د لوى اختر او قربانۍ فضائل او مسائل

د قربانۍ تعريف:

د لوى اختر په ورځو کې د الله جل جلاله د تقرب)نږدېوالي( د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړي څاروي حلالولو ته قرباني (اضحيه) وايي.(۱)

د قربانۍ مشروعيت:

قرباني يو داسې مشروع عمل دى چې په قران ، حديث او اجماع سره ثابت دى، او پر دې باندې د ټولو علماوو اتفاق دى.(۲)

 د قربانۍ حکم:

قرباني يو مالي عبادت دى او حکم يې واجب دى (۳) الله جل جلاله فرمايي ) فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ( خپل رب ته لمونځ وکړه او قرباني وکړه.

ابن کثير رحمه الله له مفسرينو صحابه کرامو، تابعينو لکه حضرت عبدالله بن عباس t ، عطاء ، مجاهد ، عکرمه او حسن بصري رحمه الله څخه روايت کړى دى چې د ) وَانْحَرْ (کليمې معنى قرباني ده.(۴)

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي څوک چې وس ولري او قرباني نه کوي زموږ عيدګاه ته دي نه راځي.(۵)

your ads

د قربانۍ حکمت  او فلسفه:

سربېره پر دې چې قرباني يو ابراهيمي ياد دى ، دا د الله جل جلاله په لار کې يو ډول سرښندنه او د الله جل جلاله د مننې اداء کول هم دي. کله چې بډايان د قربانۍ غوښه د بېوزلو په منځ کې وېشي، نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ کوي.

بډاى او فقير يو د بل تر څنګ خوښي کوي؛ چې دا خوښي په يوه ټولنه کې د سوکالۍ او نېکمرغۍ لامل ګرځي.

د قربانۍ حقيقت او ارزښت:

(عَنْ زَيْدِ بْنِ أَرْقَمَ قَالَ قُلْتُ أَوْ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا هَذِه ِ الْأَضَاحِيُّ قَالَ سُنَّةُ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ قَالُوا مَا لَنَا مِنْهَا قَالَ بِكُلِّ شَعْرَةٍ حَسَنَةٌ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ فَالصُّوفُ قَالَ بِكُلِّ شَعْرَةٍ مِنْ الصُّوفِ حَسَنَةٌ)(۶)

حضرت زيد بن ارقم وايي چې صحابه وو له پېغمبرصلى الله عليه وسلم څخه د قربانۍ د حقيقت په اړه پوښتنه وکړه پېغمبر صلى الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل : ) دا ستاسو د پلار حضرت ابراهيم عليه السلام سنت دى ( صحابه وو وپوښتل : ) آيا نو په دغه قربانۍ کې موږ ته هم ثواب رارسيږي؟ (پېغمبر صلى الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل : (هو ، د قربانۍ د حيوان د هر وېښته په بدل کې تاسو ته يوه نېکي ليکل کيږي ( صحابه وو بيا وپوښتل: ) د وړيو هم دومره اجر دى؟) پېغمبر صلى الله عليه وسلم په ځواب کې ورته وفرمايل: (هو، د وړيو هم دغه حساب دى، د هر وېښته په بدل کې يوه نېکي ورکول کېږي)

د قربانۍ فضيلت:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ :« مَا عَمِلَ آدَمِىٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى اللَّهِ مِنْ إِهْرَاقِ دَمٍ وَإِنَّهُ لَيَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِى فَرْثِهِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلاَفِهَا وَإِنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنَ اللَّهِ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ فِى الأَرْضِ فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا »(۷)

حضرت عايشه رضي الله عنها وايي چې پېغمبرصلى الله عليه وسلم وفرمايل د قربانۍ په ورځ کې الله جل جلاله ته تر قربانۍ زيات بل کار خوښ نه وي، په دې ورځو کې دغه نېک کار تر هر بل نېک کار غوره وي، د قربانۍ څاروى به دقيامت په ورځ د ښکرو، وېښتانو او ښنګرو سره يو ځاى ژوندى راشي، او د قربانۍ په ورځ به د حلالولو په  وخت چې د وينې يو څاڅکى پر مځکه لوېږي، نو ځمکې ته تر رسېدو مخکې د الله جل جلاله د خوښۍ سبب ګرځي، او هغه يې قبلوي، نو اى د الله جل جلاله بنده ګانو! په خوښۍ او د زړه په مينه قربانۍ وکړئ.

د قربانۍ پر پرېښولو وعيد:

عَن أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ كَانَ لَهُ سَعَةٌ وَلَمْ يُضَحِّ فَلَا يَقْرَبَنَّ مُصَلَّانَا (۸)

ژباړه: له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرميال: څوک چې وس ولري (د نصاب څښتن وي)، خو قرباني نه کوي هغه دي زموږ عيدګاه ته نه راځي.

د قربانۍ نصاب:

د قربانۍ او  صدقة الفطر (سرسايې) نصاب يوه ډول دی، او  هغه  (,۴۷۹۸۷) ګرامه سره زر او يا (۶۱۲,۳۵) ګرامه سپين زر دي.(۹)

د نصاب تعريف:

نصاب د مال هغې خاصې اندازې ته ويل کېږي، چې پر هغې باندې شريعت زکات فرض کړى وي، لکه د پسونو لپاره څلوېښت )۴۰(پسونه، د سپينو زرو لپاره دوه سوه (۲۰۰) درهمه او د سرو زرو لپاره شل (۲۰) مثقاله سره زر.(۱۰)

قرباني  پر چا واجبيږي؟

قرباني پر هر هغه چا واجبيږي چې مسلمان، عاقل ، بالغ ، مقيم او د(۶۱۲,۳۵)ګرامه سپينو زرو،او يا د (۸۷,۴۷۹) ګرامه سرو زرو څښتن وي.(۱۱)

يا په واک کې داسې څه ولري چې له اړتيا يې زيات وي، او ارزښت يې د سپينو يا سرو زرو د نصاب قېمت ته ورسيږي.

د اړتيا شيان هغه دي چې د سړي ژوند او عزت پورې تړلى وي،لکه خوراک، څښاک، کالي، د اوسېدو ځاى او داسې نور چې په اصلي اړتياوو کې شمېرل کېږي، نو له دې امله ستر ـ ستر دېګونه، لوى فرشونه، قالينې، راډيو او تلوېزيون، له اړتيا زياتې جامې او داسې نور شيان چې د انسان د اساسي اړتياوو په جمله کې نه راځي نو که د دغو شيانو ارزښت د نصاب قېمت پوره کولاى شو نو قرباني واجب ده.(۱۲)

که څوک د نصاب څښتن وي ، د قربانۍ لپاره د کال تېرېدل شرط نه دي ، ځکه خو که څوک د اختر په دويمه ورځ هم د لمر له لوېدو څخه وړاندې دومره شتمني پيدا کړي چې ارزښت يې د قربانۍ نصاب ته رسېده نو قرباني پرې واجب ده.(۱۳)

ياده دي وي چې د نارينه وو په څېر په ښځو هم قرباني واجبه ده، چې کله د قربانۍ د نصاب په کچه سره يا سپين زر او يا هم د هغه په اندازه شتمني ولري.(۱۴)

که کوم لېونى او ماشوم د نصاب څښتن وي قرباني پرې نه کيږي او د هغوى سرپرست هم نه شې کولاى چې دهغوى پر ځاى )د هغه له ماله ( قرباني وکړي.(۱۵)

کوم کس چې مسافر وي پر هغه هم قرباني واجب نه ده . که مسافر مقيم شو، يا مقيم مسافر شو، د قربانۍ د وجوب لپاره اخر وخت معتبر دى، که مسافر د اختر په درېيمه ورځ تر لمر لوېدو مخکې مقيم شو، نو قرباني پر واجب ده. او که مقيم په اخر وخت کې مسافر شي نو بيا قرباني پر واجب نه ده.(۱۶)

که څوک پر ځان نذر ومني او يا د قربانۍ په نېت څاروى واخلي نو قرباني پر واجب ده، که څه هم فقير وي.(۱۷)

که چا دقربانۍ وصيت وکړ او مال يې هم پرېښود،نو پر وصي يا ولي يې قرباني کول واجب او ضروري ده.(۱۸)

که د يو چا مال حرام وي، لکه د رشوت يا سود او يا داسې نور، نو پر هغه باندې قربانې واجب نه ده؛ که قرباني وکړي نو قرباني يې نه صحيح کېږي، ځکه چې پر هغه باندې د ټول مال صدقه کول واجب دي.(۱۹)

که دوه يا درې وړونه ګډ ژوند کوي، نو شتمنۍ ته يې کتل کېږي، که يې شتمني دومره وه چې د هر يوه برخه نصاب ته رسېده، نو پر هر ورور جلا جلا قرباني واجب ده، او د ټولو له لورې يوه قرباني بسنه نه کوي.(۲۰)

که پلار او بالغ زامن ګډ ژوند کوي، خوراک او څښاک يې يو ځاى وي، نو که زوى د پلار په شتمنۍ او کاروبار کې مستقله برخه او اختيارات ولري، نو پر زوى جلا قرباني واجبه ده او پر پلار جلا، او که مستقله برخه ونه لري او نه هم خپله د نصاب په اندازه مال ولري، نو پر زوى قرباني واجبه نه ده، يوازې د پلار قرباني بسنه کوي.(۲۱)

د قربانۍ ورځې :

د ذوالحجې لسمه ، يوولسمه او دولسمه د قربانۍ د حلالولو ورځې دي ، د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدلو وروسته بيا قرباني نه کيږي . خو په دې درې وو ورځو کې لومړى ورځ يعنې د ذوالحجې په لسمه قرباني کول ډېره غوره او ثواب لري . او د دې درې وو ورځو څخه پرته بله ورځ قرباني نه کېږي .(۲۲)

د قربانۍ پر ځاى صدقه او خيرات کول :

که د چا څخه قرباني د عذر له کبله پاتې شي او يا د قربانۍ په ورځو کې ورڅخه بي پروايي وشي ، پر دغه کس واجب ده چې د قربانۍ بيه په غريبانو وويشي . که څوک د قربانۍ په ورځو کې د قربانۍ پيسې صدقه کړي قرباني يې نه کيږي ځکه چې صدقه يو ډول عبادت ده او قرباني بل ډول عبادت ده ، د روژې پر ځاى لمونځ او د لمونځ پر ځاى زکات او حج نه کيږي ، نو له دې کبله د قربانۍ پر ځاى صدقه نه صحيح کيږي.(۲۳)

د قربانۍ د حلالولو وخت :

په کومو ښارونو کې چې د جمعې او اختر لمونځ  کېږي په همغه سيمو کې د اختر د لمانځه څخه وړاندې د قربانۍ حلالول جايز نه دي، خو په کومو سيمو کې چې د جمعې او اختر  لمونځ نه کيږي ، د هغو سيمو اوسېدونکي کولاى شي چې د سهار د لمانځه وروسته قربانۍ حلالې کړي،(۲۴)

که د اختر په لومړۍ ورځ لمونځ د کومې ستونزې له کبله و ځنډيږي د اختر د لمانځه د وخت د تېرېدو وروسته خلک کولاى شي چې خپلې قربانۍ حلالې کړي.(۲۵)

د شپې له خوا د قربانۍ حلالول روا ده خو مکروه ده.(۲۶)

د قربانۍ د حلالولو مستحب وخت:

د کليوالو لپاره تر لمر راختو،او د ښاريانو لپاره د اختر تر خطبې وروسته قرباني کول مستحب دي، که چا مخکې تر دې چې امام سلام وګرځوي، قرباني وکړه نو قرباني يې صحت نه لري.(۲۷)

د حلالولو سنت طريقه:

(عَنْ أَنَسٍ قَالَ ضَحَّى النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وَسَمَّى وَكَبَّرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا.)(۲۸)

ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دوه ښکرونه لرونکي، سپينوالي او توروالي ته مايل پسونه په خپل لاسونو قرباني کړل، د حلالولو پر مهال يې )بِسْمِ اللهِ وَاللهُ اَکْبَرْ( وويل او خپله پښه يې د هغه پر غاړه اېښې وه.

ابوسعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دى، وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فاطمې رضي الله عنها ته وفرمايل: ولاړه شه له خپلې قربانۍ سره ودرېږه )او ذبح کول يې وګوره( ځکه د هغې د لومړي څاڅکي سره چې ځمکې ته رسيږي ستا ټولي تېرې ګناوې بخښل کېږي، فاطمي رضي الله عنها پوښتنه وکړه اى دالله جل جلاله رسوله! د فضيلت موږ اهل بيت لپاره ځانګړى دى او که ټول مسلمانان مستحق دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: دا فضيلت موږ لره هم او نورو مسلمانانو لره هم شته.(۲۹)

د قربانۍ د حلالولو سنت طريقه دا ده چې قرباني کوونکى دي قرباني په خپله حلاله کړي او که قرباني کوونکى د حلالولو په طريقه نه پوهېده نو بل چا ته دي د قربانۍ د حلالولو اجازه ورکړي خو پخپله بايد د قربانۍ د حلالولو پر مهال حاضر او ولاړ وي(۳۰)، که يوه مېرمنه په کور کې وي او قرباني يې دباندي حلاله شي پروا نه لري.(۳۱)

تر حلالولو مخکې اداب:

۱- تر حلالولو مخکې څاروي ته اوبه او خواړه ورکول کېږي، او وږى ، تږى يې ساتل مکروه دي.

۲- د حلالولو ځاى ته  يې په ډېر سختۍ سره يې کشول مکروه دي، بايد په ښه نرمۍ سره د حلالې ځاى ته ورسول شي.

۳- چاړه به ښه تېره کوي په پڅه چاړه يې حلالول مکروه دي.

۴- که چاړه تېره کوي نو له څاروي څخه دي پټه تېره شي.

۵- په حديث شريف کې راځي: يو شخص څاروى چپه کړى وو بيا يې چاړه تېره کوله، رسول الله صلى الله عليه وسلم چې وليد ويې ويل: (تاسو څاروى څو ځله وژنئ؟)

۶- د يوه څاروي حلالول د بل په وړاندې مکروه دي.

۷- تر حلالو دي وروسته يو څه وخت ورته وګوري چې بدن يې سوړ شي.(۳۲)

 د قربانۍ نېت:

د قربانۍ لپاره په ژبه د نېت ويل ضروري نه دي ، خو په زړه کې به يې دا وي چې قرباني کوم نو قرباني يې صحيح ده، او د قربانۍ د حلالولو پر مهال ) بِسْمِ اللهِ اللهُ اَکبر ( ويل ضروري او سنت دي.(۳۳)

تر حلالولو مخکې دعا:

قربانۍ حيوان بايد مخ په قبله واچول شي او بيا دغه دعا بايد وويل شي : (إِنِّي  وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِيْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالاَرْض وَ مَا انَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ  إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ )(۳۴)

ژباړه: بېشکه مخ مې کړى دى د هغه چا په لورې چې ځمکې او اسمانونه يې پيدا کړى دى او زه له مشرکينو څخه نه يم ، بېشکه لمونځ ، ټول عملونه ، ژوند او مرګ مې د الله جل جلاله لپاره دي .

تر حلالولو وروسته دعا:

د قربانۍ د حلالولو څخه وروسته دي دغه دعا ولوستل شي:

اللّٰهُمَّ تَقَبَّلْهُ مِنَّىْ کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِيْبِکَ مُحَمَّدٍ وَ خَلِيْلِکَ اِبْرٰاهِيْمَ عَلَيْهِمَا السَّلاٰمَ (۳۵)

ژباړه: اى ربه! دغه ) قرباني ( زماڅخه قبوله کړه لکه څنګه چې دي د خپل نازولي ) پېغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم او حضرت ابراهيم عليه السلام قرباني قبول کړې وه .

د قربانۍ څاروی:

په شريعت کې د قربانۍ څاروي دوه ډوله دي:

۱- کوچني څاروي لکه وزه )بزه( او پسه چې د يوه کس له لورې قرباني کېداى شي.

۲- غوا، غوايى، ګامېښه، اوښه او اوښ چې د اوو کسانو له لورې قرباني کېداى شي.(۳۶)

او له دې پرته په نورو حيواناتو لکه وحشي څاروي ، چرګ يا چرګه قرباني نه کيږي .

  • غوا او ګامېښه بايد دووه کلنه وي.
  • اوښه او اوښ بايد پنځه کلن وي .
  • وزه او پسه بايد يوکلن وي.
  • که د پورتنيو حيواناتو عمر له خپلې اندازې کم وي قرباني کول يې روا نه دي(۳۷).
  • که مرغومى له يو کال څخه کم وي نه قرباني کيږي، خو که ورى يا ورۍ دومره تياره شوې وي چې په ونه او وزن کې له يو کلن سره برابره وي بيا قرباني کېداى شي(۳۸).
  • که څوک د قربانۍ لپاره څاروى اخلي، دقربانۍ پلورنکى ووايي چې د دغه څاروي عمر پوره دى، او څاروى هم د څېرې څخه په عمر پوره ښکارېده، د پلورونکي په خوله يقين کول روا دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)ـ الدرالمختار بهامش رد المحتارد ۵/۲۱۹

(۲)ـ ردالمحتار: ۵/۲۲۰، ط رشيديه

(۳)ـ ردالمحتار: ۵/۲۲۰، ط رشيديه

(۴)ـ ابن کثير .

(۵)ـ سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبة، رقم الحديث ۳۱۲۳

(۶)ـ سنن ابن ماجه: باب ثواب الاضحيه، رقم الحديث ۳۱۲۷

(۷)ـ تزمذى: ابواب الاضاحى، رقم الحديث ۱۴۹۳

(۸)ـ سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبة ام لا؟، رقم الحديث ۳۱۲۳

(۹)ـ احسن الفتاوى: ۷/۵۰۸

(۱۰)ـ مسايل رفعت قاسمى: ۵/۵۵

(۱۱)ـ احسن الفتاوى: ۷/۵۰۸

(۱۲)ـ ردالمحتار: ۵/۲۱۹، ط رشيديه

(۱۳)ـ الدرالمختار بهامش ردالمحتار: ۵/۲۲۱، هنديه:۵/۲۹۲

(۱۴)ـ هنديه: ۵/۲۹۲، ط  ماجديه

(۱۵)ـ الدرلمختار بهامش ردالمحتار: ۵/ ۲۲۳

(۱۶)ـ هنديه: ۵/۲۹۲

(۱۷)ـ هنديه: ۵/۲۹۱

(۱۸)ـ جواهرالفتاوى: ۱/۱۱۵

(۱۹)ـ احسن الفتاوى: ۷/۵۰۶ ردالمحتار: باب زکاة الغنم

(۲۰)ـ الدرالمختار بهامش ردالمحتار: ۵/۲۲۲

(۲۲)ـ الدرالمختار بهامش ردالمحتار: ۵/۲۲۵

(۲۲)ـ فتاوى هنديه ۵ /۲۹۵

(۲۳)ـ د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(۲۴)ـ فتاوى هنديه ۵/۲۹۵٫

(۲۵)ـ فتاوى هنديه: ۵/۲۹۵

(۲۶)ـ الدرالمختار بهامش ردالمحتار: ۵/۲۲۵

(۲۷)ـ هنديه: ۵/۲۹۵

(۲۸)ـ بخاري: باب تکبير عند الذبح، رقم الحديث ۵۲۴۵

(۲۹)ـ مسائل رفعت قاسمى، ۵/۱۵۲د ( الترغيب) په حواله

(۳۰)ـ هنديه: ۵/۳۰۰

(۳۱)ـ فتاوى هنديه ٢ / ٢٠١.

(۳۲)ـ  ۱-۷ مسايل رفعت قاسمي: ۵/۱۵۵

(۳۳)ـ د مفتي محمد شفيع رحمه الله ليکنه: تاريخ قرباني، د جمعه خان نائل ژباړه.

(۳۴)ـ ابوداؤد: باب ما يستحب من الضحايا، رقم الحديث ۲۷۲۹

(۳۵)ـ مشکوة: ۱/۱۲۸

(۳۶)ـ فتاوى هنديه: ۵/۲۹۷

(۳۷)ـ ردالمحتار: ۵/۲۲۶

(۳۸)ـ الدرمختار بهامش ردالمحتار ۵/۲۲۶

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب