د افغانستان کرنيزو محصولاتو په اړه لنډ معلومات

1- د افغانستان د خلکو اساسي غذا غنم دي، چې د منی موسم کې کرل کيږي، او د پسرلي د جوزا په مياشت کې رېبل کيږي.

2- په افغانستان کې دوه 2 ډوله وريجې کرل کيږي،

۱- نرۍ وريجې، په ننګرهار، لغمان، او بغلان ولايتونو کې زياتې کرل کيږي،

۲- غټي وريجې، په کابل، لوګر، او ميدان وردګ ولايتونو کې زياتې کرل کيږي.

3- جوار په ۲۶۰۰ متره ارتفاع کې کرل کيږي، د جوارو اصلي ځای او منشاء د امريکا متحده ايالات هيواد دی. جوار په لو مړي سر کې د ترکي غنمو په نوم ياديده.

4- د کچالو يا پټاټو د تولید له امله په نړۍ کې د روسیې هيواد لومړی مقام لري، د کچالو اصلي منشاء جنوبي امريکا ده، او و کچالو ته د کپرک په نوم مرض ډير تاوان رسوي.

5- د قهوي اصلي ځای سعودي عربستان هيواد دی، قهوه په ۳ کاله کې حاصل ورکوي، او د قهوي له يوې ونې څخه د ۱۵ کالو لپاره حاصل اخيستل کېږي.

6- بوره له لبلبو او ګني څخه حاصليږي، او د نړۍ زياته بوره له لبلبو څخه حاصليږي.

7- د چای په توليد کې د چين هېواد په نړۍ کې لومړی مقام لري، د چای بوټي په دريم کال حاصل ورکوي.

8- چکسلواکيا هيواد له اوربشو څخه په بير جوړولو کې زيات شهرت لري، او اوربشې په کمو اوبو کې حاصل ورکوي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب