د رسول الله صلی الله عليه وسلم ټوكې

ابوهريره رضي الله عنه  وايي: صحابه ووپوښتنه وكړه يارسول الله ! تاسو مونږ سره ټوكې هم كوئ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: هو! خوزه كله هم ناسمه خبره نه كوم (۳)

يوسړي ابن عباس رضي الله عنه  نه پوښتنه وكړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  به ټوكې كولې ؟ هغه ورته وويل:  هو! ويل: څه ډول ټوكې به يې كولې؟ ابن عباس رضي الله عنه  ورته وويل: يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم  خپلې يوې بي بي ته پرانستى رخت وركړ او ورته ويې ويل:داواغونده الله ته شكروباسه اوګرځه دنوي ناوې په ډول يې لمن كشكوه!(۴)

حضرت انس رضي الله عنه  وايي: درسول الله صلی الله عليه وسلم  اخلاق ترهرچالوړو،دابوعميرپه نوم زمايووړوكى ورور و چې نوى له پيو جلاشوى و،رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې به زمونږ كورته  راغى اوهغه به يې وليد؛نو ورته ويل به يي: اى اباعميرڅه وشول په نُغير؟انس رضي الله عنه  وايي: كله ناكله به دنفل لمانځه وخت راغى اورسول الله صلی الله عليه وسلم  به زمونږ كره و؛ نومونږ ته به يې وويل: دغه پوزى چې لاندې اواردى لږ يې وڅنډئ او اوبه پرې وشيندئ! مونږ به همداسې وكړل اوبيابه رسول الله صلی الله عليه وسلم  وړاندې شو جمعه به يې راكړه ،هغه پوزى دكجوروله پاڼوڅخه جوړو (۱)

انس بن مالك رضي الله عنه  په يوبل روايت كې وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم  دطلحه رضي الله عنه  كورته راغى اودهغه يووړوكى زوى ابوعميريې وليدچې غمجن ناست دى

هغه صلی الله عليه وسلم  به هروخت ابوعميرسره ټوكې كولې داځل يې پوښتنه وكړه چې ابوعميرولې خپه دى؟ كوروالاوو ورته وويل: نُغيرمرغۍ چې ده به لوبې ورسره كولې مړه شوې ده ځكه خپه دى، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: اى اباعميرڅه وشول په نغير؟  (۲)

your ads

[irp][irp][irp]

انس ابن مالك رضي الله عنه  وايي: يوسړى راغى رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه يې سپرلي وغوښته رسول الله صلی الله[1] عليه وسلم  ورته وويل: داوښې بچى به دركړم، هغه وويل: يارسول الله ! زه به داوښې بچى څه كړم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: ولې هر اوښ داوښې بچى نه وي؟ (۳)

حضرت انس رضي الله عنه  وايي: يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم  په ټوكوكې راته وويل: اى ددوه غوږونو والا! (۴)

حضرت انس رضي الله عنه  وايي: دزاهرپه نوم يواطرافي سړى وپيغمبرته به يې كليوالي شيان په تحفه كې راوړل او بيابه چې بيرته تللو،رسول الله صلی الله عليه وسلم  به دښارشيان په تحفه كې وركول رسول الله صلی الله عليه وسلم  به ويل: زاهرزمونږ لپاره كلى دى اومونږ دهغه لپاره ښاريو، نوموړى له رنګه تور و او درسول الله صلی الله عليه وسلم  ورسره ډيره مينه وه،يوه ورځ يې په كوڅه كې سوداخرڅوله چې ناڅاپه يې رسول الله صلی الله عليه وسلم  دشاله خواسترګې پټې كړې  اوسينې ته يې جوخت کړ،زاهر رضي الله عنه ويل: څوك يې؟ پرې مې ږده! خوچې رسول الله صلی الله عليه وسلم  يې وليد؛نوشايې درسول الله صلی الله عليه وسلم  سينې ته نوره هم ورجوخته كړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم  په ټوكوكې وويل: داغلام څوك اخلي؟ زاهر رضي الله عنه  وويل: يارسول الله! كه ماخرڅ كړئ؛ نوچندان بيه به ونه كړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: داسې نه ده! ته د الله  په نزد ډيره ګرانه بيه لرې (۱)

نعمان بن بشير رضي الله عنه  وايي: ابوبكرصديق رضي الله عنه دپيغمبر صلی الله عليه وسلم په دروازه كې دورتللواجازه وغوښته خوچې غوږ يې ونيوحضرت عائشه رضي الله عنها  له پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره په زوره زوره غږيږي؛ نوورغى حضرت عائشه رضي الله عنها  يې لاسه ونيوه ورته ويې ويل:درسول الله صلی الله عليه وسلم  په وړاندې دومره په زوره خبرې كوې؟ اوبيايې غوښتل چې په څپيړه يې ووهي؛ خورسول الله صلی الله عليه وسلم  پرې نښود ابوبكرصديق  رضي الله عنه  همداسې په غصه كې بيرته ووت؛ نورسول الله صلی الله عليه وسلم  حضرت عائشې رضي الله عنها  ته وويل: څنګه مې ترې خلاصه كړې! څوورځې وروسته چې بياابوبكرصديق رضي الله عنه راغى اوويې كتل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  اوحضرت عائشه رضي الله عنها  يوځاى ناست دي؛ نوويې ويل: تاسوچې زه په شخړه كې شريك كړى وم نن به مې په سوله كې هم شريكوئ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ته موشريك كړې ته مو شريك كړې(۲)

حضرت عائشه رضي الله عنها  وايي: يو وخت چې زه وړه وم اوبدن مې سپک و په يوسفر كې رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره ملګرې وم، په لاره يوځاى رسول الله صلی الله عليه وسلم  خلكوته وويل: تاسوټول وړاندې ځئ مونږ درپسې يو ، خلك چې وړاندې لاړل رسول الله صلی الله عليه وسلم  راته وويل: راځه چې په ځغاسته كې سيالي وكړو! ماويل: سمه ده؛ خوچې منډه موكړه زه ترې وړاندې شوم؛ نورسول الله صلی الله عليه وسلم  چپ ودريد، ډيره موده وروسته چې بيازمابدن يوڅه دروندشوبيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره په يوسفركې روانه وم اوهغه پخوانۍ كيسه رانه هيره وه،رسول الله صلی الله عليه وسلم  بيا خلكو ته وويل: تاسووړاندې ځئ مونږ درپسې يو، خلك چې وړاندې لاړل راته يې وويل: راځه چې ځغاسته كې سيالي وكړو؛خوچې منډه موكړه رسول الله صلی الله عليه وسلم  رانه وړاندې شو؛نوويې خندل او ويې ويل:دادهغه پخوانۍ سيالۍ بدله شوه ( چې ته رانه وړاندې شوې وې)(۱)

[irp][irp][irp]

حضرت انس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم  په يوسفرکې له خپلوبيبيانوسره يوځاى روان واويواوازويونكي داوښانومخ ته اوازونه ويل چې ښه مزل وكړي؛ نورسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: انجشه! پام كوه باريكې ښيښې ماتې نكړې!(۲)

حضرت انس رضي الله عنه  په يوبل روايت كې وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم  خپلوبيبيانوته راغى اومهارنيونكي ته يې وويل:ښيښې په كراره بيايه!دی وايي:په بيبيانوكې ام سُليم  رضي الله عنها  هم وه((۳)

حسن رضي الله عنه  وايي: يوه بوډۍ ميرمن راغله رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته يې وويل: يارسول الله! ماته دعا وكړه چې خداى پاک مې جنت ته بوزي، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: بوډۍ ګانې به جنت ته نه ځي، هغه په ژړا اوبيرته روانه شوه،رسول الله صلی الله عليه وسلم  وويل: دې ته ووايئ چې بوډۍ ګانې به جنت ته په بوډۍ توب كې نه ځي ځكه چې خداى پاک فرمايي:

إِنَّا أَنشَأْنَاهُنَّ إِنشَاءً . فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا  [الواقعة ۳۶-۳۵]

ژباړه:يقيناموږ هغوى په يوخاص پيدايښت سره پيداكړي اوهغوى مو( تل ) پيغلې ګرځولي (۵


۳:  اخرجه الترمذي في الشمائل  ۱۷  او اخرجه البخاري في الادب ۴۱  عن ابى هريره > مثله

۴: اخرجه ابن عساكروضعفه كذافي كنزالعمال  ۴/۴۳

۱: اخرجه احمد وقدرواه الجماعة الااباداؤ دمن طرق عن انس بنحوه كذافي البدايه  ۶/۳۸  واخرجه البخارى في الادب مختصرا  ۲ ۴:  وهكذا لفظ الترمذى

۲:  عند ابن سعد   ۳/۵۰۶

۳:اخرجه احمدورواه ابوداؤدوالترمذي وقال الترمذي صحيح غريب كذافيالبدايه۶/۲۲۴عن محمدبن قيس بمعناه الاانه جعل السائلة ام ايمن

۴ :اخرجه ابوداؤدكذافي البدايه۶/۳۶والترمذي في الشمائل۱۶وقال قال ابواسامة يعنى يمازحه واخرجه ابونعيم وابن عساكركذافي المنتخب۵/۱۴۲

۱: اخرجه احمد وهذا اسنادرجاله كلهم ثقات  على شرط الشيخين ولم يروه الاالترمذى في الشمائل ورواه ابن حبان في صحيحه كذافي البداية  ۶/۳۶  واخرجه ايضا ابويعلى والبزارقال الهيثمي ورجال احمد رجال الصحيح واخرجه البزاروالطبرانى عن سالم ابى  الجعدعن رجل من اشجع يقال زاهر بن حرام الاشجعى رجل بدوى وكان لا يزال ياتى النبى صلی الله عليه وسلم بطرفة اوهدية فذكربمعنهاه قال الهيثمي  ۹/۳۶۹ رواه البزاروالطبرانى ورجاله موثقون>

۲:  اخرجه ابوداؤد كذافي البدايه  ۶/۳۶

۱: اخرجه احمد كذافي صفة الصفوة  ۱/۶۸

۲:اخرجه احمد وفي الصحين نحوه عن انس كما في البدايه  ۶/ ۴۷

۳ :عندالبخاري في الادب ۴۱

۵ :اخرجه ابوداؤدكمافي البدايه  ۶/۳۶

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب