ايوب شاه

ايوب شاه دتيمورشاه زوى ، داحمدشاه بابا لمسى و ، کله چي په افغانستان کې ملوک الطوائفي جوړه شوه، نو محمد عظيم خان دتش په نوم واکمن په لټه کې شو ، له شاه شجاع څخه يي هيله وکړه،هغه نټه وکړه او دبې شرطه مرستې او هيڅ رنګه پابندي نه منلو په صورت کې چمتو و.[1]

په دې وخت کې يې ايوب شاه وموند او محمد عظيم خان هغه ته دپاچهي وړانديز وکړ،هغه هم ومانو اوځان يي د پاچا په توګه  اعلان کړ (١٨١٩ز)، خو دوست محمدخان د محمد عظيم خان ورور،سلطان علي شاه په تخت کېنولى وو،له همدې امله د دواړو واکمنانو ترمنځ مجادله پيل شوه.دايوب شاه زوى اسمعيل سلطان علي شاه وواژه او ايوب دواحد لاسپوڅي واکمن په توګه ومنل شو .

محمدعظيم خان په ٣٨ کلنۍ کې وفات شو او پر ځاى يي زوي حبيب الله خان دايوب شاه د وزيرپه توګه کېنوست، حبيب الله خان هم ايوب شاه بي لاس اوپښو کړى و،په اسمعيل داخبره ښه نه لګېده اوغوښتل يي دحبيب الله خان چاره وکړي، خوله کندهاره پردل خان راغى،شهزاده اسمعيل يې وواژه اوايوب شاه يي له پلاز څخه لري کړ، په دې توګه دلاسپوڅو سدوزئي شهزادګانو واکمني ختمه شوه.[2] [1] – پښتانه دتاريخ په رڼا کې ٧٤٨مخ ، سيدبهادرشاه ظفرکاکاخيل ، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ .

[2] – رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان٦٠ مخ ،احمدعلي کهزاد، احمدعلي کهزاد، دانش کتابخانه ١٣٧٦ سرطان هـ ش.، پېښور،پاکستان.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب