هېواد مو ‌‌‌‌‌‌ډېر ویاړونه لري

‎افغانستان یو د ویاړ څخه ‌‌‌‌‌‌ډک او لرغونی پنځه زره کلن تاریخ لري، چې ددې لرغوني تاریخ ‌‌‌‌‌‌ډېره موده یې د پردیو یرغلونو او د استعمارګرانو سره په جګړو کې تېره شوې دی او ستر ویاړ یې په دې کې دی چې هیڅکله افغانانو چاته د غلامۍ سره ندی کښته کړی .

‎او تل یې هر ‌‌‌‌‌‌ډول تیري کوونکي او استعمارګر ځواک ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی چې ښه مثالونه یې په خپل تاریخ کې د افغان او انګلیس جګړې وې چې بالاخره یې افغانستان د تیري کوونکو او استعمارګرانو په هدیره بدل شوی دی .
‎له بله طرفه د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې هم په ‌‌‌‌‌‌ډېرې بې شرمۍ د افغانستان پاکې خاورې ته خپلې ناولې پښې راداخلې کړلې ، خو په ماتو پښو بېرته وتښتېدل .

‎ددې ویاړونو علت دا وه چې د افغانستان په جغرافیه اوسیدونکي ټول میلیتونه قومونه، قبایل، د ورونو په ‌‌‌‌‌‌ډول د تل لپاره په یوه واحد افغانستان مئين او خپل ګران افغانستان یې خپل مشترک کور ګڼلی دی او تل یې په غم او ښادۍ کې خپل ځانونه د یو او بل شریک ګڼلي دي.
‎له بله طرفه افغانان نه یواځې په خپله خاوره مئين دي بلکې په خپل پاک او سپیڅلي اسلام دین تل له خپل سر او مال قرباني کړي دي.

‎او چاته یې اجازه نه ده ورکړې چې زموږ د خاورې او مقدس دین سپکاوی وکړي.
‎کله چې زموږ د خاورې او دین دښمنان په دې وپوهېدل چې افغانان په دې دواړو ویاړونو افتخار کوي او ساتنه یې کوي نو دا دښمنان که په سیمه کې دي او یا هم نړۍ کې خپلو تکتیکونو ته بدلون ورکړ ، د خپلو استخباراتي شومو پلانونو په رامنځته کولویې وکولی شو چې یو تعداد کسان د خپلو جاسوسانو په ‌‌‌‌‌‌ډول استخدام او زموږ په پاکه خاوره کې یې د ځان په ګټه وکاروي.
‎ چې نه یواځې یې افغانان وژلي او زورولي، بلکې زموږ اقتصاد ، سیاست، او کلتور ته یې نه جبران کیدونکي ضررونه رسولي.
‎زموږ تاریخي ویاړونه یې د خطر سره مخ کړل .
‎یعنې د افغاني خویندو د لباس او زموږ د مېړنیو نارینه و په لنګوټو او د دیني عالمانو په لباس کې یې ځان وژونکي بریدونه وکړل

‎زموږ عبادت خونې ، لکه جوماتونه او تکیه خانې ، هم ددوی له شر څخه په امان کې ندي، او د اسلام له نوم څخه په استفادې د مسلمانانو له بدن څخه د سر پرې کول چې د اسلام او زموږ د ملي کلتور په قوانینو کې هېڅ موجودیت او زموږ په ټول ویاړلي تاریخ کې یې مثال نشته .
‎حتی د شرم ځای دی چې په نوره کفري نړۍ کې د دا ‌‌‌‌‌‌ډول جنایتونو بېلګه نه لیدل کېږي علاوه په پورتنیو جنایتونو زموږ د ملي یووالي له منځه تللو څخه هم ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه نه کوي.
‎افغانستان چې یو خپواک هېواد دی په دې جغرافیه کې پراته میلونه ، قومونه او قبایل تل ټول افغان وُ او تل یې په سوله او ورورګلوۍ کې ژوند کړی دی .

‎او ټوله نړۍ زموږ هېواد افغانستان او اوسیدونکي یې د افغانانو په نوم په رسمیت پيژني.
‎خو دښمنان باید پوی شي چې یوه ورځ به په افغانستان کې جګړه پای ته رسېږي او د دښمن هر پلان به له خاورو سره یو کېږي ،

‎د داخلي غلامانو او جاسوسانو مخ به تور او تاریخ ته به شرمېدلي وي، او افغانان به د تل لپاره د هغوی څخه کرکه کوي.
‎افغانان د خپل یووالی وساتي او دخپل موجوده نظام ملاتړ د وکړي څو په نړۍ کې وځلېږو.

لیکواله: پښتنه کلیواله

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب