په پيچکارۍ کولو سره روژه ماتيږي؟

که چیری څوک په روژه کې پیجکاری وکړي،روژه یې مکروه ده او که فاسدیږي؟ او که فاسدیژي نو کفاره پرې شته او کنه؟

بسم الله الرحمن الرحيم.

هغه پيچکاری چې د سخت مرض د پاره د ضرورت په وخت کې کيږي روژه نه فاسدوي   «‌کما  حققه  العلامه  المفتی  محمد  شفیع رحمه الله  و   العلامة  التهانوی رحمه الله  فی  امداد  الفتاوی‌«‌.( امداد  الفتاوی  کتاب  الصوم‌: 2/144) نقل في الفتاوي المحمودي حنفي .

همدارنګه جديد فقهي مسائل ج ۱ص ۹۵ .

علماء بلدالحرام لیکي :

دوه ډوله پيچکاری وجود لري : يو ډول هغه پيچکارۍ دي چې انسان د ابو او خوراک څخه بې نيازه کوي چې د هغه څخه هدف د بدن تغذيه وي او د لوږي د احساس نه کولو پخاطر تر سره شي دا ډول پيچارۍ روژه باطلوي.

دوهم ډول هغه پيچکارۍ دي چې د هغه څخه د تغذيې کار نه اخيستل کيږي بلکې د مرض د پاره په وخت د ضرورت کې کارول کيږي په دې باندې روژه نه ماتيږي ځکه چې په دې باره کې شرعي نص وجود نه لري روژه په هغه څه باندې فاسديږي چې په شرعي نصوصو ثابت وي په دې باره کې د کوم شرعي دليل ثبوت نشته .

  فتاوي علماء بلدالحرام مکة المکرمه – فتاواي روزه. ص(58)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب