د اعتکاف فضائل

د روژې له اهمو عبادتونو څخه يو هم اعتکاف دی چې د همدې مياشتې په وروستيو لسو ورځو کې ترسره کيږي او دا چاره رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرت نه وروسته هر کال ترسره کړې ده او د ژوند په وروستي کال يې شل ورځې اعتکاف وکړ.

د اعتکاف معنا د الله په کور کې دېره کېدل او د هغه دربار ته ننواتي ورتلل دي او خپل ټول وخت د هغه عبادت ته ځانګړی کول دي، په دنيا کې چې يو څوک د چا کورته ننواتي ورشي هغه يې هرو مرو غږ اوري؛ نو د ارحم الراحمين جل جلاله شان خو تر دې ډېر لوړ دی چې د هر بنده ږغ واوري او توبه يې قبوله کړي، ژړا يې واوري او د له برکتونو ډکه مياشت کې ځانګړی انعام پرې وکړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د قيامت په ورځ چې هيڅ سيوری نه وي، الله به اوو تنو ته دخپل عرش د سيوري لاندې ځای ورکړي… يو له هغو څخه هغه مسلمان دی چې زړه يې ترجومات پورې تړلی وي او له يوه لمانځه وروسته د بل لمانځه په تمه وي.‌ (۱)

نو فکر وکړئ يو چا چې يوازې د پنځو لمونځونو په وخت کې په جومات پورې زړه تړلی وي نو هغه چاته به څومره ثواب ورکوي چې ټول وخت يې جومات ته وقف کړی            تړلې ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: واورئ! د انسان په بدن کې يوه ټوټه غوښه ده، هغه چې اصلاح شي ټول بدن ورسره اصلاح کيږي او که هغه فاسده شي ټول بدن وسره فاسديږي، واورئ! هغه ټوټه زړه دی. (۲)

او ډېر ځله زړه د ناروا مجلسونو، بې ځايه خبرو، شهواتو، بېځايه خوراکونو، ډېرو خوبونو او يو لړ هغو عواملو له امله فاسديږي چې انسان په اعتکاف کې ورڅخه لرې او خوندي وي.


۱- صحیح البخاري، حدیث رقم ۶۶۰
۲- صحیح مسلم ، حدیث رقم ۴۰۹۱

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب