افغانستان کې ځوانان او ماشومانو کې د شکر ناروغي

د افغانستان روغتیا وزارت وایي د شکر (ډیابیټ) ناروغان ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

ډاکټران د شکر ناروغۍ په اړه وايي چې دا ناروغي د پاخه عمر کسانو تر څنګ په کوچنیانو او ځوانانو کې هم شته، خو د پاخه عمر کسانو پرتله د ځوانانو او ماشومانو د شکر درملنه ګرانبیه او ستونزمنه ده.

د شکر ناروغۍ درمل ګران دي او ناروغان یې اړ دي ټول یې عمر یې وکاروي.

د شکر ناروغۍ متخصص داکټر حبیب گل اریوبي وایي که دغه ناروغي په وخت کنټرول نه شي د مرګ لامل ګرځي.

دا نور غړي خرابوي، لکه د سترګو، عصابو او زړه ناروغۍ پیدا کوي، یا د پښتورګو او محیطي عصابو ناروغي منځته راوړي چې ان د پښو پرې کېدوسبب هم ګرځي.

شکر ناروغي په وینه کې ستونزې رامنځ ته کوي او پښتورګو یا ګردو ته هم زیان رسوي او د ړندېدو او همدارنګه د زړه د ناروغیو او قلبي حملو امکان په کې شته .

د روغتیاپالو په خبره، د وزن ډیروالی، غوړین خوراک او فزیکي کار نه کول او ځیني وخت میراثي نژادېوالی او د عمر ډېروالی شکر ناروغي پیدا کوي.

د شکر د مخنيوي په اړه ډاکټران وايي: که منظم ورزش وشي، سم خواړه وکارول شي، په خوړو کې د غوړو او خوږو اندازه کابو کړی شي او سیګرټ ونه څکول شي، نو د شکر مخنیوی کېدلی او کنټرولېدلی شي.

افغانستان کې په شکر د اخته کسانو شمیر ۸ عشاریه ۴ سلنه دی او هر کال له لسو تر شل زرو کسان د دې ناروغۍ له امله مري.

ملګرو ملتونو سږ کال له شکر سره د مبارزې نړیواله ورځ د ښځې او شکر ناروغې په نوم ولمانځله.

دغه سازمان وایي اوس مهال په نړۍ کې ۱۹۹ میلیونه ښځې په شکر اخته دي چې تر ۲۰۴۰ کال به دغه شمیرې ۳۱۳ میلیونو ته ورسیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب