د استاذ فتحي یکن رحمه الله په یاد کې
یادونه : د ۲۰۰۹ز کال د جون د میاشتې په دغو ورځو کې اسلامي نړۍ خپل لوی مفکر او مسلمان قدوه داعي استاذ فتحي محمد عنایه له لاسه ورکړی. د دې لپاره چې هغه او د هغه هڅې زمونږ نه هېرې نه شي او په ځوان نسل کې د ده یاد ژوند وي، د هغه د فکر په اړه مې یوه وړه لیکنه وکړه او د هغه د ژوند په اړه خپله پخوانۍ لیکنه ورسره یوځای خپروم. هیله ده د استفادې وړ وي.
د مسلمانو شخصیتونو له ژوند او اند نه خبرېدل د هر مسلمان لپاره اړین دي. که څوک د دغو شخصیتونو له ژوند او کړنو نه خبر شي، کېدای شي له ډېرو غلطیانو نه ځان وژغوري چې تردې پخوا ورته سمه لاره ښکارېده. رښتیا چې دا شخصیتونه زمونږ د لارې مشالونه دي. له دوی نه پرته به زمونږ د اسلامي دعوت او اسلام ته د خدمت په لاره کې ډېرو داسې مسایلو سره مخ شو چې له دغه پیغمبري وظیفې نه شاته شو او د عاجزۍ سر ښکته کړو.
که په دې یقیني نه وم چې د استاذ فتحی یکن په ژوند کې هر داعي او په ځانګړی ډول افغان داعي ته (ځکه چې لبنان په ډېرو تاریخي حادثو کې له افغانستان سره مشابهت لري) د استفادې وړ ډېر څه لري، هېڅ کله به مې د دغو کرښو په لیکلو خپل او د لوستونکي وخت نه و ضایع کړی، خو زه په دې مطمین یم چې که یو افغان داعي د استاذ دکتور فتحي یکن له ژوند نه ځان خبر کړي او په دقت ورته وګوري، بیا دا هرڅه د خپلې ټولنې او خپلو شرایطو په نظر کې نیولو سره مطالعه کړي، پرته له شکه چې له ډېرو احتمالي خطاګانو نه به ځان وژغوري.
په داسې حال کې چې استاذ فتحي یکن د لبنان په طرابلس کې زېږېدلی و، هغه ځای کې چې اخوان المسلمین خپل فعالیتونه لا نه و رسولي، مګر استاذ فتحي یکن د اخوان د اخبارونو او جرایدو له لارې ځان له دغه دعوت سره آشنا کړ، بیا یې دعوتي حلقه شروع کړه او د اخوان له منهج سره سم یې پر مخ بووله، بیا یې له استاذ مصطفی سباعي سره ولیدل او له هغه نه یې د اخوان د دعوت په اړه پوره معلومات ترلاسه کړل او له هغه څخه یې د دعوت او تنظیم په هکله ډېر څه زده کړل. سره له دې چې استاذ فتحي یکن په مصر کې د اخوان المسلمین د مشرانو په لاس نه و روزل شوی، له هغوی سره یې یواځې د مطبوعاتو له لارې آشنايي ترلاسه کړې وه، بیاهم استاذ فتحي یکې د اخوان په فکر کې دومره عمیق دننه شو او په اصولو یې ځان داسې پوه کړ چې دی په اسلامي نړۍ کې د اخوان د فکر یو له دریو لویو مفرکرینو نه راته، له شهید حسن البنا او شهید سید قطب نه وروسته د اخوان په فکر کې درېیم لوی مفکر استاذ فتحي یکن و.
په اسلامي نړۍ کې داعیان ډېر دي. د اسلامي خوځښتونو مشران او موسسین هم لږ نه دي، خو د استاذ فتحي یکن په څېر داعي او د اسلامي خوځښت مشران ډېر لږ او حتی د نشت معادل دي. کولی شو ووایو، دی په اسلامي دعوت کې د ځانګړي فکر خاوند دی، داسې فکر چې له ده نه پرې څوک نه و مخکې شوي او دا یو داسې کامیاب فکر و چې کولی شي اسلامي نړۍ له دغې مصیبتونو څخه وباسي او همدی یو چې د دغه ځانګړي فکر لپاره یې ډېر خدمت کړی و.
یو (واحد) نړیوال حرکت د استاذ یکن له نظره:
کله چې په کال ۱۹۲۴ز کې اسلامي خلافت د صهیونستانو د اوږدو دسایسو په نتیجه کې لمنځه ولاړ او د مسلمانانو لومړۍ قبله صهیونستانو اشغال کړه، ځینو با احساسه مسلمانانو د خلافت د راژوندي کولو او د اقصی جومات د بېرته خپلولو لپاره د حرکتونو له لارې فعالیتونه شروع کړل، چې د دوی اساسي موخه د خلافت راژوندي کول ول. همدغو حرکتونو ډېر څه د دغو لوړو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره لاسته هم راوړل، خو دا چې هرچا یو ځانګړی نظر لاره او د همدغه نظر په چوګاټ کې به یې یو خوځښت جوړ کړ، چې دغه خوځښتونه ډېر زیات شول، ځینې ضعیف او ځینې قوي، د چا یو ډول پالیسي او د چا بل ډول، خو تنظیمونه ډېر شول حتی تر دې چې د افغانستان په ځېر یو وړوکي هېواد کې د یو پرځای لس او یا تردې هم زیات خوځښتونه د اسلام د خدمت لپاره رامنځ ته شول.
دغه حرکتونه پرځای د دې چې په خپل منځ کې په محبت تعامل وکړي او د دښمنۍ پر ځای له یو او بل سره تعاون وکړي، په ځینو ځایونو کې په خپل منځونو کې د شیعه او سني، محافظه کار او متشدد په نامه سره ونښتل او یا هم یو اوبل سره د مطبوعاتو له لارې دښمني پالله او خپل لوی اهداف ترېنه پاتې شول او یا هم د دوی د ځنډولو په موخه پرېښودل. پرځای د دې چې دوی اسلامي نړۍ ته خدمت وکړي، اسلامي نړۍ یې نوره هم ټوټې ټوټې کړه.
استاذ فتحي یکن د دې لپاره چې دغه فاصلې رالنډې کړي او اسلامي حرکتونه خپل اساسي هدف ته متوجه کړي، ډېر څه وکړل. هغه د ځان لپاره داسې پالیسي غوره کړه چې په یو وخت کې به یې ویلې چې اسامه بن لادن د القاعدې د تنظیم مشر زما په زړه پورې شخصیت دی او هغه څه چې یې په امریکا کې وکړل (۱۱ د سبتمبر) ورسره موافق یم، ځکه ده امریکا ته وښوده چې ته مو په اسلامي نړۍ کې وژنې مونږ هم تا نه په خپل کور کې غچ اخلو. بله خوا یې له حزب الله سره چې شیعه اسلامي خوځښت و، ځینې تړونونه وکړل او له حزب الله څخه یې د اسراييلو په مقابل کې خپل ملاتړ اعلان کړ.
استاذ فتحي یکن په یو وخت کې د اخوان المسلمین یو لوی مفکر و، بله لور یې له القاعدې سره چې د اسلامي نړۍ په متشددینو کې حسابیږي، خپل نیږدېوالی وښود او له حزب الله سره چې ورته نیږدې و، بې درېغه همکاري کوله. د دغسې افکارو په لرلو هغه غوښتل هغه اسلامي حرکتونو چې د ځای او یا د وخت لرې والی د هغوی د افکارو په لرېتوب اغېزه کړې او په اصل کې موخه یوه ده، سره رانیږدې کړي او د دښمنۍ په ځای د هغوی په منځ کې د تعاون فکر رامنځ ته کړي او دېته یې متوجه کړي چې دښمن په دغو طریقو غواړي اسلامي نړۍ کې اختلاف رامنځ ته کړي او خپل حاکمیت وساتي.
استاذ فتحي یکن داسې نه و چې دا فکر یې له ځان سره لاره او هېڅ کار یې ورته نه کاوه، مګر هغه د همدغه فکر لپاره د خپل ژوند په وروستیو کې ډېرې هڅې وکړې. هغه په کال ۲۰۰۵ز کې څو اسلامي حرکتونه سره یوځای کړل او له هغو څخه یې جبهة العمل الاسلامي په نامه یو حرکت جوړ کړ، چې دا داستاذ فتحي یکن لپاره یو لویه لاسته راوړنه وه. هغه غوښتل حزب الله هم له جبهه العمل الاسلامي سره یوځای کړي او دغه فکر لاهم مخکې ولاړ شي، خو عمر وسره وفا ونکړه او دی یې د الهی رحمت لورته ولېږه.
انا لله و انا الیه راجعون.
د استاذ فتحي یکن په اړه مې پخوا یوه لیکنه کړې وه اوس د هغه د وفات په یاد یوځل بیا غواړم هغه لیکنه تاسو ته وړاندې کړم:
استاد دوکتور فتحي يکن په لبنان کې د اخوان المسلمين (الجماعة الاسلامية) موسس او رئيس، د اسلامي حرکت (جبهة العمل الاسلامي) موسس او د اخوان المسلمين يو له ډيرو مهمو فکرى کسانو څخه و. د ده په لاس ليکل شوي کتابونه له ٣٥ څخه اوړي او هريو کتاب يې د اسلامي دعوت او تنظيم په اړه ډيرې مهمې لارښوونې لري، چې ډيرى يې د نړۍ ډيرو ژبو ته ژباړل شوي هم دي. د اخوان المسلمين په تاريخ کې دا دريم شخصيت و چې وفات يې د اخوان المسلمين په فکري اړخ ډيره کلکه اغيزه وکړه، لومړى د شهيد امام حسن البناء شهادت (١٩٤٩ز)، له دې وروسته د شهيد استاذ سيد قطب شهادت (١٩٦٦ز) او د دې د ووکسانو له شهادت څخه څو لسيزې وروسته په کال ٢٠٠٩ز کې د شيخ فتحي يکن مړينه د اخوان المسلمين پر فکري اړخ باندې يوه کلکه څپيړه وه.
استاد فتحي يکن چې اصلي نوم يې فتحي محمد عناية دى په کال ١٩٣٣ز د فبروري د مياشتې په نهمه نيټه د لبنان په علمي ښار طرابلس کې په يوه علمي او مسلمانه کورنۍ کې زيږيدلى. پلار يې محمد عناية او مور يې عائشه نوميږي. اصلى ترکى دى، پلار يې په خپل کلې کې په سخا باندې پيژندل شوى و، طبيعتا خپل ذات (ترک) ته تللى و، له هرچا سره به يې بيځايه ټوکې نه کولې، په خپلو کارونو کې جدي و او په خپله کورنۍ باندې يې ښه نظم پلي کړى وو. نيا مرحومه (وسيلة مرحبا) يې دينداره او عالمه ښځه وه، د دين اساسات او ځنې کوچني کتابونه يې له خپلې نيا څخه ويلي. مور يې هم تر نيا په ديندارۍ کې کمه نه وه، کله به چې وزګاره شوه د قرآن تلاوت به يې کاوه او له ديني مسايلو سره يې بې کچې ډيره مينه وه. څرنګه چې طرابلس يو تاريخي، علمي او جهادي ښار دى د استاد يکن په روزنه کې ښه اغيزه درلوده.
په کال ١٩٤٢ز کې په طرابلس کې د مکاتبو شاګردان د فرانسوي اشغال په مقابل کې مظاهرې وکړې چې دوکتور يکن هم له مظاهره کوونکو شاګردانو څخه و، چې په ډير بيرحمانه ډول ډير شاګردان د فرانسوي يرغلګرو د ټانګونو پواسطه په شهادت ورسيدل.
دوکتور فتحي يکن رحمه الله د خپل پلار مرحوم په اړه وايې: پلار مې چې اصلا ترکي و، په خوي او خاصيت کې په بشپړ ډول ترکانو ته ورته وه، ټوکې يې ډيرې نه وې خوښې، سخي سړى و، په خپلو کارونو کې جدي و، په کور کې يې زموږ لپاره مهالويش جوړ کړى و، هر څه مو د مهالويش له مخې کول، سم عسکري ژوند مو لاره، د کور د دروازې سره د ننوتو پرمهال يې مهالويش ليکلي و او د دروازې لپاسه يې زړولى و، په مهالويش کې د لاندېنيو کارونو په اړه ليکل شوي و:
. ماښام کې کورته د راتلو وخت.
. د سهار، غرمى او ماخوستن د ډوډۍ خوړلو وختونه.
. د ځان مينځلو (حمام کولو) وختونه.
. د نظافت او د کور د ترتيب په اړه لازمې لارښوونې.
. د مکتب او درس په اړه لارښوونې. او داسې نور.
فتحي يکن استاد زياتوي چې زمونږ د پلار رحمه الله دا ډول منظم ژوند زموږ په هريوه ډيره اغيزه کړې وه.
لکه څنګه چې مخکې مو وويل د استاد فتحې يکن کورنۍ يوه علمي کورنۍ وه او د کورنۍ ټولو افرادو يې په کلي کې په پوهه او علم لرلو شهرت درلود. د مور له لورې نيکه يې (مرحوم حکمت شريف يکن) ليکوال، شاعر، اديب او مشهور مورځ و، ډير کتابونه يې ليکلي و، مشهور کتاب يې (تاريخ طرابلس الشام، من اقدم عصورها الي هذه الايام) و چې د استاد يکن ښځې (منى حداد) خپل څيړنه کړې او له همدې امله په اسلامي نړۍ او په سيمه کې پيژندل شوى سړى و، په ١٨٨٠ز کې په طرابلس کې زيږيدلى او په ١٩٤٨ز کې د سوريې هېواد په اللاذقية ښارکې وفات شوى، په ترکي، اردو، فارسي او فرانسوي ژبو هم پوهيده. استاد فتحي يکن يې په خپل نيکه رحمه الله ډير ګران و، همدا وه چې کله وفات کېده له خپل وصيت سره يې استاد ته يو لوى کتابتون په ميراث کې پريښود.
استاد يکن د خپل کلي د جامع جومات ټولو درسونو ته حاضريده، په ځانګړې ډول د شيخ صلاح الدين ابو علي رحمه الله درسونه چې ورځني و، همدارنګه د شيخ عبدالحميد عويضه او ډيرو نورو علماو درسونه چې استاد يکن به ورته په ډيره مينه کيناسته او له هغوي څخه به يې د خپلو اسلامي معلوماتو په ډيرولو کې ګټه پورته کوله.
ابتدائې زده کړې يې د (النجاح الوطني) په مکتب کې او له دې وروسته په (النموذج) مدرسه کې کړي، په نوموړي (النجاح الوطني) مکتب کې د عربي ژبې زده کړي ته ډيره پاملرنه کيده، له دې وروسته په کال ١٩٤٦ز کې له (المدرسة الامريکية للصبيان) څخه چې زده کړې پکې په انګليسي ژبه وى په کال ١٩٥٣ز کې فارغ شوى او دبلوم (ديپلومه) يې ترلاسه کړى. څرنګه چې استاد فتحي يکن د بريښنا له انجينيرۍ سره مينه وه، نو د دې فاکولتې د لوستو لپاره د لبنان پلازمېنې بيروت ته ولاړ او هلته يې نوموړې پوهنځۍ ولوسته، څرنګه چې په هغه وخت کې د لبنان حالت ښه نه و، استاد يکن هم په خپله موضوع کې کار ونه کړ، يو څه د يادولو وړ دي چې په کال ١٩٥٨ز کې يې يو راډيو سټيشن د (صوت لبنان الحر) په نامه جوړ کړ او بيا په اويايمه لسيزه کې د (المجاهدون) په نامه يو بل راډيو سټيشن جوړ کړ.
دوکتور استاد فتحي يکن د خپل ماما له لور (منى حداد) سره واده کړى او له خپلې ښځې منى حداد سره يې يوځاي په طرابلس کې اسلامي پوهنتون تاسيس کړ (جامعة لجنان-طرابلس)،د استاذ يکن ميرمن د لبنان د اسلامي نهضت له دعوتگرو ميرمنو شميرل کيږي چې په معاصرو اسلامي خوځښتونو کې د داسې ښځو شتون ډير لږ دى، څلور لور ګانې او يو ځوى لري چې له دو څخه يې ٢٣ لمسۍ او لمسي زيږيدلي.
استاد فتحي يکن په يوه مسلمانه کورنۍ کې زيږيدلى و، هره اونۍ به يې په خپل کور کې دعوتي حلقه جوړوله، هره دوشنبه به علماء د دوي په کور کې راټوليدل، د قرآن تلاوت به يې کاوه، اذکار به يې لوستل او په اسلامي موضوعاتو به يې خبرې کولې، د دوي کورنۍ صوفيانه طريقه پرمخ بووله. استاد يکن له ماشومتوب څخه له خطابت سره مينه لرله، د اول ځل لپاره چې ممبر ته ختلي د جمعې مبارکه ورځ کې وه چې تقريبا شل ازهري علماء ورته ناست و.
د دوي کورنۍ له علم او علماو سره ټينګې اړيکې لرلې او استاد يکن هم له ماشومتوب څخه په اسلامي خدماتو بوخت و، خو دده پوهنځۍ (برقي انجينيري) د ده له فکري تړاو سره مخالفه وه، سره د دي چې پلار مرحوم يې ډيره هڅه کړې وه چې استاد يکن په امريکې کې خپلې زده کړې ترسره کړي، خو استاد يکن نه غوښتل له اسلامي بلنې (تنظيمي کار) څخه ليرې شي، همدا وه چې خپله دوکتورا يې د کراچۍ په پوهنتون کې د (اللغة العربية و الدراسات اسلامية) په پوهنځي کې سره د دې چې بچلر يې په شرعياتو کې نه وه ترلاسه کړى دوکتورا سرته ورسوله.
استاد فتحي يکن په نړيواله کچه د يو ښه ليکوال په نوم پيژندل شوى، په ځانګړې ډول د دعوت او اسلامي خوځښت په اړه د استاد ليکنې ډيرې لوړې دي، چې په معاصره نړۍ کې له ډيرو برياليو ليکوالانو څخه شمير کيږي. د استاد کتابونه په لسګونو ژبو ژباړل شوي او په ټوله نړۍ کې تيت شوي.
په ليکنه کې دوکتور فتحي يکن معتدل او د شهيد سيد قطب منهج ته ميل لري يا په بله اصطلاح د ليکنو سبک يې له سيد قطب څخه اخستل شوى، له ٣٥ څخه يې ډير کتابونه ليکلې چې له هغو څخه مشهور دا دي:
• مشكلات الدعوة والداعية.
• كيف ندعو إلى الإسلام؟
• نحو حركة إسلامية عالمية واحدة.
• الموسوعة الحركية (دوو جلدو کې).
• ماذا يعني انتمائي للإسلام؟
• حركات ومذاهب في ميزان الإسلام.
• الاستيعاب في حياة الدعوة والدعاة.
• نحو صحوة إسلامية في مستوى العصر.
• المناهج التغييرية الإسلامية خلال القرن العشرين.
• الإسلام فكرة وحركة.
• الشباب والتغيير.
• المتساقطون على طريق الدعوة.
• أبجديات التصور الحركي للعمل الإسلامي.
• قطوف شائكة من حقل التجارب الإسلامية.
• خصائص الشخصية الحركية لجماعة الإخوان المسلمين.
• العولمة و مستقبل العالم الاسلامي.
• القضية الفلسطينية من منظور اسلامي.
• الانسان بين هداية الرحمن و غواية الشيطان.
• تحديات القرن الهادي و العشرين في ضوء فقه الفطرة.
• اضواء على التجربة النيابية الاسلامية في لبنان (په دې موضوع کې يې درې کتابه ليکلي).
• البروسترويکا من منظور اسلامي.
• قوارب النجاة في حياة الدعاة.
• الاسلام و الجنس.
• العالم الإسلامي والمكائد الدولية خلال القرن الرابع عشر هجري.
• المسألة اللبنانية من منظور إسلامي.
• ليت قومي يعلمون.
• الخصائص الحركية في منهجية الإمام البنا.
• الأولويات الحركية.
• او داسې نور ډير مهم کتابونه…
د استاد فتحي يکن ژوند له ځوانۍ څخه نيولې تر وفاته تنظيمي ژوند و، کله چې ځوان و د (عباد الرحمن) په تنظيم کې غړى و او له دې لارې يې اسلام ته خدمت کاوه، په دغه وخت کې يې له استاد مصطفى سباعي سره هم تعارف وشو، استاد سباعي لبنان ته تبعيد شوى و، نوکله نا کله به طرابلس ته د ليکچرونو او درسونو ورکولو لپاره تللو چې استاد فتحي يکن له استاد سباعي څخه په دغه درسونو کې ډير څه زده کړل او د درس سره يې د اخوان المسلمين سره هم آشنايې پيدا کړه، بيا استاد يکن خپله د اخوان المسلمين په فکر باندې د پوهيدو لپاره د (مجلة الدعوة) چې د اخوان المسلمين له لورې خپريده په منظم ډول لوستل پيل کړل او له دې وروسته يې ځنې کتابونه هم ولوستل، چې په هغو کې د امام شهيد حسن البناء رسائل و، همدارنګه د استاد محمد قطب کتابونه يې هم ولوستل چې د دغه مطالعاتو په پاي کې يې له اخوان المسلمين سره زښته ډيره مينه پيدا شوه، خپله استاد يکن وايې چې اخوان المسلمين مې ځکه خوښ شول چې يو کامل خوځښت دى، عبادت پکې اساس ګرځول شوى، د دې ترڅنګ سياسي، جهادي، تربوي او سپورتي ډله هم ده.
له اخوان المسلمين سره د جمال عبدالناصر جفا او د هغوي بنديانول او ټکولو په لبنان کې په عباد الرحمن باندې اغيزه وکړه او په لبنان کې د عباد الرحمن اصلى ځاي چې پلازمينه بيروت و د جمال عبد الناصر تر تاثير لاندې راغلل چې دا د عباد الرحمن د خوځښت په انشعاب پاي ته ورسيد، په دغه وخت کې د بيروت له جماعة عباد الرحمن څخه د طرابلس عباد الرحمن بيل شول او دوي غوښتل داسې يو تنظيم جوړ کړي چې آزاد او د اخوان المسلمين په منهج برابر وي. په دغه وخت کې د عباد الرحمن تنظيم يو ټولنيز خيري تنظيم پاته شو، چې تر اوسه په تربوي او خيري خدماتو بوخته ده.
په کال ١٩٦٢ز کې استاد فتحي يکن له خپلو نورو اخواني وروڼو سره د لبنان په طرابلس کې د اخوان المسلمين استاذي خوځښت د (الجماعة الاسلامية) په نامه اسلامي تحريک تاسيس کړ، استاد فتحي يکن يې امين العام و، چې ورو ورو له طرابلس څخه پلازمينې بيروت ته او بيا ټولو کلو او بانډو ته دا دعوت ورسيد، حتى تر دې چې ډيرو ليرې پرتو سيمو کې هم دغه خوځښت خپل استاذ او دفترونه.
الجماعة الاسلامية ډير کلونه له سياست څخه ليرې پاتې شوه، دوي به د مسلمانانو په سياسي مسائلو کې خپل مواقف ښودل خو عملا سياست ته نه و دننه شوي، په دغه وخت کې عموما دوي د مسلمانانو ورځنيو مشکلاتو، تنظيمي روزنې او نورو مهمو مسائلو ته توجه کوله چې په کال ١٩٩٢ز کې يې سياست ته مخه کړه او د لبنان په پارلمان کې يې ډيره لويه بريا لاسته راوړه، په هغه وخت کې پارلمان ته ودريدل يوه جنجالي موضوع وه، چې اخوان المسلمين ورته اجازه کړې وه، په لبنان کې پارلمان ته له کانديديدلو سره د لبنان سلفيان مخالف و، خو کله چې يې په کال ١٩٩٢ز کې د جماعة الاسلامية بريا وليده بيا په کال ١٩٩٦ز کې سلفيان هم په دې فکر شول چې پارلمان ته کانديديدل جواز لري او دوي هم خپل کانديدان معرفي کړل.
جماعة الاسلامية د لبنان د ساتلو لپاره اسلحې ته هم لاس اوږد کړى، خو په جهادي برخه کې دومره محتاط و چې د سلاح د اخستلو او استعمال لپاره يې ځنې اصول وضع کړل، د جهادي اخلاقو په اړه يې ډيرې رسالې وليکلې، تر دې چې د جماعة الاسلامية له لورې يوه قطره وينه هم بيځايه نده تويه شوې او له هر هغه چا سره يې تحالف کړى چې د اسلام او جهاد په ګټه و او له هيڅ چا سره چې د اسلام او جهاد مخالف و تحالف ندى کړى.
يو ځل استاد فتحي يکن له طرابلس څخه د سوريانو له لورې د خپلمنځي جګړې په تور اختطاف شو، خو کله چې هغوي څيړنه وکړه او دې نتيجې ته ورسيدل چې اخوان المسلمين له خپل منځئ جګړې سره مخالف دې او دا د دوي بيځايه شک و بيرته يې استاد يکن پريښود، له خپلې کړنې پښيمانه شو او له استاد څخه يې بښنه وغوښته.
کله چې استاد دوکتور فتحي يکن پارلمان ته بريالى شو، د مصروفيتونو له امله يې نشوه کولى چې د الجماعة الاسلامية مشري پرمخ بوزي، نو په کال ١٩٩٢ز کې يې د تنظيم له مشري څخه استعفاء ورکړه، ځان يې د پارلماني مصروفياتو لپاره وزګار کړ او استاد فيصل مولوي يې د اسلامي خوځښت (الجماعة الاسلامية) امين العام وټاکلو. تر کال ١٩٩٦ز پورې استاد دوکتور يکن په پارلمان کې د وکيل په حيث پاته شو او په دغه وخت کې يې د پارلماني تجربي له لاسته راوړلو وروسته د پارلمان په اړه درې کتابه وليکل: (التجربة النيابية بين المبدء و التطبيق، التجربة النيابية عبر الاعلام او التجربة النيابية في الميزان.)
په کال ٢٠٠٥ز کې يې په لبنان کې د څو تنظيمونو او اسلامي شخصيتونو په يوځاي کولو سره وکولى شو، يو بل اسلامي خوځښت د (جبهة العمل الاسلامي) تر نامه لاندې په طرابلس کې تاسيس کړي او اسلام ته يې خدمت لاهم پراخ شي.
په عراق باندې د امريکې له جګړې څخه وروسته او بيا په عراق کې د خپل منځي جګړي په ځانګړې ډول د شيعه او سنه ترمنځ په اختلاف اچولو کې د اسلام دښمنان تر ډيره بريده خپلو شومو اهدافو ته ورسيدل، دوي غوښتل عين طريقه په لبنان کې هم په کار واچوي او د شيعه او سنى ترمنځ له اختلاف اچولو څخه وروسته ځان خپلو اهدافو ته ورسوي، چې په لبنان کې له دغه ډول جګړې څخه په مخنيوي کې د استاد دوکتور يکن نقش د يادونې وړ دى، استاد دوکتور يکن په خپلو مواقفو کې واضح او صريح دى، په هره موضوع کې چې هرڅه موقف لري ښکاره کوي يې، همدارنګه مواقف يې جهادي او اسلامي دي. د الجزيرې په تلويزيوني شبکه کې استاد ميلمه و او د اسامه بن لادن په اړه ترينه پوښتنه وشوه، ده ورته په ځواب کې وويل:
اسامه بن لادن زما يو له په زړه پورې شخصيتونو څخه دى، دا يو مخلص مسلمان دى، هرڅوک چې وايې اسامه د امريکا له لورې جوړ شوى دى، دا سل په سلو کې غلطه خبره ده، اسامه ډير يو مخلص مسلمان دى او هرڅه چې کوي هدف يې اسلام ته خدمت کول دي، ما خپله څو څو وارې ليدلى. په دې وخت کې ژورناليست ورڅخه پوښتنه کوي چې د سپتامبر د يوولسمې په حادثه کې د القاعدې له موقف سره موافق يې، د القاعدې تنظيم وويلې چې دا کار موږ کړى، تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟ دوکتور استاد فتحي يکن ورته په ځواب کې وويل: زه ورسره موافق يم، زما له انده دا د دوي يو قوي او معقول کار و، هغوي امريکې ته دا وښوده چې که تاسو زموږ په هيوادونو کې خلک وژنئ، تعميرونه ورانوئ او زموږ آزادي سلبوئ، موږ هم له تاسو څخه خپل غچ اخلو، نه يواځې په خپل کور او هيواد کې مګر تاسو ته په امريکې کې هم ضرر در رسوو.
سره د دې چې استاد يکن په تنظيمي، سياسي کار او کتاب ليکلو باندې بوخت و له لسګونو تلويزيوني شبکو ، له ويب پاڼو سره، له ورځ پاڼو سره، له راديو ګانو سره په سلګونو مرکې کړي چې هره يو يې ډير اهميت لري. په ډيرو نړيوالو کنفرانسو کې يې برخه اخستې، چې د ډيرو په اړه يې په خپل کتاب (فقه السياحة في الاسلام و نماذج لرحلات دعوية في ارض الله الواسعة) کې ليکلي هم دي. د اسلامي نړۍ له ډيرو مشرانو او جمهور رئيسانو سره يې کتلي او هر يوه ته يې نصايح کړي.
له ډيرو مشهورو داعيانو سره يې هم ليدنې کړى، چې مشهور د هغو څخه د اخوان المسلمين دريم مرشد عام: (عمر التلمساني – استاذ كمال السنانيري – او د اخوان المسلمين پنځم مصطفى مشهور – دكتور احمد الملط – الحاج عباس السيسي ) ښودلى شو استاذ فتحى يکن. په لسګونو لکچرونه ورکړي، ډيرې اسلامي نړۍ ته تللى، په ځانګړې ډول ترکيې ته او هلته يې د اسلامي حرکت له مشرانو سره ليدلي.
د استاد فتحى يکن دعوت او کار يواځې په لبنان پورې محدود نه و په نړيواله کچه يې هم ځنې فعاليتونه لرل چې له هغو څخه په ترکيه کې د (اللجنة السياسية للتجمعات الاسلامية في العالم) په گوته کولى شو چې مشري يې د استاذ فتحي په غاړه وه.. د قدس په موسسه کې (موسسه القدس) کې هم غړى پاتې شوى. همدارنګه په (مجمع سلم) کې غړى پاتې شوى.
استاد دوکتور فتحي يکن د يو اوږد او نه ستړى کيدونکي دعوت، جهاد او روزنې څخه وروسته په کال ٢٠٠٩ز د جون د مياشتې په ١٣ ديارلسمه چې د ١٤٣٠ز چې د جمادې الثاني له شلمې سره سمون خوري په څلور بجو او ٤٥ دقيقو کې د هغې ناروغۍ په اثر کې چې څو وروځې وړاندې يې روغتون ته په تللو اړ کړى وو و د پلازمېنې بيروت په يوه روغتونو کې د شپږ اويا ٧٦ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې. الله تعالى دې پرې ورحميږي او خپل اوچت جنتونه دې ورپه برخه کړي.
لیکوال: زاهد جلالي