دمارچ د ( ۸) دښځې دنړیوالې ورځې په مناسبت

وړاندی له هر څه دمارچ داتمې دښځې د نړیوالې ورځې د رارسیدو په مناسبت د افغانستان ښځو ته دزړه کومې مبارکي وایم .او د تشدد ، تبعیض ، تیري ، ظلمونو ؛ ستم اوبی عدالیو ضد روانه آزادی بخښونکی او عادلانه داعیه او مبارزه کی ورته بریالیتوب غواړم .

ښځه انسان دئ او دانسانیت معیار دی ، آزاده دنیا ته را غلې او ذاتا د نرسره برابره او دهر ډول تشدد ، تیري ، ظلم ، اسارت ، ستم او بې عدالتیو څخه مصونه او دانساني کرامت او انساني ذاتي حقونو درلودونکي ده . ښځه مور ده او جنت دمور په پښو کي دئ ؛ښځه داسلام په مقدس دین کی او دبشری حقونو په اعلامیه کی ځانکړي ځاي لري او هر څوک چې په انسانیت او اسلامیت باور لري نه یوازې دښځې د حقونو تر پښو لاندې کولو څخه باید ډده وکړي ، بلکه د هغې دکرامت درناوئ او حقونو تامین او ساتنه باید خپله انسانی او دینی وجیبه وګڼي .

دادي وینو چې له بده مرغه زمونږ په هیواد افغانستان کی ښځه د مذهبی افراطیت او منحطو دودونو ؛ تشدد ؛ اسارت ؛ ستم ؛ ظلمونو او بی عدالتیو او دنر او ټولنې ددوه ګونی ستم ؛کورنی تشدد څځه ځوریږی ؛ همدا ډول سنګسار کیږي او یا خپله دتشدد او ناخوالو څځه دخلاصون لپاره مرګ ته پناه وړي او یا ځان سوځوی . نجونې په بدو کې ورکول کیږی او جبرا دقانونې سن نه مخکي نکاح او واده ته مجبوریږی . دافغانستان مطلق اکثریت ښځې دسواد څخه محرومی دي او دپې وزلې ؛ نارو غې او د خپلو کوچنیانو او کورنئ اودنورو ټولنیزو ناخوالو څخه عذاب ګالي او په سیاسي ، اقتصادي او اجتماعی او فرهنګي چارو کې د اعیزمن او لازم ګډون څخه محرومې شویدی .

ښځه د نوو او زړو ؛ مترقی او ارتجاعی فکرونو اود پرمختګ او په شاه تګ دغورځنګونو دمبارزی په محراق قرار لري او دیوه هیواد پر مختګ دهغه هیواد دښځو د پرمختګ له مخی ټاکل کیږی . دا په داسی حال کی ده او دنړئ دپرمختللو هیوادونواو مترقی بشریت تجربی شيي چې په افغانستان کې به ښځه هغه وخت دتشدد ، تیري ، ظلم، اسارت ، ستم او بي عدالتیو څخه وژغورل شی اودخپلو انسانی حقونو څخه به برخه منه شي چي په روانه ټولنیزه او سیاسي مبارزه کي دهیواد مترقی ؛ دموکراتیک او عدالت پلوه ځواکونه پریکړونئ بریالیتوب ترلاسه کړي او په ټولنه او دولت کی دمسلط جریان په توګه تثبیت او و پیژندل شي او په هیواد کې یوه کارا دموکراسی اوځواکمن، حقوقی او دموکراتیک دولت رامنځته شي اواستقرار ومومي.
نیک مرغه دې وي دمارچ اتمه دښځو نړیواله ورِځ او بریالي دې وي د آزادئ ، برابری او سوکالئ لپاره دنړۍ اوافغانستان د ښځو قهرمانانه مبارزه .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب