د الله تعالى په لارکې د ازميښتونو گټې

تر ټولو د مخه بايد دا خبره په نظر کې وساتل شي چې د يوه مسلمان دا روا نه ده چې په زوره خپل ځان اميښتونو ته وروړاندې کړي ځکه چې کيداى شي چې امتحان په وړاندې صبر او زغم ونکړاى شي او يا دا چې په زوره دې ځان په ذلت کې نه اچوي او يا داچې په خپل ځان باندې کافران مسلط کړي او د نورو لپاره هم دفتنې لامل وګرځي البته که په غيراختياري توګه دالله تعالى دمقدراتو او حکمتونوسره سم ازميښتونوسره مخامخ شو نو بيادى د صبراو تقوى لياره خپله کړي او په پاى کې به الله تعالى نصرت اوکاميابي ورپه برخه کړي

کله چې مسلمانان له ازميښتونو سره مخامخ کيږي نوبيشکه چې که يوپلوته پکې تکليفونه اوزحمتونه شته بل پلوته پکې ډيرې ګټې او فائدې هم شته چى موږ به ورته په لاندې ټکوکې اشاره وکړو:

امام عزالدين محمدبن عبدالسلام په دې اړه په زړه پورې شيان ليکلې دي چې په لاندې ډول دي:

لومړى: د الله تعالى قهر او غلبه په ښه شان سره درک کول.

دويم: د الله تعالى په وړاندې د خپل ځان عبوديت ذلت او کمزورتيا پيژاندل په دې اړه الله تعالى فرمايلي دي:

(الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

ژباړه: صابران هغه کسان دي کله چې دوى ته څه مصيبت ورسيږي نو وايې چې موږ دالله ملکيت يو اوموږ همدې الله ته بېرته ورګرځيدونکي يو.

له دې مبارک آيت څخه معلومه شوه چې دالله تعالى صابرين بندګان دمصيبت اوازميښت په مهال دا اعتراف کوي چې دوى دالله تعالى په ملکيت کې دي اوهغوى دده کمزوري بندګان دي اودوى دالله تعالى حکم اوتدبېرته ورګرځيدونکي دي اوپه دې خبره اعتراف کوي چې له الله تعالى څخه دتېښتې ځاى نلري اونه ترې خلاصون لري

دريم:دازميښت په نتيجه کې په بنده کې اخلاص پيداکيږي داځکه چې دى پوهيږي چې دسختيوپه لرې کولوکې الله تعالى يواځنۍ مرجع ده، الله تعالى فرمايلي دي: ﴿وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلا كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ﴾ (

ژباړه: اوکه چېرې الله تعالى تاته څه ضرر درورسوي نوپرته له الله تعالى څخه دهغه پورته کوونکى نشته

څلورم:ازميښت په انسان کې عاجزي پيدا کوي، او ديته يې اړباسي چې يوازې د الله تعالى څخه هر څه وغواړي او له بل چا نه څه ونه غواړي.: الله تعالى فرمايي:﴿وَإِذَا مَسَّ الإِنْسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا﴾ ژباړه: کله چې انسان ته ضرر ورسيږي، هغه مونږ رابلي

پنځم: په امتحاناتوباندې الله تعالى دخپلوبندګانو ګناهونه معافوي که مسلمان ته يو وړوکې مصيبت هم رسيږي الله تعالى پرې دهغه ګناهونه رژوي

شپږم: په امتحاناتوکې داسې پټې ګټې هم شته چې مونږ يې نشودرکولاى لکه چې الله تعالى فرمايلي دي:﴿فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا﴾ (النساء:

قريبه ده چې تاسې يو شى بد ګڼئ او حال داچې الله تعالى په هغه تاسې ته ډير خير مقرر کړى وي

لکه څرنګه چې الله تعالى ابراهيم عليه السلام له يوه جابر حاکم سره په دې کې په ازميښت کې واچاوه اودده مهاجره اوبې وطنه بې بې ورڅخه په زور روانه کړه هماغه وو چې الله تعالى په خدمت کې بې بې هاجره په خدمت کې ورکړه اوبيا هغولوى شخصيت حضرت اسماعيل عليه السلام ورڅخه پيداکړ اوبيا الله تعالى دهغه له اولادې څخه داخرې زمانې رسول محمدرسول الله صلى الله عليه وسلم پيداکړ

مولوي امين الله ازره وال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب