شهزاده فتح جنګ

شهزاده فتح جنګ د شاه شجاع زوى او د تيمورشاه لمسى و.

انګرېزانوپه لومړي يرغل کي شاه شجاع په تخت کښېناوو، خو په وړاندي يې پاڅونونه وشول،شاه شجاع چي کله دغازيانوپله درنه وليده،نو له جهادي مشرانو په ځانګړي توګه له نائب امين الله خان سره يې اړېکي ونيولې او په جهاد کې دګډون هيله يې څرګنده کړه.ملي مشرانويې هم ديوه باچا په توګه هرکلى وکړ،مشرانو ترې وغوښتل څو دجلال آباد په لوري دتګ تابياونيسي.خو ده ناغيړي کوله،تر دې چي دشجاع الدوله دزمانشاه بارکزي دزوى له لوري دشاه شهيد اوسياه سنګ په مينځ کې د١٢٥٨ کال دصفري په ٢٣ نېټه ووژل شو.[1]

په بالاحصار کې غونډه جوړه شوه او دشاه شجاع زوى فتح جنګ دواکمن په توګه وټاکل شو،ټولوخلکو ورسره بيعت وکړ ،خو يواځي نواب زمان شاه بارکزي او دهغه پلويانو له فتح جنګ سره دبيعت کولو څخه ډډه وکړه، فتح جنګ خپل ورور شهزاده شاهپور دنواب زمانشاه بارکزي دتابع کولو لپاره واستاو،زمانشاه ورسره په جګړه پيل وکړ او دکابل تر بالاحصاريې ورساوو.په دې وخت کې وزير اکبرخان له جلال آباده راروسيد،له نائب امين الله خان سره يې په يوه مفاهمه کې روغه وکړه اوفيصله وشوه چې فتح جنګ به پاچا او وزير اکبرخان به دهغه وزير وي.[2]

فتح جنګ په پټه له جنرال پالک سره اړېکي ټېنګي کړي ، وزير اکبرخان په خبرېدلو دى ( فتح جنګ ) بندي کړ ، خو دى له زندان څخه پټ وتښتېد،جلال آباد ته يي ځان ورساوو او له جنرال پالک سره يوځاى شو .[3]

جنرال پالک دکابل په لوري لښکري راوستې،اکبرخان دباميانو لور ته په شا شو او فتح جنګ دانګرېزانو له لوري په ١٨ شعبان ١٢٥٨ هــ کې بيا دپاچا په توګه وټاکل شو.[4]

خو پاچاهي يې تر ډيره دوام ونه کړ او له څه مودې پاچهي وروسته چې کله وليدل انګرېزان بېرته هند ته روان دي، له واکمني لاس په سر او له هغوى سره يوځاى دافغانستان له خاوري ووت.[5] [1] – در زواياي تاريخ معاصر افغانستان، ١١٤مخ. احمدعلي کهزاد،دانش کتابخانه، ١٣٧٦ هـ ش سرطان ،پېښور ،پاکستان.

[2] – رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان، ١٥١ مخ. احمدعلي کهزاد،دانش کتابخانه ١٣٧٦ سرطان هـ ش.، پېښور،پاکستان.

[3] – افغانستان درقرن ١٩، ١٥٧ مخ. سيدقاسم رشتيا .بنګاه انتشارات ميوند، پنځم چاپ، ١٣٨٤هـ ش.

[4] – رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان، ١٥١ مخ.

[5] – افغانستان درمسيرتاريخ،٥٧٠ مخ ١ټوک . ميرغلام محمدغبار. مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب