د بريالي زده کوونکي صفات

عام صفات

بريالی زده کوونکی دخپل وخت څخه اعظمي استفاده کوي، داسې چې دیوې ورځې څخه ددوه او درې ورځو کار اخلي، او دا ددې لپاره چې هر شاګرد په بلقوه توګه په راتلونکې کې هر مقام ته درسیدو احتمال لري، چې بیا په خپل ضایع شوي وخت ډیر ارمان ورځي، نو بریالی شاګرد دغه وخت دخپل راتلونکي لپاره غنیمت بولي.

دمهال ویش سره سم ورځني درسونه مراجعه کوي، د نوي درس لپاره امادګي نیسي، او ترڅنګ یې دوخت او ذوق په تناسب اضافي مطالعه کوي.

په تعلیمي مرحله کې دډیرو ویلو پر ځای دډیرو لوستلو په هڅه کې وي، دهرځل مطالعه یې دامتحان دمطالعې په توګه وي، دهرڅه دمیخانیک زده کولو پر ځای دهغې دفهم ترلاسه کولو کوښښ کوي.

د استاذ په درسي حلقه کې مهمې علمي نکتې نوټ کوي، او دخپلو یاداښتونو په کتابچه کې یې دراتلونکي لپاره تنظیموي، په درسي حلقه کې دځان دپوهیدو نهايي کوښښ کوي، داستاذانو سره په معقوله توګه مفاهمه او مناقشه کوي.

دمطالعې پرمهال مغلق، غامض او حل طلب ځایونه په نخښه کوي، او بیا یې داستاذانو او یا هم پوهه ملګرو سره مناقشه کوي.

your ads

دښه خط کولو وخت نا وخت مشق کوي، دنویو وسایلو داستعمال دطریقو او ورنه داستفادې دلارو چارو دزده کولو اړوند حریص وي.

دسپورت او لوبو لپاره منظم وخت لري، او دبدني ریاضت سره مینه لري، ځکه چې بدني ریاضت په عبادت او تعلیمي هڅو کې نشاط راولي، او دفکر دغزونې او په کې دنوښت او ابتکار دسلیقې روزلو لامل کیږي.

د درسونو له پيل سره سم درس ته حاضرېږي او په حاضرۍ کې ناغېړي نه کوي.

د ملګرو درناوی کوي، د ښو او صالحو زده کوونکو سره ملګرتيا کوي او له بې هوده او مهملو زده کوونکو ليري ګرځي.

پنځه وخته لمونځ په مسجد کې په جماعت سره ادا کوي.

ښه طالب العلم بايد په زده کړه کې ځان تل محتاج وګڼي او لکه ناروغ چې د درملنې لپاره ډاکټر ته ورشي او ځان ورته محتاج بولي، دغه ډول دې طالب العلم هم د استاد په وړاندې ځان محتاج او نيمګړی بولي.

له هرچا څخه د کار خبره، پوهه ترلاسه کوي او الحکمة ضالة المؤمن خپله شيوه ګرځوي.

عمل ته په قول سره ترجیح ورکوي: معنا داچې تل باید شاګرد خپله وینا ته دعمل او افعالو جامه ورواغوندې یوازې وینا باندې دې اتکاء نه کوي، هیڅ وخت ترهغې یوشاګرد یوې کامیابۍ ته نه شي رسیدای ترڅو چې نظریات په عمل کې رانه ولي.

ورځني ټولو کارونو کې هیشه والی او پرلپسی والی لرل: کله چې شاګرد منظمه تګلاره ولري، بیا ورته په دویم قدم کې په خپله جوړه کړې تګلاره همیشه والی په کار دی او په پرلپسی ډول باید خپل ټول تعلیمي او ورځني کارونه که په داخل د مدرسې يا ښوونځي کې دي، او یاهم په کور یابل ځای کې په منظم ډول پرمخ بوزی، تر وسه کوښښ وکړي چې قضایی په کې ونه کړي، ځکه یوه ورځ قضاېی دده ټول سیستم او نظام خرابولی شي، چې دابیا دده په تعلیمي وړتیاو منفی اغیزه کوي.

په صنف کې درس ته دناستې لپاره غوره ځای ټاکل: په صنف کې غوره ځای ټاکل او انتخابول دا شاګرد سره ددرس په پوهیدو او لیکلو کې ډيره مرسته کوي، په ټوله کې سړی ویلای شي چې هغه شاګردان چې په صنف کې په لومړی صف کې کښیني دنورو په پرتله ډیر ځیرک ، هوښیار ، ویښ ، اوحاضر جوابه وي.

دڅلرویشتو ساعتو دتیرولو لپاره تقسیم اوقات لرل: کامیاب شاګردان عموما خپل وختونه په څلوریشتو ساعتو ویشی، مدرسې ته دتلو او راتلو، هلته هرمضمون ته خپل وخت ورکول، همدا ډول مکتب یامدرسه کې اضافي فعالیتونو اونشاطاتو اړوند، په کور کې دزده کړي، مذاکرې، مراجعې مطالعې اړوند او دنورو کورسره کومکی کارونو او سپورتونو ،دغو ټولو برخو ته معین وخت ټاکی او په ټاکلی وخت کې سرته رسوي.

ملګرو سره یوزای او په مشترکه توګه کارونه انجامول: تجربو ثابته کړی چې مثبت او ستر کارونه تل په مشترکه ډول سرته رسیدلی، دیو شاګرد مثال لکه دیوه لاس یا یوه ورغوی دی، او لکه څرنګه چې وایی دیوه لاس نه ټک نه خیژی همدا ډول یوشاګرد ستر کارونه په یوځان په اسانه نه شي سرته رسولی، لهذا غوره ده چې ځینی کارونه په مشترکه ډول سرته ورسیږي.

خپلې علمي رشتې سره دزړه مینه لرل، او په خپل ځان باور او یقین لرل: داځکه چې یوشی سره دچا دزړه مینه وي ، نو دهغه شی په سرته رسولو او یا لاسته راوړلو کې که هرڅومره زیار وباسی نه ستړی کیږی، او نه هم ترې دمړیدو احساس کوی، شاګرد باید داخبره په ذهن کې کیږدی چې دځمکې پرسر دی عند الله او عند الناس په غوره خلکو او غوره څانګه کې مصروف دی چې هغه زده کړه اوعلم یادول دي، همداډول باید پرځان پوره ډاډه وي چې څومره لوړ شخصیتونه دځمکی پرسردي او یاهم پخواتیرشوي هغوی هم زمونږ په څیر انسانان و، دمحنت او کوښښ کولو نه وروسته لوړشخصیتونه ترې جوړشوي.

په یاد کړي شوی شیانو تر وسه عمل کول: عمل هغه درجه ده چې شاګرد په شخصیت کې لوړوالی راولی، ویلی سبق یې ورته نور هم ښه شرح کوي، دخپلې رشتې سره یې مینه پیداکوي، خپل کارونو ته یې نور هم متوجه کوي، پرځان یې متکي کوي، او ددې ټولو نه مهمه دالله پاک معیت یعنې ملتیا يې په برخه کیږي، او چې کله انسان ته دالله پاک ملتیا په برخه شي نو بیا دهغه ټول کارونه سمیږي….

خپل ټول تعلیمي او ورځني کارونه په پوره صبر او تواضع سره سرته رسول: صبر یازغم داسې اخلاق دي چې ددنیا او اخرت یو کار هم پرته له دې هدف ته نه رسیږي، انسان الله پاک کمزوري، ناپوهه، غمجن، او عجول پیداکړی، دی به خامخا په عباداتو، معاملاتو، او اخلاقو ، بلکې په هرډول حرکت کې که ددنیا لپاره ئی کوي او یا داخرت لپاره دصبر دپل نه به په کې تیریږي، لهذا صبر شاګرد لپاره ډیر اړین دی، همدا ډول په هرکار کې تواضع کول هم ډير مهم دي.

تل علمي او غیرعلمي ستونزې په پوښتنه او ملګرو سره په شریکولو سره حل کوي: شاګرد که دهرې مرحلې وي، په یوه ځل ټول څه داستاد نه په صنف کې نشې ترلاسه کولای خامخا يې دمذاکرې ، مراجعې، او مطالعې پروخت نوي پوښتنې او احتمالات ذهن ته راځي، همدا ډول دمدرسې په ماحول کې دشاګرد دخپلو استادانو اوهمزولو په هره ادا او تعامل پوره سر نه خلاصیږي، نو د غوره شاګرد صفت باید دا وي چې د دغو ستونزو حل وپوښتي. پوښتنې او احتمالات ذهن ته رازي، او کله چې ده ته حلول په لاس ورشي نو دی په اتوماتیک ډول دکامیابۍ درجې ته رسیږي.

غوره او کامیاب شاګرد تل دمدرسې او دخپل چاپيریال قوانینو او لوائحو ته په درنه سترګه ګوري:

هره اداره، او ټولنه په خپل ځان کې قوانین او لائحې لري، دمثال په ډول دیوې تعلیمي ادارې ځینې لائحې دداخلو لپاره او ځینې دامتحانې امورو اړوند، ځینې بیا دنظم او ډسپلین عامه لپاره، څینې داستادانو او ادارې پرسونل سره دتعامل اړوند وې، غوره شاکرد باید دغه قوانین او لوائح که دیوې ادارې وي یاټولنې په پوره جدیت سره په خپل وخت عملې کړي، او تل ئی احترام وکړي.

غوره شاګرد تل لکه دتاجر(کاروباري شخص) په څیر دهرې ګړۍ حساب او احتساب کوي:

غوره شاګرد باید دافکر ولري چې سبانۍ ورځ باید دننۍ نه غوره او ښه وي، راروان میاشت باید دروانې نه ډیره کامیابه وي، راروان کال باید د روان کال نه غوره اوښه وي، که دشاګرد ژوند داسې نه تیریږي نو دی به په غوره شاګردانو کې نه رازي، باید دځان سره دهرې ګړۍ او هرساعت حساب وکړي، چې نن ما څه یادکړل څه مې ولیکل؟؟؟؟..

له زده کړې څخه يې موخه يوازې د الله جل جلاله رضا او خوښي وي، نه د مال، وظیفې يا شهرت ترلاسه کول.

په هر کړه وړه، حرکات او سکناتو کې په پټه او ښکاره حالاتو کې الله جل جلاله په ځان څارونکی ګڼي.

علم داسې خوندي کوي لکه څرنګه چې اسلافو خوندی کړی و، په ناروا هيلو او اميدونو يې لت پت نه کړي.

د ادارې ټولو اصولو او مقرراتو ته ژمن او وفادار وي.

د مدرسې له ټولو لوازمو څخه په صحيح توګه استفاده کوي او په دې پوهېږي چې مېز د څه لپاره دی، پکه د څه لپاره ده او داسې نور.

ذاتي صفات

دښو اخلاقو څښتن وي، ناسته ولاړه یې سنګینه، او له خبرو کولو دمخه پرې فکر کوي.

باطن او ظاهر دواړه له چټلۍ څخه پاک وساتي او په ښو خويونو يې اباد کړي داسې چې کينه، حسد، تېری، غوسه، دوکه، چل ول، تکبر، رياء، ځان ښوونه، بخل، بې زړه توب، تمه، فخر، په دنيا کې سيالي، مداهنت، تصنع، ځان ستاينه، په خپلو عيبونو سترګې پټول، دخلکو عيبونه لټول، تور پورې کول، ناوړه خبرې، خلک سپک ګڼل او دېته ورته څخه پاک وي.

په اسلامي اخلاقو سنبال وي، د اسلامي فرايضو پابند وي، او د خپل نفس په تزکيه باندې کار کوي.

دمور او پلار خدمت، دمشرانو او استاذانو احترام، دکورنۍ دغړو او ددرسي ملګرو سره مرسته او همکاري خپله دنده او مسؤلیت ګڼي.

نیت يې پاک وي او له علمه يوازې د الله رضا، په علم عمل، د شريعت احياء، د زړه رڼا، او الله ته د نژدې والي هدف يې وي.

دویده کیدو په ځاي کې يې دورځنیو کارونو لپاره مهال ویش تنظیم کړی وي، یعنې دورځنیو درسونو دمراجعې لپاره، دلوبو او سپورت لپاره، دملګرو دلیدو لپاره، دخوب لپاره …..

په خپل صحت پام کوي، سپورت کوي، ښه غذا خوري، د جسم د ضرورت په اندازه خوب کوي.

دلباس او خوراک اړوند منظم وي، لږ خوراک کوي، پاک کالي اغوندي، دورځې ډیره برخه په کارو او دشپې ډیره برخه په خوب تیروي، ځکه چې دکایناتو په نظام کې ورځ دکار او شپه دخوب لپاره پیدا شوي ددې ترتیب رعایتول په کارونو کې دبرکت لامل کیږي.

د شپې وختي ويده کېږي څو سهار وختي را ولاړ شي، لمونځ وکړي او د سهار له برکتي وخت څخه استفاده وکړي.

دتعلیم په ډګر کې مخکښ وي، دسټیج پر سر خپلو ملګرو ته ښه خطیب او ویناوال، ملګرو ته ددرسي طرحې او پلان په وخت کې ښه طراح، او دلوبې او مسابقې پر مهال ښه لوبغاړی وي.

د پوهې مينه وال وي.

د مطالعی مينه وال وي.

د لوړو اهدافو خاوند وي.

د لوړ الوت فکر لري.

تاند او هڅاند وي، سستي او عاجزي نه پېژني.

له وخت څخه تر وروستي استفاده کوي، او يوه اړينه برخه په کې د الله تعالی ذکر د قرآن عظيم الشأن تلاوت او تدبر، او د سيرت مبارک لوستلو ته ورکوي.

د لوړ همت، او عزم خاوند وي.

د فکري ازادۍ خاوند وي، کومه ازادي چې هغه ته ابداع او نوښت وربخښي.

د ځواکمن شخصيت خاوند وي، د نورو د غوښتنو لپاره خپله اراده او شخصيت له منځه نه وړي.

د لوړ استعداد خاوند وي، او د لوړ استعداد د حاصلولو کوښښ کوي.

هغه بخش غوره کوي؛ چې تر نورو بخشونو په کې ښه رسېدلی شي.

د ضرورت تر اندازې د عام ثقافت خاوند وي، عام ثقافت دا معنی چې د مختلفو علومو په ابجدياتواو عمومياتو خبر وي، يا ترې د ځان خبرولو کوښښ کوي.

په بې ګټې جدالونو خپل وخت نه ضايع کوي.

په خپلې درسي پروسه کې پر ځان متکي وي، امتحانونو ته بشپړ تياری نيسي، او د خيانت او نقل سوچ نه لري.

د کور، مدرسې او ټولنې له خوا تشويقيږي.

د کور، مدرسې، او ټولنې له خوا  نه تحقيريږي.

په کور، مدرسه، او ټولنه کې ابداع او نوښت هڅول کيږي.

د څېړنې، تحليل، ترجيح، او جزئي اجتهاد ملکه او جرأت ورکول کيږي، د نوښت او ابداع ملکه وربخښل کيږي.

ښه لوستونکی وي، د هرې مادې له لوستلو څخه ټاکلي اهداف لري.

ښه څېړونکی وي، په يوه کتاب بسنه نه کوي.

هر علم کې زده کړه د هغه علم له اصولو له مخې پر مخ بيايي، او په يوه علم د بل علم اصول نه ورګډوي.

د چاپېريال د ستونځو د حل کولو فکر لري، او د خپل تخصص په رڼا کې د هغو لپاره نظري حل لارې وړاندې کوي، او د امکان تر حده يې په تطبيق کې هم برخه اخلي.

د ځان، کوټې، ټولګي او مدرسې نظافت ته پام کوي، ځکه چې ښه او پاک چاپېريال د زده کوونکي پر روحياتو ښه اغېز او زده کړه کې مرسته کوي.

د صبر، حوصلې، زغم او برداشت څښتن وي، او په خپل ځان کنټرول ولري.

د کورنۍ او مدرسې اړيکې يې سره کلکې وي.

د تحصيل عمر زده کړې ته ځانګړی کړي چې هغه له ځوانۍ مخکې او د ځوانۍ زمانه ده.

په سختۍ صبر کوونکی وي، هغه که هرډول سختۍ وي.

له زیاتو خوړو او د حافظې له کمزوره کوونکو خوړوڅخه ډډه وکړي ځکه چې دا د کسالت لامل او حافظې ته زیان رسوي.

له تقوی او ځان ساتنې څخه ځان وساتي، حلال خواړه، لباس او اړوند توکي وکاروي څو د علم له نور او ګټې څخه برخمن شي.

له زیات اختلاطه، اړيکو ساتلو، له لوبو او د لوبو له شوق څخه ځان وساتي ځکه چې علم ترلاسه کول نسبتا ګوښوالي ته اړتيا لري، العلم لایعطیک بعضه حتی تعطیه کلک.

که طالب داسې وي چې په ليدو يې خلک خوشاله، ارمانجن شي چې کاش زما زوی هم همداسې وای، يا خلک يې خپلو زامنو ته نمونه وګرځوي؛ نو دا مثالي طالب دی.

طالب باید داسې نمونه وي چې په ليدلو يې انسان ته صحابه او اخرت په ياد شي، نه دا چې خلک ترې پناه وغواړي.

بريالی زده کوونکی د استاد په وړاندې

بريالی زده کوونکی له استاذ څخه په هره خبره کې دلیل نه غواړي، په درسي حلقه کې د اخلال او بیځایه تشبث څخه ځان ساتي، استاذ ته په درسي حلقه کې په ټولو حواسو سره مستحضر ناست وي؛ ځکه چې علم او پوهه په اصل کې داستاذ دخولې څخه انتقالیږي نه دشخصي مطالعې څخه.

په زړه کې غوټه نه پرېږدي او هر علمي موضوع له استاد يا ملګرو سره حل کوي.

استاد سره د درس پر مهال له درس څخه بهر خبره نه کوي او ټول ذهني تمرکز يې د درس پر موضوع وي.

ځان ته ښه استاذ ټاکي، ځکه چې د استاذ اخلاق، خويونه، او علم ده ته انتقاليږي؛ نو باید داسې استاذ وټاکي چې اخلاقي نېمګړتيا ونه لري، باطن او ظاهر د شريعت برابر او علمي پوهه يې هم لوړه وي، په ځانګړې توګه د مدارسو مديران او مهتممان په استاذ ټاکنه کې له زيات دقت څخه کار واخلي، هذا العلم دين فانظروا عمن تأخذون دينكم.

د استاذ پيرو وي، خبره، مشوره او سپارښتنه يې ومني او له استاذ سره ځان داسې وګڼي له ناروغ چې د ماهر طبيب له درملنې لاندې وي.

استاذ ته په درنه سترګه وګوري، درناوی يې وکړي څو ترې ورته ګټه اخيستل اسانه شي.

د استاذ تدريس ترټولو غوره ښېګنه باید هيڅکله د استاذ دغه ښېګڼه هېره نه کړي.

که استاذ څخه يې کومه تېروتنه وشي، بد چلند ورسره وکړي؛ نو له صبره دې کار اخلي او دغې کړنې ته دې ورته ښه محمل ولټوي، ځکه چې دا له استاذ سره مينه تلپاتې ګرځوي او طالبعلم ته په دنيا واخرت کې يې ګټه رسيږي.

د خپل استاذ شکر ايستونکی وي، من لم یشکر الناس لم یشکر الله.
په ټاکلي وخت له استاذ څخه درس واخلي، د وخت پابنده وي او له درسي وخت پرته هم له استاذ سره يې تعلق وي او له مشورو يې ګټه واخلي.

له استاذ سره په نرمۍ او ادب خبرې کوي، د استاذ غيبت، ناکاره خطاب، نوم پرې نه ږدي لکه څرنګه چې نن او سبا يو دود ګرځېدلی دی، دغه راز که له استاذه سهوه، تېروتنه وشي؛ نو په سمه توګه دې استاذ ورته متوجه کوي.

که استاذ يو مسئله، شعر، یا کيسه بیانوي او ده ته ياده وي؛ نو په پوره زير دې استاذ ته غوږ نیسي، د درس په مهال دې له سوال څخه ډډه کوي او که کوم سوال ورته پیدا کيږي له ځان سره دې نوټ کوي او په پای کې دې ترې پوښتنه کوي.

له استاذ سره په تعامل کې دې د سننو پيروي کوي، که يو څه ورکوي يا يې ترې اخلي؛ نو په ښي لاس دې اخلي.

له استاذ دې مخکې نه ځي البته که حالت د دې غوښتنه وکړي داسې چې تياره وي يا وېره وي.

د علم اړوند توکو سره يې چلند

بريالی زده کوونکی تل د زده کړې ټول توکي، لکه کتاب، کتابچه، قلم او نور شيان له ځان سره ساتي، څو د درس پر وخت يې ذهن بلې خواته ونه ګرځي.

څومره چې شونې وي خپل کتابونه دې واخلي او د مدرسې له وقف کتابونو څخه دې ګټه نه اخلي، ځکه چې کله ناکله د نکتې، تصحیح او يا هم د لیکنې اړتيا وي نو ليکلی به شي.

د کتاب، کتابچې، قلم، پنسل، مېز څوکی او هر څه چې يې له علم سره تړاو لري، باید په سمه توګه يې وکاروي، پاک يې وساتي او له بې ځايه يا د عادت خلاف کارونې څخه دې ډډه وکړي ځکه چې دا ټول څه زده کوونکي سره امانت دي او پورتنۍ کړنې خیانت ګڼل کيږي.

کتاب دې په ځمکه نه ږدي دغه راز کتاب دې يوبل باندې د رتبې له پلوه ږدي داسې چې لومړی قران، تفسیر، حدیث، فقه … او نور.

درس او مطالعه دې په اوداسه کوي، دغه راز که شونې وي قبلې ته دې کښيني دا په علم کې برکت پیدا کوي.

د مدرسې اړوند هرڅه ته دې بشپړه پاملرنه کوي، که هغه له ټولګي سره تړاو ولري او که له ليليې سره.

ستونزې او حل لارې

هغه څه چې افغان طالب او زده کوونکی یې له بل هر څه زیات اغیزمن کړی هغه دافغان زده کوونکي او طالب ټولنیزې او په ټولنه کې دمسلط سیاسي چاپیریال ستونزې دي؛ لکه ټولنیز فقر، بې نظمي، دعامه پوهاوي نشتوالی، سیاسي نامتوازن چاپيریال، دهیواد په کچه دپوهې او علم دارزښت نشتوالی، جګړه او دامنیت اړوند ناباوري. دا او دې ته ورته بلا ډیرې ستونزې هغه څه دي چې افغان طالب یې دخپل مستقبل په اړه درواني، فکري، او فزیکي په دری واړو لحاظونو ګواښلی. ځکه کله چې په یوه ټولنه کې دفقر ترڅنګ عامه نظم او سیاسي ساختار مختل وي؛ نو طبیعي خبره ده هلته دیو شاګرد بدن او دماغ یو بل سره دغښتلي او فعال تعامل څخه لویږي.

د دې ستونزې اساسي عامل ددې هیواد په چارواکو کې ددې ملت په وړاندې داجتماعي فکر نشتوالی دی، ګوری ! دروسانو سره دجهاد په دوره کې افغان ولس دخپلو مشرانو ښه میړنی ننګه وکړه، او دالله تعالی په مرسته يې پوره نیمه نړی کمیونزم ورته راچپه کړ، ولې دملت په اړه له اجتماعي فکر څخه محروم جهادي مشرانو په شخصي او لنډ مهاله غوښتنو اصرار دادی زمونږ ددې ټولو بدبختیو لامل دي چې تر ټولو زیات پکې زمونږ ځوان او زده کړی نسل سوځېږي.

دتعليمي سيستم او ادارې ستونزې

الف: دنصاب ستونزه:

تعلیمي پروسه خپله څلور بنیادي عناصر لري؛ معیاري او متوازن نصاب، وړ تعلیمي چاپېريال او اړین تعلیمي وسایل، مسلکي او متخصص استاذ، ښه او فعال مدیریت.

نصاب یو له دغو مهمو عناصرو څخه ګڼل کیږي؛ ځکه چې هرعصر خپله ژبه او تعبیر لري، چې دوخت په بد لیدو تعبیرونه هم بدلېږي، په دې معنا چې مستویات بدلون مومي او عموما شاته را درومي، که مونږ دنن نه تقریبا دیرش کلونه مخکې ولاړ شو، او دهغه وخت خپل درسي ملګري دنن مهال په هماغه مستوی دیوې مدرسې دشاګردانو سره مقایسه کړو جوت پوهیږو چې څونې توپیر موجود دی، خو بیا هم زمونږ په ځینو مدارسو او تعلیمي ادارو کې هماغه نصاب، په هماغه زماني مقطع کې تطبقیږي، چې ماته اوسنی نسل –خصوصا- دفنونو په برخه کې دهغې د هضمولو څخه عاجز ښکاري.

حــــــل

هغه مدارس چې دغه نصاب تطبیقوي دوه کارونه ورته اړین دي:

یو دا چې ددغه نصاب طالب باید کم له کمه ابتدایه تعلیمي مرحله تیره کړې وي.

بل دا چې په تدریجي بڼه دمستعدو استاذانو له خوا نوموړی نصاب د (اصالت او معاصرت) په بنیاد په نوې بڼه تهیه او ترتیب شي.

ددې ګټه داده چې له مخې به شاګرد ته دپخوا په څیر قوي خلفیه ور انتقالوي، او معاصرت په رڼا کې به دطالب دژر پوهیدا لامل کیږي.

ب: دتطبيقي اړخ نشتوالی:

زمونږ دشاګردانو او په ځانګړې توګه ددینې مدرسو دطالبانو بله ترټولو ستره ستونزه داده چې استاذان یې دفنونو دتدریس پرمهال دتطبیق خوا ته نه ورولي، ګورئ! مونږ چې دا فنون وایو ددې هدف او غرض لپاره یې وایو چې په نهایة المطاف کې دقرآنکریم او نبوي حدیثونو سم فهم ته که ونه رسیږو؛ نو اقلا ورنږدې خو شو.

مثلا دنحو، صرف او بلاغت دعلومو د ویلو هدف او غایه داده چې دعربي ژبې داسالیبو سره دبلدتیا وروسته په فصیحه عربي ژبه راغلي قرآن او نبوي حدیثونو کې دبیان شویو احکامو طبیعت او دهغې مراتب وپیژنو، او هم یې دلوستلو پرمهال دصحیح تلفظ او سم فهم وړتیا پیدا کړو.

د اصول فقه علم ددې لپاره زمونږ اسلافو په تعلیمي نصاب کې ځای کړی چې په مټ یې دقرآن کریم او نبوي حدیثونو څخه دحکمو او فوائدو دراویستلو دطریقې سره اشنا شوو، څو دژوند په لارو چارو کې لارښونه ځینې واخلو، او هم په قرآني نصوصو او نبوي حدیثونو کې دبیلګې په توګه ظاهر، نص، مفسر، محکم، صریح، کنایه او…. بیلابیلو اقسامو ترمنځ تمییز او تفکیک وکړای شو.

دمنطق او حکمت علم مونږ ته له دې نوره څه ګټه لري چې دخپلو مخالفینو سره دقرآن کریم داستدلال  طرز او فلسفه زده کړو، او هم دمناقشې او مباحثې پرمهال ددلایلو دپرځای استعمال او استخدام مواقع او مقامات درک کړای شو.

خو له بده مرغه زمونږ په مدارسو کې ډیر برجسته او پیاوړي استاذان دخپلو شاګردانو دغه اړخ ته ډیره پاملرنه نه کوي.

د دې ستونزې زيان

ددغه اړخ دنادیده نیولو تاوان دادی چې زمونږ یوه برخه شاګردان -البته ټول نه- دټاکلي نصاب دویلو څخه فارغ شي، په نحو کې –مثلا- دنحومیر څخه تر شرح جامي پورې يې دټولو دقیقو نکاتو او حاشیو په شمول خپل ذهن ته نقل کړې وي، ولې تر عمره پورې دهغه په ذهن کې دفاعل تصور د (زید)، دمفعول تصور د (عمرو) او دحال تصور د(راکبا) پورې محصور وي، دیته ورته یې نور اعرابي حالتونه درواخله.

حــــــل

دابهترین نصاب دی چې دنحو په اړه کلي قواعد په لنډه توګه طالب ته انتقالوي، په دې شرط چې استاذ لږ زحمت په ځان ومني، یوه ښه کتابچه ځان ته واخلي، او شاګرد ته دورځني درس په اړه دمبتدا، یا خبر، یا فاعل او …. اړوند قواعد دنحومیر، یا هدایة النحو، یا کافیه ( هر کتاب چې استاذ یې په پدغه کال تدریسوي) څخه ووایي، او تطبیق لپاره یې څو مثالونه دقرآن کریم آیاتونه یا نبوي حدیثونه راوړي، چې استاذ به دمخه په خپله کتابچه کې لیکلي وي، ددې ګټه به داوي چې هم به یې طالب دنحو په هدف پوه کړی وي، او هم به یې دکال په پاې کې دراتلونکو شاکردانو لپاره تطبیقي نحو میر، تطبیقي هدایة النحو، تطبیقي کافیه ترتیب کړیوي، همدغه په نصاب کې داصالت او معاصرت بنیاد تشکیلوي.

همدیته ورته داصول فقه فن درواخله مونږ په اصولو کې داصول الشاشي څخه تر مسلم الثبوت پورې ډیر قوي نصاب لرو خو که بیا له یو شاګرد څخه پوښتنه کوی چې ظاهر او نص راته په قرآن کریم کې تطبیق کړه، نو فقط همدغه یو آیت يې زده وي چې ( فانکحوا ما طاب لکم من النساء ….). دلته یوه جالبه خاطره راپه زړه شوه زما یو ملګری دی ددکتورا په مرحله کې زما همصنفي و، اوس په کابل پوهنتون کې استاذ دی، ښه عالم شخصیت دی، ماته یې یو ورځې خپله خاطره بیانوله ویل يې : ما دفقه او اصولو سره زښته زیاته علاقه درلوده، خو تر پایه مې په قرآن کریم دهغو محدودو آیاتونه څخه پرته (نص) تطبیق نه کړای شو، نو تصمیم مې ونیولو چې عربي علومو ته مخه کړم، ما ورته خندل چې زه عربي له پدې نیت راغلی یم چې په اصول فقه پوه شم؛ ځکه داصولو ډیری قواعد په لغوي بنیادونو ولاړ دي، او ته له اصول فقه څخه عربي ته راتښتیدلی يې.

همدا راز ماته داعملي نه ښکاري چې زمونږ استاذ دې د (سلم) طالبانو ته خپل ټول قوت په (سبحانه ما اعظم شانه) کې مصرف کړي، او په پاې کې دې زمونږ طالب دسلم دویلو په غرض او غایه سر نه وي خلاص.

زما هدف دادی چې زمونږ استاذان باید دشاګردانو دغه ستونزه په پام کې ونیسي، او دفنونو دتدریس پرمهال یې باید ځان سره دتطبیق خواته بوزي.

او په دې اړه دې څوک دا نه وايې چې دا خو زمونږ دپخوانیو علماوو نصاب دی، او ځانونه په هغوي قیاس کوي، نه !! دا غلطه ده ، بلکې پدې اړه دهغوي اتباع پکار ده، او هغه داسې چې هغوي په ذاتي محنت او کوشش دا نصاب دتطبیق وسیله ګرځولې وه، نه غایه.

دمثال په توګه تاسو خو په مقامات دمولانا ادریس کاندهلوي –رحمه الله- حاشیه وګورئ، بیا درته خپله دهغه په عربي علومو کې تبحر او وسیعه مطالعه معلومیږي، نادرې لغوي نکتې بیانوي، په بې شمیره قرآني آیاتونو استشهاد کوي.

یا دمولانا عبد الحي لکنوي –رحمه الله- تالیفات وګورئ، دبیلګې په توګه په علوم حدیث کې دهغه یوه وړه رساله ده، د الرفع والتکمیل په نامه، نږدي له یونیم سل مصادرو څخه یې پکې استفاده کړې ده، داسې نور علما درواخله. څوک دا نشي ویلی چې دغو علماو دې په دغه محدود نصاب اکتفا کړې وي.

بل دا چې زمونږ دشاګردانو لپاره هغه سویه، هغه محیط، او هغه چاپیریال اوس چیرې پاتې دی؛ نو پکار ده چې استاذان دخپلو اوسنیو شاګردانو سره په دې مورد کې زحمت وباسي.

ج : دعلمي سياليو او بحثونو نشتوالی:

زمونږ دشاګردانو بله ستونزه چې دادارې سره تړاو لري داده چې زمونږ اکثره مدارس دشاګردانو تر منځ دعلمي سیالیو او بحثونو دایرولو خواته بیخي پاملرنه، نه کوي، چې دنه شتون له امله یې زمونږ اکثره  فارغان جامد او غیر متحرک وي.

حــــــل

دعلمي سیالیو او بحثونو دایرول دشاګردانو په فکري روزنه کې دملا دتیر حیثیت لري، دعلم داهدافو سره یی اشنایي پیدا کوي، دهغه داخلي جوهر صیقل کیږي، بالقوة استعداد یې په بالفعل بدلیږي. په ګانده کې په ټولنه کې دیو واقعي لارښود، قاید او ژوندي معلم کردار لوبولی شي.

امام بخاري –رحمه الله- په کتاب العلم کې درسول الله –صلی الله علیه وسلم- دعلمي حلقې په میتود او طریقه یو باب ایښی (باب طرح الإمام المسألة على أصحابه ليختبر ما عندهم من العلم) چې دا مونږ ته را په ګوته کوي، چې کله ناکله دشاګردانو ترمنځ سیالی ترتیبول ځکه لازم دي چې یو بل ته یې علمي ذوق او علمي مقام ورمعلوم شي.

دې ته ورته بله ستونزه دلیکوالۍ دفن سره زمونږ دشاګردانو نا اشنايي ده، له بده مرغه ډیری مدارس په دې اړه بیخې بې تفاوته دي.

مونږ دمیډیا په عصر کې اوسیږو چې په ټولنه کې دیو فعال قوت په توګه په عامه اذهانو سیطره او واک لري، او هر لورې ته دهغوی دسوق کولو توان او ظرفیت لري.

دمدارسو هدف په ټولنه کې دفکري پلوه دقدوه کدرونو روزنه ده، چې ټولنه به رهبري کوي، عوامو ته به دژوند په هر اړخ کې لارشونه کوي، دبیګانه وو دفکري یرغل په وړاندې به لکه دسپر دریږي. ولې زمونږ مدارس دې ډګر ته یا ندي متوجې شوي او یا ورته بیخي مهم نه بریښي.

دشاګردانو داستونزه په ډیره اسانه توګه مهاریدی شي، که چیرې کومه مدرسه داخبار یا مجلې دچلولو امکانات نه لري، اقلا دوه دوه درې ورزیده استاذان دي مکلف کړي، چې دشاګردانو لپاره دیوالي جریدې ایجاد کړي، او دبیلابیلو مستویاتو او ټولګیو شاګردان دیته وهڅوي چې دغو جریدو ته خپلې لیکنې دنشر لپاره وروړي. دا کار دشاګردانو په فکري روزنه کې خورا عمده رول لري، په شاګرد کې فکري وسعت او بصیرت پیدا کيږي، او هم په راتلونکي کې دخپلې ټولنې په درد خوري.

د: په تعامل او رويه کې تشدد:

له بده مرغه په ځینو مدارسو او تعلیمي ادارو کې یو ډول تشدد لا اوس هم حاکم دی چې کله شاګرد آن له درس څخه زړه تورن کړي، دشاګردانو وهل، په یوه ځانګړی او مخصوصه طریقه په درسي حلقه کې دشاګردانو جبرا کښینول، دنورو شاګردانو په منځ کې دیو شاګرد توهینول، دا او دې ته ورته په رویه او تعامل کې تشدد او سختي دافغاني شاګردانو هغه ستونزه ده چې په هیڅ توګه دشاګرد دمستقبل لپاره ښه پیغام نه لري.

حــــــل

اداره باید استاذان په دې واداره کړي چې دخپلو شاګردانو سره په رویه او سلوک کې له نرمۍ کار اخلي، ددې ښه مثال دیو معلم او مشر په توګه درسول الله – صلی الله علیه وسلم- هغه تعامل او رویه ده چې دهغه – صلی الله علیه وسلم- د اوږدې مودې خادم او شاګرد انس –رضی الله عنه- مونږ ته رانقل کړی دی.

د دې ستونزې لاملونه

لومړی لامل: د چاپېریال د څرنګوالی پوري اړه لري

معنا داچې شاګرد یا زده کوونکی دغه ډول رویه دخپل چاپیریال څخه اخیستی، په دې معنا چې کیدای شي دی یو چا په خپل چاپیریال ،کور یاښوونځي کې په همدې ډول ګواښلی وي اوتېری يې پرې کړي وي.

بل حــــــل

په ټولیزه ډول به ووايو چې داسې ډول شاګردانو ته باید نرمي خبرې وشي په خوږه لهجه ورته خطاب وشي، او له دې سره سره دا ورته وويل شي چې بل چاته غوسه کول او يا ورباندې تيری کول ښه کارنه دی او ناوړه پايلي لري.

