د ښځې او مېړه تر منځ شخړې او د خوشالې رازونه

په حقيقت کې اکثره کورنی ستونزی د ښځې او خاوند اختلافات ډیر واړه او ساده او بې معنى شيانو پر بنسټ رامنځته کیږی ولی لیدل شوی چه دا کوچنی ستونزی کله نا کله له یوه اړخه دومره لوی شی چه حتی ډیر ځلې د کورنی د له مینځه تلو د ړنګیدو سبب شی، او….بیا

ساجده عبدالباقي 
ان الحمد لله نحمده و نستعينه و نستغفره، و نعوذ بالله من شرور انفسنا و من سيات اعمالنا من يهده الله فلا مضل له، و من يضلل فلا هادى له، و اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمداً عبده ورسوله. اما بعد:

ریښتنی خوشالي:په اوسني وخت کې که چبرته د انسانانو په ژوند باندې نظر وکړو نو راڅرګنده به شي چې د خلکو مفاهيم څومره بدل شوى ځکه خلک دا فکر کوي چې ګويا کاميابي او سرلوړي صرف په مال او دولت کې نغښتلې او يا دا چې څوک په کوم غټ منصب باندې وي نو يوازې هغه به کامياب انسان وي، ولوکه مال،شتمنی یا منصب عيب نه دى خو ډیر ځلی لیدل شوی چه د يو ډېر شتمن سړى غمونه به هم ډېر وي يا دا چخ ژوند به یی له خفګانونو او تکليفونو ډک وي، ولی بايد پوه شو چې په حقيقت کې کامياب او خوشبخته انسان هغه دى چې خپل ژوند يې د قرآن او سنتو د لارښونو سره برابر کړاى وي نو د هغه ژوند ټول مشکلات او تکليفونه ورته الله اسان کړی وي او يو خوشحاله کورنى ژوند به ولري چې د مينې او محبت او پېرزوينو څخه به ډک وي.

ریښتنی کامیابی:

دا يوه ښکاره خبره ده چې په دې دنيا کې نيکي په اصل کې د دنيا او آخرت د فلاح او سعادت مندۍ سبب ګرځي.  الله تعالى فرمايي: (من عمل صالحاً من ذکر او انثى و هو مومن فلنحيينه حياة طيبة و لنجزينهم اجرهم باحسن ما کانوا يعملون) سورة النحل ٩٧.
ژباړه: هغه څوک چې نیک عمل کوي که هغه سړى وي او که ښځه بی له شکه مونږ به هغوى ته ډیر ښه ژوند ورپه برخه کړو او هغوى ته به د هغوى د عمل ډیره ښه بدله ورکړو.

د نیکمرغه کورنی:

رسول کريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: الدنيا متاع و خير متاع الدنيا امراة صالحة، رواه مسلم. ترجمه: بی له شکه دا دنيا يو متاع او ګټه ده او د دنيا تر ټولو غوره متاع نیکه او صالحه میرمن ده. خو بعضې خلک دا ګمان کوی چې ګويا کورنۍ (د میرمن او خاوند) ژوند د مشکلاتو څخه خالى وي او خطاګانى پکښی نه وي، هر څوک چې دا ګمان کوی هغه به يو خيالي دنيا که اوسیږي او د واقعيت نه ډیر لرې دى، ځکه هیڅ يو کور هم له مشکلاتو څخه خالى نه وی او حتما به د ښځې او خاوند څخه څه نا څه زياتى یا کمی تر سره کیږي او دا کومه عجيبه خبره نه ده بلکه عيب خو دا دى چې يو له دواړو غلطي وکړي او بيا پرته له دې چې د هغې اصلاح وکړي ورته غلطۍ بیا بیا کوی او شيطان ته فرصت ورکوی چې د ښځې او خاوند په مينځ کې دښمنی او کينه پیاوړی کړی.

کورنۍ ستونزی:

په حقيقت کې اکثره کورنی ستونزی د ښځې او خاوند اختلافات ډیر واړه او ساده او بې معنى شيانو پر بنسټ رامنځته کیږی ولی لیدل شوی چه دا کوچنی ستونزی کله نا کله له یوه اړخه دومره لوی شی چه حتی ډیر ځلې د کورنی د له مینځه تلو د ړنګیدو سبب شی، او څومره ځلې دا پیښ شوي چې په ډیرو وړو او ساده اختلافاتو په وجه ښځه او خاوند سره جلا شوي او دا صرف په دې لپاره چې يو د بل خطاء او اشتباه نه قبلوی او نه ترینه تیریږی ځکه چې انسان هیڅکله کامل کیداى نشي بلکه تل تری څه ناڅه خطاء حتما کیږی نو په کار دا ده چې د عفوی او يو د بل د بخښلو جذبه او احساس په ځان کې پيدا کړای شي، او هر يو د خپل غلطۍ اعتراف وکړي او د بل څخه بخښنه وغواړي او بل دی ورته هرومرو بخښنه وکړي او تیر دی په هیر کړی.که چیرته يو د بل ګناه او خطا په ورين تندي او پراخی سینی سره معاف کړي نو هیڅ کمى به واقع نشي.

رسول الله بهترینه نمونه:

ښځې او خاوند دواړو ته په کار ده چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په پله ولاړ شي او هغه تعامل د خپلی کورنۍ سره وکړی کوم چه هغه صلی الله علیه وسلم د خپلی کورنی سره درلود تر څو یی خپل او د کورنی ژوند نیکمرغه وی. د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ښه تعامل عملي نمونه په يو حديث کې امام بخاري داسی روايت کړى: چې يو ځل د نبى عليه السلام او ام المومنين حضرت عايشې رضى الله عنها به مينځ کې څه خبره راغله تردی چه حضرت ابوبکر رضى الله عنه چى د حضرت عايشې رضی الله تعالی عنها پلار وو مداخلت وکړ ترڅو یی د هغوى ترمينځ فيصله وکړي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت عايشې ته وفرمايل چې اول ته خبرې کوې که زه يې وکړم؟ حضرت عايشې وويل: ته خبرې وکړه خو حق خبره به کوې، نو حضرت ابوبکر حضرت عايشې ته څپیړه ورکړه او خوله يې ورته وينې کړه او ويې ويل: اى د ځان دښمنې ايا هغه له حقه پرته بل څه وايي؟ نو په دې وخت کې حضرت عايشې د رسول الله صلى الله عليه وسلم شاته پناه يوړه او د هغې تر شاه کیناستله. نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت ابوبکر ته وفرمايل “مونږ ته د دې لپاره نه وې راغوښتى او نه مو له تا دا غوښتي و”.پایله:

your ads

نو بايد هر يو مسلمان خاوند او مسلمانه میرمن په خپل ځان کې داسی صفتونه پيدا کړي ترڅو وکولاى شی د يوه مضبوطه کورنۍ جوړه کړي، او په دې بايد پوه شو چې د اسلام دښمنان مونږ لپاره هیڅکله خير نه غواړي بلکه تل غواړي چې زمونږ اصیل دينې اخلاق له مينځه يوسی تر دی چه خپل کورونه په خپلو لاسونو وران کړو.

په دې لړۍ کښې به ټولی هغه ستونزی او مشکلات په ګوته کړو کوم چې د ښځې او خاوند په ژوند کی را مينځ کیږی او د کورنۍ ژوند د ړنګیدو او شنډیدو لامل ګرځي، د دغې مشکلاتو اصلي اسباب او د هغې د حل لارې به وڅیړو. په پيل کې به په هغه ستونزو باندی وغږیږو کوم چه سړی لخوا راپیدا کیږی او په اخری برخه کی به په هغه ستونزو خبری وکړو کومی چه د ښځو لخوا وی. دا جالبه لړۍ د هر هاغه چا لپاره ګټوره ده چې غواړي د ارامۍ، نیکمرغی او سعادتمندۍ ژوند ولری او د دنیا او اخرت نیکمرغی یی په برخه شی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب