دپستې ګټې.. (نوې علمي لاسته راوړنه)
آیا پوهېږې چې سړی (۱۰۰ ) ګرامه پسته وخوري څه پېښېږي.؟!!
په دې وروستیو کې یوې امریکايي مجلې (لایف سټایل امریکي مډیسن) دپستې په اړه یوه نوې لاسته راوړنه خپره کړې.
نوموړې مجله زیاتوي: پسته خورا زیاتې ګټې لري او په ځانګړي توګه دزړه او ویني لپاره ډېره مفیده او ګټوره ده، وايي: دیو څو اونیو لپاره دپستي خوړل دوينې نږدې ۲۰ سلنه خراب کلسټرول کموي، همدارنګه په مقابل کې ۴۸ سلنه ګټور کلسټرول زیاتوي، دسړي هغه مواد چې داولاد په زیږیدو کې مهم رول لري هغه پیاوړي کوي، دپستې په ترکیبي جوړښت کې داسې یو رنګه مواد دي (فیټوسټیرولاټ) نومیږي هغه کولمو ته دکلسټرولو دداخلیدو مخه نیسي او هغه مواد چې کولمو ته کلسټرول راکاږي هغه شنډوي.
ددې سره سره په پسته کې داسې مواد نغښتي چې دزړه دبیماریو اندازه کموي.
کله چې دبازاره پسته اخلئ نو ډاکټران ددې سپارښتنه کوي غوره داده چې تازه پسته وي او دپوستکي سره يې یوځای واخلئ او دپوستکي سره يې یوځای خولې ته اچوئ ،البته هغه نری پوستکی.
احمد سعید کاموال.