دویم لامل: په صنفونو کې دشاګردانو بې توازنه ویش

ددې پائله بیا داوي چې په یوصنف کې دیوه ورانکاره شاګرد څخه زیات ورانکاره وجود پيداکړی چې دا په خپله دې ستونزې ته قوت ورکول دي.

حــــــل

باید دصنفونو په کچه دشاګردانو ویش کې پوره دقت وشي، په داسې توګه وشي چې هراړخیزه توازن په کې مراعت شي.

دريم لامل: دشاګرد نفسي ناروغي

معنا داچې په غیر شعوري توګه دا ډول حرکات کوي.

حــــــل

په داسې صورت کې باید دشاګرد تنده او محرومیت په نورو تربیوی شیانو چې دده له سویې ئی سره برابری وي ماته کړی شي.

څلورم لامل يې له شاګرد سره په مدرسه یا کور کې نا منصفه چلند کول دي.

حــــــل

باید په کور سرپرست، او ښوونځي کې استاد دې ټکې ته پوره پام وي، ځکه ددوی نامنصفه چلند دی احساساتي کوي تردې چې بیا دتیری او زور چلوونکې رویه خپلوي.

پنځم لامل : دشاګرد ددینی پوهې لږوالی:

حــــــل

زده کوونکی یا اداره باید دشاګرد دې اړخ ته ځانګړې توجه وکړي، باید په مدرسه یاښوونځې کی دشاګردانو اصلاحې اړخ جوړولو لپاره په پرلپسي ډول پروګرامونه وجود ولري، او په منظم ډول دښو جیدو علماء او مصلحینو لخوا پرمخ يو وړل شي.

شپږم لامل: دشاګردانو ټولنیز ژوند غیرمنظم تېریدل

معنا داچې دیو منظم پلان نشتوالی چې دوی خپل فارغ وختونه څرنګه او په څه کې تیرکړي، ځکه که دوی ته د فارغ وختونو لپاره یوه منظمه تګلاره وجود ونه لري نو طبیعې ده چې دوی به ناوړه چلند کوي او بد سلوک به خپلوي.

حــــــل

باید شاګرد ته دده په خوښه دفارغ وخت تېرولو لپاره یوه منظمه تګلاره ورکړل شي، دمثال په توګه: ځیني سپورټونه ، په ځینو ټولنېزه کارونو کې برخه اخيستل او دغه راز ځینې اسانه حرفوي کارونه پرمخ بېول.

اووم لامل: دټولنې او چاپيریال تاثیر

حــــــل

باید سرپرست اوزده کوونکی هریو په خپل وار او ځای کې شاګرد ته صاف ماحول او چاپیریال برابرولو کوښښ وکړي، دمثال په توګه: شاګرد په ځینو مرحلو کې دتلویزیو کتو ته هیڅ ډول اړتیا نه لري، باید لری کړای شي ځکه کله ناکله داسې سریالونه اوایکټونه راځې چې شاګرد يې په خپل ژوند کې دعملي کولو کوښښ کوي، همدا ډول باید دځینو مرحلو شاګردانو څخه موبائل او ټیبلیټ واخیستلای شي ځګه دوی ټول وخت په ګیمونو او ډرامو کتوباندې تېروي چې داپه خپله شاګرد د يو ډول سختدریځۍ په لوري بیاي.

د شاګرد سره تړلې ستونزې

الف: اهمال او بې رغبتي:

ځینې شاګردان مونږ وینو چې دخپلو ورځنیو درسونو او تعلیمي دندې اړوند مهملانه او بې رغبته چلند کوي، له درسونو څخه پټیږي، غیر حاضري کوي، او که کله حاضر هم وي؛ نو په ذهني لحاظ مستحضر نه وي، دورځنیو درسونو مراجعه نه کوي، که پوښتنه ځینې کوی ځواب نه وايي، په صنفي فعالیتونو کې دشوق له مخې برخه نه اخلي، چې ددې ټولو جرړه او اساس بې رغبتي او اهمال ګڼل کیږي، چې دا یوه ستونزه ده او زمونږ په تعلیمی ادارو کې شتون لري.

حــــــل

د دې ستونزې تر شا ممکن ډیر عوامل وجود ولري، او اداره او استاذ یي باید په ګډه ددرک کولو او له منځه وړلو هڅه وکړي، چې ددغې ستونزې ممکنه عوامل په لاندې توګه څیړو:

  • کله کله ددرسونو سره دیو شاګرد بې رغبتي دکورنی محیط له امله وي؛ یعنې کورني نا مساعد حالات دیو شاګرد دبې رغبتی لامل شوی وي.
  • کله کله دیو استاذ ناسمه رویه دیو شاګرد داهمال او بې رغبتی لامل کیږي.
  • کله په ټولګي او صنف کې دملګرو له خوا یو شاګرد دفشار لاندې راځي او دهغه دبې رغبتی لامل کیږي.
  • کله کله په یو مضمون کې دیو شاګرد نه پوهیدل ددې سبب کیږي چې هغه دنورو درسونو اړوند هم داهمال خوا نیسي.
  • کله کله یو استاذ په صنف کې دلوړ استعداد دشاګردانو په سویه درس مخ ته وړي، او دکمزورو شاګردانو داهمال سبب کیږي.
  • کله فقر او مالي بې وسي دیو شاګرد دبې رغبتی باعث شي، او نه شي کولی په ارامه ذهن خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

دا ډول ستونزې هغه ستونزې دي چې دشاګرد سره تړاو لري، خو دا قابل علاج ستونزې دي، او په حل کولو کې یې اداره او په ټوله کې استاذ کلیدی کردار لوبولی شي.

اداره باید دیوې مشفقې او مهربانه مرجع په توګه دشاګردانو په زړونو کې ځای ونیسي، او استاذ باید داستاذې ترڅنګ دیو صمیمي دوست او خواخوږي په توګه شاګردانو ته خپل باور ورکړی وي. بیانو که چیرې دکورنی نا مساعد حالات دیو شاګرد دبې رغبتی سبب وي، اداره او استاذ کولی شي دنوموړی شاګرد دکورنی سره په بیلا بیلو وختونو کې ناستي ولري ترڅو دپیښې ستونزې اړوند حل او تفاهم ته ورسیږي.

که فرضا داستاذ رویه دبې رغبتی لامل وي، نو صمیمي اړیکی یواځینی لاره ده چې دشاګرد په رشد او پالنه کې محوري رول لري، او یوه فعاله اداره باید پدې اړه ناخبره ونه اوسي.

که چیرې په یو مضمون دنه پوهیدا له مخې یو شاګرد اهمال کوي، نو باید استاذان په هماغه مشخص مضمون کې دشاګرد نیمګړتیاوې ورحل کړي، ترڅو دفهم کچه یې له نور سره برابره شي. دلته غواړم خپله یوه خاطره درسره شریکه کړم، دمدرسې دپیل په وخت کې مې دصرفي ګردانونو دزده کولو سره بلا ورانه وه، دزده کولو هیڅ هڅه یې ما نه کوله، میزان الصرف مو ویلو، او دمنشعب برخې یې بیخي زړه رانیولی وو، زمونږ استاذ وو مولوی صیب حضرت محمد –رحمه الله- الله تعالی په جنت کې لوړ مقام ورپه برخه کړي، نورې ورزې به یې درس ویلو او دچارشنبې په ورز به یي پوښتنې کولې، او سخت وهل به یې کول، زه به دغه ورز مدرسې ته نه تلم؛ ځکه ګردانونه مې نه زده کول، آخر مې فکر وکړ چې تر څو به له مدرسې پټیږې، بس عزم مې وکړ چې دا ګردانونه به یادووم، سل دانې تسبې مې پیدا کړی، اول مې دفعل ماضی ګردان پوره سل ځل وویلو، او ښه مي یاد شو، بیا مې دفعل مضارع، بس نور مې بیا ترآخره نه بې ضرورته غیرحاضري وکړه، او نه راته نور په صرف کې ستونزه وه.

که چیرې دشاګردانو فشار دیو شاګرد روحي مورال ګواښلی او دهغه دبي رغبتی باعث شویوي؛ نو دادارې دنظم کمیټه باید دغه ستونزه برسي او تعقیب کړي، او دشاګردانو ترمنځ دهمکاری او تعاون روحیه تلقین کړي.

همدا راز که فقر دیو شاګرد ددرس مانع کیږي، باید اداره دمتمولو اشخاصو له لارې ممکن دشاګرد ستونزه حل کړې چې دا زمونږ داسلافو سیرت دی، او دمعاصرې نړې ډیرې تعلیمي ادارې دنادارو زده کوونکو لپاره  د(وجهي صندوق) په نامه ځانګړی بخش لري.

ب: له درسونو تېښته:

ځینې مهال په بالقوه توګه ذکي طالبان وینو چې شوخ طبیعتونه لری، خپله هم درس نه وايي او نور هم له درسونو کاږي.

حــــــل

داهم یوه ستونزه ده چې حل یې له څو لارو ممکن دی:

۱- داستاذ ګذشت:

دا ډول شاګردان عموما استعداد لري، خو شوخي او له درسونو تيښته یې عادت ګرزیدلی، که چیرې استاذ دحکیمانه رويي له مخې دغه ډول شاګردان له ناکامی وژغوري، او کامیاب يې کړي، دا کار ډیر ځله پدوي کې مثبت احساس پیدا کوي، درسونو ته را مایل کیږي، او پدې فکر یې مجبوروي، که چیرې درس ووايي نو ښي نمرې او لوړ مقام به ترلاسه کړي.

۲- تنبیه :

که چیرې له معقول ګذشت سره سره بیا هم سم مسیر ته را ونه ګرځي نو اداره یا استاذ باید دا ډول شاګردان تنبیه کړي چې دا څو لارې لري:

۱- توصیه ورته وکړي.

۲- نمرې یې قصدا ورکمې کړي، او دبې نظمو شاګردانو په کتګوری کې يې وشمیري.

۳- مناسبه تادیبي جزا ورکړي.

د: شاګردانو کې ددروغ ویلو ستونزه:

زموږ او ستاسې ټولنه یوه مسلمانه ټولنه ده چې سرچینه دقرآني ایاتونو او نبوي احادیثو څخه اخلي، دغه مصادرو مونږ ته په مختلف ډولونو لارښوونه کړې چې دروغ ویل یوه بیکاره ګناه، دمنافق د خویونو څخه ده، مګربیا هم له بده مرغه دغه ستونزه زموږ دټولنې دزده کوونکوپه قشرکې په لویه کچه وجود لري، دروغ ویل ښه کار نه دی په ځانګړي ډول شاګرد ته ځکه دده اساس په دروغو جوړيږي، دی بیا دژوند په هر ډګر کې دروغ ویل د يوې حربې په توګه کاروي ،او ګټه ترې اخلي، اوس پوښتنه داده چې شاګرد ولی دروغ وایی؟ دا زموږ اصلي موضوع ده.

په لاندې کرښو کې يې لاملونه او درملنه په ګوته کوو:

له جزا څخه وېرېدل شاګرد دروغ ویلو ته اړ کوي.

حــــــل

باید سرپرست او زده کوونکی شاګرد ته تل ډاډ او اطمئنان ورکړي، او کومه غلطی چې ترې کیږي هغه ورته په ګوته کړی، د غلطي له بيا تکراره يې منع کړي، او د غلطي د ډېر تکرار په صورت کې دې دناراضه کېدو او فیزیکی سزا اخطار ورکړل شي.

دویم لامل: دښه او غوره نمونې نشتوالی

کله چې هم شاګرد په کور یامدرسه کې دغوره نمونې نشتوالي سره مخ شي نو بیا هرهغه څه کوي چې دته ښه ښکاري، سره له دې چې د ده عقل په دغه مرحله کې د هرشي په اړه دپرېکړو جوګه نه دی.

حــــــل

باید سرپرست په کور او معلم په مدرسه کې او هرمشر په ټولنه کې یوه غوره نمونه او قدوه حسنه وي، ځکه نوی نسل تل دلویانو او خپلو استاذانو او مور اوپلار په څېر چلند خپلوي، ددوی خویونه خپلوي، ډېر مهال به تاسو لیدلی وي که دیو شاګرد پلاره یا استاذ سګریټ یابل کوم ناوړه عمل کوي نو یوه ورځ به ضرور هغه ځوی او شاګرد د خپل استاد دغه عمل خپلوي، پرته له دې چې ګټې او زیان ته يې وګوري. دلته دامام أبوحنیفه – رحمه الله – په اړه دمناقبو په کتابونو کې یوه قصه راغلی چې یوه ورځ یو چا امام صیب ته خپل ځوی راوست اوامام صیب ته وویل چې دته لږ نصیحت وکړ، کور کې ګوړه (خوږه) خوري او دا د ده صحت ته تاوان رسوي، امام صیب چونکه دیو لوی مقام خاوند په دغه مهال خپله ګوړه خوړله نو د هلک پلار ته وویل چي دی سبا ماته راوله سبا هغه پلار بیا خپل ځوی راووست نو امام صیب هلک ته وويل: بچیه ګوړه مه خوره دا تاته تاوان کوي او بس، نو پلار امام صیب ته وویل: دومره خبره خوتا پرون هم کولای شوه ولی دی نن وکړه؟ امام صیب ورته وویل: پرون می ځکه ونه کړه چې ماخپله ګوړه خوړه که مې هلک ته پرون ويلي وای نو ده به خامخا وویل چې تاوان کوي نو ته يې ولي خورې، ځکه می نن ورته وویل.

[irp][irp][irp]

دريم لامل: دبدو او دروغ ګویه ملګرو ملګرتیا

هرملګری که ښه وي یابد دخپل ملګري په شخصیت کې لوی رول لري، لکه څرنګه چې ښه ملګری مثبت رول لري، همدا ډول بد ملګري بیا منفی رول لري.

حــــــل

باید مونږ خپلو کمکیانو ته دپاک چاپيریال په هڅه کې شو، که په کور کې وي او یاهم مدرسه کې، باید دوست يا ملګري په اړه پوره معلومات وکړو چې څرنګه شخص دی، دښو ملګرو صحبت باندې ورته لارښوونه وکړو، دپيغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث دی چې یوازې دنیکو خلکو ملګرتیا کوه.

څلورم لامل: دشاګرد پرځان دکمتري یا نیمګړتیا احساس

کله ناکله مجبوره کوي چې دروغ ووایه، او دایوه طبیعی خبره ده چې هرانسان کوښښ کوي چې خپل ځان چېرې کم رانه ولی.

حــــــل

باید دکور سر پرست او ښوونکی شاګرد سره په دې کې کومک وکړي، اوشاګرد ته ډاډ ورکړي، پرځان يې باوري کړي ، چې هیڅ انسان یو مقام ته پرته دکوښښ، زیاراوپرلپسی محنت نه دی رسېدلی.

پنځم لامل: له څېړنې پرته سزا ورکول

دروغ وویونکي انسان ته پرته له دي چې ددروغ ویلو لاملونه يې وڅیړل شي سزا ورکول هم د درواغو ويلو يو لامل دی؛ ځکه هغه په یوه معینه سزا عادت شي نو بیا هروخت دروغ وایي.

حــــــل

باید شاګرد ته ځینې داسې تربیتي پروګرامونه، فیزیکي مقابله، او دصحابه کرامو کيسې ورته وشي چې په هغې کې ددروغ ناوړه پايلې په ګوته شي ،ترڅو هغه ددروغ ویلو نه په خپل ورځني ژوند کې ځان وژغوري.

په پای کې: باید رښتیا ویونکوته مکافات ورکړل شي ترڅو نورو شاګردانو ته یوه زده کړه شي، چې لکه څرنګه چې رښتیا ویلو په بدله کې الله پاک انسان په رښتاویونکو کې شماري، همداسې په ټولنه کې هم الله پاک ورته مقام او انعام ورکوي.

و: شاګردانو کې دنه زغم او تعصب ستونزې:

لاملونه اوعلاج:

لومړی لامل: په دین کې دپوهې کموالی، ناحقه قوم پالنه

حــــــل

دکور سرپرست او استاذ باید په خپل وار سره دې ټکې ته پوره پام وکړي، اوخپل اولادونه په اسلامي روحیه وروزي، او د صبر ثواب او اجر نه خپل کمکیان خبرکړي، دغه راز ورته په اسلام کې د تعصب اوقوم پالنې قباحت په ګوته کړي، ورسره په څنګ کې کمکیانو ته دموضوع اړوند د نبوي احادیثو کوچني کوچني کتابونه پیداکړي.

دويم لامل: د يوې سيمې شاګردان له اړتيا پرته يو ځای اوسول

دیوې سیمې، او ژبې شاګردان په یوځای او یو صنف کې بې له کوم ضرورته میشتول ددې لامله کیدای شي چې دوی کې یو نه یو ډول تعصب اور بل کړي.

حــــــل

استاد او اداره باید دې ټکي ته پوره پام وکړي، دشاګردانو هرډول کړو او وړه، خبري او ناسته ولاړه يې وڅاري، دنېمګړتیا په صورت کې يې ژر ترژره خبر کړي، او له ناوړه کړنو او خبرو څخه يې وژغوري،او باید اداره یا ښوونکی د شاګردانو ناسته پاسته، په صنف او لیله کې په پوره توازن، دسیمو اوژبو په تناسب سره ترتیب کړي.

دريم لامل: په لوی لاس دې کار ته لمن وهل

په ځینو کورنيو کې په لوی لاس دې کارته لمن وهل کیږي، چې دابیا په مستقیم ډول دهغه کورنیو په شاګردانو اغیزه کوي چې په پای کې د دوی له امله پر نورو هم اغیزه کوي.

حــــــل

کورنۍ باید دانصاف، یووالی، مساوات درس خپلو اولادونو ته ورکړي، انسانان ټول دآدم علیه السلام اولاد دی، او آدم علیه السلام الله پاک دخاوري نه پیدا کړي، دتور په سپین، او دعرب په عجم هیڅ ډول لوړ والی نه شته ، د الله په وړاندې لوړ والی یوازي په تقوا سره دی چې هرڅوک ډیر متقي او پرهیزګاره وي هغه الله پاک دې ته ډېرنږدې وي.

څلورم لامل: تکبر او لويي

متکبر انسان تل ځان پر بل لوی ګڼې، ځان خپله کورنۍ ټولنه ورته دبل نه غوره او لویه ښکاري، لکه شیطان ابلیس چې په آدم علیه السلام ځان لوی وګاڼه او دالله په امر يې دتعظیم سجده ورته ونه کړه، نو الله پاک دټول عمر لپاره زلیل او خوارکړ.

حــــــل

دکور سرپرست او معلم باید شاګردانو ته د تکبر بدي او تاوانونه بیان کړي، او دا ورته وښي چې تکبر یوه بده ګناه ده چې انسان، کورنۍ، او ټولنه ډېره ژر خواروي، او دالله پاک د درباره څخه درټلو لامل ګرځي.

شاګردانو کې دناوخته کېدو اوغائبېدو ستونزه:

دغه ستونزه په ټولیز ډول دهرې مرحلې په شاګردانو کې شته، مګر دابتدائی، متوسطې، او ثانوی مرحلو شاګردانوکې دنورو مرحلو په نسبت ډېره وي، په لاندې کرښو کې مونږ ددې ستونزې لاملونه اوعلاج باندې رڼا اچوو.

لومړی لامل: د کور له سرپرست يا استاد څخه وېره

دکور دسرپرست او دځینو زده کوونکو (معلمین+معلمات) څخه وېرېدل او خوف احساس کول، یقینا ډېر وخت په شاګردانو کې دناوخته راتلو او کله ناکله د نیمه یا پوره غائبېدو لامل ګرځي، ځکه شاګرد دهغه استاد – چې دی ترې نه دخوف احساس کوي- درس یا صنف ته ترهغې نه ورځې ترڅو چې دی له صنف څخه وتلی نه وي، او که لومړی درس د همدغه استاد وي نو بيا صنف ته ناوخته ورځي

حــــــل

بايد سرپرست او ښوونکي په پوره قوت سره کوښښ وکړي چې د شاګرد له زړه او فکر څخه وېره او خوف لري کړي او يوه پرامنه او ارامه فضا ورته برابره کړي ترڅو شاګرد هم په ډاډه زړه خپل ټول قوت او معنويات او کوښښونه په کار واچوي او يو مثبت کار ترسره کړي.

دويم لامل: ناروغي

د شاګرد ناروغتيا هم کله ناکله د غائبيدو او ناوخته راتللو لامل ګرځي.

حــــــل

بايد د کور سرپرست او د مدرسې اداره چې څومره شونې وي د شاګردانو د ښه صحت لپاره تدابير په ذهن کې ولري، دوی ته په اونۍ کې دوه درې ساعته فزيکي تمرينونه ورکړي، دا به د دوی جسم قوي کړي او د ناروغۍ په وړاندې به يې مخ ونيسي.

دريم لامل: بد دوستان او بد ملګري

لکه وړاندې چې يې هم يادونه وشوه بد ملګری او بد شاګرد هم يو شاګر بې لارې کولای شي او د هغه د غائبېدلو سبب کېدلای شي.

حــــــل

بايد مشر او ښوونکی د شاګردانو له حالاتو ځان خبر کړي، د دې ملګري ناسته پاسته معلومه کړي چې څه ډول خلکو سره اړېکې لري.

څلورم لامل: د کورنۍ وظيفې ډېروالی

د مدرسې يا ښوونځي له خوا د کورنۍ وظيفې ډېروالی او پرلپسې والی هم کله ناکله د شاګرد د غائبېدو او ناوخته راتللو لامل ګرځي.

حــــــل

بايد د کورنۍ دندې په ورکولو کې دقت وشي، د دوی سويې او وخت ته په کتلو سره ورکړل شي، هممهاله د مدرسې چاپېريال ورته د ځينې تفريحي رحلاتو او مقابلو او مسابقو له لارې محبوب کړل شي.

پنځم لامل: د شاګرد عمومي علمي کمزورتيا

د شاګرد  د عمومي کمزورتيا او د ځينو مضامينو سختوالی هم کله ناکله د غائبېدو لامل ګرځي.

حــــــل

بايد د مدرسې او کورنۍ ترمنځ په دې اړه پرلپسې ناستې وشي ترڅو اصلي ستونزه معلومه شي چې آيا د کورنۍ دندې ډېروالی، د استاد د تدريس طريقه، په شاګرد باندې کور کې نور مسؤليتونه، کوم يو د شاګرد د عدم رغبت لامل دی چې شاګرد ته په علمي ميدان کې ستونزې پيدا کړي دي؟

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب