د اسلامي دعوت اصلاحي خصوصيت

داسلامي دعوت اصلاحي خصوصيت (سمون او بدلون)

په علمي او دعوتي مجالسو کې دا پوښتنه کله ناکله راپورته کيږي چې آيا د اسلام دعوتي پروسه تغييري پروسه ده  او که تقريري؟ په دې معنا چې آيا اسلام په ټولنه کی ټول زاړه معتقدات او کړنې له منځه وړي او له سره تر پايه بشپړ بدلون راولی او که د خپل ځانګړي تصور سره سم يو شمېر زړې يا په ټولنه کې موجودې کړنې مني او تهذيبوي؟ په دې اړه يو شمېر خلک په دې نظر دي چې اسلام په بشپړه توګه تغييري پروسه ده او سر ترپايه بدلون راولي، دا خبره خو په ظاهر کښی سمه ښکاري خو د لږ دقت څخه وروسته دا ضروري بريښي چې په دی مسئله کی څه تفصيل ته اړتيا شته، چې هر مسلمان عالم، داعي او اصلاح غوښتونکى بايد پرې پوه شي.

امام محمد الطاهر بن عاشور چه د المغرب له نامتو علماو څخه دی -او دشريعت دمقصدونو په اړه يې ډير ارزښتناک کتاب ليکلی- وايي: (شريعت په ټولنه کې دوه ډوله رسالت لري: (يو يې تقريري (د مننې او سمونې) رسالت دی او بل يې تغييری( دبشپړ بدلون) رسالت دى.

دتقرير معنی دا ده چه اسلامي شريعت په ټولنه کی ټولو قانوني او عادتي موجوديتونو او واقعيتونو ته نظر کوي، کوم چه هغه دشريعت داحکامو سره برابر وي او ورسره ټکر ونه لري هغه په خپل ځای پريږدي او ورباندې کار نه لري ( چه دې ته په عربي ژبه کې تقرير وايي) او کوم څيزونه چې دشريعت له احکامو سره مخالف وي هغه تغييروي تر څو دشريعت له احکامو سره برابر شي.

بناء شريعت په ټولنه کې دقانوني او عرفي موجوديتونو او واقعيتونو په اړه لاندې بېل او جلا دريځونه لري:

لومړى: د فاسدو حالتونو ختمول او د هغې د فساد او بطلان بيانول، چې دې مطلب ته قرآن کريم په دې راتلونکي آيت کې داسې اشاره کړې ده، الله پاک فرمايي:

(اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آَمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَي النُّورِ)

ترجمه: (الله پاک د مؤمنانو ناصر او مددګار دی هغوې  له تيارو نه د رڼا لوري ته راباسي).دغه ډول حالتونه ټولو هغه نارو او فاسدو دودونو او عقايدو ته شامليږي چې په مشرکينو کې موجود و او اسلام هغه ختم کړل او ناروا يې وبلل، په دې کې هغه شرکي معتقدات هم شامل دي کوم چې مشرکينو په هغو باندې ايمان درلود لکه په بتانو عقيده درلودل او هغه د الله او بنده ترمنځ وسيله ګرځول، لکه چې الله پاک دهغوی نه حکايت کوي:

(مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى)

ژباړه: (موږ د بتانو عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې الله ته مو ورلنډ کړي)، او همدارنګه هغه  ناروا دودونه (جنايتونه) چې مشرکينو به دخپلو اولادونو په هکله ترسره کول، لکه د نجلۍ د زيږيدو پرمهال د هغوی ناروا دود او دستور، او يا د نجلۍ په زيږيدو ننګ او شرم کول، چې الله پاک په دې هکله فرمايي:

(وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَي هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ)

ژباړه: (کله چې په يو د مشرکينو باندې د نجلۍ د زيږيدو زيری وشي د هغه مخ له ډير غم څخه تور شي، د خلکو نه د دې بد زيري او خبر په خاطر پټيږي او ځان سره وايي: آيا هغه د ننګ سره وساتي او که په خاوروکی يې دننه کړي؟ دوی ډير بد قضاوت کوي).

دوهم: هغه دودونه چې شريعت د هغې د اساس او بنياد سره موافق دی خو په تفصيلاتو کې ورسره موافقت نه لري، د دې رنګه دودونو په هګله دشريعت دريځ دا دی چه د دې دودونو او يا هم قانونی اړونده مسائلو اساس شريعت مني او هغه پر ځای پريږدي، اما هغه تفصيلات او احوال چې دشريعت د مقصدونو سره سمون نه خوري او د هغې په نتيجه کې ټولنې ته ضررونه متوجه کيږي، أو يا هم د أفرادو حقوق په هغه کې ضايع کيږي، نو په هغې کې تغييرات راولي په داسې شکل سره چې خالص او ياهم راجح مصلحت د خلکو په ژوندانه کې تامين کړي، د دې ډول مسائلو يوه بيلګه د ميړه په مرګ باندې دښځې د ماتم (حداد)) مسئله ده، چې  د اسلام نه د مخه هم دمشرکينو ښځو د خپلو مړونو په مرګ باندې ماتم کاوه خو د هغوى ماتم داسې و چې يوکال به يې دوام کاوه، او ښځه به په دې موده کې په يوه خيرنه او خرابه کوټه کې اوسيده چه زړې جامې به يې اغوستې او د ځان نظافت به يې نه کاوه او نه به يې خوش بويي استعمالوله، او اسلام چې کله راغی ، د ماتم اصل يې جايز او روا پريښود، اما د ماتم موده يې څلور مياشتو او لس ورځو ته راکمه کړه او رنګه جامی اغوستل او د خوش بويۍ استعمالول يې منع کړل، او دا ځکه چه يو کال ډيره موده ده او په ښځه باندې دا لازمي کول چې هغه به يوکال انتظار وباسي، او بيا به وروسته د خپل نفس په اړه تصميم نيسي، دا د هغی د حقوقو په هکله ظلم دی نو دا موده يې څلور مياشتې او لس ورځې کړه، او د دې ترخوا يې د ښځې د کرامت او عزت ساتنه وکړه، چې هغه به په خپل کور کې په پوره عزت سره دغه موده تيروي او دميړه دمرګ له کبله په ميرمن باندې د ذلت او حقارت ژوند لازمول له انساني کرامت سره تضاد لري او هغه يې له مينځه يوړل.

دريم: هغه دودونه چې شريعت د هغې سره په ټکر کې نه دی، اوهغه يې په خپل ځای پريښی دی، او دا هغه څيزونه دي چې شريعت د هغه نه په معروف سره تعبير کړی دی: الله پاک فرمايي:

(يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ )  پيغمبر دوی ته په معروف(نيکۍ) باندی امر کوي. که چيرې مونږ بشري انساني پانګې ته نظر وکړو، کومه چې زموږ پلرونو موږ ته په ميراث پريښې ده، په هغې کې به ډير داسې ښه شيان وګورو کوم چې د پلرونو د نصائحو په نتيجه کې مونږ ته پاتې شوي، او کوم چې د استادانو او پوهانو او مرشدينو او عادلو حاکمانو نه په ميراث پاتې شوي دي، لکه د بېوزلي سره کمک کول، د مجبور سړي لاس نيوى کول، د مشرانو احترام کول، د هلکانو او بچيانو پالنه، د واده کول ……… او داسی نور.   او دا فضائل او نيک کارونه په ولسونو کې يوشان رواج نه دي، نو په همدی خاطر شريعت دا مسائل بيان کړي، او دهغې تفصيلي احکام يې واضح کړي، تر څو د شرعي احکامو موارد واضح شي او مختلف ملتونه د هغې متابعت وکړي او د هغې علتونه او مقاصد وپيژني.

په خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم د نورو قومونو له انساني تجاربو نه استفاده کړې او ديته يې په واضح شکل اشاره کړې ده، امام مالک صاحب په موطا کې روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ما قصد وکړ چې خاوند د دې نه منع کړم چه ماشوم ته دشيدو ورکولو په وخت کې خپلې ماندينې سره جماع وکړي، مګر کله چې د فارس د يو قوم څخه خبر شوم چې هغوی دا کار کوي اما اطفالو ته يې ضرر نه رسوي نو د دې قصد څخه وګرځېدم (لقد هممت أن أحرّم الغيلة لولا أن قوما من فارس يفعلونها ولا تضر أطفالهم) او دا حديث برسېره پر امام مالک صاحب امام بخاري او امام مسلم هم په صحيحو کتابونو کې روايت کړى دى.

له دغه ډول احکامو څخه د اباحت هغه حکم دی، کوم چې شريعت د خوراک او ځښاک په اړه کړی دی او څوک چې د سليم ذوق څښتن وي هغه يې خوښوي الله پاک فرمايي:

(وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ)

علامه ابن کثير د دې آ يت په تفسير کې وايي: هغه خوراکې څيزونه چې د شريعت صريح نص پکې وارد نه وي نو په دې  اړه به د عربو د نظافت او سليم ذوق ته د کتلو پر اساس حکم کيږي، کوم چه دوی هغه پاک بللو نو هغه روا  دی او کوم چې دوی خبيث ګڼي هغه ناروا دی( البته چې د شريعت له نورو قواعدو سره ټکر ونلري)، په دې کې صريحا دا دلالت پروت دی چې اسلام دغير مسلمان قوم ذوق او اختياراتو ته اعتبار ورکوي په کوم شي کې چې صريح نص وجود ونه لري. او په دې ذوق کې د يو محدود قوم اختيارات او خوښونۍ معيار نه دي بلکه د اکثريت صالحو او سالمو انسانانو ذوق معتبر دی، په همدې خاطر الله پاک په يهودو بد ويلي چې هغوی په ځان باندې پاک او خوندور خوراکونه حرام ګرځولي وو او په دې کې دوی د نورو بشري ټولنو نه ځانګړی موقف غوره کړی ؤ.

ليکنه: داکتر عبدالباقي امين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب