الماسه غازي ادې څوک وه

الماسه دکټواز سلېمانخېله وه، مشرانو به له نازه الماسۍ بلله، مېړه یې حبیب وچي دکلي خلکو حبیب اکا باله ، دالماسۍ او حبیب اکا یکي یو زوی و چي ښایسته نومېده ، ځکه نوالماسه ادې په کلي کي کشرانو د ښایسته خان مور بلله.

انګرېزانو چي په ۱۲۹۴ هـ ق کال پرپېواړ برید وکړ دې په دغه جنګ کي برخه اخیستې ده، دتور پوړني پلوونه بې تر ملا راتاو کړي وو، چاړه بې په ملا کي به ټومبلې وه اوبه بې په ژیو کي دغازیانو سنګرونو ته رسولې او کله به یې په ګوډو کي نینې وروړلې ، کله به داسي پېښه سوه چي په کوم سنګر کي به دغازیانو جبه خانه لږ سوه الماسۍ وه چي پر خپلو اوږو به یې دوی ته ګولۍ او باروت رسول .

دپیواړ په جنګ کي ددې مېړه حبیب اکا او ځوان زوی ښایسته خان دواړه شهېدان سول، پسله دغي ورځي څخه دې مېړنۍ دځوانیمرک زوی  ښایسته خان کتاروزنه تر ملا وتړله ، دهغه  نامراده توپک یې غاړي ته واچاوه او دغازیانو په صف کي دیوه صفاهی په توګه ودرېدله . له دغي ورځي څخه دالماسۍ وسلواله مبارزه پيل سوله، دې ښه نښان ویشت او دغلیم وتلي سپاره یې په وینو رنګول، دلوګر دخوشۍ ، چا رآسیا او سنګ نوشتي په جنګونو کي یې په ډېره مېړانه برخه واخیستله او د دې مېړاني او له ننګه ډکو خبرو ډېر ځوانان خونړ یو جنګونو ته لمسول . د سنګ نوشتې په جنګ کي چي دپکتیا ، کټواز له لښکر و سره دننګرهار د خوا پوځونو هم ملګري سول، یوه ورځ ددوی په منځ کي الماسۍ ولاړه سوه دواړه لاسه یې ددعا په خاطر پورته کړل او دپاک خدای ج  حضور ته یې داسي مناجات وکړ: اې خدایه ! زه ستادرضا او ستاد دین دننګي له پاره دې جنګ ته راغلې یمه، خدایه ته ماته وس راکړې چي ستا ددین دښمنان ووهم او ددغو مړونو غازیانو پت وساتم.

دالماسي دغي وینا یا دعا په غازیانو کي عجب جوش پيداکړ. دسنګ نوشتې تر جنګ وروسته چي دجرنیل محمدجان خان غازي لښکري دوردګو له خوا څخه دمیدان برخو ته راورسېدلې ، دپکتیا غازیانو له سنګ نوشتې او چار اسیا څخه چوکي ارغندې ته ځانونه ورورسول.

الماسۍ چي دغه وخت په غازي ادې مشهوره سوې وه او عمر یې شپېتو کالو ته نژدې وهم دغازي محمد جان خان لښکر ته ځان ورساوه . دقلعه قاضي په غزا کي دغازې ادې توري او شهامت او بې ساري مېړاني پر غازیانو باندي دسحر اغېزه وکړله او دپرنګیانو پوځ یې ماتي ته اړ یوست.

په دې جنګ کي دغازي ادې نوم په ټول لښکر کي په توره او شهامت ولاړ، پخواتر دې یوازي پکتیاوالو او کټه وازیو پېژندله پسله دې دټول لښکر غازي ادې سوله . دغازيانو داسي خېمه نه وه چي د غازي ادې دتوري ، مېړاني او ایثار خبر ي نه پکښي کېدلې.

وایي جرنیل محمد جان خان غازي چي دغازي ادې داتوره اوجهاد ولید، دایې خپل حضور ته وروغوښتله او یو آس یې وروباخښه او ورته ویې ویل : ته پلي جهاد کوې له پېواړه تر دې ځایه دي ټول مزلونه پلي وهلي دي او په ټولو جنګو کي دي پرپښو غزا کړې ده داآس واخله لږ څه به هوساسې، پروړ او اوربشي به یې زما د کمند سپاهیان در رسوي.

غازي ادې دجرنیل له پېرزویني څخه کورودانی ووایه خو آس یې ونه مانه او یې ویل : ( زه به مېړه او زوی ته په کوم مخ ورځم، دوی به وایې تاتر موږ پوري مزل پرپښتو نه سووهلای، پرآس سپره راغلې، زه دا پېغور نه منم ).

په قلعه قاضي کي چي پرنګیان مات سول، غازې ادې چي دجرنیل محمدجان خان غازي له پوځونو سره د کروغ دغره له خوامخ پر کابل را روانه وه، دالنډۍ به یې ویلې:

توره کوئ بری به خپل کرئ

که بری نه وځوانان تل په تورو مرینه

توري په خرچ وهئ خوانانو !

وطن مو خپل دئ په سرو وینو یې ساتو نه

چوڼۍ په توپو نه ړنګیږي

غازي ځلمیان یې په توپکو ړنګوینه

جنګ دکابل جوس ته راغی

ځوانان څنګلي لګوي کابل ګټینه

دغازي محمدجان خان پوځونه چي واصل آباد ته راورسېدل په دغه وخت کي دغازي محمد عثمان خان ساپي لښکري پر اسمايي غره راښکاره سولې پرنګیانو دهغو خواته مخه وګرزوله چي ځانونه شېر پور ته ورسوي.

غازي محمد جان خان خپل پوځونه پردووبر خوو وېشل ، یو پوځ یې دتخت شاه دغره نیولو ته وګماره اوبل پوځ یې وګماره چي د آسمايي دغره پرکلا برید وکړي. غازي ادې هم په دغه دوهم پوځ کي وه.

دالله اکبر ږغ یې دغلیمانو زړونه لړزول او دغازیانو ویني یې پر جوش راستلې .

کپتان قیام الدین خان تره کی وایي موږ پر کلا په ډېر جوش برید وکړغازي  ادې دمخ په صفونو کي وه .

درې سوه ګامه به کلا ته پاته وه چي غازي ادې ولګېدله و موږ چي پرراغلو داپرته وه تر ټټر او خولې یې ویني بهېدلې او په دغه حال کي یې هم دالله اکبر ږغ په خوله کي واوغالباً دغه ږغ سره یې ساوختله.

نومړی کپتان قیام الدین خان وایي : موږ چي پر کلاوروختلو ، د شېر پور لورته مو هڅه وکړله اونورنه سوم خبر چي دشهیدي غازي ادې مړی چاچيري ښخ کړ؟

دشهیدي غازي ادې قبر ورک دئ مګر نوم به یې څوپښتانه وي له خولو نه لوېږي او ددې پاک روح ته به دلوی خدای ج له درباره څخه دلوړو درجو غوښتنه کوي.

 

مآخذ:-  د ادبي نثرونو، دبېنوا یاد، دکارنامو مېرمني او ګلو ګېډۍ کتاب څخه

ددې کتاب لیکوال :- علامه اکاډیمسین پوهاند عبدالشکور “ رشاد

د ادبي نثرونو، دبېنوا یاد، دکارنامو مېرمني او ګلو ګېډۍ کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب