اسلام لورته د بلنې لپاره مټې راونغښتلې. ابوبكر (رضي الله عنه) پخپل قوم كې يو منل شوى او مخور سړى و، د خپلو نيكو اخلاقو، تدبر، پوهې او په تجارت كې د تجربې له بركته به هميش خلك ده ته ورتلل، ناسته ولاړه يې ورسره درلوده، نو له همدې فرصت او حيثيت نه په استفادې سره يې هغه كسان اسلام ته رابلل چې اعتماد او باور يې ورباندې درلود، او خپل راز يې ورته ويلى شواى، بالاخره د ابوبكر (رضي الله عنه) د دعوت او تبليغ په نتيجه كې عثمان بن عفان الاموي، زبير بن العوام الاسدي، عبدالرحمن بن عوف، سعد بن ابي وقاص (الزهريان)، طلحه بن عبيدالله التيمي (رضي الله عنهم اجمعين) په اسلام مشرف شول او پدې ترتيب سره دا آته كسان د اسلام لومړني لاروي او مخكښان دي.

همدا راز بلال بن رباح الحبشي (رضي الله عنه) هم د لومړنيو مسلمانان څخه دى، ورپسې د اسلامي امت امين ابو عبيده عامر بن الجراح(٢) (د بني الحارث بن فهر له كورنۍ نه)، ابو سلمه بن عبدالاسد، ارقم بن ابي الارقم (المخزوميان)، عثمان بن مظعون او وروڼه يې قدامه او عبدالله، عبيده بن الحارث بن المطلب بن عبدمناف، سعيد بن زيد العدوي او ښځه يې فاطمه بنت الخطاب العدويه (د عمر بن الخطاب خور)، خباب بن الارت، عبدالله بن مسعود الهذلي او داسې نور (رضي الله عنهم) په اسلام مشرف شول. او همدوى السابقون الاولون دي چې د قريشو په مختلفو كورنيو پورې يې اړه درلوده. ابن هشام يې شميره څلويښت ښوولې او نومونه يې هم ذكر كړيدي(٣). خو پدې لست كې ځنې كسان داسې دي چې له السابقون الاولون نه يې شميرل پوره ثابت ندي او په هكله يې اختلاف وجود لري.

ابن اسحاق وايي: وروسته ډله ډله خلك (نارينه او ښځې) په اسلام مشرف شول تر دې چې په ټوله مكه كې د اسلام نوم خور شو او د خلكو په ژبو به ياديده.(١)

خو لومړنيو ټولو په پټه اسلام راوړى و، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به هم په مخفي توګه غونډې ورسره كولې او د دين ښوونه به يې ورته كوله، ځكه دغه وخت دعوت مخفي او وګړيز (فردي) و. وحي هم د المدثر سورت له لومړيو آيتونو وروسته په مسلسله توګه راتلله. دغه وخت به چې كوم آيتونه را نازليدل هغه به لنډ لنډ وو خاتمه به يې په ډيرو زړه راښكونكو الفاظو سره كيده. دا  آيتونه به پر زړونو د ژورې اغيزې درلودونكي او د هغه وخت له سكون او رقت نه ډكې فضا عين مطابق وو. دې آيتونو د نفس تزكيې او پاكۍ ته بلنه وركوله او په دنيوي چټليو باندې د ملوث كيدو او ككړيدو زيانونه يې په ګوته كول، له جنت او دوزخ نه به يې خبرې كولې او داسې به يې ترسيمول تا به ويل چې همدلته اوس حاضر موجود دي، مومنان به يې د وخت له بشري ټولنې نه اوچت او يوې بلې فضا اوچتول.

لمونځ

د لمانځه امر د اسلام په لومړيو كې رانازل شوى ، مقاتل بن سليمان وايي: د اسلام په لومړيو كې الله تعالى دوه ركعته سهار او دوه ركعته ماښام لمونځ فرض كړى و، الله تعالى فرمايي: ((وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِيِّ وَالإِبْكَارِ)). (غافر- 55)

ترجمه: (او تسبيح وايه سره له ثنا د رب خپل هم په آخره د ورځې كې او (هم) په اوله د ورځې كې…). ابن حجر وايي: له معراج نه مخكې هم رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو (رضي الله عنهم) په قطعي توګه لمونځ كاوه، خو اختلاف پدې كې دى چې د پنځه وخته لمانځه له فرضيت نه مخكې هم كوم لمونځ فرض و او كه نه؟ ويل كيږي چې هغه وخت يوازې له لمرختلو او لمر لويدلو نه مخكې لمونځ فرض و او بس. حارث بن اسامه د ابن لهيعه له لارې له زيد بن حارث نه موصول روايت كوي: په لومړيو كې چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وحي راغله، جبريل (عليه السلام) ورته راغى، د اوداسه طريقه يې وروښودله، او كله چې له اوداسه فارغ شو نو يوه لپه اوبه يې واخيستى او په عورت (شرمګاه) يې وروشيندلې. ابن ماجه هم پدې مفهوم يو حديث رانقل كړيدى. له براء بن عازب اوله ابن عباس (رضي الله عنهم) نه هم دې ته ورته يو حديث روايت شويدى د ابن عباس (رضي الله عنهما) په حديث كې راځي: ((وكان ذلك من أول الفريضة))(1). دا لمونځ له لومړنيو فرائضو څخه و.

ابن هشام وايي: كله به چې د لمانځه وخت شو نو رسول اكرم  (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحاب (رضي الله عنهم) به درو او خوړونو ته تلل او هلته به يې له خپل قوم نه پټ لمونځ اداء كاوه. يو ځل ابو طالب وليدل چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او علي (رضي الله عنه) لمونځ كوي، نو پدې   هكله يې پوښتنه ورنه وكړه، او چې په حقيقت پوه شو نو د ثبات او ټينګار امر يې ورته وكړ.(٢)

قريش په اجمالي توګه له مسئلې نه خبريږي

د دعوت او بلنې په مختلفو پيښو او واقعاتو كې له غور او دقت نه وروسته دا په ډاګه كيږي چې  دعوت كه څه هم پدې مرحله كې پټ، مخفي او انفرادي شكل درلود، خو بيا هم  قريش ورباندې خبر وو البته دا وه چې چندان باك يې نه ورباندې راوړ او دې خوا ته يې زياته توجه نه درلوده.
محمد الغزالي وايي: دا خبرونه د قريشو غوږونو ته رسيدلي وو، خو ځان يې نه خوځاوه، باك يې نه ورباندې راوړ، كيداى شي به دا ګومان  به يې كاوه چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به هم د هغو ديني خلكو په شان وي كوم چې د الوهيت او الهي حقوقو په هكله خبرې كوي، لكه اميه بن ابي الصلت، قس بن ساعده، عمرو بن نفيل او داسې نور، خو كله چې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دعوت مخ په خوريدو شو، اغيزه يې زياته شوه، همدا وه چې هغوى هم ورنه وويريدل او د وخت په تيريدو سره يې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او دده دعوت تر نظر او مراقبت لاندې ونيو.(٣)

درى كاله تير شول خو اسلامي دعوت همداسې پټ او انفرادي (وګړيز) شكل درلود، پدې موده كې يو داسې مومن ټولګى جوړ شو چې غړي يې د ورورۍ او تعاون په مزي يو له بل سره تړل شوي وو. د رسالت تبليغ جريان درلود، او اوچت منزل ته د رسالت او دعوت د رسولو هڅې جاري وې، په همداسې حالت كې د الله تعالى له لوري وحي راځي او رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته امر كوي چې خپل قوم په ښكاره او علني توګه اسلام ته راوبولي، له باطل سره ډاګيزې مقابلې ته ملا وتړي او د دوى پر بتانو د حقيقت ګوزار وكړي او له مخ نه يې پردې پورته كړي تر څو  خلك يې په حقيقت او محتوى پوه شي.

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب