د الملک د سورې فضیلت

له الحاکم څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمالیلي دي چې « د الملک سوره سړی د قبر له عذاب څخه ژغوري»
د الملک سوره ۳۰ ایتونه لری او هر مسلمان ته ښايي چې لږ تر لږه یې په ۲۴ ساعتو کې یو ځل قرائت کړي ، د دې سورې قرائت له ۳ دقیقو څخه زیات وخت نه نیسي ، او که څوک دا سوره حفظ کړي نو دا به لا ډیر ښه کار وي. ددې سورې په لوستلو یو مسلمان د قبر له عذاب څخه ژغورل کیږي ، دا څومره ستره او عظیمه خبره ده او څومره ستر الهی نعمت دی چې الله پاک یو مسلمان د قبر له عذاب څخه ساتي چې دا سوره وايي . بیشکه چې الله پاک غفور او رحیم دی ، الله پاک هیڅکله په خپل مسلمان بنده ظلم نه کوي بلکې دا خو پخپله د خدای بندګان دي چې په خپل ځان ظلم کوي . دا خو ځیني مسلمانان دي چې قتلونه کوي ، ظلم زیاتی کوي ، د خلکو په مال دولت خیټه اچوي ، حق ته غاړه نه ایږدي ، بې عدالتی کوي ، تقلب کوي ( په انتخاباتو او نورو کارونو کې ) له انصاف څخه کار نه اخلي او داسې نور منکرات سرته رسوي. خدای پاک خو یو مسلمان ته نه وايي چې بد کارونه وکړه ، دا پخپله د خدای بنده دی چې د الله پاک له سمې لارې اوړي او د شیطان په لمسه د شیطان په لار روانیږي. زه له ټولو دوستانو ، عزیزانو ، خویندو او وروڼو ، خپلو معنوي اولادونو څخه غواړم او دا هیله ورڅخه کوم چې په ۲۴ ساعتو کې دې اقلا یو ځل د الملک سوره قرائت کړي او خپل هیواد ، خپلو هیوادوالو ته او ټولو مسلمانانو ته دې د عا ګانې وکړي. الله پاک دا دعاګانې اوري او خامخا به یې په خپل دربار کې قبلوي. هره دعا باید په پاک نیت او د ځان او د نورو د خیر لپاره په کار ده
استاد فضل الله رشتین

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب