د اسلام شپږ کلمې

د اسلام شپږ کلمې په لاندې ډول دي:

اولــه: د طیبې کلمه
لااِلـهَ اِلااللهُ مـُحَمّـَدٌ رَّسُـولُ اللهِ

ژباړه: له خداى تعالى نه پرته بل د عبادت وړ (معبود) نشته، محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دى.

دوهمه: د شـهادت کلمه
اَشهـَدُ اَنَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاَشهـَدُ اَنَ مُـحَـمَّداً عَـبدُه و َرَسـُولـُه

ژباړه: زه شاهدي وركوم چې د الله تعالى نه پرته بل خداى د عبادت وړ نشته، هغه يو دى، سیال نه لري، او شاهدي وركوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د هغه بنده او رسول دى.

درېیمه: د تمجيد کلمه
سُبحَانَ اللهِ وَالـحَمدُللهِ وَلا اِلَهَ اِلااللهُ وَاللهُ اَكبَر وَلاحَولَ وَلا قُوَّة اِلا بِاللهِ العَلي العَظِيم

ژباړه: خداى پاک دى، ستاينې هغه لره دي، له خدايه پرته د عبادت وړ بل ذات نشته، خداى لوى دى، له ګناهونو د ساتنې او د نېکو كارونو د كولو توفيق يوازې هغه وركوي، هغه د لوى والي او شوكت څښتن دى.

څلورمه: د توحید کلمه
لااِلَهَ اِلا اللهُ وَحدَهُ لاشَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلكُ وَلَهُ الـحَمدُ يُحيِى وَيُمِيتُ وهو حيّ ٌ لا يَمُوتُ اَبداً اَبداً ذُوالجَلالِ وَالاكرَامِ بِيَدِهِ الـخَير وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَدِير.

ژباړه: له خدايه پرته د عبادت وړ بل ذات نشته، سیال نه لري، پاچاهي او ستاينې هغه لره دي، ژوندي كول او مړه كول د هغه په واك كې دي، تل به ژوندى وي، د عزت او شوكت څښتن دى او ښېګڼه يې په لاس كې ده، په هر څه قادر دى.

پنځمه: د استغفار کلمه
اَستَغفِرُاللهَ رَبِّي مِن كُلِّ ذَنبٍ اَذنَبتُهُ عَمَداً اَو خَطاً سِرّاً اَو عَلانِيَةً وَاَتُوبُ اِلَيهِ مِنَ الذَّنبِ الَّذِي اَعلَمُ وَمِنَ الذَّنبِ الذِّي لا اَعلَمُ، اِنَّكَ اَنتَ عَلّامُ الغُيُوبِ وَسَتَّارُ العُيُوبِ وَغَفَّارُ الذُّنُوبِ وَلاحَولَ وَلاقُوَّةَ اِلا بِاللهِ العَلِىِ العَظِيم.

ژباړه: زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زما خداى دى، له هرې هغې ګناه څخه چې په قصد يا په هېره مې كړې وي، په هغه دربار كې له هرې ګناه څخه چې ماته معلومه وي او يا نه وي، توبه باسم. په تحقيق سره، خدايه، ته په پټو رازونو خبر يې، د عيبونو پټوونكى، د ګناهونو بښونكى يې، له ګناه څخه د ساتنې او ښو كارونو د كولو توفيق يوازې ته وركوې، په تحقيق سره د لوى والي او شوكت څښتن يې.

شپږمه: د کفره د بیزارۍ کلمه
اَللـَّهُمَّ اِنِّي اَعُـوذُبِكَ مِنَ اَن اُشرِكَ بِكَ شَياً وَاَنَا اَعلَمُ بِهِ وَاَستَغـفِرُبِكَ لِما لا اَعلَمُ بِهِ تُبـتُ عَنـهُ وَتـَبراتُ مِنَ الكُـفرِ وَالـشِركِ وَالكَـذِبِ وَالغِـيبَةِ وَالبـِدعَةِ وَالنَمِـيمَةِ وَالفَـواحِشِ وَالبُهـتَانِ وَالـمعاصِي كُلِّهَا وَاَسلَمتُ وَاَقُـولُ لا اِلَهَ الا االله مُـحَمَّـدٌ رَّسُـولُ اللهِ

ژباړه: خدايه! زه پر تا پنا غواړم له دې څخه چې له تاسره بل څه سيال وګڼم او زه پرې پوهېږم، او له هغه شرك څخه چې پرې نه پوهېږم، خدايه، تاته توبه باسم له هر كفر، شرك، درواغو، غيبت، بدعت، چغلخورۍ، سپكو سپورو، تور لګولو او ټولو ګناهونو څخه، او ما ايمان راوړى او وايم چې: له خداى تعالى نه پرته بل د عبادت وړ (معبود) نشته، محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دى.

شپږ کلمې د اسلام کلمه

د اسلام شپږ کلمې (کلمې) د عقیدې مهمې جملې دي چې مسلمانان یې د ایمان د پیاوړتیا لپاره وایي او زده کوي. دا کلمې د توحید، ایمان او توبې بنسټیز مفاهیم بیانوي.

د شپږو کلمو فضیلت

۱. کلمه طیبه فضیلت:

  • د اسلام بنسټ دی.
  • د جنت دروازه پرانیزي.
  • د شرک نه د خلاصون سبب ګرځي.
    معلومات: دا کلمه د الله تعالی یکتایي او د حضرت محمد ﷺ رسالت بیانوي.

۲. کلمه شهادت فضیلت:

  • د ایمان اقرار دی.
  • د مسلمان کېدو شرط دی.
    معلومات: په دې کلمه کې انسان په ژبه او زړه د الله یووالی او د رسول الله ﷺ پیغمبري مني.

۳. کلمه تمجید فضیلت:

  • د الله تعالی ستاینه او پاکي بیانوي.
  • د ګناهونو د بښنې سبب ګرځي.
    معلومات: دا کلمه د الله لویي، پاکي او قدرت څرګندوي.

۴. کلمه توحید فضیلت:

  • توحید قوي کوي.
  • د الله سره د اړیکې ټینګښت سبب کېږي.
    معلومات: په دې کلمه کې یوازې د الله عبادت او بندګي بیانېږي.

۵. کلمه استغفار فضیلت:

  • ګناهونه بښي.
  • زړه پاکوي.
  • رزق زیاتوي.
    معلومات: دا کلمه د الله نه د بښنې غوښتلو لپاره ده.

۶. کلمه رد کفر فضیلت:

  • انسان له کفر او شرک نه ساتي.
  • ایمان تازه کوي.
    معلومات: دا کلمه د هر ډول کفر او غلطو عقایدو نه د ځان ژغورلو دعا ده.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب